32

د سليمان ماکو د نثر مميزات

پښتو تذکرة الاولیا ء د سلیمان ماکو

اوس هم چی د پښتو د لومړی نثر اساسی عناصر یعنی د پښتو او پارسی او عربی اغیزی وڅیړلی سوی یو څو مهم ادبى مميزات هم لاندی ذکر کیږی، چی په دی نثر کی لیده سی.

۱. ایجاز 

د سليمان د نثر يو څرگند مزیت د جملو ایجاز دی، چی دغه ممیزه یی د پارسی له قدیمه نثره سره شریکه ده، تر غزنویانو دمخه تر (٤٠٠) ق) پخوا د پارسی نثر نهایت مواجز او جملی یی لنډی دی، چی دی مطلب ته ما دمخه اشاره وکړه.

۲. توصيف او توضيح

د سلیمان په نثر کی ځینی جملی داسی سته چی فقط د توصیف او ښو څرگندولو لپاره

راوړلی سوی دی، دا مزیت د پارسی په ساماني سبك كي لږ و، خو د غزنوی دوری ليکوالو ښه پسی ډیر کړ او د مطلب د روښانولو لپاره یی ځینی پله پسی جملی راوړلی چی مقاصد ښه پسی واضح سی.

 د مثال په ډول: په ویاله د ارغسان هوسیږم او په دی ځمکو پایېږم. بل مثال: شیخ بیتنی هوسید په غره باندی او هلته دیره و. بل مثال: د دوی په خدمت خاکپای وم، او هر کله په سلام ورته ولاړ. چی په دغو مثالو کی دوهمی جملی د توضیح او توصيف لپاره راغلی دی. 

۳. د افعالو تكرار

د پارسی پخوانی لیکوال تر غزنوی دوری دمخه د هری جملی لپاره د فعل ذکر لازم کڼی که څه هم يو فعل په جملو کی مسلسلاً تكرار لا هم سی د افعالو تكرار لکه وروسته چی یو ادبی عیب وگڼل سو، د سامانی عصر په نثر کی عیب نه و، بلکه د الفاظو تكرار او د جملو تکرار هم كيده، او دغه تکرار په اوستا او پهلوی ژبو کی هم و، چی پارسی ژبی ته راغلی و، او دا يو قدیم ادبی سنت گڼل کیده.

د مثال په ډول رودکی د ځوانی د غاښو په صفت کی داسی وایی: سپید سیم رده بود و در و مرجان بود، ستاره سحری بود و قطره باران بود. چی بود څلور واره پکی تکرار سوی دی، یا مثلا لکه دا جملی چی د (٣٦٠ هـ ق) د حدودو دی: من خواستم که کتابی بنا کنم و هر چه شایسته اندرو یاد کنم... و بس قوتها شان پیدا کنم. د سلیمان په نثر کی هم دغه د افعالو تکرار سته چی د قدیمو نثرو اثر دی او کله دونی ډیر افعال ذکر کوی چی په یوه لیکه کی څو مكرر فعلونه راوړی، د مثال په ډول بختیار په پښتو سندری کړینه، اوښی توینه، خدای ته ناری کړی غلبلی کړی، پارکي لرینه. وگوری پنځه فعله په یوه سطر کی سره یوځای سوی دی چی دوه کټ مټ تکرار هم دی.

دلته باید دا هير نه سی چه د ژبی دغه طبیعی او روان سبك ډير ښه دی، او د افعالو د حذف او عطف ناروا دود وروسته رواج سوی دی، چی کله کله د کلام رنگ او خوند هم ور واوړي. موږ باید په اوسنی نثر کی دغه د افعالو د حذف بدعت رواج نه كړو، او د قدیم طبیعی او خوږ سبك پیروی وکړو.

 ٤. د روابطو حذفول

لکه دمخه چی مو وویل قدماوو د فعل تكرار عيب نه باله، او يو فعل یی مکرر هم د څو جملو په پای کی راوړ، خو تر (٤٠٠ هـ ق) را وروسته په غزنوی دوره کی لیکوالو په مطعاطفو جملو کی په قرینه سره د ځينو روابطو حذف رواج کړ، او کلام ته یی پو راز نوی بلاغت وباخښه. د مثال په ډول د بیهقی په دی جملو کی است رابط فعل محذوف دی: خیمه مسلمانی ملك است و ستون پادشاه و طناب و میخها رعیت. وروسته ماند فعل دری ځایه حذف سوی دی پس چون نگاه کرده آید، اصل ستونست، و خیمه بدان بپا بست و هر گه وی سست شد و بیفتاد نه خیمه و نه طناب و نه میخ. هم چی باید داسی وای نه خیمه ماند، نه طناب ماند نه میخ ماند.

د سليمان نثر لکه د تكرار افعال زور خاصیت چی لری دغسی هم د غزنوی دوری د پارسی رنگ پکی ښکاری، او اكثر افعال حذفوی، او له تكراره یی ځان ژغوری. د مثال په ډول: وايم د حمد و سپاس د لوی خاوند، او درود پر محمد مصطفی چی دی بادار د کونینو او رحمت د ثقلینو... چی یو وایم له دروده سره او بل دی له رحمته سره محذوف دی. 

۵. د ترميم حروف

د سليمان د نثر يوه بله مهمه ممیزه دا ده چی د افعالو په پای کی د ترنم يو نون زیاتوی. او دا هغه خاصیت دی، چی وروسته د پير روښان او درویزه په سبك كي خورا ډيرسوی او یو فنی رنگ یی موندلی دی، یعنی د مسجعو جملو په پای کی د ترنم يو نه زیاتیږی. دا ترنم د پښتو لنډيو په آخرنیو سلایبلونو کی عام دی، لکه خورینه، کوینه، راوړینه، د خوری، کوی، او راوړی حالی افعالو پر ځای. مثالونه: او سندری کړینه، یا اوښی تویوینه یا پارکی لرينه. چی دلته د کړی، تویوی، لری افعال کافی دی او (نه) زاید دی.