اخوند درویزه ( د مخزن الاسلام او تذکرې) لیکونکی
مشهور عالم دی چي د زرم هجري کال په شاوخوا کي ژوندی ؤ، د جيون بن جنتي له نسله او پلار یې گدائی د سعدي زوی نومېدی، دوی په خپله په کندز کي اوسېدل خو دروېزه شرقي غرو ته راغی د ملک دولت ملي زي خور يې وکړه او د پېښور په شاوخوا کی میشته سو دروېزه او کورنۍ يې په پښتو کي ډېر شهرت لري ده خپل کتاب مخزن الاسلام او په پاړسو کتاب (تذکره الابرار والاشرار) کي د خپل عصر احوال ولیکه، وروستنی کتاب په (۱۰۲۱ هـ) تمام سوی دی (ارشاد الطالبین) هم په فقه کي د ده دی، اخوند دروېزه که څه هم ملا دی مؤرخ نه دی، خو د ده دوه کتابونه مخزن او تذکره داسي ډېر مضامين لري چي د پښتنو په تاریخ او ادب او د رجالو په احوال او تاريخ کي استفاده ځني کيږي، نو ځکه دی د مؤرخينو په ټولۍ کي هم گڼلای سو.
اخوند درویزه (۹۴۰ - ۱۰۲۸ هـ. ق) په پېښور کي مړ او هم هورې ښح دی د ده کورنۍ د پښتنو له مشهورو ادبي او علمي او روحاني كورنيو څخه ده، چي د پښتو د ادب په تاريخ کي د دوی مقام ښکاره دی. مخزن الاسلام لومړی پلا د اخوند دروزېزه ننگرهاري زوی اخوند کریمداد (۱۰۷۳ هـ. ق مړ) په (۱۰۲۴ هـ. ق) کال راټول کړی دی، د مخزن نوی چاپ پېښور (۱۹۶۹ م) او د تذکره الابرار چاپ (۱۳۰۹ ق)