32

د هند تیموریان د ارغونيانو اوزبکو او صفویانو اغېزه (۹۱۰ - ۱۱۵۱هـ )

د افغانستان لنډ تاریخ پنځمه برخه

د هرات د تیموریانو د دورې په پای کښې، ظهير الدين محمد بابر د عمر شیخ میرزا زوی او د هرات د پخواني سلطان ابو سعيد كورګان لمسی د (۸۹۹ - ۱۴۹۳م) کال د د روژې میاشتې پر پېنځمه د فرغانه په اند جان کښې پر یوولس کلنۍ پر تخت کښېناست. دا وخت د هرات شهزاده ګان په خپلو مينځو کښې سره نښتي او اخته وو او د هرات سلطنت کمزوری شوی و بابر د پلار او مور له خوا چنگیز او تیمور ته منسوب و دی سره له دې چې کوچنی و، خو بیا یې هم وکړای شول چې پاچهي وساتي، دا مهال د ده اکا سلطان احمد میرزا په سمرقند کښې او سلطان محمود ميرزا د بدخشان په کندوز کښې حکومت کاوه، له بابر سره یې مخالفت درلود د بابر ورور جهانگیر میرزا هم د ده مخالف و چې دغو مخالفينو او د ده نورو رقيبانو د ده ورور له اندجانه ویوست او شیبانی خان (۹۰۵ - ۹۱۶هـ) د ابراهیم زوی چې د چنګيز د زوى جوجي له کوله و سمرقند ونيو، له بابر سره ونښت چې هغه پېښې د افغانستان په تاريخ پورې اړه نه لري. بابر تر (۹۰۹ هـ - ۱۵۰۳ م) پورې له شيباني سره جګړه وکړه او چې خپل به (حریف) یې غښتلی ولید نو د افغانستان خوا ته يې مخه کړه پر همدغه کال له جیحونه راپور پووت او د بدخشان حکمران خسرو شاه ته چې . په کندوز کښې و، ورغی لږ مهال وروسته یې د خسرو د لښکر اته زره سپاره او پلي خپل پلويان کړل. خسرو يې د ميمنې خوا ته وشاړه چې تيموري شهزاده بدیع الزمان میرزا ته یې پناه یووړه په خپله بابر د خسرو مالونه خپل کړل او د خسرو له لښکريانو او دریو څلورو زرو مغولي کورنيو سره يې له کندوزه کابل ته مخه وکړه. دا مهال د کابل حکمران عبدالرزاق میرزا دالغ بیگ میرزا کوچنی زوی و، چې د حکومت چارې يې د شيرم زکه (زکي) نومي په لاس کښې وې، د کابل مشرانو امیر محمد يوسف، محد قاسم بیک او امیر یونس علی دی په سلطاني ديوانخانه کښې وواژه. په همدغو وختو کښې د افغانستان د جنوبي سیمو د کندهار او ګرمسیر حکمراني د میر حسن د زوی امیر ذوالنون ارغون په کهاله پورې اړه درلوده، دا امیر ارغون (چې په بلوڅي رواياتو کښې په زنو مشهور دی) د ابو سعید کورګان له نوکرانو څخه و، چې سلطان حسین بایقرا د غور، غرجستان او زمینداور پر حکمرانی ټاکلی و ده پر (۹۰۴) (هـ) کال د هزاره او نكدرې قبيلې ايل کړې او د دغه خدمت په پاداش کښې يې د فراه، غور او کندهار حکومت وموند، پر (٩٠٢هـ - ١٤٩٦ م) کال یی شهزاده بدیع الزمان ته خپله لور ورکړه او له هغه سره يې په هغه ياغي تابه کښې چې له خپل پلار سلطان حسین بایقرا ځنې یې کړی و، مرسته وکړه او پر (۹۰۴ هـ - ۱۴۹۸ م) کال يې هرات ونيو بديع الزمان چې پر بلخ بری و موند، ارغون سیستان ونیو، سلطان حسین بایقرا چې پر ( ۹۱۱ هـ کال مړ شو، نو د ارغون واك لاپسې ډېر شو له کندهاره يې د شال بولان او مستنګ (اوسني بلوچستان) پر ولایت د سند تر غاړو پورې لاس بری وموند ، په خپله د هرات په کلا بندی او د شيباني په جګړه کښې ووژل شو د ۹۱۳ هـ - ۱۵۰۷ م شاوخوا تر ده وروسته يې دوو زامنو شاه بیگ او محمد مقیم ارغون له کندهاره د سند تر سینده حکم کاوه د هرات تر نیولو وروسته یې له شبياني خان سره رو ، وکړه. خو چې زکي ووژل شو او د کابل چارې ویجاړې شوې نو محمد مقيم ارغون د کندهار له ګرمسیره پر کابل یرغل وکړ پر (۹۰۸ هـ) کال يې ميرزا عبد الرزاق د لغمان خواته پر شا و شاره کابل يې ونيو او دالغ بیگ لور يې وکړه. بابر چې د شمال له خوا تر هندوکوش را تېر شو او محمد مقیم له کابله کندهار ته ولاړ نو بابر کابل ونيو (۹۰۹ هـ - ۱۵۰۳ م). محمد مقیم په کندهار کښې لښکر راغونډول پيل کړل او بابر د م)؛ يو کال وروسته د غزني خوا ته وووت. د غلجيو تر کلات پورې پر مخ ولاړ، خپل ورور جهانګير میرزا ته یې  (۹۱۱ هـ ۱۵۰۵ م)   د غزني حکومت ورکر هـ - افغانستان ټول تيموري شهزادګان د شيباني د ورځ پر ورځ زياتېدونکي ځواك پر وړاندې د مرغاب پر غاړه سره غونډ شول او بابر يې هم وروغوښت بابر چې د سلطان حسین د مړينې خبر اورېدلی و، په خپله د ده په وينا په زړه کښې يې د هرات خرخښه وه، نو د هزاره او اويماق له لارې مروچاق ته ولاړ، د کل باغان په پړاو کښې له نوموړيو شهزادګانو سره یو ځای شو (د هـ ۹۱۲ هـ  څلورمه خور - جمادى الاخرى - ۱۵۰٦ م) دا چې شيباني جنګ ته راوړاندې نه شو او له بلې خوا له کابل څخه هم د خړپړتيا خبر بابر ته راورسید، نو بابر بيرته پر سره ژمي کابل ته راغی او په لار کښې درانه تلفات ورپېښ شول، ځکه چې د ده تر شا د کابل ځينو مشرانو د بابر تره جان میرزا په پاچهي مثلی و، خو چې بابر کابل ته راورسېد تره يې کندهار او سیستان ته وتښتېد دا مهال شيباني پر بدخشان یرغل وکړ او د بابر کشر ورور ناصر میزا يې د کابل خوا ته وشاره. بابر په افغانستان کښې تر چنګیز او تیمور وروسته غښتلی پاچا و، دى له هغو افغاني قبايلو سره ونښت چې په غرو او رغو کښې يې کوچياني ژوند لاره هغه درانه تلفات یې چې د هرات په سفر کښې ليدلي د غزني د جنوب ختیز غلجیو قبیلو په چور او چپاو تلافي کړل (۹۱۳ هـ). پر همدغه کال چې شيباني خان د هرات او فراه تر یرغل وروسته گرمسیر ته ورسید نو بابر له کابله ور وووت او د کندهار په خاليشك نومي ځای کښې يې له شاه بیگ او محمد مقیم ارغوني سره جګړه وکړه، د خپل دوه زريز لښکر په مرسته یې کندهار ونیو شاه بیگ مستنګ او مقیم زمینداور ته وتښتېدل بابر کندهار ایالت خپل ورور ناصر میرزا ته وسپاره او په خپله کابل ته راغی خو د ارغون زامن چې شيباني ته يې پناه وړې وه د شيباني په ملاتړ يې بېرته پر کندهار يرغل وکړ او ناصر ميرزا يې کابل ته وشاره، شيباني کندهار شاه بیگ ته وسپاره او په خپله بېرته خراسان ته ولاړ (۹۱۳ هـ). وړاندې مو وویل چې میرزا عبدالرزاق د محمد مقيم له لاسه مات شو او له کابله د افغانستان ختیځ ته وتښتېد په ننګرهار کښې يې د علي شبكور سيستاني، محمد علي شيباني عبد الله صف شکن، نظر، یعقوب او نورو په مرسته د پاچھی بیرغ پورته کړ، بابر پر (۹۱۴ هـ - ۱۵۰۸ م) کال پر هغه حمله وکړه او له خپلو دریو څلورو زرو تنو لښکرو سره په ننګرهار کښې و جنګېد ، عبد الرزاق يې ووژاه او هم يې زبیر راعي چې په بدخشان کښې يې دا له بابر سره مقابله کوله د خپل تره جان میرزا په واسطه له منځه یووړ، مهال چې بابر په کابل او بدخشان کښې بوخت و، په هرات کښې د تيموري شهزاد ګانو حکومت د شيباني په لاس ړنګ شو او ټول خراسان تر کندهار پورې لاس ته ورغی، ځکه پر (۹۱۶) هـ - (۱۵۱۰) کال صفوي پاچا شاه اسمعيل مرو ته لاړ او شيباني يې هلته کلابند کړ شيباني د برات میاشتې پر ٢٦ له پېنځلسو زرو تنو سره پر صفویانو یرغل وکړ، په دې جګړه کښې لس زره اوزبك په خپله له شيباني سره ووژل شول او شاه اسمعیل د (۹۱۷هـ ۱۵۱۱م) کال پر پسرلي تر آمو پرمخ ولاړ او بېرته هرات ته راغی، همدا چې د صفويانو په جګړه کښې د بابر لوى رقيب شيباني خان ووژل شو، نو بابر له شپېتو زرو تنو سره له کابل او بلخ څخه پر ماوراء النهر يرغل وکړ او تر ډېرو فتوحاتو وروسته تر (۹۲۰) هـ - ۱۵۱۴) (م) پورې يې هغه نيولي ښارونه بېرته له لاسه ووتل او ناکامه کابل ته را و گرخید بابر چې په ماوراء النهر کښې له ډېر وغښتليو او کلکو رقیبانو سره مخامخېده نو ځکه يې تر هغه وروسته هغې سیمې ته پام وانه ړاوه او ویې غوښتل چې د هند د ارتو ملکو په نيولو لاس پورې کړي، د دغه کار لومړني کارونه يې په کابل کښې تر سره کړل او پر (۹۲۵ هـ - ۱۵۱۹م) يې پر هند خپل لومړی یرغل پیل کړ، د سند د نیلاب له ګودره د پنجاب تر بهره پورې ورسېد ، هغه سيمې يې حسن بیک اتکه ته وسپارلې او د کهکران پر ولایت او د حمله وکړه، د بهره او سند تر منځ ولايت يې محمد علي ته وسپاره بیرته کابل ته راغی او په لاره کښې يې د پېښور د شمال د يوسفزيو ډېرې قبيلې د ځان پر خوا د پرهاله پر پر کلا يې کړې د يوسفزيو د يوه مشر شاه منصور لور يې وکړه. په دې وسېله يې وکړای شول د سبکتګین په څېر (چې د محمود مور يې د زابل له پښتنو څخه کړې وه د پښتنو زړور او ننګيالي قبايل د ځان پلوي کړي او د هغو په مرسته او ملاتړ د هند راتلونکي امپراتور شي ځکه چې يوسفزيان د خيبر او سند تر منځ په ارته سيمه کښې پراته و نو دا ناشوني برېښېده چې د دوى له مرستې پرته دې څوك له كابله د سند اخوا هند ته واوړي. په دې توګه د بابر کار اسان شو نو پر دویم یرغل چې د (۹۲۵هـ) کال په پای کښې يې وكړ تر اټک پورېووت چې بېرته را وګرځېد نو په لاره کښې يې د حضر خیل قبیلې چور کړې په درېيم يرغل (۹۲٦ هـ - ۱۵۱۹م) د پنجاب تر سیالکوټه پر مخ ولاړ سيد پور يې وران او خلك يې قتل عام کړل کابل ته راغی شاه بيگ ارغون چې له سنده پر کندهار یرغل کاوه، نو ځکه بابر کندهار کلابند او له شاه بیګ سره یې روغه وکړه بيرته کابل ته ستون شو (د ٩٢٦ هـ - ۱۵۱۹م (رجب)، بل کال يې بیا کندهار کلابند کړ او شاه بیګ يې د شال خواته پر شا و شاره د ۹۲۸) هـ، ۱۵۲۱ م کال د کوچني اختر د مياشتې پر ۱۳ یې د کندهار ښار په روغه ونيو او شهزاده کامران يې د هغه های حکمران و ټاکه د بابر څلورم ځل تک پر (۹۳۰ هـ - ۱۵۲۳م) کال تر لاهور او سیالکوټه پورې و او په پېنځم ځل تک يې د ۹۳۲هـ د رجب پر (۸) د پاني پت په جګړه کښې سلطان ابراهيم لودي وواژه او د ۹۳۲ هـ ۱۵۲۵ م د رجب پر (۱۲) د ډهلي پر تخت کښېناست همدا مهال د پېښور، کوهاټ او بنو خوا د يوسفزیو لويو قبيلو مهاجرتونه بشپړ شول او هم د بلوڅو لويو قبيلو د سند سیمه د غازي خان تر ډېرې او د پنجاب تر جنوبه ونیوه. تر هغه وروسته کابل بدخشان او کندهار له ډهلي څخه د بابر له خوا اداره کېدل خواجه کلان د غزني او ګردېز حکمران (۹۳۲هـ)، شهزاده همایون د کابل او بدخشان حکمران (۹۳۳) هـ - ۱۵۲۶م) او شهزاده کامران د کندهار حکمران و همدارنګه همایون چې پر (۹۳۵هـ) کال هند ته ولاړ، سلطان سعدي خان کاشغری پر بدخشان حمله وکړه، خو د بابر زوی هندال میرزا هغه مات کړ او بابر د بدخشان حکمراني سليمان ميرزا ته وسپارله کندهار تر کامران و روسته شهزاده عسکري ته وسپارل شو، ده پر (۹۳۰هـ) تر (۱۵۲۳م) د کندهار د چهل زينې په دالان جوړولو او ډبرليك لیکلو پیل وکړ چې تر (۹۵۳) هـ - ۱۵۴۶م) پورې يې بشپړ کړل. د افغانستان په تاريخ کښې بابر یو نومیالی، زړور، خونړی، پوه او مؤلف پاچا و، چې پر بلخ بدخشان کابل او کندهار يې تر ډهلي پورې پر يو لوی هېواد حکومت کاوه ده په پاړسي او توركي شعر وايه او څو مهم تاليفونه هم لري. د (۹۳۷) هـ (۱۵۳۰م) کال پر څلورمه خور - جمادی الثانی په اګره کښې مړ او د ده د وصيت له مخې د کابل په بابر باغ کښې ښخ شو. د ده هدیره پر (۱۰۵۶ هـ - ١٦٤٦ م) شاهجهان جوړه کړه چې تر اوسه په کابل کښې مشهوره ده وګوری ۶۵ او ٦٦ نومره (عکس) تر هغه وروسته يې زوی نصیر الدین همایون د ډهلي پر تخت کښېناست، پنجاب پېښور، لغمان، کابل، کندهار او باميان يې د خپل ورو شهزاده کامران د حکمرانۍ سيمه وبلله او بدخشان یې د بابر د جان میرزا زوی میرزا سلیمان (د بابر تره) ته وسپارله؛ د (۹۴۲) هـ - ۱۵۳۵م کال په شاوخوا کښې صفوي سام ميرزا له هراته پر کندهار یرغل وکړ او د کندهار ښار يې د ميرزا کامران د حکمران له لاسه ويوست، هغه وو چې کامران له لاهوره کندهار ته راغی، سام میرزا مات او کندهار یې خواجه کلان بیک ته وسپاره او په خپله لاهور ته ولاړ، د بل کال په سر کښې په خپله صفوي شاه طهماسپ کندهار بيا له خواجه کلان څخه واخیست او میرزا بداغ خان قاجار ته يې وسپاره، خو هغه وخت چې شاه طهماسپ ایران ته ولاړ بیا کامران له لاهوره راغی او کندهار يې يې ونيو (۹۴۳ هـ - ۱۵۳٦م). خو همایون په هندوستان کښې و نه شو کړای چې د خپل پلار د پاچهی مقام وساتي دا ځکه چې بابر د لوديانو شهنشاهي برباد کړې او په هند کښې يې د افغاني تاريخ عظمت ته صدمه رسولې وه، له دې کبله افغانان د خپل تاريخي برم د راژوندي کولو په تکل وو، د هند شهنشاهي يې خپل موروثي ملك ګاڼه او سلطان ابراهيم لودی چې د ناوړې ادارې او ناپوهۍ له امله یې افغاني قوت تيت کړی و او نتیجه یې د پاني پت په جګړه کښې د بابر په مقابل کښې ولیده نو ځکه دا مهال يو نابغه هوښیار پښتون فرید خان مشهور په شهر شاه په هند کښې د سوري له تبره منځته راوووت ده په هند کښې افغاني تيت ځواکونه سره راټول او د افغاني برم نغری يې بيا تود کړ، د پښتنو د چارو تر سمون او د دوی تر يووالي وروسته یې پر همایون حمله وکړه همایون مات شو او د هند د شاهنشاهی مقام بېرته د هغه د تاريخي خاوندانو لاس ته ورغی د ماتی پر همدغه کال د (۹۴۷) هـ - ۱۵۴۰م پر رجب همایون د سند عمر کوټ ته ورسېد او د شال او مستنگ او د افغانستان د جنوبي ګرمسير او سيستان له لارې هرات او مشهد ته ولاړ، صفوي دربار ته یی پناه یووړه خو میرزا کامران په کابل میرزا عسکري او ميرزا هندال په کندهار کښی پناه واخیسته، تر څه مودې وروسته میرزا کامران له کابله هڅه وکړه او په نارین کښې يې د هغه ځای له حکمران سلیمان میرزا سره جګړه وکړه هغه یې په زرو د ځان تابع کړ او تر هغه وروسته یې پر کندهار يرغل وکړ، کندهار يې د هندال میرزا له لاسه ويوست او ميرزا عسكري ته یې وسپاره هندال د جلال آباد جوی شاهي ته مقرر شو او په افغانستان کښي خطبه او سکه د کامران په نامه جاري شوه، ده تر هغې جګړې وروسته چې پر ۹۴۸) هـ - (۱۵۴۱م) کال يې په اندراب کې له سلیمان میرزا سره وکړه ټول بدخشان یې له خپل هېواد سره یو ځای کړ، له بدخشانه تر کندهاره او له کابله د سند تر سينده يې حکم کاوه چې د حکومت مرکز یی کابل و. خو همایون هم له صفوي درباره مرسته واخیسته او پر (۹۵۱) هـ . ۱۵۴۴م) کال له دېرشو زرو تنو سره د هرات له لارې د هلمند غاړې ته راورسېد او په بست کښې یې د کامران حکمرانان شاهم علی او میر خلج کلابند کړل او ډېر ژر يې کندهار تر شپږو مياشتو کلابندۍ وروسته پر له (۹۵۲هـ) كال له ميرزا عسكري څخه ونيو له هغه تړون سره سم چې صفوي پاچا سره یې کړی و ، هغه ښار يې شهزاده مراد صفوي ته وسپاره، خو چې هغه کوچنی شاهزاده په کندهار کښې مړ شو، نو همایون هغه ښار بيرم خان ته وسپاره، صفوي لښکريان يې بېرته رخصت او په خپله يې کابل ته مخه وکړه، د شاه کامران حکمرانان ورته تسلیم شول اود (۹۵۳ هـ - ۱۵۴۶م) کال په روژه کښې کابل هم د همایون لاس ته ورغی، کامران غزني ته وتښتېد او له هغه ځايه يې د سند ارغونيه حکمرانانو ته پناه یووړه. همایون پر همدغه کال سلیمان میرزا د هندوکوش له شمالي ولاياتو څخه ماوراء النهر ته وشاړه او هغه ولایتونه یې هم د ځان کړل، بيا همایون په ډېر تلورا له شمالي سيمو څخه راغی او د (۹۵۴ هـ - ۱۵۴۷ م) کال پر لومړۍ خور (ربیع الاول) یې کامران مات کړ چې هغه بدخشان ته وتښتېد او کابل د همایون لاس ته ورغی. همدا چې کامران په بدخشان، تالقان او بغلان کښې پښې کلکې کړې نو همایون بې له ځنډه په تالقان کښې هغه تسلیمېدو ته اړ کړ او د کولاب ولایت ته یی واستاوه میرزا ابراهيم يې په هغه ولايت کښې پرېښوو په خپله کابل ته راغی (۹۵۴ هـ : ۱۵۴۷ م). خو کامران په کولاب کښې يوه ډله راټوله کړه او د پیر محمد خان په مرسته يې بدخشان ونيو، ځکه نو همایون در بیم ځل د هندوکوش شمالي سيمو ته ولاړ او د هغو سیمو تر نیولو د ختلان او کولاب سيمي ميرزا کامران د ظفر او تالقان کلا يې میرزا سلیمان او ابراهیم کندز اشکمش او نارين يې ميرزا هندال ته ورکړل وروسته یې او په خپله کابل ته راغی د ۹۵۵ هـ - ۱۵۴۸ م کال د روژې دویمه ورځ د همایون څلورم تک بلخ ته د پیر محمد خان په مقابل کښې و، خو ناکام را وګرځید (۹۵۶ هـ - (۱۵۴۹م) پر (۹۵۷هـ) کال چې کامران بيا په شمالي ولايتو كښې لږ څه ځواکمن شو همایون پینځم ځل هغې خوا ته ولاړ ، خو د غوربند په جګړه کښې مات او کامران بیا کابل ونيو، خو همایون ډېر ژر لښکر راټول او په شتر گرام کښې یې له کامران سره جګړه وکړه، کامران لغمان ته وتښتېد ، همایون کابل ونيو او ميرزا عسكري يې چې په دغه جنګ کښې نیول شوی و بدخشان او بلخ ته واستاوه چې له هغه ځايه عربستان ته ولاړ او هلته مړ شو ( ۹۶۵ هـ خو کامران بیا د پښتنو مهمندو او خلیل قبيلو لښکر جوړ کړ او د جلال آباد د چهار باغ کلا يې محاصره کړه، څو همایون هغه په یوه جګړه کښې له خيبره پېښور ته وشاره او بیا پر (۹۵۸هـ ۱۵۵۱م) کال په چپرهار کښې د دغو دوو وروڼو تر منځ جګړه پېښه شود، میرزا هندال ووژل شو کامران هند ته وتښتېد ، مگر سلطان آدم کهکر هغه ونیو او پر ( ۹۶۰ هـ ۱۵۵۲ م کال یې همایون ته وسپاره همایون هغه په بې رحمۍ روند کړ. دا مهال چې د بابر کهول په افغانستان کښې په خپلو منځو کښې سره اخته وو او همایون خپل وروڼه له منځه ایستل نو د افغانستان خاوره په وينو لړلې وه په هند کښې شیر شاه سوري د مدنيت، نظم، وداني او جهانداری کتور بنسټونه کښېښوول خو دا مدنیت پال شهنشاه د (۹۵۲ هـ ۱۵۴۵م) کال د لومړۍ خور - ربیع الاول پر لسمه ورځ د کالنجر کلا په يوه ناوړه اور پېښه کښې شهيد شو کهاله يې و نه شو کړای د ده په څېر د افغاني پرتم نغرى تود وساتي افغاني مشرانو چې پوه لارښود يې نه درلود نوسره خواره واره شول وگوری ٦٧- شکل) له دې خوا همایون ځان د وروڼو له جنجاله وزګار کړ، خپل ورور شهزاد محمد حکیم یې په کابل کښې حکمران پرېښوو او په خپله د (٩٦٢هـ) کال د صفري پر مياشت د پېښور له لارې د هند نيولو په تکل وخوځېد، د (٩٦٢ هـ کال د روژې په سر کښې د ډهلي پر تخت کښېناست او د (۹۶۳ هـ - (۱۵۵۵م) کال د لومړۍ خور (ربیع الاول) پر پېنځمه په ډهلي کښې مړ شو. (وګوری ۶۸ نومره عکس).  اکبر د دیارلس کلن ده پر ځای يې  دیارلس کلن زوی جلال الدین محمد اکبر د (٩٦٣هـ - ۱۵۵۵م) کال د دویمې خور (ربیع الثانی) پر ۱۲ د جمعې پر ورځ په لاهور کښې پاچا شو، همدا چې د همایون د مړينې خبر کابل ته ورسېد ، میرزا سلیمان او زوی محمد ابراهیم کابل ته راغلل  او محمد  ته یې حكيم يې د کابل په ښار کښې څلور میاشتې کلا بند کړ، خو چې د اکبر لښکر کابل ته راورسید سلیمان پرته له دې چې کابل ښار ونيسي، بېرته بدخشان ته ولاړ (٩٦٣ هـ) او د کابل د چارو واګي د شهزاده محمد حکیم مور مېرمن ماه چوچك" په لاس کښې ونيول. دغه مهال ټول چارواکي په شخړو اخته وو، چې پر ( ۹۷۰ هـ - ۱۵۶۲م) کال د اکبر له درباره منعم خان خانان کابل ته وګمارل شو، دی د جلال آباد په چهار باغ کښې د کابل له لښکر سره مخامخ شو ماته يې وکړه او هند ته وتښتېد ، څنګه چې همايون کندهار د کلات غلجي شاه محمد ته سپارلی و نو ځکه صفوي شاه طهماسپ یو لښکر د شاه اسمعیل صفوي د لمسي سلطان حسین میرزا په مشرۍ کندهار ته راوخوځاوه او پر (۹۴۶) هـ کال يې د کندهار ښار له شاه محمد څخه ونيو. همدارنګه پر (۹۶۷) هـ - ۱۵۵۹م) کال میرزا سليمان له بدخشانه د بلخ نيولو په تکل لښکر راویوست او د ګازران پر چينه يې د پير محمد خان له لښکر سره جګړه وکړه، خو مات شو او زوی يې محمد ابراهيم د دښمن په لاس ووژل شو. تر هغه وروسته ابوالمعالي ترمذي د ۹۷۱ هـ - ١٥٦٣م کال په شاوخوا کښې د اكبر له درباره کابل ته را وتښتېد، د محمد حکیم خور يې وکړه او د شهزاده مور يې له ځينو نورو امیرانو سره ووژله، شهزاده او د کابل مظلومینو د بدخشان له حکمران میرزا سلیمان څخه مرسته وغوښته، میرزا د غوربند له پله سره د ابوالمعالي او د کابل له لښکر سره مخامخ شو، ابوالمعالی يې وواژه او د ۹۷۱) هـ - ۱۵۶۳ م کال د روژې پر ۱۷ یې کابل ونيو سلیمان کابل خپل زوم شهزاده محمد حکیم او میرزا سلطان امید علی ته پرېښوو په خپله بدخشان ته ولاړ محمد حکیم د اکبري دربار په ملاتړ له کابله د سند تر سينده او له کندها ه د هندوکوش تر سلسلې پورې خپلواك حکمران شو او د میرزا سلیمان نفوذ له منځه ولاړ (۹۷۲ هـ - ۱۵۶۴م) محمد - حکیم چې په کابل کښې غښتلی شو نو د خپل ماما فريدون په لمسانه يې له پېښوره پر لاهور يرغل وکړ، خو پر ۹۷۴) هـ ١٥٦٦م) كال اكبر شاه له اګرې څخه لاهور ته راغی او محمد حکیم یې بېرته پېښور ته پر شا وشاړه. میرزا سلیمان د محمد حکیم په غياب کښې له بدخشانه راغی، کابل یې کلابند کړ، خو چې د محمد حکیم د راتګ خبر يې واورېد کابل يې پرېښوو، بدخشان ته ولاړ او له هغه ځایه د خپل لمسي شاهرخ د ابراهيم میرزا د زوی له لاسه چې په بدخشان ،اندراب تالقان او کندز کښې غښتلی شوی و، د کابل له لارې هند ته وتښتېد او د بدخشان حکمراني د شاهرخ میرزا شوه (۹۸۳) هـ - (۱۵۷۵م) خو سليمان له هنده د بيت الله د زيارت په پلمه ایران ته ولاړ او له هغه ځایه کندهار او کابل ته راغی پر (۹۸۷) هـ ۱۵۷۹ م کال يې د محمد حکیم په مرسته پر بدخشان او خپل لمسي يرغل وکړ ؛ شاهرخ ورسره روغه وكړه له تالقانه تر هندوکوشه يې سليمان ته پرېښوو او په خپله يې په بدخشان اكتفا وکړه (۹۸۸ هـ). تردې روغې وروسته شهزاده محمد حکیم له کابله د پېښور او لاهور خوا ته لښکر ویوست او دا ښار یې کلابند کړ خو د (۹۸۹هـ - ۱۵۸۱م) کال پر محرمه اکبر دی د لاهور له شاوخوا پر شا و شاړه او په خپل ورور پسې تر کابله ولاړ، دا د ده لومړی سفر و، خو کابل او زابلستان يې بېرته محمد حکیم ته وسپارل او د (۹۸۹ هـ کال د صفر پر (۱۴) له هغه ځايه هندوستان ته وګرځېد. خو په بدخشان کښې د ميرزا سلیمان او شاهرخ اختلاف ورك نه شو، له دغه اختلافه د بلخ حکمران عبدالله اوزبك ګټه واخيسته دواړه يې کابل ته پر شا و شړل او بدخشان یې د هندوکوش تر لړۍ پورې له بلخ سره يو ځای کړ. - شهزاده محمد حکیم ۱۲ په د (۹۹۳) هـ - ۱۵۸۵ م) کال د برات پر کابل کښې مړ شو، اکبر پاچا د کابل ساتنې له پاره کنورمان سنګه له نوي ځواک سره را واستاوه او زین خان کوکه يې د دغه ځای حکمران وټاکه، کابل مستقيماً د اكبري هېواد برخه شوه (۹۹۵هـ - ١٥٨٦م) د اکبر لښکرې د سوات او باجوړ په سيمو کښې د پښتنو له تورياليو قبيلو سره ونښتې او په خپله اکبر هم پر (۹۹۷) هـ (۱۵۸۸م) کال پېښور ته راغی دا کابل ته د ده دویم سفر و، په کابل کښې يې تر یوې میاشتې تېرېدو وروسته د کابل حكمراني كابلي قاسم خان ته ورکړه او په خپله پېښور ته وګرځېد، خو د روښاني حكمدارانو او د بايزيد له زوى جلال الدین سره يې د افغانستان په جګړه کښې څلوېښت زره شاهي سپاره او د اكبري دربار مهم غړي راجه ل بیربل د پښتنو له لاسه ووژل شول، غزني د روښانيانو لاس ته ورغی چې تفصيل به يې د روښانيانو تر سرليك لاندې راشي. لکه دمخه چې مو ولیکل کندهار ښار د صفوي شهزادګانو په لاس کښې و چې له اکبري هېواده بېل شوی و، ځکه نو پر (۹۹۹هـ - ۱۵۹۰م) کال خان خانان د بلوچستان له لارې پر کندهار حمله وکړه او کابلي شاه بیگ خان دا ښار بيا د اکبري هېواد یوه برخه کړه (۱۰۰۳ هـ - ۱۵۹۴م). دی د اکبر د دورې تر پایه د کندهار حکمران و، پر (۱۰۱۱ هـ - ١٦٠٢م کال يې د بدخشان شاهرخ زوی میرزا حسن چې پر کندهار يې يرغل کړی و، غورته پر شا وشاړه پر (۱۰۱۴) هـ - ۱۹۰۵ م ) کال د هند شاهنشاه جلال الدین محمد اكبر له دنيا ولاړ وګوری ۶۹ نومره (عکس) د جلال الدین اکبر له مړينې وروسته یې زوی نورالدین جهانګیر پر ځای کښېناست دا وخت د هرات صفوی حکمران حسین شاملو د سیستان د حاکم په مرسته پر کندهار حمله وکړه خوشاه بیگ خان په کلا کښې بندي کړ پښې يې ټينګې کړې جهانګير هم له هنده ملاتړ لښکر را واستاوه او صفوي لښكر ناکام وتښتېد. د کندهار سند او ملتان حکمراني د جهانګير له درباره غازي خان ته ورکړ شوه (۱۰۱۴هـ - ۱۶۰۵م). جهانگیر پر (۱۰۱۵ هـ ١٦٠٦م کال کابل ته لاړ په دغه ښار کښې یی شاه بیگ خان د افغانستان د شمالي سيمو حکمران وټاکه او تر پېنځو کالو وروسته پر (۱۰۲۰ هـ - (١٦١١م کال چې روښاني احداد پر کابل يرغل وکړ، نو جهانګیر د شاه بیگ خان پر ځای قلیج خان د کابل په حکمرانی وګماره له اكبر او جهانګير سره د روښانيانو د جګړو تفصيل دې د روښانيانو په فصل کښې ولوستل شي. کندهار چې تل د صفوي او بابري پاچهانو د جګړې ډګر و، اوس نو د جهانگیر لاس ته ورغلی و، خو پر ( ١٠٣١هـ - (١٦٢١م کال بیا شاه عباس صفوي ونيو، سره له دې چې جهانګیر پر (۱۰۳۵هـ ۱۹۲۵م) کال کابل ته خپل دویم سفر وکړ، خو بری یې ونه موند چې کندهار ته لښکر وباسي، ځکه یې خواجه ابوالحسن د کابل او بنګښ له سیمو د سند تر سینده حکمران و ټاکه او په خپله هند ته ولاړ د (۱۰۳۷هـ - (۱۹۲۷م) کال د صفر پر ۲۸ د یکشنبې پر ورځ په لاهور کښې مړ شو (۷۰) عکس) د ده پر ځای يې زوی شهزاده خرم د هند پر تخت کښېناست چې په شهاب الدین محمد شاه جهان مشهور شو. د بایزید روښان د کهاله جنګونه چې په تېرا، پېښور، کابل، غزني او بنګښ کښې د همایون او اكبر له مهاله پيل شوي وو، د شاهجهان د پاچاهی تر مهاله و نه درېدل ځکه نو د ډهلي د دربار حکمرانان د افغانستان په سيمو کښې له سختو مقابلو سره مخامخ وو (شرح به يې د روښانيانو تر سرليك لاندې راشي جهانګير چې له دنيا ولاړ د افغانستان حکمران ظفر خان له روښاني احداد سره په جګړه اخته و، دا مهال د بلخ حکمدار نذر محمد خان فرصت غنیمت وګاڼه او د باميان د ضحاك پر کلا يې يرغل وکړ د افغانستان د شمالي ولاياتو د ټولو سيمو تر نیولو وروسته تر هندوکوش راتېر شو او کابل يې په خونړیو جګړو درې مياشتې کلا بند کړ، شاهجهان خواجه ابولحسن او مومند لښکر خان له ۱۵ زرو سپرو سره او سپه سالار مهابت خان له شلو زرو سپرو سره افغانستان ته را واستاوه (د ١٠٣٧ هـ - ١٦٢٧م کال د ذیعقدی میاشت نذر محمد د غور له لارې بلخ ته پرشا شو او کابل د لښکر خان لاس ته ورغی د ١٠٣٨هـ - ١٦٢٨م کال د محرمې مياشت د دغه کال په پای کښې د شيخ رکن الدین افغان زوی كمال الدين د اټك له غاړو بياتر کابل پورې پښتانه قبایل له ځان سره يو لاس کړل او د ډهلي حکومت پر خلاف پورته شو، پېښور يې کلا بند کړ، خو د کابل حکمران اسمعیل خان پورته شوی خلک سره تيت كړل او پېښور يې وساته (د ۱۰۳۸ هـ - ۱۶۲۸ م کال د ذيحجې میاشت). په اکبری عصر کښې حسن خان ترين د اوسني بلوچستان د پښين د سيمو له غټو مشرانو څخه و چې زوی یې شېرخان ترين د صفوي او د ډهلي د تيموري حکومتو تر منځ خپلواک اوسېد، پر (۱۰۴۱هـ - ١٦٣١م) کال يې د سیوستان د نیولو هڅه هم وکړه دا مهال د کندهار صفوي حکمران . علي مردان پر پښين يرغل وکړ او شېرخان د دوکې او چيتهمالې کلا وته پناه یوړه، خو شاهجهان د (۱۰۴۷ هـ - (۱۹۳۷م) کال پر منځ د کندهار خواته لښكر راواستاوه، صفوي حکمران علیمردان خان تسليم او کندهار يې د شاهجهان لښکر ته وسپاره د کندهار محلي مشران ملك مغدود او كامران په همدغه کتاب کښې - د ابداليانو شرح وګورئ) د شاهجهان له درباره رسماً د کندهار حکمداران و پیژندل شول او د شاهجهان لښکر د هلمند تر غاړو، زمینداور، بست او ګرشک پورې سيمې ونيولې (د ۱۰۴۸ هـ - ١٦٣٨ م کال دریمه خور - جمادی الاولی) او د (۱۰۴۹هـ) پر محرمه شاهجهان کابل ته خپل لومړی سفر وکړ او د يوسفزیو غورځنګ د مخنيوي له پاره يې چې په نوښار او پېښور کښې يې د شاهجهان غټ حكمرانان وژلي وو، على مردان خان و ګماره (۱۰۵۰هـ) او سعيد خان يې په کابل او قلیچ خان يې په کندهار کښې مقرر کړل نیم افغانستان یې له هندوکوشه تر کندهاره د ډهلي تيموري دولت برخه کړه پښتانه ملك اودل او ملك حمزه چې په هلمند او سیستان کښې يې خپلواکي ساتله د (۱۰۴۹هـ کال پر برات يې د هلمند پر غاړه د شاهجهان له لښکر سره جګړه وکړه، خو مات شول او له منځه ولاړل، شاهجهان پر کندهار باندې د صفوي حملو د مخنيوي له پاره شهزاده د اراشکوه له پنځوسو زرو سپرو سره وګماره او بیا څنګه چې د کندهار صفوي قواو او د هندوکوش د شمالي ولاياتو حكم ان نذر محمد خان کابل ګواښه نو ځکه شاهجهان د ۱۰۵۵ هـ - ۱۹۴۵ م کال پر ذیحجه شهزاده مراد بخش له پنځوسو زرو سپرو لسو زرو پلیو او درنې توپخانې سره راوخوځول، دی په خپله هم د (۱۰۵۶ هـ کال پر دویمه خور کابل ته راورسېد او بې ځنډه يې د پروان او هندوکوش د درو له لارې پر شمالي ولاياتو يرغل وکړ، ټول بدخشان یې تر بلخ پورې ونيو او د ډهلي د تيموري هېواد وېش يې تر آمو سینده ورساوه خواص خان يې د کندهار په صوبه دارۍ وټاکه، خواجه عبد الرحمن یې په بدخشان سعادت خان یې په ترمذ، اسدالله یې په زمینداور او ذوالفقار خان يې په کابل کښې وګمارل په خپله پېښو او لاهور ته ولاړ، خو د نذر محمد خان زوی عبدالعزیز خان د توران والی پر (۱۰۵۷هـ ۱۶۴۷م) کال بیا پر بلخ يرغل وکړ د ده حملې د هندوکوش تر کلاو پورې ورسېدلې، ځکه نو شاه جهان کابل ته دریم سفر وکړ، شهزاده اورنگ زیب له خپلو لښکرو سره د هندوکوش په شمالي سيمو کښې د اوزبکو د حملو د مخنيوي له پاره تر بلخ اندخود او ميمنې پورې پر مخ ولاړ، څنګه چې د هندوکوش د شمال ساتنه سخته وه، ځکه نو شاهجهان بلخ نذر محمد خان ته وسپاره او په خپله هند ته ولاړ د ۱۰۵۷ هـ - ۱۹۴۷م کال د رجب میاشت). صفویانو کندهار هېرنه کړ او پر (۱۰۵۸ هـ کال يې لومړی د . کندهار ښار د غوښتلو په اړه د دوستۍ له لارې يو ليك شاهجهان ته و استاوه او ترهغه وروسته په خپله شاه عباس ثاني له لوی لښکر راو پنځو باليمز توپو سره له اصفهانه را وووت پر کندهار يې يرغل وکړ او دا ښار يې په ژمي کښې د پنځوسو زرو سپرو په مرسته کلابند کړ، د ډهلي له درباره شهزاده اورنگزیب له او يا زريز لشكر سره له لاهور او کابل څخه کندهار ته متوجه شو، خو صفوي پاچا تر خونړیو جګړو وروسته کندهار ونیو او محراب له لسو زرو سپرو سره هلته پرېښوو، په خپله دې هرات ته شهزاده اورنگزیب د (۱۰۵۹هـ - (۱۶۴۹م) کال پر درېیمه خور (جمادی خان يې - ولار، الاولی)، محراب په کندهار کښې کلابند کړ او په خپله شاهجهان هم څلورمځل کابل ته لاړ خو دا چې څه کار یې و نه کړای شو نو اورنګزېب ته يې د کندهار د څلور میاشتنۍ کلابندۍ د پرېښوو او لاهور ته د تګ امر وکړ. دوه کاله وروسته شاه جهان کابل ته پېنځم سفر وکړ او شهزاده اورنگ زیب یې له پنځوسو زرو سپرو او پلیو شلو کلانړوونکیو توپو، شلو منځنیو توپو او لسو مستوجنګي پیلانو سره کندهار ته واستاوه سعد الله خان يې هم له نور لښکر سره د شهزاده د ملاتړ په توګه وګماره دغه پیاوړی ځواک چې کندهار یې بیا کلابند کړې و، تر دوو مياشتو پورې يې هېڅ ونه شو کړای او بې نتیجې کابل او لاهور ته ولاړ ( ۱۰٦۱هـ - ۱۶۵۰ . - ۱۹۵۰ م د روژی میاشت بل کال بیا شاه جهان یو لوی لښکر د شهزاده دارا شکوه په مشرۍ د کندهار درېیم وار کلا بندۍ له پاره را واستاوه چې په دغه لښکر کې يو سل او پنځوس زره سپاره څلور پنځوس غټ او کوچني توپونه يو سل اويا جنګي پيلان او د توپ دېرش زره ګولۍ وې. د کندهار کرور حکمران محراب خان بیا خان ټینګ او د کندهار کلا يې پېنځه میاشتې وساتله شاه جهان بې له دې چې کندهار ونيسي دريم وار هم ناکام هند ته ولاړ په دې توګه یوازی کابل او غزني د شاه جهان په لاس کې پاتې شول د هغو د ساتنې له پاره يې بهادر خان افغان ،و کماره کندهار سیستان او هرات د صفويانو په لاس کښې وو، شمالي ولايات له ميمني او اند خود څخه نیولې تر بلخ، تخارستان او هند و کوش پورې د توران په حکمدارانو پورې چې د نذر محمد خان او لاده وه اړه درلوده شاهجهان چې پر ۱۰۶۸ هـ - ۱۹۵۷م) کال د خپل زوي اورنگزيب له خوا بندي شو او پر ځای يې اورنګزيب د ډهلي پر تخت کیښناست، نو اورنگزیب مهابت خان د کابل حکمران، شمشېرخان د غزني حاكم او سعيد خان د افغاني کوهستان او پېښور پوخدار وټاکه وګوری  ۷۱ او ۷۲  نومره عکسونه د عالمگیر عصر د افغانستان په تاريخ کښې له شوره ډکه دوره وه چې د هېواد سيمې له اټك څخه تر كابله د ډهلي دربار د لښکرو او افغانانو تر منځ د جګړو ډګرو. لومړی د پېښور د شمال يوسفزيو د باكو، ملا چالاك او سلطان محمود کدون په مشرۍ پر پکھلی یرغل وکړ عالمگیر پر (۱۰۷۷هـ - ١٦٦٦ م) د د ايك پوځدار کامل خان ته د هغوی مخنیوی و سپاره، خو (۱۰۷۹هـ ١٦٦٨م کال په شاوخوا کښې ایمل خان مومند چې د ايمل شاه په نامه يې سکه وهله په خیبر کښې د نوميالی پښتون او د پښتو نامتو شاعر خوشحال خان ختيك" په ملګرتيا د عالمګیر د قوا پر خلاف ډېرې جګړې وکړې) عالمګیر په خپله د دوی د مخنيوي له پاره درې کاله په حسن ابدال کښې کي پروت و شهزاده محمد اعظم په کابل کښې و، آغر خان له پښتنو سره خونړۍ جګړې وکړې، تر هغې چې عالمګیر د تهترې، دوآبه، نوښار، گنداب او خاپښ تر پینځو جګړو او تقریباً د داوړو خواو د يو لك تنو تر وژلو وروسته و نه شو کړای چې د افغانانو نهضت له منځه يوسي، نو له دې اوږدې جګړې څخه یې زړه تنګ شو ډهلي ته ولاړ (۱۰۸۱هـ) خو ایمل خان په لغمان کښې له آغرخان سره خورا لویه خونړۍ جګړه وکړه، پر (۱۱۰۲هـ = ١٦٠٩م کال آغر د افغانانو له خوا ووژل شو او د عالمګیر د دورې په پای کښې شهزاده محمد معظم بهادر شاه په کابل او پېښور کښې واکمن ؤ، چې پر (۱۱۱۴ هـ - ۱۷۰۲ م ) کال يې د افغاني قبايلو يو غټ مشر پردل خان چې له خپل لښکر سره له خوسته کابل ته راتلو د کابل او پېښور د لارې د بندید و او بلوا له وېرې وواژه. عالمګير چې پر (١١١٨هـ ١٧٠٦م کال مړ شو معظم له كابله لاهور ته ولاړ او د پاچهی بیرغ یې پورته کړ، د ډهلي د بابري دورې په پای کې ناصر د کابل او پېښور او باقر خان د غزني حکمرانان وو او کندهار تر پښین، مستنگ او ډېره جاتو پورې د هوتکي پاچاهانو په لاس کښې و، څو چې پر ( ۱۱۵۱ - ۱۷۳۸م) کال نادر افشار د بابر د پاچهی کمبله تر (۲۴۰) کالو وروسته له افغانستانه ټوله کړه په افغانستان کښې د ډهلي د امپراتورۍ د ایران د صفويانو او د ماوراء النهر د توراني پاچاهانو د دريو لويو ځواکو د مخامخېدو او يو ځای کېدو نقطه وه، ځکه يې د پاچاهانو له مدنیت روزلو او صنعت او ادب پاللو څخه ګټه وانه خیسته. دوه نيمې پېړۍ له بهرنيو يرغلګرو سره د کورنيو آزادۍ غوښتونکیو په سختو جګړو وران شو په دې توګه پرته له جګړې وينې تویدنې او جاسوسۍ د بابري مدنيت له ودانیو کومه نخښه و نه لیدل شوه. د افغانستان لند تاریخ په افغانستان کښې د بهرنیانو د دغو دوو نيمو پېړيو د ورانيو منظره ډېره دردوونکي ده او هغه څه چې د چنګيز او تیمور تر چور او چپاو وروسته د هرات د تیموریانو دولت جوړ کړي او د مدنيت، صنعت او ادب آثار يې منځته راوړي وو هغه په دې موده کښې وران شول، خو همدا دوره د افغان ملت د خپلواکۍ غوښتلو او له وطن سره د مينې لرلو د حس خورا ښه ښکارندويه ده چې دوه نيمې پېړۍ د درویو مدهشو قوتو سره وجنګېد او پر دي قوتونه يې پرې نه ښوول چې د دوی پر هېواد په خوښۍ او آرامۍ واكمني وكړي. دا مهال د ډهلي تيموري پاچاهانو په کابل او کندهار صفوي پاچاهانو په هرات او سیستان او توراني پاچاهانو په بلخ او بدخشان کښې سكه وهله، خو افغاني قومونه چې له دریو خواو څخه تهدید ېدل ځکه نو په دوی کښې د مقاومت روح او دا تو نومي ساتل تقویه کېدل، دا مهال پښتو ادبیات نضج او پوخوالي ته ورسېدل د آزادۍ او خپلواکۍ غوښتلو لارخوښوونکیو لکه پیر روښان خوشحال خان او نورو په پښتو ژبه ډېر ارزښتمن آثار وليکل د همدې دورې يوه ځانګړتيا دا هم ده چې په پښتو ادبياتو کښې د هند د پرديو بابري پاچاهانو د واکمنۍ په مقابل کښې يو راز سخته کرکه او تنفر پیدا شو. په افغانستان کښې د ډهلي د تيموريانو ملکي او لښکري تشکیلات د هند د لوديانو او سوريانو غوندې وو، د مستر سمت او دولافوز په وینا شهر شاهي مدني بنسټونه يې ارت کړل، افغانستان يې پر څلورو صوبو وېشلی وو چې له هغې جملې څخه کابل صوبې د بابر د شاهنشاهی له پیله بیا د نادرشاه افشار تر فتح پورې په ډهلي اړه درلوده خو دويمه صوبه کندهار کله په ډهلي او کله د ایران په صفويه اړه درلودلي وه، درېيمه صوبه بدخشان د ډهلي د تيموريانو هنديانو او د هغو د پلرنيو خپلوانو تر منځ د شخړو ځای و څلورمه صوبه بلخ هم کله د ډهلي په بابري کهاله اړه درلوده او کله يې د توران په پاچاهانو پورې د کابل صوبې د بابر په وخت د ده په وینا شل محله درلوده او عايدات يې شل لکه شاهرخۍ وې کښې چې له يو کروړ اته ویشت لکه دام سره برابرې وې، همدا صوبه د ابو الفضل په وینا له پامیر، گلگت سوات بونیر او باجوړ څخه تر کندهار او زابلستان پورې غځېدلې وه او په اکبري عصر کښې پر دوه سر کاره (کابل او کندهار) وېشل شوې وه، د کابل سرکار (۲۲) محله وو ، (۴۶۵، ۸۰۵۰۷) دام نغدی، (۱۷۸ ، ۱۳۷) دام مالیه (۱۸۷، ۲۸) سپاره ۷۰۰ و (۲۱۲) پلي او په خپله کابل ښار ( ۴۱۰ ، ۱۲،۷۵۸) دام نغد عایدات درلوده. خو د کندهار سرکار (۲۴) محله (۸۱۱۴) تومان (د کلیو مجموعه)، (٦٠٠ ، ۲۹) نغد دیناره (۷۷۵ ، ۴۵) پسونه (۴۵) بلوڅي آسان او (۹۷۷ ، ۳،۷۵۲) خرواره غله (۴۲۰) منه وريجي، دوه خرواره اوړه، (۲۰) منه غوړي، (۸۷۵، ۱۳) سپاره او (۲۹۰) ، (۲۷) پلي دولتي عايدات وو. لاهوري عبد الحميد د شاه جهان په وخت د بابر د اولادي د هېواد له ۲۲ صوبو څخه د افغانستان څلور صوبې او د هغوى دولتي عايدات داسې شمېرلي دي کابل شپارس کروړه ،دام کندهار شپږ کروه دام، بلخ اته کرور دام، بدخشان څلور کرور دام هر پېنځه دامه له "۲" آنوسره برابر دي). د ابو الفضل په وینا هره صوبه پر څو سرکارو ښارو کلاو او تانو وېشل کېده، صوبه دار ملکي او نظامي آمر و چې تر دوو لسو کروړو دامه پورې یې  تنخا رسېده. د صوبه دار تر امر لاندې يو كومكي (موقتي نظامي آمر)، تعينات دايمي نظامي آمر پوځدار د لوى نظامي افسر مرستيال) تانه دار او کوټوال په مهمو مرکز و کښې د هېواد د ښارو، لارو او نظامي كلاو عامه امنیت اداره کاوه او کله هم یوه صوبه د تیول (اقطاع) په توګه یوه امیر او شهزاده ته ورکول کېده چې هغه ته به یې تيولد اروايه، په هره صوبه او ښار کښې مامور محاسبه او د مالي چارو دیوان و، د شرعي محكمو او عدليه چارې هم قاضي اداره کولې، چې د لښکر له پاره د اردو عدالت) يو ځانګړی عسکر قاضي موجود و بخشي يو مامور و چې د لښکر تنخا او لوازم یې تهيه کول واقعه نويس د استخبار او جاسوسي چارې اداره کولې چې په هر ځای کښې يې د (هر کاره) په نامه جاسوسان درلودل، کله هم د ډهلي د بابر د اولادې په دربار کښې د ناظم او نظامت په نامه هم فوق العاده تنظيمه رییسان په موقتې توګه د ځينو مهمو چارو له پاره ټاکل کېدل، د دغو ټولو دولتي کار کوونکيو رتبې او تنخاوې دا ډول وې لومړی لس زری (ده هزاری) چې (۷۰۰) اسان دوه سوه پیلان دوه سوه بار وړونکي څاروي او (۳۲۰) ګاډۍ یې تر امر لاندې وې پر میاشت یې تر (٦٠) زرو روپیو تنخا اخيستله. دا رتبې له لس زري (ده هزاری څخه تر لس باشي (ده باشی) پورې (٦٦) رتبو ته رسېدلې او هر منصب له کښتنۍ خوا له پېنځه زري څخه د تنخاه له حيثه درې مرتبې درلودلی مثلاً لومړی پېنځه زري او دويم دريم پېنځه زري. د ډهلي د تيموري دورې له پاتيو ودانيو څخه په افغانستان کښې: يو د کندهار د اوسني ښار لوېديځ خوا ته د سرپوزې پـــــه غره کښې د چهل زيني دالان دی چې د هغه د ليکنې له مخې د هغه ځای ودانۍ پر (۹۳۰هـ) کال میرزا کامران میرزا عسکري او ميرزا هندال، پيل کړې او پر (۹۵۳هـ) کال یې پای ته رسولې تر هغو ورسته يوه اكبري منصبدار مير معصوم نومي پر (۱۰۰۴هـ کال هلته د ماهرو ډبرو توږوونکيو په واسطه په څلورو کالو کښې د همایون او اکبر په نامه يو ډبرليك كيندلى دى. بله ليكنه د کندهاري بابا حسن ابدال د خوريي سيد حسن زنجیر پا د مزار ډبرليك دى چې همدغه میر معصوم پر (۱۰۰۱هـ کال کیندلی دی. همدا راز د کندهار شمال خوا ته څلوېښت میله لرې په خاکریز کښې د سيد عبد الجليل (مشهور په شاه مقصود ) د سلطان خلیل زوی او د سلطان محمد لمسی (۸۵۴ مر) د مزار ودانۍ او ډبرليك دى چې پر (۱۰۵۵هـ کال د سید معصوم د زوی میر بزرگ له خوا ودانه شوې او کيندل شوې ده: د هاغه وخت بل ډبرليك د سيد محمد مشهور په سید شیر قلندر د امیر انصاري د زوي د مزار ډبرليك دى چې د تاريخ معصومي په وينا د ۹۳۳ هـ کال پر محرمه وفات شوي او پر (۱۰۰۵) کال نوموړي مير معصوم د کندهار د پنجوايي د سپېروان په غره کښې کیندلې او ودانۍ يې پرې جوړه کړې ده بل د کندهار چارباغ دی چې د ابو الفضل په وينا د بابر له ودانيو څخه و. خو په کابل کښې د شهر آراء باغ چارباغ، د جلو خانې باغ اور ته باغ صورت باغ مهتاب باغ او د آهو خانې باغ د عبدالمجيد په ويناد بابر د ودانيو له پاتې شونیو څخه دي چې جهانګير يې په خپل تزګ کښې هم ستاينه کړې ده. همدا شان د پغمان باغ چی میرزا الغ بیگ او بابر جوړ کړی) او د بابر تخت چې په خپله د ده په امر پر ۹۱۴ هـ کال جوړ شوي او پر (١٠١٦هـ) کال جهانګیر د کابل جنوبي خوا ته بشپړ کړ، همدا راز د کابل چار چته مشهور) بازار چی علیمردان خان جوړ کړی و) د شور بازار مسجد چی اور نگزیب و دان کړی و علیمردان باغ صفا باغ د جلال آباد په بهسود کښې چې بابر جوړ کړی دی، وفا باغ چي پر (۹۱۴هـ بابر ودان كي شهباز کلا چې د ابو الفضل په وینا پر ۹۹۸ هـ کال اکبر جوړه کړې وه، استالف باغ د بابر د مزار مرمرین مسجد او د مېملی باغ کابل ختيزي خوا ته په ١٠٥٦هـ کال ودان شوی د شاه جهان له ودانيو څخه دي. د کابل حصار چې له پخوا موجود و د جهانګيري تزګ په وينا میرزا کامران ترمیم کړی او د بالاحصار ودانۍ د (۱۰۱۵هـ) کال پر سفر کښې د جهانګیر په امر ودانې شوې خو د کندهار ښار حصار چې پر (۱۱۵۱هـ کال نادرشاه وران کړ له پخوانۍ زمانی موجود ؤ، د عبدالمجيد په وینا شاجهان هغه د اته لكو روپیو په لګښت ترمیم کړ د کابل شمالي خوا ته د پروان کلا اوسنی جبل السراج) هم پر (۹۵۵هـ) کال همایون و دانه کړه چې د دده د لسكر مركز و. د ډهلي د تيموري پاچهانو په وختو کښې کابل، کندهار، بلخ او بدخشان دار الضرب هم وو او د ابو الفضل په ويناد اکبر په عصر کښې کابل يو له هغو څلورو صوبو څخه و، چې د اکبر د طلا سکه په کښې وهل کېده، په څلورو واړو صوبو کښې د ډهلي د تيموري يا د صفوي پاچاهانو له خوا د سپينو زرو او مسو سکې وهل کېدې، د جهانګیر پر مهال په کندهار کښې مسي سكې وهل شوې دي چې د لمريز کال د مياشتو په ډول شكل لري، همدا شان جهانګیر د خپلې پاچاهی پر ۱۴م کال په کندهار کښې د سپينو زرو پر روپۍ سکه ووهله چې دا بيت پرې ليکل شوی و: ((ز په افغانستان کښې د ډهلي د تيموريانو د وختونو علمي او ادبي جهانگیر بن اکبر شاه سکه قندهار شد دلخواه نوميالي دا دي: ابتري بدخشی (شاعر)، ابراهیم بتنی (د) مخزن افغان بشپروونکی) ملك ابو الفتح سيستانی سردار شاعر آتشی قندهاري شاعر پر ۹۷۳هـ مر دی)، شیخ احمد مجدد كابلي د سرهند عارف ۹۷۱هـ ۱۰۳۴هـ)، ارزاني پښتو شاعر د ۱۵۰ هـ شاوخوا اشرف خان هجري د خوشال خان ختك زوي پښتو شاعر میر اعجاز هروي شاعر او نثر لیکونکی)، سليم لودي افغان (شاعر) افضل خان ختيك پر) ۱۱۸۳ هـ مړ او د پښتو د تاريخ مرصع (مؤلف)، ملا الف هوتک د پښتو بحر الايمان ناظم - (۱۰۱۹هـ)، امام الدين متي زى (۱۰۲۰) - (۱۰۶۸ هـ د تاریخ افغان مؤلف امانی کابلی (شاعر)، امانی افغان (شاعر) - ۱۰۷۷ هـ کال پر شاوخوا)، امیر (پښتو شاعر ۱۰۲۳ هـ)، انوري هروي (شاعر)، بابا بلخي شاعر - د ۹۵۰ شاوخوا)، بابو جان پښتو شاعر - د ۱۰۵۰ هـ شاوخوا خواجه باقى الله كابلي (عارف او د سلسله الاحرار مؤلف ۹۷۱ - ۱۰۱۲هـ شیخ بایزید افغان د عالمګیر د وختو نامتو (زاهد) بایزید روښان پښتون مشر او لیکونکی بای خان پښتو شاعر - ۱۱۰۰ هـ پر شاوخوا)، شیخ بستان بریڅ پښتون شاعر او عارف چې پر ۱۰۰۲ هـ مړ دی، بنايي کابلې د همایون د وختو شاعر)، بوالعجب كابلي د اکبر د دورې شاعر)، جهانګير هروي د منظر الآثار ناظم چې پر ٩٤٦هـمړ دی، غزنوي شاعر پر ۹۷۳ هـ کال په پېښور مړ کښې دی، تادیب هروی (شاعر ۱۰۸۰هـ تاش محمد کندوزی د حجه الاورنگ شاهیه مؤلف ۱۱۰۰هـ)، ترابي بلخي (شاعر)، خوشال خان خټك (د پښتو نومیالی شاعر او جنگیالی ،مشر سلطان قندهاری د) اکبر د وختو شاعر، ثابت بدخشی (شاعر)، ثابت بریخ (پښتون عارف ثاني خان هروي د اكبري دورې شاعر) حبيبي كابلي د يوسف او زلیخا ناظم - (۱۰۹۰هـ)، قاضي نظام بدخشي (د بابر د دورې قاضي خان، حسام الدين بدخشي د بابر او همایون د دورې قاضي)، حليمه پښتنه شاعره د خوشال خان ختيك لور)، ملك حمزه سيستاني (شاعر (۱۰۸۳هـ)، حمید ماشوخېل مومند پښتو شاعر ۱۱۰۰هـ)، حمید ګل پښتو شاعر) خانګل خلیل پښتو شاعر)، خانی كابلي (شاعر (۹۸۵هـ)، خرد بیګی کابلي شاعر چې پر ۹۷۵هـ مړ دی)، خواند میر د حبيب السير خلاصة الاخبار، دستور الوزراء او نورو ليكونكي پر ۹۴۱ هـ مړ دی، خواجه زاده کابلی د اکبر د عصر شاعر)، خواجه حسن هروی (شاعر چې پر ۹۷۹ هـ مړ دی، خواجه محمد بنګښ (د عالمګيري عصر پښتو شاعر، داعی کشمي (شاعر) - پر ۹۹۴ کال مړ دی)، درویزه ننګرهاری پښتو لیکونکی او نامتو مبلغ دولت لواڼی د پښتو شاعر - د ۱۰۵۸ هـ پر شاوخوا رابعه کندهارۍ د بابر د عصر شاعره، دوست محمد کاکړ شاعر او د پښتو غرغښت نامی کتاب مؤلف ۹۲۹ هـ)، دبيري كابلي د شاهجان د وختو شاعر)، ربیع بلخی (شاعر) ۱۰۸۰هـ)، رحمان بابا (د پښتو نومیالی شاعر او نامتو عارف رونقی بدخشی شاعر پر ٩٦٤ هـ مر دی زایر بدخشی شاعر پر ١٠٦٧ هـ مړ دی ساغری هروي شاعر د ۹۵۰هـ پر شاوخوا سروري کابلی (د) عالمګیر د عصر شاعر)، زرغونه کندهارۍ د پښتو شاعره چې پر ۹۰۳ هـ کال يې د سعدي بوستان په پښتونظم کړ) سکندر خان د پښتو شاعر او د خوشال خيك زوى)، سلطان کندهاری (د) اکبر د عصر شاعر)، سلطان على او بهی هروی شاعر (۹۵۰ هـ شا و خوا سلطان محمد خندان د) کابل خطاط او شاعر - ۱۱۰۰هـ کال په شا و خوا سوسني كابلي شاعر او جهانګیر د عصر امير)، سيد احمد ختيك (د) اكبرى عصر له مؤلفانو څخه و، سیف خان خوستی قطغنی په) موسیقی د راک پن مؤلف او د شاهجهان د وختو افسر چې په ۱۰۹۵ هـ مړ دی ملا شاه بدخشي شاعر او تفسير ليکونکی په ۱۰۷۰ هـ کښې مړ دی، شجاع سیستانی (شاعر) شوخی هروی (شاعر)، شیدای بلخي د بابر د حضور له پوهانو څخه و امیر شیر علي خان لودي د مرآة الخيال د تذكري مؤلف ۱۱۰۲ هـ شير محمد هوتك كندهارى (۱۰۹۲ - ۱۱۷۵ هـ د اسرار العارفین ناظم په پښتو، شیر محمد ننگرهاری د پښتو شاعر ۱۱۰۰ هـ)، صادق کندهاری د) همایون د عصر شاعر) صبوحی بدخشی (شاعر چې په ۹۷۳ مړ دی صبوحی کابلی (د اکبر د دربار شاعر صدر خان ختيك د پښتو شاعر او د خوشال ختيك زوى)، حاجي عارف کندهاری د بیرم خان د دربار مشهور مؤرخ، صوفي او شاعر او په ٩٨٦ هـ د مطلع و مقطع ليكونكى)، حاجي عارف كابلي (شاعر ۱۰۰۰ هـ) ملا عالم كلبهاري (د) اكبر د وختو شاعر او د صلصلة الجرس ناظم او د لالة العقل او بحر الوجود او عوالم الاثار او فواتح الولايه ليکونکی چې پر ۹۹۲ مړ دی عباس سروانی د) تاریخ شیر شاهی (مؤلف)، عبدالسلام پشاوری پښتو لیکونکی او د درویزه لمسي عبد الرحمن بختيار (۹۰۰) د شاوخوا عارف عبد العزیز هروی د بابر دوختو عالم عبد الرحمن رمزی بدخشی درد الشعيه او اثبات نبوت (مؤلف)، میر عبدالله د مير نعمان زوی شاعر او د نقشبند په له مشايخو څخه و عبد العلي تالقاني ( د انشا   ليكونكي ۱۰۶۰هـ ) ، عبدالله نیازی دا کبری دورې عارف چې پر ۱۰۰۰مردی او د شیخ سلیم چشتی او سید محمد جونپوری شاگرد)، عبدالله (د پښتو شاعر د ۱۰۰۰ هـ پر شاوخوا د هزاره ضلع عبدالرحمن مانکراوی په اکبری عصر کښې د حسينه مؤلف عبد الرحیم مانکر اوی (دا کبر په عصر کښې درد البدع مولف، عبد الوهاب مانکراوی (دا کبر په عصر کښې د کنز الدقايق ناظم عبد الرسول د سيد علي زوی پر ۱۱۱۸ هـ کال د مجمع اللغات والاسما مولف)، عبد القادر ختيك د پښتو شاعر او د خوشال خان زوی)، عبد الصمد بدخشی د ۹۵۰ هـ د شاوخوا شاعر)، عبد الرحيم هوتك کندهاری د پښتو شاعر، عبدالرشید د سلطان حسین زوی د ۱۱۰۰ هـ پر شاوخوا د رشيد البيان ناظم عبد الرزاق کابلی د شاهجهان د عصر عالم چې پر شرح تجريد محاكمات يې حواشي ليکلې)، عزت هروی (شاعر او د عالمگیر د دربار لښکري افسر چې پر ۱۰۸۰ هـ مړ دی)، عشقی کابلی (میر بخشی او د اکبری عصر شاعر چې پر ۹۹۰ هـ مي دى)، علي خان (د پښتو شاعر)، سيد علي كندوزی د سید قنبر زوی مشهور په پیر بابا (نامتو عارف)، عمر خویشکی د اکبری عصر له پوهانو او د پير روښان له پيروانو څخه و عیسی پېښوری د آخوند پنجو شاګرد د اهل بيت د فضلیت د کتاب لیکونکی)، عیسی مشوانی د پښتو شاعر - ۹۰۰ هـ)، عیسی آخوند زاده کاکړ د پښتو شاعر د ۱۰۵۰ هـ پر شاوخوا)، میر کلان غزنوی (د اکبر عصر شاعر او امیر، غلام محمد د شیر خان ګيګياني زوی په پښتو د معراج نامې او سيف الملوك ناظم ۱۱۱۵ هـ)، غيورى كابلي (شاعر او د شهزاده محمد حکیم نوکر) فخری هروی شاعر او د همایون د عصر مؤلف)، فصیح هروی (شاعر)، فصیحه هروی (شاعره)، فیاض پېښوری (د پښتو شاعر د بهرام او ګل ندامې د کیسې ناظم)، فياض هروي (شاعر ۱۱۰۰هـ) فیروزه کابلی (شاعر) او د همایون) له درباریانو څخه، قاسمکندهاری د اکبر د عصر له پوهانو څخه شیخ قاسم سلیمانی پیښوری (د اکبر د عصر عارف او د تذكرة الاولياء افغان ليكونکی)، قاسم کاهی کابلی د اکبر د دربار شاعر قاسم شینواری په پښتو کښې د فواید شریعت لیکونکی پر ٩٧٦ هـ)، قلندر د پښتو شاعر کاظم خان شيدا د خوشال خان ختيك د كورنۍ پښتو شاعر کاشفي بدخشی (شاعر - ۱۰۴۲ هـ)، میرزا کامل د احمد بخشی زوی د بحر الزمان لیکونکی چې پر ۱۱۳۱ کال مر دی)، گدایی کابلی (د) همایون د عصر شاعر، لایق بلخي د توران د پاچا امام قلی خان د دربار شاعر، شیخ متى كاسي (د اکبر د وختو عارف چې پر ۱۰۱۰ هـ مړ دی، میر محمد زاهد هروي د قاضي اسلم زوى (د شاهجهان وقایع نویس ۱۰۴۶ ، د خپل وخت عالم د شرح مواقف د حاشيې، د علامه دوانی د شرح تهذيب د حاشيې د قطب الدین رازی د تصور او تصديق د حاشيې او د شرح الهيا كل وزوايد ثلاثه د حاشيې ليکونکی)، قاضي محمد اسلم هروی (د) جهانګیر په عصر کښې د کابل او هند قاضي او د شاهجهان امام و، چې پر ١٠٦١ هـ کال په لاهور کښې مړ دی)، شيخ محمد امین بدخشی عارف) او د قطرات او د ضروريه د رسالې ليکونکی چې پر  ۱۰۹۸ هـ کال په کشمير کښې مړ دی، محمد یوسف کابلی د شاه بیګخان زوی وژلی شوی شاعر - ۹۸۰ هـ)، شيخ محمد صالح الكوزي کندهاری (د پښتو شاعر - اود ۱۰۱۴ هـ د شاوخوا عالم)، محمد صالح فارغی د همایون د عصر شاعر محمد تقى تالقانی غافل شاعر چې پر ۱۰۵۰ هـ مړ دې)، ملا محمد هروی (د) اکبری عصر عالم - ۹۸۲ هـ)، محمد هاشم کندهاری د) بیرم خان د دربار شاعر محمد فاضل بدخشی (د جهانګیر په عصر کښې د عدالت اردو قاضي او د خپل وخت عالم)، محمد امين فوشنجي د قنبر علي زوى د شيباني د دربار امیر او شاعر)، محمدطاهر انصاری هروی (د) ۱۰۰۰ هـ د شاوخوا شاعر محمد د ابراهیم زوی د سلطان ابراهيم لودي د عصر مورخ او د تاريخ ابراهيم شاهي ليكونكي) علي محمد مخلص روښانی (۹۵۰) هـ د پښتو شاعر) ملامست زمند (د ۱۰۵۰ کال په شاوخوا کښې په پښتو د سلوك الغزات ليكونكي)، مستفيد جګدلکی (د ۱۰۰۰ هـ په شاوخوا کښې د بخارا د پاچا عبدالعزيز خان د دربار شاعر)، مسعود د عبدالله پېښوری زوی د پښتو شاعر اود ۱۰۰۰ هـ شاوخوا کښې د آدم خان او درخانی د نکل ناظم)، مصطفی خان بدخشي (د عالمګیر د دربار امیر عالم او د قرآن د آیتو د استخراج په اړه د امارات الكلم د کتاب لیکونکی، مصطفی د نور محمد زوی، د عبد الكريم لمسی او د درویزه کړوسی د ۱۱۱۲ هـ کال د شاوخوا پښتو ليکونکی، مظفر الدین بدخشی د) ۹۸۷ هـ شاوخوا شاعر میر معصوم نومی د سید صفايي زوى د هماغه بابا حسن ابدال له نسله چې په کندهار کښې ښخ دی د اکبر د دورې شاعر نظامي افسر د تاريخ معصومي او طب نامې مولف، د معدن الافکار، حسن ناز اکبرنامې او پری صورت (ناظم) مغزي هروی (د میرزا کامران د عصر شاعر چې پر ۹۸۲ هـ مړ دی، معجز کابلی (د عالمګیر د عصر شاعر) مفید بلخی (د) ۱۰۵۰ هـ کال په شاوخوا کښې د بخارا د عبد العزیز خان د دربار (شاعر) مقصود هروی (د) همایون د دربار خطاط، تاج محمد ممنون شاعر پر ۱۱۵۰ هـ مړ دی، قاسم موجي بدخشی (امیر او د همایون د دربار شاعر د يوسف زلیخا او لیلی مجنون ناظم چې پر ۹۷۹ مردی مهری هروی د) ملکه نورجهان د دربار شاعره) میر کلان هروی (د جهانګير ښوونکی او نامتو عالم چې پر ۹۸۳ هـ مړ دى)، ميرك بلخى چې فكري يې تخلص و، (عالم) او شاعر و او پر ١٠٦١ هـ کال په اصفهان کښې مر دی ميرك هروی د) دارا شکوه ښوونکی او د خپل وخت عالم او دعالمګیر د وخت صدر کل چې پر ۱۰۷۱ هـ مردی، میر دوست کابلی (د اکبری عصر خطاط میرزا خان انصاري روښاني د پښتو شاعر)، میرالهی بدخشی د کولاب شاعر او قاضي د ۹۵۰ هـ پر شاوخوا)، مير علي ١ وي نامتو خطاط چې پر ٩٦٦ هـ مړ دی، میرزا قلي ميلي هروي شاعر چې پر ۹۸۳ هـ مړ دی، ناظم هروي (شاعر) - د ۱۰۷۰ هـ پر شاوخوا میر نصر الدین هروي (د عالمګير او اكبر د دربار له پوهانو څخه)، قاضي نظام غازي خان بدخشی د شهزاده محمد حکیم او اكبر د دربار امیر او عالم ؤ او د اثبات کلام او بیان ایمان تحقیق او تصدیق د رسالي مولف او د وسایل تصوف او پر شرح عقايد د حاشیې لیکونکی چې پر ۹۹۲ هـ مړ دی، خواجه نظام الدین احمد هروي د محمد مقیم زوی د اکبر د دربار مورخ او د طبقات اکبري مولف (چې پر ۱۰۰۳ مړ دی، نظمي بلخي د ۱۱۰۰ هـ د شاوخوا مولف)، نعمت الله هروي د) خواجه حبيب الله زوی پر ۱۰۱۸ هـ د مخزن افغان لیکونکی) نعمت الله د رکن الدین تیراهی زوی د ذکر و فکر د رسالې او رسايل تصوف مولف د ۱۰۰۰ هـ پر شاوخوا)، نېکبخته د پېښور د شمالي د شيخ الله داد مموزي لور د شيخ قاسم سلیمانی مور او پر ٩٦٩هـ کال د ارشاد الفقرا، مولفه، واصب کندهاری شاعر پر ۱۰۵۰ هـ په اصفهان کښې مړ دى)، واصل (د) ۹۰۰ هـ په شاوخو کښې د پښتو شاعر)، واصل کابلی شاعر چې پر ۹۶۸ هـ مړ دی، واقعي هروي (د) اكبر ملازم - شاعر)، والای قطغنی (شاعر او د شاهجهان په وخت کښې د کشمير صوبدار چې پر ۱۰۷۴ هـ مړ دى)، وداعي هروی (د) اکبر د وخت (شاعر)، وفاى هروي (شاعر- چې پر ۱۰۷۴ هـ مړ دى)، وقوفي هروي (د) اكبر د عصر شاعر او عالم)، ویسی هروی د ۹۸۳ هـ په شاوخوا کښې شاعر او خطاط)، هدایت بدخشی د خسرو او شیرین ناظم چې پر ۱۵۰ هـ مړ دی، همت خان د شاهجهان ددربار له اميرانو او شاعرانو څخه و، چې پر ۱۰۹۲ هـ مړ دی، همت سیستانی د ملك حمزه زوی د د شاه جهان د عصر شاعر)، ياري هروي (د) ۹۵۰ هـ د شاوخوا شاعر)، یحیی سبزواری (شاعر) چې پر ۱۰۳۵ هـ مړ دی)، یکتای بلخی د) بخارا امام قلی خان د دربار شاعر)، يګانه بلخي (د) بخارا د امام قلي خان د دربار شاعر يونس خيبري پښتو شاعر). د بابريانو په عصر کښې هندوستان تر يوې سياسي ادارې لاندې راغلی و، دا مهال د ایران صفوی شهنشاهي بشپړه شوې وه. په تورکیه او عربي هېوادو کښې هم د عثمان د اولادې خلافت د افریقا تر پایه غځېدلی و. په ماوراء النهر كښې هم شيباني كهاله (٩٠٦ - (۱۰۰۷هـ اقتدار موندلی و چې د دغو څلورو اسلامي شهنشاهیو د هېواد و بریدونه د ګنګا له غاړې د ایتالیا تر کڅو، جبل الطارق او طنجې پورې غځېدلي او د اسيا ، اروپا او افریقا پر لویه برخه يې واکمني لرله دانګلستان ،روسیی هالند پرتګال، هسپانيا د هېوادونو سياسي او تجارتي اړيكي هم له هند، ایران او عثمانیه سره ټینګ شوي وو، ځکه نو د هند تجارت د پېښور ،کابل ،بخارا کندهار، هرات بخارا او مشهد له لارو له ماوراء النهر او ایران سره پر مخ لاړ. د شاهجهان په وختو کښې د کابل، کندهار، بلخ او بدخشان له صوبو څخه په دولتي خزانه کښې د دولت د عايداتو له زياتوالي څخه هم زياتېږي چې تجارت، کرهنې او صنعت پراختیا موندلې وه، ځکه نو د هند ایران او عثماني امپراتوريو د صنايعو تجارت او علومو د ودې په ډګر کښې يې ښه خدمتونه کړي دي، له ماوراء النهر ایران او خراسان څخه به تل صنعت کاران هند ته او له هغه ځايه به نوموړیو هېوادو ته تلل راتلل پوهانو به هم له یوه هېواده بل ته تګ راتګ کاوه تاجرانو به هم د عثمانیه ایران او ماوراء النهر نفيس كالي او مالونه د خراسان له لارې هند ته او هندي مالونه عقاقير او دارو درمل به یېخراسان ماوراءالنهر ایران او عثمانیه ته وړل له دې کبله به تل تجارتي بدايې قافلې د کابل، کندهار او هرات له لارو تېرېدې. امرتسر، پېښور، ملتان ،شکارپور کابل کندهار هرات بخارا خجند او مشهد د تجارتي لارې ستر مرکزونه وو. په افغانستان کښې د بابر اولاده

 ۱ - بابر (۹۱۰-۹۳۷ هـ) 

۲- همایون د بابر زوی (۹۳۷) - ٩٦٣ هـ) 

۳- کامران د بابر زوی د ٩٦٠ شاوخوا) 

 ۴- جلال الدین محمد اکبر د همایون زوی (۹٦٣ - ۱,۰۱۴ هـ )

 ۵- محمد حکیم د همایون زوی د ۹۹۰ هـ شاوخوا )

 ٦- جهانګیر د اکبر زوی (۱۰۱۴ - ۱۰۳۷ هـ)

۷ - شاهجهان د جهانگیر زوی (۱۰۳۷ - ۱۰۷۹ هـ)

۸- اورنگ زیب د شاهجهان زوی (۱۰۶۸ - ۱۱۱۸ هـ)

 ۹- معظم شاه د عالمگیر زوی د ۱۱۱۸-۱۱۲۴ هـ شاوخوا )

 (۷۳) نومره نسب پانه و گوری