32

پښتو قصيده هم پخوانۍ ده

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده

تر ډیره وخته د پوهانو داخیال و، چی په پښتو ادب کې د قصيدې آغاز له خوشحال خان خټکه دی. مگر کوم وخت چې د محمد هو تک پټه خزانه زما لاس ته راغله نوښکاره سوه، چې ترخوشحال خان د مخه هم د پښتو قصيدې خپل ځلانده مراتب تير کړي دي.

د قصيدې د نشوونما او پیدایښت زانگو خوما وويل چې زموږ وطن دی پهلوی او دری او فارسی قصیدی ټوله په دغه ادب خيزه مځکه کې روزلی سوی وی او پښتو قصیده هم په دغه مځکه کی پاللی سوی، او دا ښکلی او گلالۍ غوټۍ په همدغه بڼ کې غوړیدلی ده. دپښتو تر ټولو قديمه قصيده چې د محمد هوتک په همت موږ ته را رسیدلی ده، د سلطان محمود په عصر اړه لری اود دې قصيدې له براعت او بلاغته داسی ښکاری چی په پښتو ادب کې تر دی د مخه قصيدې ډير پخوانی مراحل تیر کړی وه، چې د (۴۰۰ هـ) په شا وخوا کې ودې پخوالی او براعت او فنی اعتلاته ورسیده.

 محمد هو تك دا قصیده د شيخ كټه د «لرغونی پښتانه» د کتابه را نقلوی، چې دغه شیخ هم له تاریخ سوری څخه را اخیستی وه. دا قصيده په پښتو بولـله ياده سوی ده او داسی ښکاری چې په پخوانۍ پښتو کې يې قصيده

بولـله بلله.

د غور سوری پاچهان خوتر اسلام د مخه هم په دغو غرو کی د برم خاوندان وو، کوم وخت چې د سبکتگین کھول پر غزنی مسلط سو، نو د سلطان محمود او د دغی غوری کورنۍ په منځ کې اختلاف پیداسو، او په دغه وخت کې د غور ټواك امير محمد سوري و، چې د مورخينو په قول په (۴۰۱ یا ۴۰۵ هـ ق) کال سلطان محمود دی په آهنگران کې ونیویء او هغه له ډيره غيرته زهر وخواړه او ځان یی مړکیء ( طبقات ناصری ج ۱ ، ۱۷۲ بیهقی ج ۱ ص ۱۱۷ او الكامل ۹-۹۹).

د دې غوری امیر په دربارکې يو پښتو ن شاعر اوسیدی، چې نوم یې شيخ اسعد بن محمد سوری ؤ او محمد هوتک د پخوانو کتابونو لرغونی پښتانه او تاریخ سوری په حواله د ده مرگ د زمين د اور په بغنی کې په ۴۲۵هـ ق کال ښوولی دی.

شيخ اسعد د امير محمد سوری په ويرنه یعنی رثا کې يوه اوږده بولـله يعني قصيده وويله، چې ۴۴ بیته ده او تر اوسه چې موږ په پښتو ادب کې معلومات لرو دغه قصيده تر ټولو زړه او پخوانی بولـله گڼله کیږی او د ژبی ديره لرغونی پنگه اوادبی تومنه راښيی.