د شمال شرق خواته د یونان او باختری دولت نفوذ
د مخه مو وکتل چه سغدیان او فرغانه د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو د لومړنۍ کورنۍ په زمانه کښی د باختر د دولت د حکمرانانو له خوا اداره کیدل لکه چه ایوتیدم پخوا له دی چه په بلخ کښی د سلطنت په تخت باندی کیناست د خپلو پخوانيو پادشاهانو له خوا ئی په سغدیان کښی حکمرانی کوله، دغه منطقه د ايوتيدم په زمانه کښی مطبعه پاتی شوه او هیڅ تغیر پکښی راغلی نه و پخپله ایوتیدم د هندوکش د شمال شرقی برخو یعنی تخارستان او حتی د پامیر نه هغی خوا منطقو ته ډېره توجه درلوده او دغی خواته ئی خپل نفوذ ډیر خپور کړ لکه چه (اپو لو دوروس Apollodorus) وائی د یونان او باختری دولت نفوذ او حاکمیت د (سر دا برخه ونه لوستل شول Ser s) او (فرینی Puryni ) تر قومونو پوری رسیدلی و. (پاینی) څو موده وروسته (فرینیان) د (فونی Phuni ) په نامه په (تخاریانو) پوری مربوط یاد کړی او احتمال لری چه د تخاری قومونه يو قوم یا د هغوی له گاونډیانو نه وی چه په تخارستان او د آریانا په شمال شرقی برخو کښی ئی ژوندون کاوه، (سران) چینیان دی او احتمال لری چه په دغه ځای کښی مقصد د چینی ترکستان چینیان وی. نود(اپولو دوروس) له بياناتو (دا برخه ونه لوستل شول) نه واضـ معلومیږی چه ایوتیدم د قطغن او بدخشان ټولی برخی او دننی پامیر منطقی چه د آریانا په چوکاټ کښی داخلی وی د خپل سلطنت د قلمرو جز گرځولی وی، او د پامیړ نه هغی خواته په چینی ترکستان کښی یی ځينی ځايو نه لکه کاشغر، يارکند اوختن فتح کړل چه د یونان او باختری دولت د متصرفاتو جز شميرل کيدل.
په (خروشتی) لیکنو کښی چه په ختن او د چینی ترکستان په نورو ځایو کښی کشف او موندل شوی دی، یونانی کلمی لیدل شوی دی، او انگلیسی (تارن) د هغو د خپریدو علت د ایوتیدم د باختر د پاچا فتوحاتو ته منسوبوی د چین په ترکستان کښی د ایوتيدم د فتحو له کبله هغه مر او داتی لاره لاپسی پراخه او پرانیستل شوه چه له پخوا زمانو څخه د باختر او تخارستان او د پامیر د هغی خوا ځمکو ترمنځ پرانیستل شوی وه او له هغو شيانو څخه چه په محسوس ډول یونا څا په په باختر کښی په دغه وخت کښی پیدا شول نیکل ؤ چه چینیانو له ډیرو پخوانیو زمانو څخه هغه پیژانده او هغه ته په ئی (سپين مس) ويل، ایوتيدم دغه نوی فلز له ختن او د نورو نیولو او (دځ=دا برخه وونه لوستل شول) کړو ځایه څخه باختر ته راووړ، او له هغه څخه په ئی سکه ضربوله، او لومړی ځل نیکلی سکه د باختر د پاچا له ضرابخانې څخه را ووتله، د ايوتيدم نه وروسته د ده زوی (د متریوس) او د دوی د اولادې څخه ځینو نورو د نیکل د سکی په ضربولو شروع کړی ده، د شیمیائی تجزيې له مخې ثابته شوی ده چه د ختن او باختر نیکل یو دی او تر هغه وخته پوری چه ختن د یونان او باختری دولت د متصرفاتو جزؤ له دغه ځای څخه په (سپین مس) په زیاته اندازه باختر ته راوړل کېدل او په بلخ از نور و دولتی ضرابخانو کښی په سکه ورځنی ضربيدله.
ايوتيدم او غرب: دمخه ولیدل شول چه په آریانا باندی د دریم شامی انتیوکوش د حملې په وخت کښې د باختر پاچا ایوتيدم لښکر وایست او د اريوس (هریرود) د سیند تر سواحلو پوری د شامی سلوسی لښکرو د مقابلې دپاره مخ په وړاندی لاړ. له دی کبله د هریرود د سیند حوزه د سلطنت له ابتدا څخه د ده د قلمرو جز وه، وروسته تر دې چه د آریانا حدود ئی د هندوکش د شمال په شرقی منطقو کښې د هغه تر تاریخی سرحدونو پوری ورسول او د مملکت په اصلی خاوره ئې فتح کړی نقاط هم زیات کړل نو بیا د غرب خواته متوجه شو، هر کله چه ایوتیدم پوهیده چه د (پارتیا) دی خواته برخی د آریانا دجغرافیائی او تاریخی ولایتو جز دی او د آریانا د خاوری یووالی د ده د اداری اساسی پروگرام جز و، نو سمدستی ئی د کار اجرا کولو ته مخه وکړه، هر کله چه دريم انتيو کوش د شرق خواته د حربی مسافرت په وخت کښې پارتی دولت مضمحل کړی او خاص بیا په دغه وخت کې ئی ښکاره موجودیت نه درلود، نو ايوتيدم موقع ديره برابره وموندله په ٢٠۶ ق،م کال کښې د اريوس (هریرود) له سیند څخه پوريووت او د پارتیا خاوری ته داخل شو، او د (استوئن Astauene) او د (اپاوارتی کن Apavartikene) علاقی ئې د پارتيا له خاوری نه جلا کړې او له هغو څخه ئې د پاسنی اترک په حوزه کښې د (تپورياTapuria) په نامه او د کشف رود په حوزه کښې د(تراکزیان Traxianc) په نامه دوه ایالتونه تشکيل کړل. (سرپرسی سایکس) په دغه باب کښې لیکی چه: ايوتيدم په ۲۰۶ ق،م کښې په پارتيا باندی یرغل ورووړ او د (استوئن) له علاقی او شاوخواو منطقو څخه ئی د(تپوریا) او (تراگزیان) په نومونو دوه باختری ولایتونه جوړ کړل، او مرکز ئی (سوزیا Suzia) یا د (طوس) ښار و ایوتيدم د توری او ادارې خاوند و، یواځی د یوی علاقی په نیولو نه خوشحال کیده بلکه ښې اداری ته ئی ډیر اهمیت ورکاوه. او هر کله چه د غرب خواته د آریانا د قلمرو لمن خپلو تاریخی حدودو ته ورسیدله د(استوئن) او (تراگزیان) او د مارجيان (مرو) او له هغو ځمکو څخه چه د مارگوس (مرغاب) د کوزنی اریوس (هریرود) ترمنځ پرتی وی او ډېره پراخه او سمسوره او حاصل ناکه علاقه ئی تشکیلو له يو د نائب السلطنه هم یا يو امارت ئی تشکیل کړ. (تارن) او (سرپرسی سایکس) دواړه په دې عقیده متفق دی او لیکی چه ایوتیدم د باختر پاچا خپل زوی (انتی ماکوس Aal=دا برخه ونه لوستل شول) په دغه قلمرو کې امیر مقرر کر د دغه امارت مرکز د احتمال له مخی اوسنی (مارو شاق) و چه هغه به ئی (کوچنۍ مروه) باله او لو ې خرابۍ ئی د بالا مرغاب په شمال کښې پرتی وې او د موقعیت په لحاظ داسې مساعده نقطه وه چه د مخکښې ذکر شوې پراخی ټوټې ځمکی په منځ کښې واقع وه. د یونان او باختری دولت په اداری تشکیلاتو کښې دغه ډول امارتونه ډير وو چه د ښې ادارې دپاره په دننه په مملکت کښی تشکیلیدل. د منطقی امیر په د آریانا د پاچا او د باختر د مرکز له خوا ټاکل کیده او د هغه وخت په اصطلاح ورته (تابع پاچا) ویل کیده او یو دول مقتدر نائب الحکومه چه په عین حال کښې د سلطنت د مرکز تابع و، د سکی د وهلو او ضربولو حق ئی هم درلود.
او کله به ئی د مرکزی پاچا او پخپل نامه او کله به ئی حتی یواځی پخپل نامه هم سکه وهله مگر هر وخت به د پاچا او د مرکزی د واداو امر و او نظام تابع و. د دغو تشکیلاتو مثال به په آینده کښې ډیر وگورو.
د هندوکش د جنوب او جنوب غرب منطقی: د هندوکش د جنوب او جنوب غرب منطقو چه د پارو پامیزا دی، اراکوزی او د رانجیان ولايتونه او نور ځايونه دی لکه گندهارا، پاکتیا او داسی نور، د آریانا د خاوری د یووالی په مسئله کښې ايوتيدم ته کوم جزئی مشکل هم پیدا نه کړ ځکه لکه چه دمخه مو ولیدل هغه وخت چه شامی دریم انتيوکوش (باختت=دا برخه ونه لوستل شول) پاچا سره دروغی نه وروسته د بیرته تگ اراده وکړه، یو ټولگی باختری عسکر د ایوتیدم په امر د هغه سره له باختر نه روان شول او بیله دی چه کوم جنگ او جگړه پیښه شی موریایانو ځانونه د سند نه هغی خوا برخو ته وایستل او د نورو ولايتو حاکمان ټول تابع او مطيع شول. او د مملکت د آرامی دلیل همدغه دی چه دغه انتيوکوش بیله دې چه کوم جزئی زیان ورته ورسیږی د کابل او اراکوزی د لاری تیر شو او د کرمان د لاری شام ته وخوځید.
په دغه ترتیب همغه مقصد چه ایوتیدم درلود په لاس ورغی که په شرق کښې و او که په غرب کښې، شمال کښې و او که په جنوب کښې (بیله «جدورزیا» نه چه د ده د زوی په زمانه کښې د آریانا د نورو ولایتو جز گرځېږی تقریباً د پخوانی آریانا ټوله خاوره ئی د یو مرکز او د یوی اداری تابع کړه.
آریانا او باختر وضعیت د ایوتیدم د سلطنت په زمانه کښې عينا هغه شی دی چه (استرابو) او د (بطليموس) بیان کړی دی، که څه هم دوی په تیره بیا لومړی ذکر شوی ضغرافيه ليکونکی د (اراتو ستنس) په نظریاتو استناد کوی، او ده د دریمې ق،م پيړۍ په اوله نیمائی کښې د یونان او باختری سلطنت د پیداکیدو نه پخوا ژوندون کاوه؛ او د آریانا د ولايتونو تشکیلات زمونږ د اوستائی زمانی د لویو پادشاهانو د سلطنت له نظام څخه یو یاد گار دی، بیا هم د ایوتیدم په عصر کښې بل ځل بيا هغه مجسم وينو، څرنگه چه په اوستائی زمانه کښی باختر زمونږ د لویو پادشاهانو مرکز و، زمونږ د یونان او باختری پادشاهانو هم د دغه زوړ او پخوانی ښار له معنوی مقام او عنعنی څخه استفاده کړی او هغه ئی د سلطنت مرکز وگرځاوه، او هغه وخت چه (استرابو) هغه د (آریانا ملغلری او افتخار) باله د آريانا په ولايتونو کښې د هغه مرکزيت او اهمیت ته اشاره کوی. ایوتیدم په هغو اقداماتو سره چه د اریانا د خاوری د یووالی په لاره کښی ئی وکړل یو ځل بیاد آریانا د دولت سیاسی چوکاټ نوی کړ، او د ده دغه لوی کار د یو شمیر آینده جغرافيه ليکونکو او مؤرخينو په خاطر و او ليکنو کښی ډیر تا ثیرونه وکړل:
د داخلی آمارتونو تاسیس: ایوتیدم یواځی تورزن او چنگیالی سړی نه ؤ بلکه تدبیر او اداره ئی هم درلوده، یواځی د یوی منطقی په نیولو او فتح کولو ئی زړه نه ښه کیده د هغی منطقی ادارې ته په ئی ډېره توجه کوله او دغه جنبه د مملکت په تاریخ کښی د ده شخصیت ډیر مهم ښکاره کوی هر کله چه د آریانا د خاوری د یو کولو په لاړه کښې د ده لومړی اقدام سرته ورسید، نو د دوهم اقدام په فکر کښې شو چه د آریانا اداره کول وو، آریانا پخپل اصلی او تاریخی چوکاټ کښی یو لوی مملکت ؤ، او ايوتيدم نیولی ځايونه او متصرفات هم ورباندی زیات کړل او په دغه فکر کښی لا ؤ چه نور ځایونه هم ورباندی علاوه کړی. نو له دې جهته په دغه فکر کښی شو چه د مملکت یو یا څو ولايتونه د جغرافيائى مقتضياتو او د اداری چارو د اسانتیا په لحاظ د یو یو امیر یا د هغه وخت په اصطلاح د يو يو (تابع پاچا) په واسطه اداره کړی. د یونان او باختری پادشاهانو دغه رويه وساتله او امیران او حکمرانان عموماً د باختر د پادشاهانو زامن او یا د هغوی نزدې خپلوان وو. دغو اميرانو د خپل حکومت د منطقی د اهمیت او پراختیا له کبله کله به ئی د مرکزی پاچا او پخپل نامه او کله به ئی هم یواځی پخپل نامه سکه ضربوله، که څه هم د دوی سکى معمولا د خپلی علاقی د سوداگرۍ او معاملاتو د اسانتیا دپاره وې خو د مملکت په ټول قلمرو کښی ئی چلښت درلود. هر کله چه سکه د دغی زمانی د معلوماتو له مهمو منابعو څخه يوه منبع ده هغه کسان چه د یونان او باختری دولت د اداری تقسيماتو او څرنگوالی او د داخلی امارتونو د تقسیماتو او خارجی متصرفاتو څخه پوره خبر نه لری د ډېرو اشتباهاتو سره مخامخ شوی دی او د هغوی مسکوکات ئی غلط کړی دی ځکه هغه وخت چه په یوه زمانه او يو وخت کښی ئی څو سکی او څو پادشاهان لیدلی دی نو ډول ډول نتیجه او بیل بیل تعبیرونه ئی ورځئی ایستلی دی. په دغه مناسبت د دغه مطلب په بيانولو شروع وشوه چه موضوع په ذهن کښی مغشوشه نشی او په آینده کښی هم د یونان او باختری دولت په اداری نظام کښی د دغی رویې وجود معلوم شی.
د پارو پامیزوس شمال غربی امارت: له هغو امارتونو نه چه ایوتيدم پخپله جوړ کړل دوه ئی مونږ ته معلوم دی او زیاترو معاصرو مدققينو هم هغه قبول او تائید کړی دی. له دغې جملې نه يو امارت د پارو پامیزوس شمال غربی امارت دی. د مخه مو وکتل ايوتيدم په ٢٠۶ ق،م کښی د اريوس (هریرود) له سيند نه پوریووت او د شرقی پارتيا د نیولو او فتح کولو نه وروسته په دغه ځای کښی ئی دوه نوى ولایتونه تشکیل او میدان ته راوايستل. د دغو دوو ولايتونو خاوره ئی چه (استوش) او (تراگزیان) ئی بلل او د کشف رود او اترک پاسنۍ حوزه ئی رانیوله د مارگیان (مرو) او د مارگوس (مرغاب) د حوزی او دا زیوس (هری رود) او د دغو ځایو او کوزنی هریرود دبر خو ترمنځ علاقی سره چه ډېره پراخه سمسوره او حاصلناکه علاقه وه. دغه ټول ځايونه ئی تر يوې اداری لاندى راوستل او خپل زوی ( انتي ما کوس Antimachus) ئی په دغه ځای کښی امیر مقرر کړ. ( تارن ) او (سرپرسی سایکس ) دواړه په دغه نظریه موافقت لری او په دغه منطقه کښی د (انتی ماکوس) امارت تائیدوی د دغه امارت مرکز د احتمال له مخی اوسنی (ما رو شاق) ؤ چه هغه ته به ئی (کوچنی مرو) ویل او باعظمته خرابۍ ئی د بالا مرغاب شمال ته پرتې دی او ډېره مساعده نقطه وه چه د دغه پاسنې پراخې علاقې په مرکز کښی واقع وه.
د اراکوزی یا د پارو پامیزوس د جنوب امارت: ایوتيدم د باختر د دولت په اداری ویش او تقسيماتو کښ د هندوکش د جنوبی ځمکو دپاره يا واضح او په دقیق ډول ووایو د هندوکش د جنوب غربی منطقو دپاره ئی جلا بل امارت جوړ کړ. هر کله چه اراکوزی او د رانجیان (سیستان) د مملکت یعنی باختر له مرکز نه لیری پراته وو او د هندوکش د لوړو غرونو سلسله هم په منځ کښی حائله وه نو د ده فکر ډېر اساسی او پوخ ؤ چه دغه ځايونه دې هم د یو امیر له خوا اداره شی. نو له دې کبله ئې خپل بل زوی (د متريوس) چه یو ځوان او ډېر زړه ور، مدير او غښتلی زلمی و، او د درېم شامی (انتیو کوش) سره ئی په روغه او جوړه کولو کښی د مملکت په گټه لوی او مهم رول لوبولی و، لومړی ئی د اراکوزی د نائب الحکومه په حيث او څو موده وروسته ئی په دغه ځای کښی د امير په صنعت مقرر کړ، د متریوس په ډېر جدیت سره د خپلو چارو په اداره کولو بوخت شو او د آریانا په لیری ولایاتو کښی یعنی په اراکوزی او د رانجیان کښی ئی د باختر د دولت نفوذ تینگ کړ او د خپل پلار په اجازه د «جد ورزیا» (بلوچستان) او سند خواته ئی لښکر وایست او دغه علاقی چه تر دغه وخته پوری د خپل اصلی او تاریخی چوکات څخه د باندی پاتی وی او د آریانا د تاریخی ولایاتو جز شمېرل کېدلی د یونان او باختری دولت په خاورې پوری ئی وتړلی وروسته بیا ئی آبادیو او ودانیو ته مخه وکړه او په اراکوزی کښی یی یو داسی ښار بنا او جوړ کړ چه ټولو کلاسیکی مؤرخينو او جغرافيه ليکونکو هغه د (د مترياس) په نامه یاد کړی دی.
د مملکت د آبادۍ څخه يو مثال:
د باختر یو زر ښارونه: ايوتيدم د یونان او په باختری پادشاهانو کښی نه یواځی فاتح او د مملکت مختلفو علاقو او منطقو ته د وحدت رنگ ورکوونکی او د یونان او باختری دولت د اداری اصولو بانی شمیرل کیږی بلکه د آبادیو او ودانیو په لحاظ هم پوره شهرت لری، د مملکت د خاورو د یو کولو او د اداری نقشو د طرح کولو نه وروسته د ده دریم لوی کار د ښارونو ودانول او د لارو او سړکونو جوړول او د زراعت خپرول او زياتول او د اوبه کولو د اصولو رواج او نشرول وو چه پخپل ځای د اقتصاد، زراعت، او تجارت په لحاظ د باختر د خپلواکۍ او استقلال د مبادیو په ټینگولو کښی ډېر مؤثر ثابت شول او د باختر په آبادۍ کښی يو ضرب المثل وگرځېد د یونانی کلاسیکی لیکوالو که جغرافيه ليکونکی وو او که مؤرخین د(زرو ښارونو) اصطلاح د باختر په باب کښی استعما ل کړی ده. دغه لنډه او کوتا جمله د خاورې په حاصلناکۍ؛ د نفوسو په تمرکز، د ښارونو په ډېر والی او د آباديو په وسعت او ډېر والی باندی یو لوی دلیل دی. ځکه تر څو چه خاوره حاصلخیزه نه وی ډیرو نفوسو ته غذا نشی برابرولی، او د نفوسو زیاتوالی د آبادیو د خپریدو او د ښارونو د زیاتیدو باعث گرځی او د ښارونو وجود د خلکو د اجتماعی ژوندون د سویې په لوړيدو دلالت کوی ځکه چه ښار د مدنیت مرکز او داسی کانون دی چه اجتماعی ژوندون پکښی زیاتیږی او انبساط مومی.
باختر له هغی پخوانۍ زمانی څخه چه د بشر خاطره ئی موندلی شی هر وخت حاصل خيزه او ودانه او مستعده ځمکه او مملکت و، او دغه استعداد د یونان او با ختری پاد شاهانو خاص بيا د ايوتيدم په ښه تدبیر او د آبادۍ او ودانۍ په هڅه یو ځل بیاد دوهمی ق،م پیړۍ په آخر کښی ښکاره شو (اندره برتلو) په هغه تبصره کښی چه د بطلیموس په جغرافیه ئی لیکلی ده د بلخ آبادی او ودانۍ د شهرت لومړی دلیل پخپله د دغی پراخی جلگی د خاوری طبیعی استعداد بولی او لیکی چه د هغو حدودو له مخی چه بطليموس دغې علاقی ته ورکړی دی د هغی د خاوری سطح ( ۲۹۰۰۰۰ ) مربعه کيلو متره اټکلیدلی شی، او یواځی باختر چه بدخشان پکښی حساب نشی د ميمنې د ناوې سره د يو لک مربعه کیلو مترو نه زیاته مساحه لری خو که چیری د قره قرم دښته پاڅه ناڅه هغه برخه چه د اکسوس د پخوانۍ مجری او د زراعتی منطقی ترمنځ پرته ده ور باندی زیاته شی نو هغه پراختیا چه بطلیموس باختر ته ورکړی ده په نظر کښې مجسمه کیږی، د باختر د استوگنی و ړ او حاصلناکه برخه د تاریخ په ټولو د ورو کښې لسو مليونو هکتارو ته رسیدله او د (پو po) د حوزی په شان ئی څو مليونو خلکو ته په آسانۍ سره غذا ورکولی شوه، او د باختر د آبادی اهمیت د مغلو د قتل و قتال تر زمانی پوری د تاریخ په ۲۰ پیړۍ کښې له دغه ځای نه معلومیږی دغه آبادی د اکسوس او د هغه د کیڼو غاړو او سواحلو د مرستونکو (معاونينو) د جریان په اصولو پوری اړه درلوده او لری ئی. (وی کف Woeikof) لیکی چه (د ځمکی په سر په ټولو سيندونو کښې اکسوس او د هغه د کیڼو سواحلو معاونان هغه يواځينې سیند دی چه د غرونو دواورو او کنگرکونو او یخچالونو د ویلی کیدو څخه ډیری اوبه اخلی) سره د دی چه د باختر په برخو کښې بارانونه نسبتاً ډیر نه کیږی او اندازه ئی په کال کښې له ١۶٠ نه تر ۱۲۰ میلیمتر و پوری فرق کوی د اکسوس مخصوصاً د هغه د کیڼو خوا د معاونینو اوبو دغه نقیصه تلافی ړی گاو د کانالونو او ویالو کسیندلو چه همیشه د باختر د پادشاهانو د پروگرامو جز شميرل کیدل د دغی قطعی په اوبه کولو او حاصلناکۍ کښې ډر د خل درلود.
په دی کښې شک او شپهه نشته چه د د غوزرو ښارونو په جمله کښې ځینی تینگی او مستحکمی جنگی کلاگانې هم راغلی دی خو نور ټول لوی او واړه ښارونه او آبادۍ گانې وی چه د اکسوس د کیښی خواه معاونینو په اوږد وکښې او د دغې پراخی جلگی په بیلو بیلو ځايو کښې واقع وې. یونانی جغرافیه لیکونکی د دوهمی ق م پیړۍ له آخر نه چه د ایوتیدم د سلطنت زمانه ده تر بطلیموس پوری چه د دوهمی مسیحی پیړی په اوله ئیمائی کښې ئې ژوندون کاوه نزدی د څلورو سوو کاونو په موده کښې او حتی له هغی نه وروسته د باختر آبادۍ او (ډرښونه= دا برخه ونه لوستل شول) يو په بل پسې یاد کړی دی. د باختر د زرو ښارونو اصطلاح که چیری زیاتره د ایوتیدم او د ده د زوی دمتریوس د یونان او باختری مقتدر و پادشاهانو په زمانی پوری مربوطه وی د بطلیموس یادونه د کوشانيانو د عروج تر زمانی پوری دغه مقصد تائید وی او په دغه بحث وری مربوط په لند صورت د بطلیموس د جغرافیی په استناد د باختر ځینی قومونه او ښارونه یادوو که څه هم د بطليموس معلومات د ایوتیدم زمانی نه نژدی دری نیم سوه کاله وروسته دی خو اساساً د ځينو قومونو او ښارونو نومونو او موقعیت په باره کنی زوړ والی نه لری.
یونانی جغرافيه ليکونکو د باختر اوسيدونکی په دوو ټولگیو تقسیم کړی دی:
(۱) غربی ټولگی (۲) شرقی ټولگی:
د غربی ټولگی قومونه دا دی: (۱) سالا تاریان Salatars د اکسوس د سواحلو په غاړو کښې (۲) کو مارا - Chomares یا - کومیان Comes (۳) اکی ناکیان Akina Krs (۴) تماروزیان Tamaruses.
د شرقی ټولگی قومونه: ۱ - زریسپیان، او هغه خاـک چه د دغه پخوانی ښار د (اوسنۍ شاه جوی) په شاؤخوا کښې بلخ ته نژدی اوسیدل ( ۲ ) تخاریان - ( ۳ ) (ماروکيان ) (Mirus =دا برخه ونه لوستل شول)- چه د تخار جنوبی خواته پراته وو (۴) خوردیان - Khordos (۵) و رن یان Ournes (۶) او ادریان Avadrs (۷) سبادی یان (۸) اور فسپتیان Orefsts(۹) اماری یان Amarcis هغه ښارونه چه بطليموس په باختر کښې ښودلی او نومونه ئې اخستی دی په دغه ډول دی:
د اکسوس په شاوخوا کښې:
خره خرته Khara Kharta
زری اسپه Zari(a)spa
سوروگانا Sourougana
پرتو Partou
د نورو سندونو په شاوخوا کښې:
الی خوردا Ali Khorda
خومارا Khomara
کور یا ندرا kouriandra
کواریس Kanalis
استاکنه Asta Kana
توسمو آنا سا Tosmouanassa
باکترا Bactra
استوبارا Fstobara
منا پیا Menapia
ایوکراتيديا Eukratidia
ما را کندا Marakanda
ما راکو در ا Marakodra
بطليموس د زرو ښارنو له جملی نه د ځینو نومونه اخلی چه د هغو د صحیح موقعیت ټاکل کوم اسان کار ندی، هغه ښه شاهد چه د ايوتيدم او د یونان او باختری دولت د نوری پادشاهانو په زمانه کښې د باختر د برخو د آبادۍ او ودانۍ رونق او د زرو ښارونو مفهوم په ذهن کښې کښینوی پخپله د هغو خرابو کتل دی چه نن ورځ د باختر پر ټولو برخو کښې موجودی دی، د پلخمری څخه نیولی د خان آباد خواته او له دغه ځای نه د اوسنۍ لارې په (لوو=دا برخه ونه لوستل شول) د آمو د جریان په اوږدو کښې تر خلم (تاشقرغان) او شهر بانو، بلخ، اندخوی او میمنی پوری، او د جنوب خواته تر سرپل پوری د ولیارو په اوږدو کښې او له هغه نه د باندی هر طرف ته چه وکتل شی مصنوعی غونډۍ یا د پخوانيو آبادی گانو او ودانیو بقايا ليدل کيږي، د دغو غرنديو مساحه سره فرق لری چه ځینی وړی، او ځینی لویی او بعضی ډیرې لویی دی، او یواځی د مساحی له مخی هم کیدلی شی چه د هغوی د آبادیو د زمانی اهمیت او د کوچئی والی او لوى والى مراتب وټاکل شی، هغه وخت چه دغه غوندۍ او شمير او موقعيت ئې وکتل ئی د زرو ښارونو یا حتی د هغو پنځو زرو ښارونو مفهوم چه باختر ته به ئې منسوبول په تصور کښې د حقيقت شکل پیدا کوی. دغه غوندۍ په هر ځای کښی چه پرتی دی ټولی نن ورځ نوم لری او محلی اوسیدونکی د ټولو نومونه پیژئی او دغه مسئله ډیر اهمیت لری ځکه چه اول خو طبیعی غوندۍ عموماً نوم نلری او له بلی خوا لکه چه پخوانی ماخذ اشاره کړی د باختر ښارونه څه په یونانی نومونو او زیاتره په محلی نومونو یادیدل، د هغو ښارونو په جمله کښې چه د ايوتيدم په زمانه کښې ئی یونانی نومونه درلودل یو په سغد کښې ( ترا Flora=دا برخه ونه لوستل شول) او بل په باختر کښې (روئتاRhoetea) و دغو ښارونو په دغه وخت کښې عموماً گرد چاپیره کلاگائی او برجونه درلودل او د جلگی د ښارونو په اصولو به په دیوالونو او کلاگانو سره ساتل کیدل. چینی (چانگ کین Chenga Kien) چه په ١۰۶ ق،م کښی د یو هیئت سره باختر ته راغلی او د آریانا شمالی برخی ئی د سر په سترگو کتلی دی لیکی چه: (د باختر خلک په ديوال او کلا لرونکو ښار و نوکښی ژوندون کوی.)
د باختر د دولت نظامی سیاست هر وخت غوښتل چه د هندوکش د شمال په آوارو برخو کښی ټینگی ودانۍ، ښارونه او مستحکمی کلاگائی حتی المقدور يوه دبلی نه لیری او د جلگی په ټوله خاوره کښی تیت و پرک جوړی کړی چه ټولنه په يوه څنډه کښې ته مرکز، ونه مومی او غونډنه شی، او ځینی نوری برخی خالی اوبی دفاعه پاتی نه شی. باختر د تاریخ د پیداکیدو او طلوع له ابتدا نه د اکسوس او سر دریا د شمال د متهاجمينو په مقابل کښې چه کله د توریا پنامه او کله د (سیت) پنامه یاد شوی دی د آریانا د دفاع عهده په غاړه درلوده او تل ئی د دغی وظیفې یوه برخه د خپلو او یو او مدبرو پادشاهانو د عمرانی سیاست سره سرته رسولی ده.
د ايوتيدم مسکوکات: ايوتيدم په اوږده پادشاهۍ او په پراخ مملکت کښې چه بیله آریانا نه د ده د متصرفاتو جز ؤ، ډیری زیاتی سکی ضرب کړې او په همدغه جهت د ده مسکوکات نه يواځى له باختر نه بلکه د مملکت له نورو ځايونه له د پارو پامیزوس، اراکوزیا، در انجیانا، مار جيانا او آ ریا څخه پیدا شوی دی او د هند په خاوره کښې د یونان او باختری دولت له متصرفاتونه هم په لاس راغلی دیء د ده په مسکوکاتو کښې دوه ډوله ئی ډیرې مشهوری دی.
لومړۍ د سپینو زرو گرده سکه در چه په مخ باندی ئی یواځی د پاچا سر بیله نوشتې نه نقش دی او په کیڼ مخ باندی ئی (هرکول) په یوه غټه تیږه باندی ناست دی چه مخ ئی کیښې خواته دی او خپل کيڼ لاس ئی په تیږه باندی تکیه کړی او په ښی لاس کښې ئی تیاقی نیولی ده د هرکول شاته د(بازیلوس) یعنی د (پاچا) کلمه او په مخکښې ئی د (ایوتيدموس) پاچا نوم ثبت او لیکل شوی دی.
دوهمه د سرو زرو گرده سکه ده چه د سکې په مخ باندی د هرکول سر په ښی نیم مخ بیله کومی نوشتې نقش دی. د سکی په کیڼ مخ باندی آس ښی خواته په ځغاسته سته کښې دی په سکه باندی د (بازیلوس) یعنی (دپاچا) کلمه، او د آس تر پښو لاندې د ايوتيدم د پاچا نوم ليکل شوی دی.
د ايوتيدم د عمر په آخر کښې د یونان او باختری سلطنت: د هغه اټکل له مخی چه وهل کيږى ایوتيدم د ۲۳۰ ق ، م نه تر ۲۹۰ ق ، م پوری نژدی څلويښت کاله پاچاهی وکړه - ده عزم، اراده، سیاست او د ادارې قوه ټول په کار اچولی وو، ا و د یونان او باختری خپلواک دولت ئی چه اساس ئی د (دیودوت) له خوا کیښودل شوی ؤ لا پسی محکم او ډیر ټینگ او قائم کړ، هغه وخت چه ایوتیدم د باختر په تخت باندی کیناست دیری مسئلی په مخکښی وی چه باید د باختر د دولت په گټه حل شی، د هندوکش په جنوب کښې لا د موريايانو نفوذ حاکمیت درلود اوشامی سلوسی دولت د باختر د استقلال اعلان اوریدلی ؤ او چاره ئی سنجوله چه څرنگه او په کومه حيله د آریانا د اوسیدونکو د آزادۍ غوښتئی احساسات مړه او له منځه ئی ليرې کړی. ایوتيدم په وسله او خبرو د شامی سلوسی دولت د استعماری یا استثماری اقداماتو سره مقابله وکړه او په دی بریالې شو چه د باختری دولت خپلواکی او خپل سلطنت په هغه باندی په رسمیت وپیژئی، موریایانو، نه یواځی بیله جنگ نه او د تاوانو او پیلانو په ورکولو سره د کابل علاقه او د کابل او اندوس ترمنځ ځمکی خالی او پريښودلې بلکه د ايوتيدم د اقداماتو له کبله د اندوس شرقی ځمکی هم د باختر د دولت د متصرفاتو جز وگرځيدلې، او د هند په خاوره کښی د دغه دولت د اثره د ايوتيدم د زوی (دمتریوس) په زمانه کیښی چه وروسته ئی په بیانولو شروع کوو ډېره پراخه شوه او د موریا د دولت موجودیت حتی د هند په خاوره کښی هم له منځه وووت او د هغه په ځای د (سونگا) کوچنی حکومت پیدا شو، استرابو هغه وخت چه وائی (هغو یونانیانو چه د مخالفت بیرغ ئی پورته کړ د باختر د خاوری د حاصلناکۍ او مساعدت له کبله په آریانا او هند باندی ئی حاکمیت پیدا کړ.) د ده مقص د ایوتیدم د باختر پاچا او د ده کورنۍ ده او د هغی نقشی له مخی چه ایوتیدم په نظر کښی نیولی وه لکه چه ومولیدل لومړی ئی د آریانا منطقی د باختر په مرکز راتولې کړی او بیا د اندوس او پامیر نه هغی خواته د متصرفاتو په تشکيلولو بوخت شو. ( اپولو دوروس ارتمیس) وائی چه یونانیانو آریانا فتح او ونيوله. دغه یونانیان لکه چه (راولسن) د هغو په مخکښی د باختر کلمه په قوسینو کښی نیولی ده له باختری یونانیانو نه مقصد دی او بیا که چیری ښه ځير شو او په دقت سره ووایم همدغه ایوتیدم ته اشاره ده چه د آریانا د خاوری د یو کولو او وحدت په لار کښی ئی کوښښونه کړی دی.
د ایوتیدم په زمانه کښی د هند او چینی ترکستان سره د یونان او باختری دولت تهذیبی او تجارتی تعلقات او روابط:
له هغو مهمو شيانو څخه يوه موضوع چه د ايوتيدم د عمر او سلطنت په آخر کښی د يونان او باختری دولت په نصیب شوه هغه په شمال شرق او جنوب شرق کښی مئیئی متصرفات دی چه د مخه مو ورځئی مفصل بحث وکړ او په دغو متصرفاتو سره د آریانا او د هغی د متصرفاتو ترمنځ او بالواسطه د آريانا او چین او هند ترمنځ د تجاری او تهذیبی مراودو او روابطو دپاره دوه لويې لارې پرائیستل شوې.
هغه لاره چه د آریانا او د هغې د متصرفاتو ترمنځ د سنکیانگ او پامیر په شرق کښی خلاصه شوه کومه نوې او تازه لاره نه و. د دغو منطقو سره د آریانا د روابطو د موجود والی تاریخ یو داسی شی دی چه په تاریخ کښی د هغه دپاره کوم حد ټاکل کیدلې نه شی او نور تحقیقات غواړی. هغه رول چه آریانا په سنکیانگ او چیئی ترکستان کښی د دیانت او تهذیب د خپرولو په لحاظ لوبولی دی یو داسی شی دی چه پخپل ځای په راتلونکو فصلونو کښی به ورځئی بحث وکړو. هغه ئی چه سمدستی د ایوتیدم په زمانی پوری مربواط دی په دغه باره کښی څو کلمی ویل کیدلی شی نیکل او ورېښم دی چه باختر کښی پیدا شول. د لومړی نه مو د مسکوکاتو په باب کښی بیان وکړ. او دوهم یعی وریښم يو نفيس او قيمتى مال التجارت و چه یوه اندازه د باختر سلیقه لرونکو خلکو په مصرف رسیدل او یوه برخه به هم د غرب خواته وړل کیدله. لکه چه دغی (رویه په=دا برخه ونه لوستل شول) توله کوشائی زمانه کښی هم دوام درلود، او د وریښمو د کاروانو د ډیر تگ او راتگ له کبله چه د آریانا له شمال نه به تېریدل او د بلخ د هغو مهمه قرارگاه او کاروان رای ؤ د (وريښمو لاره) په نامه او دبله شوه او د دې په باب کښی به په کوشانی فصل کښی مفصل بحث وکرو د باخترد دولت د هندی متصرفاتو سره د آریانا روابط ډیر مهم دی که څه هم هندی خاوره د اسکندر د حملې نه وروسته یونانیانو ته پرانستل شوه خو له هغه نه بیله جنگ ؤ جگړی او د وینو توئیدلو نه د هند د پاره بله کومه فائده ونه رسيدله او ايوتيدم هغه لومړی سړی دی چه پخپلو فتحو سره ئی خپلو هندی متصرفاتو ته او له دغو ځايونه هغی خوا شرقی برخو ته ئی د یونان او باختری صنعت او تهذيب د خپریدلو لپاره پرانیتله یونانی کارگران، صنعت گران، او د هنر خاوندان په دغه وخت کښی له باختری او د هندوکش له جنوبی علاقو څخه هند ته خپاره شول او د یونان او باختر صنعت او د تهذیب روح ئی هندته سوغات يووړ (راولنسن) وائی چه د هغی لیکنی (کتيبې) د متن له مخی چه په خروشتی رسم الخط پیدا شوې ده یونانی باختری هنر پیشه خلک د باختر د پادشاهانو د سلطنت په زمانه کښی د کار دپاره هند ته تلل او د دوی د (هنرو= دا برخه ونه لوستل شول)آثارو تر زیاتی اندازی پوری د هند په ولسی او بومی کارگرانو باندی تا ثیر وکړ، د دغی لیکنی په شهادت او پخپله د مستر (راولنسن) د نظرياتو له مخی په دې کښی څه شک او شبهه نه پاتی کیږی چه باختری یونانیانو د یونان او باختر د گډ تهذیب د خپرولو په لاره کښی په هند کښی څه رول لوبولی دی، او د دې کار ابتدا د ایوتیدم له زمانې نه شروع شوی ده.
د یونان او باختری دولت د هندی متصرفاتو او د آریانا د خاوری تر منځ تجارتی روابط له پخوانه دير خپاره او زیات شول، که چیری له يوې خوا د سنکیانگ او له هغی خوا نه ئی د وریښمو کاروانونه باخترته رسيدل له هندی تصرفاتر او له شرقي نقاطونه ئی عطر باب، دواگانې او نور هندی محصولات د کابل د درې دلارې نه د بلخ خوا ته تلل (راولنسن) په دغه عصر کښی د بلخ د بازار وضعیت در (مناندر) د سلطنت په دوره کښی د «آیوتید میا) یعنی د (ساگالا Sagala ) د بازار سره مقایسه کوی او وائی چه: په دغه عصر کښی د بکتریا فوروم د ( مناندر په زمانه کښی د (ساگالا) د بازار سره مشابه ؤ او بازارونه له ديندارو سوداگرونه ډک وو، او مختلفی ژبی به پکښی ویل کیدلی، او په دکانونو کښی به مختلف شیان لکه ململ او وريښمين ټوکران، شیرینی باب، دواگانی، فلزی، مسی شیان او د سپینو زرو گاڼې او ډول ډول جوا هرات او نور شیان پیدا کيدل.
دمتريوس د ١۶٠ - ٢٠٠ ق ، م په شاؤ خوا کښی: د مخه په (ایوتیدم پوری د مربوطو پیښو د بیانولو په ضمن کښی د (دمتريوس) په باب کښی هم بحث او خبری وشوی، دمتریوس د (ایوتيدم) زوی دی چه د خپل پلار د جنگونو په وخت کښی چه د دریم شامی انتیوکوش سره ئی کول ښه پوره زلمی ؤ، وروسته تر دې چه دغه سلوسی پاچا پخپل وار د یونان او باختری دولت خپلواکی او د (ایوتیدم) پاچاهی په رسمیت وپیژند له او د آریانا نه وووت، او د هندوکش د جنوب ځمکی د یونان او باختری دولت جز وگرځيدلې (ايوتيدم) خپل زوی چه یولائق او په کار پوه يو څوان ؤ لومړی د اراکوزی د نائب الحکومه په حيث او بیا ئی د هندوکش د جنوبی منطقو د امیر په حيث مقرر کي لکه چه دغی موضوع ته د مخه اشاره وشوه او ځینو چه د یونان او باختری دولت له اداری ترتیباتو څخه خبر ندی دی ئی د اراکوزی نائب السلطنه هم بللی دی دمتریوس دخپل پلار په ژوند کښی د عمرانی نقطی نظر څخه په تیره بیا د هند په خاوره کښی د ځمکو نیولو او اداری جنبې په لحاظ د پر مهم رول ولوباوه د اراکوزی په ولایت کښی ئی پخپل نوم (دمتریوس) سره يو ښار جوړکړ او د اردو د قوماندان په حیث ئی د خپل پلار د ژوند په وخت کښی د هند په فتوحاتو کښی جدی او ثمره لرونکی کارونه وکړل تر دی چه د ۱۹۰ ق م په شاوخوا کښی د ده پلار د آریانا او د نيولو ځمکو امپراطور وفات شو او دمتریوس د خپل پلار د مشر زوی په حيث د سلطنت په تخت باندی کیناست.
د هند فتوحات:
هر کله چه دمتریوس یو جدی او فعال ځوان ؤ او د ځمکو د نيولو او د يونان او باختری دولت د متصرفاتو د قلمرو د پراخولو دپاره ئی ډیر شوق درلود مجرد چه د باختر په تخت باندی کیناست په دغه فکر کښی شو چه د خپل پلار لوړ افکار او خپلې د ځمکو نیولو نقشی عملی کړی، د دغه مقصد دپاره ئی خپل مشر زوی دوهم ایوتیدم په باختر اوسغدیاد کښی پخپل نیابت امیر مقرر کړ او پخپله د خپل کشر زوی دوهم دمتریوس او دخپل دیو مشهور جنرال (مناندر) سره د هندوکښ جنوب ته راغی او په هغه اساس سره چه خپل پلار ئی د يونان او باختری دولت د اداری دپاره ایښی ؤخپل کشر زوی دوهم دمتريوس د جنوبی منطقمو د امير په حيث مقرر کړ چه د هندوکش د غره د ساسلی جنوبی او شمالی برخی په زړه پوری او په مطلوب ډول اداره شی او پخپله په آزادۍ سره د خپلو فتوحاتو نقشه عملی کړی استرابوــ که څه هم د دمتریوس د متصرفاتو د لمن د پراختیا په باب کښی مبهم بحث کوی بیا هم معلومیږی چه د (پا تاله نه ـ Pattalene) علاقه چه ده فتح کړی وه د سند د علاقی نه مقصد ؤـ و روسته بیا په شرقی گندهارا کښی د (تاکزیلا) ښار چه د حربی نقطی نظره څخه ئی ډیر اهمیت درلود او یوه زمانه د موریايانو مرکز شمیرل کیده د دمتریوس په لاس ورغی د یونان او باختری پاچا چه هر کله دغه برخی ونیولې اوفتح ئی کړی د (تاکزیلا) په شاوخوا کښی ئی ځینی ښارونه ودان کړل چه موقعیت ئی په (بهیر Bhir) او (شیرکب Sirkap) نومی مقام کښی ټاکی (راولنسن ) وائی چه: (دمتریوس د اندوس د شرق خواته خپلو فتحوته پسی دوام ورکړ او د سیند د دلتا ځمکی ئی ونیولی او د (کتیاوار) یاد (سوراشترا Surashtra) گاونډی سطلنت ئی چه د یونانیانو د (سارا و ستس Saraostos ) نه عبارت دی تابع او مطيع کړ، سربیره په دی د ( سيجرديس Sigerdos ) سلطنت ئی چه ټاکل ئی یو مشکل کار دی په لاس راووړـ ښائي چه د (پتالی) (Pattala) او د (سوراشترا) تر منځ یو کوچنی سلطنت وی (راولنسن) په دغه باب کښی ډیر توضیحات هم ورکړی دی او د هغه بیان په تعقیب چه د مخه وشو وائی چه: (سربیره په دی د سواحلو د غاړو د سلطنتونو په باره کښی حقائق په لاس کښی شته او ښکاره کوی چه د پنجاب زیاته برخه هم د دمتریوس په لاس ورغله) دمتريوس هغه وخت چه د اندوس شرقی منطقی ئی په لاس راوړی نو په دغه ځای کښی ئی يو ښار جوړ کړ او هغه یی د خپل پلار د نوم په احترام په (ايوتيدميا) سره وباله، ځينو د دغه ښار دو دا او نو نسبت پخپله (ايوتيدم ) ته هم کړی دی خو لومړۍ نظريه ډيره صحيحه ده. د (ايوتيدميا) د ښار په تاکلو کښې نظریات مختلف دی چه ځینی خلک ئی (ساگالا Sagala) بولی او ځینی ئی (جھنگ Jhang) ته نزدې (شارکوت Shorkot) او ځینی ئی لاهور ته نزدي (سيالکوت) بولی، او وروسته په له هغو ښارونو نه مفصل بحث وکړو چه د دمتريوس له خوا ودان شوې دی، دلته مونږ له هغو فتوحاتو څخه بحث کوو چه دمتریوس دهند په خاورو کښی کړی دی «تارن» لیکی: هغه وخت چه د تاکزيلا ښار د دمتریوس په لاس ورغی د هند د صحری په دواړو خواؤ په دوو خطونو کښی د ده پر مخ تگ ممکن شو: يو جنوب شرقی خواته د هغی لویې لارى په اوزدو کښی چه د پنجاب د اوسنی دهلی له لاری نه تیره شوی او د گنگا د حوزی او د موریایانو د پای تخت یعنی د (پاتلی پاترا Patliputra ) دښار خواته تلله، او بل د جنوب غرب او جنوب خواته د اندوس د سيند د توئیدو ترځای(مصب)
او د هغه نه تر هغی خوا برخی پوری تللی ؤ، اسکندر هم په دغو دوو خطونو کښی د پرمخ تگ قصد کړی ؤ خو دمتریوس د دوو لائقو جنرالانو په لرلو سره چه یو (اپولو دوتوسApolidotus ) اوبل (مناندر Me Nandre) دی، موفقیت حاصل کړ. دوه یونانی پخوانی منابع چه (تروگ Trogu) او (اپو لو دو روس) دی د شمال غرب د علاقی د نیولو او فتح کولو نسبت دریو تنو ته کوی چه (دمتر يوس) (ا پولو دو توس) او (مناندر) دی او زمونږ دغه نظریه کامله تائید وی، او له دغه ځای نه هم واضحه معلومیږی چه د باختر پاچا د خپلو دوو جنرالانو په ملگرتیا د هند د نيولو دپاره څرنگه نقشه جوړه کړې وه.
د دی د پاره چه د دوی کارونه او او اقدامات په ښه شان سره معلوم شی د هر يو حالت جلا جلا. ترکتنی او څیړنې لاندی ئیسو.
د دمتريوس خط: لکه چه د ځينو قرينونه معلومیږی پخپله د آریانا پاچا د نظامی قوماندان په حيث د سند خط او د هغه مربوطه علاقه تعقيبوله، د ( پتا نجا لی Patanjali) د صرف و نحو د يو تفسير (١۴۶ مخ کښی «سوو یرایانو» «Sauviras» (د سند شاؤ خو اوسيدونکو) (داتاميترDattamitra) نومی یو ښار ودان کړ. دغه (داتامیترا) (په مهاباراته) کښی د (یاوانا) او(سو وير ایان ) د سند د خلکو او یونانیانو د پاچا په حيث یادشوی دی، او بيله شک او شبهى نه له دمتریوس د باختر د پاچا نه مقصد دی. وروسته بیا دمتریوس دو چی دلاری او یاد اندوس د سيند د اوبو دلارې نه ښکته شو او که چیری د اوبو دلاری نه ښکته شوی وی نو معلومیږی چه د آریانا فاتح پاچا ځینی بیرۍ هم درلودی لکه چه (تارن) دغه عقیده لری د باختر پادشاهانو په اکسوس کښی یو شمیر بیرۍ درلودلی، او په مسکوکانو باندی دری غا خيزه نیزه د دوی دبحری قواؤ ممیزه نښه شميرل کيدله په دغه ډول پخپله د باختر پاچا دمتريوس هغه خط چه د ځان دپاره ئی تاکلی ؤ تر اوقیانوس پوری طی کړ او د دغو علاقو د نيولو څخه وروسته بیرته تاکزیلا ته راغی په دغه وخت کښی (اپولودوتوس) چه دی هم د آریانا د پاچا ورور او هم ئی جنرال بولی د اراکوزی د (دمتریاس) له ښارنه شرقی جدروزیا فتح او ونيوله.
د (پتالی پوترا ) خواته د مناندر د حرکت خط: مناندر د باختر د پاچا (دمتريوس) په زمانه کښی د یو لوی او ستر جنرال په حیت شهرت موندلی ؤ دغه سړی په اصل کښی د اوسنی (خواجه سیاران) په لمن کښی د (اوپیان) په ښار کښی زیږیدلی دی او د همدغه جهت نه (تارن ) دی د پاروپامیزادی له یونانیانو څخه بولی او وائی چه په یو کالی کښی د ده زیږیدل ښکاره کوی چه د ده پلار یو لوی زمیندار ؤ او په یوه محکمه ټينگه کلا کښی زیږیدلی دی او په هغه رشادت ا و مهارت سره چه حاصل کړی ئی ؤ د جنرالی مقام ته ورسید د مخه مو اشاره وکړه چه تاکزیلا ته د آریانا د پاچا د رسیدلو نه وروسته د یونان او باختری دولت د عسکرو دپاره په دواړو خواو کښی د حرکت امکان پیدا شو، يوه د اندوس په اوږدو کښی چه پخپله دمتريوس هغه پخپله غاړه واخستله او سرته ئى ورسوله، او بله (پتالی پوترا) خوا ته شرقی لاره وه.
جنوب شرقی خواته د مناندر پرمختگ له یونانی او هندی دواړو منابعو نه معلومیږی او ځینی هغه کسان چه د یونان او باختری عسکر و د حرکت له خطوطو او پلان څخه پوره خبر ندی ټولی هندی فتحی مناندر ته منسوبوی حال دا چه د آریانا پاچا او د ده جنرالان دیوی نقشی له مخی په جلا جلا خطوطو مخ په وړاندی تلل. (ا پولو دوروس) وائی چه یونانیانو (یعنی د باختر یونانیانو ) د مقدونیانو یعنی دا (اسکندر) په نسبت په هند کښی ډېرې فتحى وکړې او د هنديانو څښتنان او مالکان شول، د اسکندر په نسبت ئی ډېر قومونه شاته اووئی شړل، دغه کارونه زیاتره د (مناندر) په لاس او يوڅه لږ د دمتریوس له خوا وشول ( تارن ) دغه جملې تجزیه کړی او لیکی: له دغه جملې نه (دوی ئی شاته ووهل) معلومیږی چه دمتریوس او مناندر دواړو په گډه او په شریکه کار کاوه؛ او مناندر له دمتريوس نه مخکښی لاړ او زمونږ دغه نظریه د هغه شی په باب کی تائید وی چه دمخه مو ولیکل، ځکه چه دمتریوس پخپله د اندوس خط پسې تعقیب کړ او مناندر مؤظف و چه د ( پتالی پوترا) خواته مخ په وړاندی لاړ شی، مناندر په دغه لاره مخ په وړاندی لاړ او د (هیپانیس Hypanis ) په آس د «ايومانس» Iomanes (جمنا) له سيندونو نه پور ېووت او د گنگا په حوزه کښې د (پتالی پوترا) ترښار پور ی ورسید.
په دغه ترتیب اوپیانی فاتح جنرال د هغی نقشی له مخی چه د آریانا د پاچا دمتريوس له خوا ټاکل شوې وه تر آخری نقطی پوری مخکښی لاړ او حتی د موریا د امپراطوری پای تخت ئی ونیو.
او د اندوس له کيښو سواحلونه د گنگا تر غاړې پوری ټول شمالی هند د يونان او باختری شهنشاهی متصرفاتو جز وگرځید.
د (پتالی پوترا) خواته د یونان او باختری دولت د قوماندانانو پر مخ تگ له هندی منابعونه هم معلومیږی، لکه چه (تارن) د دغه مطلب د ثابتولو دپاره یوگاپورانا Yuga - Purana (۱۳۲ مخ) شاهد راوړی او وائی چه یواځی د مناندر د حرکت د خط تعقیب زمونږ مقصد ښکاره کوی.
په دې کښی څه شک او شبهه نشته چه دآریانا پاچا دمتريوس د خپل جنرال (مناندر) سره لومړی په (تاکزیلا) کښی ځنډ او توقف وکړ او د خپل حرکت دغه نقشې ئی په دغه ځای کښی جوړی او ترتیب کړی. مناندر لومړی (ساگالا) یعنی د(چناب) او (راوی) تر منځ سیالکوټ ونیو، او وروسته بیا چه د دغو علاقو امارت د یونان او باختری دولت له خوا ده ته وسپارل شو او دغه ځاى ئې خپل مرکز و گرځاوه نو د ده په نامه (میلندا پانا Milindapana) سره مشهور شو.
وروسته بیا د (اپولو دوروس) شهادت د (به آس) له سیند نه پوریووت پس له هغه (یوگاپورانا Tuga-purana ) له (ياو انا) يعنی يونانيانو نه د ماتورا اوجمنا په علاقه کښې بحث کوی. بیا همدغه هندی ماخذ په (ساکتا Saketa) د (اود) په علاقه او د (پنچالی Panchaia)په علاقه يعنې د گنگا اوجمنا په دوو اوبو کښی له (ناو انایانو) نه بحث او خبری اتری کوی. او په آخره کښی (اپولو دوروس) او دغه هندی ماخذ دواړه ده موريايانو د پای تخت یعنی (پتالی پوترا) او د اوسنۍ (پتنی) د نيولو په باب کښی بحث کوی. لنډه دا چه (مناندر) لاهور ته نزدی له سیالکوټ نه تر (پتالی پوترا) د گنگا تر غاړی پوری دغه ټو له پراخه منطقه د آریانا د پاچا په فرمان ونيوله او د یونان او باختری دولت د متصرفاتو جزئی و گرځوله.
په استعماری اقداماتو کښی د اپولو دوت سهم (برخه): د مخه مووويل چه (اپولو دوت) د اراکوزی د ډمترياس له ښار نه د جدور زیاد لاری د سند خواته راغی او په تاکزیلا کښی د آریانا د پاچا سره يوځای شو (اپولو دوت) لومړی د بحری قواؤ په مرسته هغه ولايتونه ونیول چه د اندوس په سواحلو باندی سوارو وه او حاکمیت ئی درلود او بیائی (راجبوتانی) ته مخه وکړه. ده د (کچ) (Catch) علاقه ونيوله او د سواحلو په اوږدو کښی د جنوب غرب خوا ته متوجه شو. بطليموس په دغو برخو کښې له یونانی ښار څخه چه )ته او فيلاTheophila) نومیزی بحث کوی. او دغه ښار د اندوس د دلتا په غربی منطقو کښی ؤ او موقعیت ئی د (پتالی Patala ) د لاری په سر په او جن Uijabin کښی بولی؛ تارن وائی چه دغه ښار په اصل کښی هندی ؤ او د اپولو دوت د فعالیتو له کبله دوهم محل ودان شو او د باختر د دغه پاچا د مور په نامه (ته او فیلیا) سره مشهور شو.
د مخه مو د دمتریوس د پلار ایوتیدم د فتوحاتو په بیانولو کښی سواحلو ته نزدې او د سند د ځينو علاقو د نيولو څخه بحث وکړ (تارن) د اپولو دو روس په استناد د «پتالن Patalene» د علاقی «داندوس دلتا» او دهغو ساحلی ځمکو د نیولو نسبت چه د «سارااوستس Saraostas» د سلطنت او د سیگردیس Sigernis دسلطنت نه عبارت دی او د «سور اشترا Surashtra» او د «کتیاوار» دعلاقو د نيولو او فتح کولو نسبت «اپولو دوت» ته کوی.
لکه چه د «مسافرت بحراری تیرئه Periqlumaris Erytiiee =دا برخه ونه لوستل شول» د مؤلف د لیکنو څخه معلومیږی «اپولو دوت» په گجرات او د کسبی د خلیج په شرقی سواحلو کښی د «بری گازا Brygaza» یعنی د «براچ Broach» بندر چه د کتیاوار په مقابل کښی پروت دى هم ونیو، او د دغه کتاب مؤلف وائی چه د «اپولو دوت» او «مناندار» مسکوکات پدغه بندر کښی په اوله مسیحی پیرۍ کښی موندل کیدل او دغه مسکوکات د هغی زمانی شواهد دی چه د آریانا د پاچا «دمتر یوس» له خوا «مناندر» او «اپولو دوت» فاتحو جنرالانو د هند په نيولو او فتح کړو برخو کښی د امیرانو په حيث حکو مت کړی دی.
په دغه ډول ا«پولو دوت» د هند د جنوب خواته ترکتياوار پوری ځمکی او د گجرات یوه برخه یعنی «باریگازا» او «سورت» ونیول « باریگازا» د وچی او بحری مراودو په لحاظ ډیر اهمیت درلود ځکه چه له یوی خوا د غرب له لوری نه د دریاب لاره ورته رسيد نه او نه بلی خوا له دغه ځای نه د «ايو جن» او « ويديسا Vidisa) او ( کوزامبی Cosambi) خوا ته د جمنا په غاړه د کنگا په سواحلو کښی «پتالی پوترا» ته یوه لاره تلله.
د يونان او باختری دولت په لاس کښی د موریا خاوری. «د پنځم فصل په دوهمه برخه» کښی د موریا په بحث کښی په مفصل ډول او د دغه فصل په اول کی مو په لنډ صورت وویل چه موریایانو په آریانا کښی د مرکزی سلطنت د نشتوالی نه استفاده وکړه او د هندوکش شرقی منطقی او ځینی نوری جنوبی برخی ئی و نیولی میدان ته د ایوتیدم په راوتلوسره د آریانا اصلی خاوره د اندوس تر سواحلو پوری پخپله د هغوی له وجود نه خالی شوه، او په تخت باندی د دمتریوس په کیناستلو سره د هغوی ټولی حیاتی منطقی د دوی د سلطنت تر مرکز «پتالی پوترا» پوری د باختر د متصرفاتو جز شوی.
د فتوحاتو د هغی نقشی له مخی چه دمتريوس په هند کښی جوړه کړي وه او بیان ئی پخو وشو؛ واضحه معلومیږی چه د آریانا د پاچا مقصد د موریا د کورنۍ د ټولی اصلی خاوری نیول وو «پتالی پوترا» د موریا د امپراطورۍ پای تخت، تاکزیلا په شمال غربی علاقه کښی د هغوی دنیابت سلطنت مرکز، او ایوجن د غرب خوا ته د هغوی دنیابت سلطنت مرکز ټول دآریانا د پاچا او د ده د قوماندانانو له خوا ونيول شول «تارن» وائی چه اوس په «پتالی پوترا» کښی د مناندر سره، او په ايو جن کښی د اپولو دوت سره او پخپله دمتریوس په تاکزیلا کښی د موریا د امپراطورۍ دری اساسی نقطی، دری واړه اداری مرکزونه د دمتریوس په لاس ورغلل.
آریانا ته د دمتریوس بیرته را تگ او نوی مقررۍ: دمتریوس د ډیری مودی غیاب او د خپلو فتوحاتو د نقشی دعملی کولو نه وروسته له تاکزیلا نه آريانا او د خپل سطنت مرکز باختر ته بیرته راغی.
لکه چه معلومیږی له تاکزیلا نه د ده بیرته راتگ په دوری او په غیر مترقب ډول شوی دی یعنی احتمالا تر دغه وخته پوری د متصرفاتو په اداری نقشو بوخت ؤ چه کرمی غیر مترقبی پیښی په فوری صورت په باختر کښی د ده حضور غوښتی او ایجاب کړی دی.
ځينو د دی پیښی نه د دوهم ایوتیدم د زوی په مرگ سره تعبیر کړی دی چه په باختر کښی ئی د امیر په حيث پری ایښی ؤ او یا دغه واقعه د شمال د بانډه ایزو اوسيدونکو (باديه نشينانو) د حملو له کبله تشویش او یا دغه دواړه صورتونه وو.
په هر حال علت چه هر شی ؤ، و به د تارن د نظریی له مخی په هند کښی د آریانا د پاچا پرمخ تگونه د ١٧۵ ق، م په شاؤخوا کښی پای ته ورسیدل او د آریانا او باختر خواته بیرته راغلی دی.
د سلطنت له مرکز نه څو کالنى غياب او لیری والى طبعاً غوښتل چه د داخلی امرنوو او حاکمانو په معزو لولو او پريښودلو او په اداری تشکيلاتو کښی بیا غور وکړی.
په آریانا کښی د دمتریوس لومړی کار دا ؤ چه د خپل کشر ورور (اپولو دوت) په ځای چه د هند د نیولو ځمکو په اداره بوخت ؤ خپل دريم زوی (پانتالئون Pantaleon) د سیستان او اراکوزی د امیر په حيث مقرر کړی، پانتالئون په سیستان کښی د خپل نیکه ایوتیدم ډیر مسکوکات خپاره کړل او تر دی چه د هغه د سکی ضربولو ته ئی پسی دوام ورکړ:
دمتریوس هغه وخت چه د هند په خاوره کښی د ځمکو د نیولو په نیت روانیده د هندوکش په جنوب کښی ئی د پارو پامیزادی په علاقه کښی خپل بل زوی (دوهم دمتریوس) د امیر په حيث پريښود، هغه وخت چه له هند نه بیرته راغی او د خپل زوی دوهم ایوتیدم د باختر د امیر د مرگ خبرئی واورید، او دوهم دمتریوس ئی په باختر کښی مقرر کړ او د پارو پامیزادی ولایت ئی هم د سیستان او اراکوزی امیر (پانتا لئون) ته ورکړ؛ عين همدغه کار د دوی د نیکه ایوتیدم په زمانه کښی هم شوی ؤ ځکه چه پخپل دمتریوس د باختر پاچا د شهزادگۍ په زمانه کښی لومړی د ارا کوزی او سیستان امیر ؤ او د موریایانو د نفوذ د خلاصیدو او لیری کیدونه وروسته ئی د پارو پامیزادی په ولایت کښی هم نظارت او پاملرنه حاصله کړه. ځینی کسان دغه عقیده لری چه دمتريوس په دغو ترتيباتو او مقررۍ سره عزم درلود چه بیرته هند ته لاړ شی.
د ده زوی دوهم دمتریوس تر هغه وخته پوری چه د پارو پامیزادی امیر ؤ د خپل پلار په نامه او تصویر ئی سکه وهلی ده. خوپه باختر کښی دوه زامنو دوهم ایوتيدم او دوهم دمتریوس چه یو په بل پسی د دغه ځای امارت ته رسیدلی دی پخپل نامه او تصویر ئی سکه ضرب کړه (پانتالئون) د دمتریوس دریم زوی د سیستان، اراکوزی او د پارو پامیزادی امیردره سکه نه لری او وائی چه دیره و ده ئی لا حکومت او امارت نه ؤ کړی چه مړ شو او ځای ئی د ده څلورم ورور (ا گاتوکلس Agathocles) ونیو، د دی د پاره چه و ضعیت پټ او په تیاره کښی پاتی نه شی نو لاندی د آریانا له داخلی امارتونو او د هند د نيول شوو ځایو د امارتونو او د یونان او باختری امپراطورۍ څخه بحث کوو:
د پاروپامیزادی امارت: د یونان او با ختری دولت په اداری تشکیلاتو کښی دغه امارت لا د ايوتيدم له زمانو څخه موجود ؤ خو هر کله چه په دغه وخت کښی د موریایانو نفوذ نوى له دغه ځای نه ورک او ليرى شوى ؤ نو زياتره پخپله د پاچا له خوا او یو زمانه هم د ده د زوی د اراکوزی د امير له خوا اداره کيده.
د دمتریوس د زمامداری په زمانه کښی د پارو پامیزادی د امارت وضعیت روښانه شوی دی او د آریانا له مرکزی کوهستانو څخه ټوله کاپیسا او گندهارا د اندوس تر غاړی پوری د دغه امارت جزؤ او امیرئی له کاپیسا نه دغه ټوله پراخه سیمه او خطه اداره کوله لکه چه وروسته د چینی زائر «هیوان تسنگ» د تیریدلو په وخت کښی هم اداری وضعیت دغسی ؤ.
دمتریوس هغه وخت چه هند ته روانیده خپل یو زوی دوهم دمتریوس ئی د دغی لویی علاقی امیر مقرر کړ او ده ته ئی ډېر اهمیت ورکاوه ځکه چه هغه غوښتل چه د تاکزیلا نه د باختر سره ډېر ارتباط د ده په ذریعه قائم وساتی. د پارو پامیزادی امارت د هغه مو قعیت له کبله چه درلوده ئی په رښتیا چه د ډېر اهمیت خاوند ؤ، د هندوکش هغه ټولی لويې لارې چه باختر ئی د جنوب سره نښلاوه په دغه امارت کښی واقع شوی وې، او د اراکوزی او سیستان د امارت او د اندوس نه هغی خوا ته د نيول شوو ځمکو (متصرفا تو) لاري تولې له دغه ځای نه تېرېنلې:
دوهم دمتریوس په کاپیسا کښی یا لکه چه (تارن) وائی د کاپیسا (پروان) د اسکندریې په ښار کښی سکه ضرب کړی ده خو د خپل پلار د پاره ئی سکه ضرب کړې ده نه د ځان د پاره ځکه چه د ده په څاور در همی (تترادراکم) ډولو سکو کښی د ده د پلارعنوان (دمتریوس نه مغلوبیدونکی پاچا) ثبت دی. په مسی مربعو (څلورکونجو) سکو کښی ئی هم د ده د پلار صورت د فیل د سر د مشهورې خولۍ سره او هم ئی د هغه عنوان نقش کړی دی. هر کله چه د پراکریت ژپه او خروشتی رسم الخط د هندوکش په جنوب کښی، مروج وو او عمومی ئی درلود نو هغه ئی هم پخپلو مسکوکاتو کښی په کار کړی او ليکالی ئی دی او په دغه لاره کښی ئی هم د خپل پلار سیاست تعقیب کړی او نیولی دی هغه وخت چه لومړی دمتریوس د آریانا پاچا له هند نه بیرته راغی دوهم ایوتیدم د ده زوی د باختر امیر وفات شوی ؤ، له دی کبله د کاپیسا او پارو پامیزادی امیر یعنی دوهم دمتریوس ئی باختر ته و استاوه او د پارو پامیزادی امارت ئی هم سمدستی په اراکوزی او سیستان پوری مربوط کر او له دی جهته دی چه پانتالئون په غه برخه کښی هم نفوذ او آمریت موندلی دی.
د پانتالئون نه وروسته د ده څلورم ورور (اگاتو کلس) د امیر په حیث په کاپیسا او پارو پامیزادی کښی امارت کړی دی.
هرکله چه پارو پامیزادی ولایت او مرئی کا پیسا په دغه دوره کښی دډېر اهمیت درلو د او د باختر د یونانیانو له سقوط نه پس چه وروسته به ئی بیان وشی د کاپیسی او یونان د دولت کانون شمیرل کیده او د دغه ځای د امراوو مسکوکات د کاپیسا د فارقه او جلا کوونکی علامی په باب کښی مونږ ته دېر معلومات راکوی، دهغو په تفصیل پیل کوو ځکه چه د دی زڼی اهمیت او مقام د دې زمانی او د وروسته عصر په تاریخ کښی ډېر بیان او توضیح غواړی.
د پارو پامیزادی په امارت کښی د پانتالئون او اگاتو کلس د مسکوکاتو په شاؤخوا کښی ځینی کتنی او ملاحظات: د یونان او باختری پاچا (دمتریوس) د نورو ځامنو په شان د غر امراوو په مسی گرد و سکو کښی د ځان د پاره مشخص عنوانونه غوره نه کړل او يواځی خپل تصوير او شاهی عنوان ئی د (زوس (Zeus) د ناست تصویر سره چه په خپل لاس کښی ئی دری سري مجسمه نیولی ده، ضرب کړی دی. زوس په دغه ځای کښی له هغه فیل نه عبارت دی چه د (کاپیسا) رب النوع ده، او د (پارو پامیزادی) د علاقی پاچا چه مرکز ئی د (کاپیسی) ښار ؤ باید چه د ښار فارقه علامه پخپلو سکو کښی استعمال کړی؛ که څه هم د لیرې احتمالاتونه معلومیږی خو د مسکوکاتو له مشابهت نه داسې څرگندیږی چه د سيستان او اراکوزی علاقه هم په دغه زمانه کښی همدغه د پارو پامیزادی امیر اداره کوله.
هغه خاص شی چه په دغو سکو کښی د توجه وړ دی د (هکات Hecate) د رب النوع دړی سره شکل دی چه تر اوسه پوری په معنی ئی څوک پوره پوه شوی ندی او زیاتره د پای تخت محلی موقعیت او جغرافیائی و ضعیت ته ئی اشاره کوی. هکات هغه رب النوعه وه چه په هغو ځایو کښی به ئی ستاینه او پرستش کیده چه د دری لاريزې په سر کښی به واقع وو. د پارو پا میزاد په علاقه کښی هغه ځای چه د دریو مهمو لارو په سر کښی پروت ؤ بیله کاپیسان ه بل ځای نه دی ځکه چه د کابل د لاری نه د باختر، هند او د اراکوزی لاری پکښی یوځای کیږی. سربیره په دی هغه بل شی چه: د (هکات) له وجود نه د (زوس) په لاس کښی معلومیږی دا دی چه (زوس) د یونانیانو په زمانه کښی د کاپیسا رب النوعه وه او په همدغه مناسبت په هغومسکوکاتو باندی نقش ده چه په دغه ځای کښی ضرب شوی دی. نو پانتالئون او اگاتوکلس يو په بل پسې د پارو پامیزادی د علاقی امیرانو و او د دوی د قلمرو مرکز همدغه کاپیسا وه.
سربیره په دی د (هکات) د رب النوعی وجود د (پانتا لئون) او (اگاتوکلس) په مسی مسکوکتو باندی ځینی نوری رو ښنائی گانی هم اچوی، د مسی گرد و مسکو کاتو او د نیکلی مسکوکاتو په ښی مخ باندی د «دیو نیزوس» (د انگور او شرابو رب النوع) د نيم تنه ځوان په قیافه او صورت او په کیڼ مخ باندی د پړانگ هیکل نقش شوی دی.
هر کله چه د دغو سکو مضمون په یوه ژبه دی نو معلومیږی چه د آریانا په يونيانو پوری مخصوصې وې او د (دیونیزوس) شکل ئی لکه چه ځینی گمان کوی د هندی (شیوا) سره رابطه نه لری او یونانی (دیونیزوس) سل په سلو کښی د انگورو اوشرابو رب النوع ده د دی په عکس مسی مربع مسکوکات چه په دوو ژبو سره ضرب شوی او په هند پوری مخصوص وو پخپل یو مخ باندی هندی نڅیدونکی (رقاصه) نجلۍ په هندی لباس کښی ښيې چه پخپل لاس کښی ئی یوگل نیولی دی او په کیڼ مخ باندی ئی هماغه پړانگ نقش دی که څه هم زمری عموماً د تاکزیلا په سکو کښی لیدل شوی دی او ځینو خلکو گمان کړی دی چه د دغو سکو پړانگ هم په حقیقت کښی همدغه زمری دی، او په نتیجه کښی ئی د سکی ضربیدل تا کزیلا ته منسوب کړی دی، خو څرنگه چه (زوس هکات) ځانته مخصوص ښار درلود چه په کاپیسا کښی ؤ د (دیونیزوس) تصویر هم په یوه کلی ښار باندی دلالت کوی چه ( نگار اهارا) پانننۍ (هډه) ده چه (بطلیموس) هغه (نگارا Nagara) بولی او په عین زمان کښی (د یو نی زو بولیس Dionysopolis) یعنی د (دیونی زوس) ښار هم یاد شوی دی. او هر کله چه (نگارهارا) چه نن ورځ هم په هماغه پخوانی لهجه ورته (ننگهار) وائی د پا و پامیزادی په شرقی قلمرو کښی پروت ؤ او د پخوانی آریانا له ډيرو مهمو ښارونو څخه يو ښار شمیرل کیږی، ډیر احتمال لری چه د (پانتالئون) او د (اگاتوکلس) مسی څلور کونجه (مربع) مسکوکات په دغه ځای کښی ضرب شوی وی، او هر کله چه (نگارا هارا) د آریاناد شرقی سرحداتو خواته پروت ؤ نو د هغه ځای په مسکوکاتو کښی د آریانا د یونان او باختری او هندی جامعی مشترک عوامل دی یعنی پړانگ د (د يونيزوس) د ښار فارقه علامه باختری جنپه او هندی رقاصه د هند د فضا سره د هغی د نژدیکت او قرابت جنبه ښکاره کوی.
باید دا وویل شی چه (اگاتوکلس) یوه سلسله مسی مربعی سکی هم لری چه په هغو کښی بیخی یونانی ژبه استعمال شوی نه ده د سکی دواړه خواوی په محلی (پراکریت) ژ په ضرب شوی دی د سکی په یو مخ باندی د (اگاتوکلس) نوم او په بله خوا باندی ئی یوه داسې کلمه ثبت شوې ده چه هغه ئی (هیدیا سام Hidiyasame) بللی ده او په بيلو بيلو صورتونو ئی ترجمه کړی ده او په تولو کښی مناسب ئی (دی کایوس dikaios ) دی چه معنی ئی (د هندیانو په نسبت عادل) دی باید وویلی شی چه د اگاتوکلس د مسکوکاتو او د تاکزیلا د بومی سکو ترمنځ ځینی نژدیکتونه او قرابتونه، موجود دی، لکه چه ځینو همدغه موضوع دلیل نیولی او وائی چه باید اگاتوکلس په تاکزیلا باندی حکومت کړی وی خو حقیقت داسی ندی ځکه چه د متریوس د گندهارا حکومت چه د تاکزیلا د علاقی او د اگاتوکلس د حکومت د قلمرو ترمنځ پروت ؤ (اپولودوتس) ته پری ایښی ؤ، په بل عبارت د اگاتوکلس مخصوص قلمرو د قفقاز له اسکندریې نه د سيستان خوا ته خپور شوی ؤ نه د هند خواته د تاکزیلا د بومی سکو او د اگاتوکلس د سکو ترمنځ د ځينو مشابهتو علت په دی پوری مربوط دې چه په دغه ښار کښی ځینو تجارتخانو د تجارت دپاره سکه ضربوله چه یوه برخه ئی په غرب پوری مخصوصه وه او د کاپیسا (پروان) د اسکندریی ښار د دغه وخت غربی عالم درواز شمیرل کیدله.
د اگاتوکلس د ځينو نورو سکو له خصوصیاتو څخه یو دا دی چه په پراکریت لیکنو کښی ئی د آریانا د محلی خروشتی رسم الخط په ځای (برهمنی) رسم الخط ليکل شوى دى، پانتالئون او اگاوکلس وائی د پار و پامیزادی د وو امیرانو د دمتریوس د یونان او باختری پاچا په ځامنو او ادارو کښی دغه کار ته اقدام کړی دی او علت ئی دا دی چه د پارو پامیزادی د امارت شرقی حدود د دوی په زمانه کښی د اندوس تر غاړو پوری وو؛ او د خپل پلار د سیاست په تعقیب د هند سرحدونو ته د نژدی خلکو د خاطر دپاره ئی دوی په رسم هم سکه ضرب کړی ده.
د اراکوزی او سیستان امارت: د مخه مو وویل چه د یونان او اختری ستر او مدبر پاچا (ایوتیدم) د مملکت د ښی اداری دپاره ځینی امارتونه میدان ته راوایستل او د هغو د اداری (وای=دا برخه ونه لوستل شول) ئی د سکی د ضربولو او د نورو پوره اختیاراتو سره خپلو زامنو ته په لاس کښی ورکړی.
د دمتریوس زوی او جانشین ئی هم دغه رویه پسر ونیوله، او حتی د هند نيول شوی او مفتوحه ځمکی ئی هم په همدغو اصولو اداره کړی، د اراکوزی او سیستان امارت د دمتریوس په زمانه کښی د پخوا په شان پخپل حال پاتی و، د آریانا نوی پاچا لومړی خپل ورور (اپولودوت) په دغه ځای کښی د امیر په حیث مقرر کړی ؤ تر دی چه د ملک نیولو نقشه ئی طرحه کړه او پخپله تاکزيلا ته لاړ او (اپولودوت) ته ئی امر وکړ چه (جدورزیا) فتح او ونیسی او په تاکزیلا کښی د ده سره یوځای شی.
له هند نه د بیرته راتگ او له هغو مشاغلونه وروسته چه خپل ورور (اپولودوت) ته ئی په دغه ځای کښی ورکړی وو خپل دریم زوی (پانتالئون ) ئی د سیستان او اراکوزی امیر مقرر کړ.
د (پانتالئون) مسکوکات ډېر کمیابه دی او په سیستان کښی ئی زیاتره د خپل نیکه ایوتیدم په نامه سکه ضرب کړی دی، داسی معلومیږی چه ځینی وختونه په د دغه (ا رت=دا برخه ونه لوستل شول) احاطه لویه شوی وی اوتر پارو پامیزاد او د هغه تر مرکز (کاپیسا) پوری به هم خپره او رسیدلی وی، لکه چه ځینو اشتباه کړی او دی ئی د پارو پامیزادی امیر او د ده د امارت مرکزئی کاپیسا بللی ده. د ده دله ړت تاریخ د ۱۹۰ ق ،م کال شاؤخوا ته منسوبیږی. پانتالئون د دمتریوس د نورو ځامنو په شان په مسی گردو سکو کښی د ځان دپار کوم شخصی عنوان ندی تاکلی او یواځی خپل ځان ئی امیر بللی دی، پانتالئون زیاتره په مسو باندی سکه ضرب کړی ده او د خپلو مسکوکاتو په ښی مخ باندی ئی یونانی ژبه او په کیڼ مخ باندی ئی د پراکریت ژپه لیکلی او استعمال کړی ده.
د باختر امارت: د مخه وویل شول چه لومړی د متریوس هغه وخت چه د باختر په تخت باندی کیناست سمدستی په هند کښی د ملک نیولو په فکر کښی شو؛ خو هر کله چه د ځان سره یوه لویه نقشه سنجولی او جوړه کړی وه او په دی باندی پوهیده چه د دغی نقشی عملی کول د ده څو کلن غياب غواړی نو دننه د مملکت د ښی اداری او د آریانا له اداری مسئلو څخه د زړه د جمع کولو دپاره د یونان او باختر د دولت په مرکز یعنی باختر کښی ئی هم يو امارت تشکیل کړ او یو زوی دوهم ایوتیدم ئی په دغه ځای کښی امیر مقرر کړ.
دغه امارت لومړی ځل د ده په زمانه کښی او په هند کښی د ده د چپاونو او ډره موده غیاب له کبله میدان ته راوتلی دی، دوهم ایوتیدم د ۱۷۵ ق؛م تر شاوخوا پوری یعنی تر هغه کال پوری چه وفات شو په دغه ځای کښی ئی امارت کاوه؛ او بیله شک و شبهی نه ئی د هندوکش د شمال باختر؛ تخارستان؛ سغدیان؛ حتی د شرقی ولایت یعنی د (هری) ټولی برخی د خپلو ملحقاتو سره اداره کولې، د دوهم ايوتيدم د وفات نه وروسته هغه وخت چه پلار ئی له هند نه بیرته راغی د آریانا په داخلی امارتونو کښی ئی بیا غور وکړ او دوهم دمتریوس د پارو پامیزادی امیر ئی په باختر کښی وټاکه او وروسته یاد شوی شخص په ځای ئی پانالئون ته ورکړ لکه چه دغه پېښی دمخه بيان شوې.
د هند په نیول شوو ځمکو کښی د نوو امارتونو تشکیل: د مخه مو وویل چه د دمتریوس د یونان او باختری دولت د پاچا تر اوامرو لاندی د ده ورور (اپولودوت) او د ده له مشهورو جنرالانو څخه يو جنرال (منا ندر) د هند په نيولو او فتح کولو کښی لویه برخه واخستله، د متريوس د نيولو او مفتوحه ځمکو د ادارې دپاره له دغو قوماندانانو نه په غیرئی بل څوک و نه موندله دې کبله هغه وخت چه باختر ته ئی بیرته مراجعت کاوه د هند ځمکی ئی د دوی په منځ کښی وویشلې، لنډه دا چه (اپولودوت) له اندوس نه تر جیلم او د (بار یگاز تر بندر) د کامبی د خلیج تر سواحلو پوری او (مناندر) د جیلم اوگنگا د علاقه ترمنځ حکومت او نفوذ درلود او دواړه د آریانا د پاچا د بیرته راتگ نه وروسته د نيول شوو ځمکو په ولایاتو کښی د امیرانو په حيث مقرر شوی وو.
د اپولودوت د امارت حوزه: په دې کښی څه شک او شبهه نشته چه (اپولودوت) په «گندهارا» باندی هم امارت کړی دی خو زیاتره د (باریگازا) د امير په حيث شهرت لری او طبعانی د دغو دوو نقطو ترمنځ په تولو ځايو کښی حکومت او امارت کړی دی، په گندهارا باندی د ده امارت د ده د مسکوکاتو له مخی معلومیږی ځکه چه د کاپیسا (زوس) او کوپان لرونکی غویی د غربی گندهارا د مرکز (پشکلاواتی) فارقه علامه د ده د سپینو زرو په مربعو مسکوکاتو کښی لیدل کیږی خو لکه چه د مخه مو وویل د ده د امارت اصلی حوزه مخصوصاً په هند کښی د یونان او باختری دولت د نفوذ د خپریدو نه وروسته د اندوس او جیلم ترمنځ وه او له تاکزیلا نه ئی د باختر د دولت په نامه په دغه ټوله پراخه ټوټه ځمکه باندی حکومت کاوه په هغو مسکوکاتو کښی چه په تاکزیلا کښی ئی ضرب کړی دی د فیل شکل هم لیدل کیږی او ځینی هغه د تاکزیلا د ښار فارقه علامه بولی، او دا هم ځانته قصه لری چه (پورو) د تاکزیلا پاچا د اسکندر د پیدا کیدو او ظهور په وخت کښی يو مقدس فیل درلود چه د مقدونيې د فاتح په لاس ورغی او هغه ئی د لمر معبد ته اهداکړ. اپولودوت د خپل امارت د مرکز په نیولو سره هغه وخت چه د هند له جنوب څخه د شمال خواته د تاکزیلا ښار ته راغی د(پتالنه) او (ایوجن) د ولایت د کامبی د خلیج ساحلی ځمکی د ده د ادارې له نفوذ نه لیری پاتی شوی - په دغه سبب یا د باختر د سلطنت د مدعی په حيث ميدان ته د (ایوکراتید) د راوتلو په وخت کښی دغه علاقی د یونان او باختری دولت له سلطی نه ووتلی.
د مناندر د امارت حوزه: مناندر په هندی منابعو کښی د دمتريوس د ژنرال په حيث شهرت لری، د (یوگاپورانا) د متن له مخی معلومیږی چه په (پتالی پوترا) کښی پخپله دمتریوس د ټولو د پاسه یعنی فوقانی آمر ؤ. په مهاباراته کښی هغه وخت چه دمتریوس او اپولودوت د (پاوانا) د پادشاهانو په حيث یاد شوی دی د مناندر نوم ندی اخستل شوی او دغه هم په دي باندی دلیل دی چه دی په اول کښی یواځی د یونان او باختری پاچا ژنرال ؤ. دمتریوس چه بیرته باختر ته راغی هغه ئی اول د جیلم او گنگا ترمنځ ځمکو د حکمران په حيث مقرر کړ او وروسته بیا د دغی علاقی امیر وټاکل شو (تارن) وائی چه د پاچا د متعلقينو او مربوطینونه غیره شخص ته د امارت د مقام ورکول یو بی سابقه کار دی په دغه صورت کښی یا هغه ځمکی چه مناندر ته سپارل شوې وې د پاچا د ورور (اپولودوت) تر نظارت لاندی هم وی، او یا مجبوریت داسی پیښه مینځ ته راوړی وه خو هر کله چه مناندر په دغو جگړو کښی ډيرغښتلتوب او مهارت ښکاره کړی ؤ، نو د داسی مقام د نیولو دپاره ئی پوره لیاقت درلود.
اپولودوت او مناندر په هند کښی د یونان او باختری دولت امراوو هر کله چه په هندیانه کښی ئی ژوندون کړی او له نژدی څخه ئی د هغوی سره او د هغوی د عرف او عاداتو سره تماس درلود نو د هند په ادبی او مذهبی آثارو او منابعو کښی ئی ډیر شهرت پیدا کړی ؤ مهاباراته سربیره په دمتريوس د يونان او باختری فاتح پاچا باندی اپولودوت ئی د (بهگاداتا bhagadatta) په نامه یاد کړی دی، مناندر په بودائی مأخذ کښی د (میلا ندا) په نامه فوق العاده شهرت لری او د یو بودائی عالم او فيلسوف سره ئی اوږدې مذاکری وکړی چه د تاریخ په کتابوبونو کښی غالباً بحث ورځنی کیږی، او ښائی چه مونږ هم د دغو مطالبو د بیانولو دپاره فرصت او موقع په لاس واوړو.
د دمتريوس د سلطنت پای: له تاکزیلا نه باختر ته د دمتریوس د بیرته راتگ په وخت کښی ئی ځینی تبدیلی وکړې چه بیان ئی تیر شو، هر کله چه د ده هندی متصرفاتو په تیره بیا د اداری اصولو ئی دیره توجه غوښتله باختر ته د بیرته راتگ په وخت کښی بیا مساعدی موقع ته منتظر ؤ چه بیرته تاکزیلا ته لار شی لکه چه د ده دغه اراده د سلطنت د مرکز یعنی د باختر دپاره د یو امبردة کلو له مخی هم معلومیږی که څه هم کوم واضح سند په لاس کښی نشته چه په آخره کښی هند ته بیرته لار او که نه ـــ ځينى مدققين وائى چه هند ته بیرته لاړ او په جنوب شرقی برخو کښی د مناندر د امارت په قلمرو کښی د (ماتورا) په شاؤخوا کښی و چه په باختر کښی د (ایوکراتيد) د سلطنت د مدعی د پیدا کیدو خبری واورید.
ځینی نور داسی عقیده لری چه په مناندر باندی په هند کښی حمله شوی ده او د باختر پاچا ئی کومک ته ورغلی ؤ، او په دغو جگړو بوخت ؤ چه شامی سلوسی څلورم انتيوکوش د یونان او باختری دولت سره د خپلو پارونو او نیکونو دښمنی تعقیب کړه او (ایوکراتید) د یونانی باختر یوه مقتدر جنرال ئی د تخت و تاج د نيولو دپاره تحریک کړ، په هر حال لکه چه د (یوگاپورانا) څخه معلومیږی د (ايوکراتيد) د حملی په اثر دهنده منځنۍ ځمکی د یونان او باختری دولت د لاسه ووتلی او په هغه ترتیب چه پوره واضح ندی د دمتریوس سلطنت پای ته ورسید.
د دمتريوس مسکوکات: د دمتريوس مسکوکات د ده د سلطنت په گذارشاتو او تاریخ باندی ډیره رڼا اچوی او د تابلو په شان د ده د سلطنت دوری رسم کوی د متریوس د باختر مقتدر پاچا په عین زمان کښی چه یو فاتح او ملک نیوونکی سړی ؤ د مملکت او امپراطورۍ په اداره کښی ئی داسی عاقلانه سیاست تعقیب او چلاوه چه د خلکو د روحياتو سره موافق ؤ؛ د ده دغه رویه په مسکوکاتو کښی هم لیدل کیږی، دننه د مملکت دپاره ئی یو دول مخصوصه سکه درلودله، او په هغی کښی ئی د خپل پلار په شان د سکی په یو مخ باندی د (هرکول) د سلطنتی کورنۍ د ساتونکی او حامی په حيث نقش کاوه.
د مخه مو وویل چه د یونان او باختری لومړنی سلطنتی کورنۍ (زوس) د خپلی کورنۍ د حامی او ساتونکی په حيث تاکل ؤ.
(راولنسن) د هغی سکی له مخی چه (گاردنر) ضرب کړی ده وائى چه له هغو تصویرونو نه یو تصویرچه دمتریوس په سکه باندی لیدل کیږی باختری (اناهیتا) یا (ناهید) دی چه تعریف ئی په اوستا کښی راغلی دی او مونږ هم په دریم فصل کښبی ورځنی بحث کړی دی.
د هند د نیول شوو ځمکو دپاره ئی د سپینو زرو یوه سلسله مسکوکات ضرب کړی او په هغو کښی د نیول شوی (متصرفی) فضا او د خلکو د عرف او عاداتو د مراعات دپاره هندی لباس او د پیل د سر په شکل خولۍ چه د هند د فتحې علامه ده په سر کړی ده، د دغی سکی جزئیات په دغه ودل ی،
د سکی په مخ باندی: په ئیم ښی مخ باندی په هندی لباس کښی پاچا لیدل کیږی، په سر باندی ئی فیل د سر په شکل خولۍ ده، نوشته نلری.
د سکی په کیڼ مخ باندی: هرکول د یو ځوان په قیافه ولاړ دی په کیڼ لاس کښی ئی تیاق او په کیڼ لاس باندی ئی د زمری پوستکی ځوړند دی، او خپل ښی لاس ئی په سر باندی ایښی دی، او عمودی ښی خواته ئی (بازباوس) یعنی پاچا او عمودی کیڼی خواته ئی (دمتریوس) ثبت دی د ده د مسکوکاتو مخصوصه نښه ده د ښی ښپې په مخکښی هرکول نقش دی.
د متریوس بیله دی نه نور مسکوکات هم لری او د نورو معلوماتو دپاره دي د مسکوکاتو کتلاکو ته مراجعه وشی، دمتریوس د خپلو ځينو مسکوکاتو په کینه خوا کښی د هندوکش د جنوب محلی رسم الخط یعنی خروشتی رسم الخط استعمال او ليکلى دى.
هغه ښارونه چه دمتريوس ودان او جوړ کړی دی: لومړی د متريوس د يونان او باختر پا چا (د هند فاتح) چه هندی منابعو دی (د هرمه میترا) یعنی (عادل پاچا) هم بللی دی يو هوښیار، پوه، سیاستمت ار، د اداری خاوند – ملک نیوونکی او یو داسی سړی چه د حکومت او حاکمیت رویه او چار چلند ئی تر څو ئی چه د لاسه کیده د خپل مملکت او د نيولو ځايو د خلکو د عرف او عادت او د محیط د روحياتو سره مطابق او موافق گرځاوه دمتریوس دننه د خپل مملکت په قلمرو کښی وو او که په نيولو ځمکو کښی د ښارونو په آبادولو او ودانو او کښی ډیره توجه کوله چه د دغه ډول احساساتو له مخی ئی یو شمیر ښارونه جوړ کړی دی چه د ده او د ده د پلار او مور په نامه مشهور شوی دی او دلته وروسته تر دی په لنډ صورت له هر یو نه جلا جلا بحث کوو:
(۱) د اراکوزی دمتریاس: دغه ښار د هغو ښارونو له جملې څخه دی چه دمتریوس ودان کړی او تاریخ د دغه ښار جوړول په هغه زمانه کښی ده ته منسوبوی چه لا تر دغه وخته پوری پاچا ئی ته ننه ؤرسیدلی او د یونان او باختری مرکزی دولت له خوا ئی په دغه ځای کښی د یو امیر حیثیت درلود په دی کښی څه شک او شبهه نشته چه دغه ښار د اراکوزی په ولایت کښي ؤ او بطليموس کلاسيکی جغرافيه ليکونکی د اراکوزی د ښارونو په فهرست کښی د دغه ښار نوم اخلی د دغه ښار ځای دقيق صورت معلوم ندی چه د ارغنداب سواحلو ته نژدې دی یا لیری. او ځينۍ دغه ځای د غلجیو په اوسنی قلات کښی بولی دغه ښار پخپله د دمتریوس په نامه ډېر شهرت لری او د دی دپاره چه د دمتریوس دب ل ښار نه ئی چه د سند په حوزه کښی ئی جوړ کړی ؤ او د ده په نامه یادیده فرق وشی نو دغه ښار ئی د (اراکوزی د متریاس) په نامه و باله.
(۲) ایوتيدميا، ساگالا، سیالکوټ: هغه وخت چه اول دمتریوس په هند کښی د خپلو فتوحاتو د نقشی د اجرا کولو او سرته رسولو دپاره د اندوس له سند نه پوریورت او تکزيلا، ئی خپل مرکز و گرځاوه او له دغه ځای نه د هغو خطوطو په اوږدو کښی چه بیان موکړل په پرمخ تک لاس پوری کړ او د (اکسین Akseen) د سیند په شرقی سواحلو کښی ئی یو ښار ودان کړ او هغه ئی د خپل پلار په افتخار په (ایوتیدمیا) سره مسمی کړ د «ایوتیدمیا» د ښار د ځای په (کو= دا برخه ونه لوستل شول) کښى نظريات مختلف دی چه ځینی هغه د (ساگالا Sagala) ښار بولی اسکندر د فتوحاتو نه پخوا هم موجود ؤ او د ده د چپاوونو له کبله بیخی خراب شو او د متريوس بیا د هغه په خرابو باندی د خپل ښار بنسټ کیښود او ښار ئی ورباندی ودان کړ (ساگالا) یو ډېر شتمن او آباد ښار ؤ او د اندوس په شرقی ځمکو کښی د یونان او باختری دولت د هندى متصرفاتو له مرکزو څخه یو مرکز شميرل کيده ځینی نور د (ایوتیدمیا) موقعیت اوسنی (جهنگ Jang) ته نزدی په (شارکوت Sharkot ) کښی یا د لاهور شمال ته نزدی په (سیالکوت) کښی بولی.
«مکدونالدکرندل» د (ساگالا) یا د (ایوتیدمیا) په شاوخوا کښی ډېر تحقیقات کړی او وائی چه د دغه نوم سانسکریتی لهجه (ساکله) يا (سکله) وه چه بیخی د هغه صورت سره موافقت کوی چه بطلیموس ویلی او یاد کړی دی په (مهاباراته) کښی په کراتو ویل شوی دی او داسی ورځنی معلومیږی چه د (مادرايانو (Maras یعنی د هغه قوم پای تخت و چه له باختر نه ئی دغه ځای ته مهاجرت کړی و، د (مهاباراته) له مخی د دغه ځای موقعیت دراوی د غرب خواته معلومیږی او (آرین) دغه د دغه سیند په شرقی ځمکو کښی بولی او دغی مسئلی د هغه د صحیح موقعیت په ټاکلو کښی ځینی اشتباگانی پیدا کړی دی. اسکندر په (ساگالا) کښی ډیرې خرابۍ پېښی کړی تر دې چه وائی دغه ځای ئی بیخی له خاورو سره برابر کر جنرال کننگهم د هغو معلوماتو په مرسته چه (هیوان تسنگ) چینی زائر په غه باب کښی کړی دی د (ساگالا) صحیح موقیعیت ټاکی او له هغه ځای نه مقصد دی چه: د (سنکلا له غوندۍ په نامه یادیږی او تقريباً د لاهور د ښار نه (۶٠) ميله فاصله لری او د آرین او کورتیوس د نظرياتو سره هم موافقت کوی ځکه چه دوی وائی ښار په یوه غوندۍ باندی ودان شوی ؤ او د (ایوتیدمیا) ښار د لومری دمتریوس د یونان او باختری پاچا په لاس د (ساگالا) په خرابو باندی جوړ شوی او تر آخره پوری د یونان او باختری دولت د هندی متصرفاتو مرکز شميرل کيده.
(۳)د سند دمتریاس: د اراکوزی په دمتریاس باندی سربیره د یونان او باختری پاچا چه پخپله ئی تر هغه وخته پوری چه د اندوس په خط کښی ئی خپل فتوحات تعقیبول په سند کښی ئی پخپل نو یو ښار جوړ کړ چه ښائی د سند په ښکتنۍ برخه یا د دلتا په شاؤخوا کښی په واقع ؤ. هر کله چه اسکندر په (پتاله Patala) کښی یو بند جوړ کړ او ځینی یونانیان ئی په دغه ځای کئی اچولی وو؛ وائی چه دمتریوس په همدغه ځای کښی آبادی وکړه او د ده د سند د متریاس ښار هماغه پتاله ده؛ لکه چه تارن (په باختر او هند کښی یونانیان) د کتاب د١۴٢ مخ په دوهمه پاورقی کئی بیان کړی دی دغه ښار د (ناسيک Nasik) په (۱۹) نمره کتیبه کښی د (داتا میتریا Dattamitriya یا د (داتا میتا کا Datamitiyaka) په نامه یاد شوی دی.
(۴) د ته او فيلا ښار: دغه ښار هم په غالب ګمان د سند د دلتا په شاؤخوا کښی د سند د دمتریاس د ښار په څنگ کښی پروت ؤ. تارن وروسته تر دی چه د (سوویرا Sauvira) یا (سوویرا سندهو) له قوم نه بحث کوی او وائی چه ادبی مأخذ دغه ښارونه د ځينو نورو سره د (بهليکا) یعنی په بلخی نامه یا د کړی دی، وائی چه د (دمتریاس) او د (ته او فیلا) ښارونه د همدغو خلکو په وخت کښی آباد او ودان شوی و، (ته اوفیل) د لومړی دمتریوس د مور نوم دی او ښکاره کوی چه د یونان او باختری پاچا يو ښار د خپل پلار په نوم (ايوتيدميا) او بل ښاری خپلې مور په نامه (ته او فیلیا) سره مسمی کړی ؤ.
د نيولو ځايو د خلکو سره د يونان او باختری دولت ښه گذاره اوښه رویه:
تر اوسه پوری مو په یو دوو ځایو کښی اشاره وکړه چه اول دمتریوس د هند فاتح په حکومتی او مملکتی چارو کښی که دننه په مملکت کښی وو او که په نیولو ځايو کښی د خلکو د روحیاتو، عقائد و، ژبی، تهذیب، لباس او د عرف او عاداتو مراعات کاوه، او دغه سیاست نه یواځی دغه پاچا بلکه د ده زامنو، امراوو، جنرالانو او د ده په ځای ناستو پادشاهانو هم نیولی ؤ او د هغه پیروی ئی کوله او په تېره بیا د هند ادبیاتو او مذهبی منابعو هغه هیر کړی ندې هر کله چه دمتریوس د موریا اصلی ځمکی د هند په خاوره کښی و نيولې نو په دی کښی څه شک او شبهه نشته چه تر يوې اندازی پوری ئی د اشوکا د اداری او انسانیت خواهۍ د سیاست پیروی کړی او غوښتل ئی چه په عادلانه رویه د نیولو ځمکو اداره وکړى په دې کښى شک نشته چه: بودائی دیانت چه په دغو وختو کښی د هندوکش په جنوب شرقی برخو یعنی پارو پامیزادی کښی خپور شوی ؤ په دغه کار کښی یی دخله نه دی، او هر کله چه دمتریوس زیاتره د هند په خاوره کښی د بودیزم د مرکز خوا ته نژدی کېده نو ډېر کوشش ئی کاوه چه خپل اقدامات د دغه دیانت د روحیاتو سره موافق وگرځوی. له بلې خوا هر کله چه د (سونګا) کورنۍ چه په هند کښی د موریا په عوض کښی روی کار شوې وه په خلکو باندی تعدی ګانې او تیری کاوه د هند بومیانو د اول دمتریوس د یونان او باختری پاچا او د ده د فاتح جنرال (مناندر) راتګ محترم وباله او د نجات او خلاصون لاره ئی موندله، (مادرایان) چه د (بلهیکا) یعنی باختری قبائلو له جملې څخه وو او هند ته ئی مهاجرت کړی ؤ د ټولو نه زيات د باختر د دولت په نفوذ باندی خوښ او خوشال شول، او دغه شیان پخپله د هندی منابعو څخه واضحه معلومیږی ځکه چه په (یوګاپورانا) کښی د یونان او باختری پاچا (دمتریوس) د(دهر ما میترا Irmamitra=دا برخه ونه لوستل شول) په نامه ياد شوی دی په دغه نوم کښی د (دهرمه Dharm) کلمه یعنی د (جوړشوی او درست شوی) او (عادل) په معنی لېدل کیږی لکه چه (تارن) وائی د(دهرمه راجا) په وزن هغه داستانی او تصویری عادل پاچا چه د هند په ادبیاتو کښی شهرت لری هم عادل پاچا بلل شوی دی. دغه نوم او عنوان چه له هندی روح نه نمایندگی کوی ښکاره کوی چه دمتریوس د یونان او باختری پاچا هماغه پاچا چه د (هند فاتح) ئی بولی د هند نیولو ځايو د خلکو سره څرنګه ښه ګذاره او معامله کوله او ځای لری چه د جګړی په وخت کښی دی د (هند فاتح) وبولو، او د اداری په وخت کښی پخپله د هندیانو په ژبه ده ته (دهرمه میترا) عادل پاچا ووایو.
د دمتريوس په زمانه کښی د یونان او باختری امپراطورۍ د قلمرو پراختیا: د مخه و وویل چه ایوتیدم د يونان او باختری پاچا د دمتریوس پلار د آریانا د خاورې د یووالی او وحدت په لاره کښی ډېر زیار او کوشش وکړ؛ او د مملکت ټول تاریخی او طبیعی ولايتونه ئی د سلطنت په مرکز راټول کړل، او د ښارونو په آبادولو او ودانولو او د زراعت او تجارت په خپرولو او زیاتولو کښی ئی له خپل همت او سعیی نه کار واخست او حتی د پامير او اندوس نه په هغی خوا برخو ئی هم تسلط أو قبضه وکړه ــ په حقیقت کښ د آریانا د خاوری په یووالی او وحدت کښی د دغه ستر پاچا توجه او دننه د مملکت په آبادۍ او ودانولو او د اداری صحیحو اصولو په وضع کولو کښې د ده سعيو او کوششونو او د خارج سره د عاقلانه سیاست پیررۍ د ده د زوی دمتریوس د ملک نیولو د اقداماتو دپاره کامله زمینه برابره او تياره کړه ځکه هغه وخت چه «ایوتیدم» وفات شو او دمتریوس د باختر په تخت باندی کېناست نو د ده دپاره بیله دی نه بل کار نه ؤ پاتی چه د یونان او باختری دولت د متصرفاتو په زياتولو او پراخولو کښی کوشش وکړی او لکه چه مو ويل مجرد چه دی په تخت باندی کېناست دغه کار ته ئی مخه وکړه او یا د اسکندر فتوحاتو یا د موریا د دولت ټولی هندی اصل خاورې نیول کیدو دی هند ته متوجه کړ او دواړه نظربی ئی عملی کړې ځکه چه اسکندر د جیلم په غاړه ځندیدلی ؤ او دی د گنگا تر سواحلو پوری د شرق خوا ته مخ په وړاندی لاړ، او په هند کښی ئی د موریا د دولت ټوله خاوره ونيوله. د آريانا د اصل تاریخی خاوری نه، يواځى د جدروزیا ولایت چه تر دغه وخته پوری د باندی پاتی ؤ د ده په زمانه کښی د مملکت په نورو برخو پوری وتړل شو او د هندی متصرفاتو لمن که د گنگا د حوضی خواته و، او که د سند د دلتا او کامبی د خلیج د سواحلو خوا ته ډيره پراختیا پیداکړه پنجاب د بیهار Bihar سند، کتچ Cutch کتیاوار، د شمالی گجرات ولايتونه او د راجپوتانی یوه برخه د پتالی پوترا، ایوجن او د تاکزیلا د دريو مهمو مرکزونو سره ټول د یونان او باختری دولت د هندى متصرفاتو جز شمیرل کیدل. هغه ئی چه یونانی او هندی منابعو د جیلم د سیند نه لیری د هند په خاوره کښی اسکندر ته منسوب کړی دی هغه ټول په حقیقت کښی د دمتریوس د آریانا د پاچا د روښانو کارنا مو مدیون دی، او په هغه کښی د دغو ټولو فتوحاتو په آخر کښی ئی ځان د هند فاتح وباله، او په پخوانيو زمانو کښی بیله ده نه بل چا په حقه سره د دغه عنوان دعوی ته ده کړی (تارن) ليکی (د څو کلونو دپاره د متريوس داسې سلطنت کاوه چه د اندازی او وسعت په لحاظ د ساوسیانو د قلمرو څخه تیر شوی ؤ او د یاگزرت ته د کامبې تر خلیج او د فارس له صحرا نه د گنگا ترمنځ پوری ځمکی ئی رانیولې، د دمتریوس او د ده د جنرالانو اپولودوت او مناندر په فتوحاتو سره د یونان او باختری روح، مفکوره او تهذیب د هند په خاوره کښی له پخوا نه ډیر ټينگ او مستحکم شو د دمتریوس اقدامات د استعماری سیاست او د یونان او باختری پادشاهانو د کورنۍ د حاکمیت د دوام او په هند کښی د باختر د تهذيب د نقل د تمرکز په لحاظ ډیر فوق العاده اهمیت لری (ساگالا) یا (سیالکوت) لاهور ته نزدی له دغی زمانی نه راوروسته له دوو پیریو نه زیاته موده د یونان او باختری پادشاهانو د اولادی د اداری، سیاسی او تهذیبی سیادت کانون او مرکز پاتی شو او حتی هغه زمانه چه د اسکانیانو او یو چی یا نو د پیدا کیدو او ظهور له کبله د هندوکش په شمالی برخو کښی د یونان او باختری دولت منقرض شو او حتی وروسته تر دې چه هر مایوس د کاپیسا د یونان او باخترې وروستی پاچا هم د مسیح د زمانی د شروع په شاوخوا کښی له منځه وووت (ساگالا) د یونان او باخترې پاشاهانو د اولادی او د دوی د تهذیب په نسبت و فادار پاتی ؤ، او په دغه سیمه کښی د باختر د تهذ يب آخرنی سنگر شمیرل کیده د آریانا په تاریخ کښی دیر مثالونه موجود دی چه هر وخت ز مونږ قوی او مقتدرو پادشاهانو امپراطورۍ تشکیلی کړی او د هند خاوره ئی نیولی ده او بیا د بلی کورنۍ او سلالې د پیدا کیدو او د نوی دولت د تشکیلیدو له کبله د مملکت په اصل چوکاټ کښی پخوانۍ امپراطورۍ سقوط کړی دی لمن او بقایاوو ئی د هند په خاوره کښی ډیره موده دوام کړی دی او په دغه ترتيب آریانا ډیر حاکمان او حکمفرمایان هند ته ورکړی دی او د دغو پادشاهانو او د دوی د فتوحاتو په ذریعه د آریانا د هغه وخت تهذيب د اندوس په هغې خوا برخو کښې خپور شوی دی اپولودوت او مناندر د دمتریوس ورور او فاتح جنرال چه وروسته بیا د یونان او باختری دولت په هندی نیول شوې خاوره کښې د امراوو په حيث مقرر شول په دغه ځای کښی ئی خپل اداری نفوذ تینگ کړ او په دغه ځايو کښی د یونان او باختری دولت په نامه سلطنت نژدی دوه پیړۍ دوام وکړ.
د پامیر نه د هغی خوا په نیول شوو برخو کښی د یونان او باختری دولت نفوذ د پخوا په شان ځای په ځای پاتی ؤ ــ ختن کاشغر، او دنننی سنگیانگ ټولی ځمکی د یونان او باختری دولت د عمالو له خوا اداره کيدلې او د تجارتی روابطو په تینگیدو سره - د باختر او د دغو برخو ترمنځ تهذيب روابط له پخوا نه زیات خپاره شوی وو او باختری کارگران او د هنر خاوندان په دغو ځايو کښی په کار بوخت او لگیا شوی وو، د یونان او باختری صنعت او ادبیات په خروشتی رسم الخط سره زیاتره د سنکیانگ د اوسیدونکو په منځ کښی خپور شوی و، د استرابو د ليکنو نه معلومیږی چه د یونان او باختری دولت نفوذ د چین د مملکت په غاړو کښی د (سریک Serile) یعنی د تاشقرغان سر قول (Sarikol) تر آخرنیو غربی سرحد و پوری رسیدلی ء او د باختر د دولت عسکرو د ښه انتظام او تجارتی مراو دوا و د اطرافى اسکائی قومونو د حملو او يرغلونو نه د دفاع دپاره د دغی لیری منطقی اداره کوله د یونان او باختری دولت د دمتریوس د سلطنت په وروستیو کلونو کښی د يوې دیری لویې امپراطورۍ شکل پیداکړی و، او په مراتبو د شام د يونانې سلوسیانو د امپراطوۍ له قلمرو نه لويه شوې وه د باختر پاچا اوځامنو ئی چه هر یو ته دننه په آریانا او نيولو ځمکو کښی د مرکزی دولت له خوا لوی لوی امارتونه ورکړی شوی وو په گډه سره ئی د یونان او باختری دولت د مباديو په ټينگولو او په مادی او معنوی لوړتيا او د امپراطورۍ د ارکانو په ساتنه کښی ډېر کوششونه وکړل او په پوهه او عزم او اداره ئی خپله لویه وظیفه سرته ورسوله دننه په مملکت کښی وو او که په نيولو ځمکو کښی ښارونه په ټولو ځایو کښی ودان او آباد شول.