32

له شعر نه څه غواړئ؟

پښتو مقالات

تر دې عنوان لندي مي د کابل په ښکلې مجله کښي يو وافي او کافي بحث زما د ښاغلي او پوهنوال دوست مجروح" په قلم ولوست، اساساً زه د دوي سره هيڅ اختلاف لرم او هغه  څه چي دوی لیکلي دي د علم له مخي ټول صحیح او جایز دي .

 پخوا چی زه په کابل کښی وم پښتو ټولني په نشراتو کښي مي څه بحثونه پر همدغه موضوع لیکي او نشر کړي وه .اوس زما څخه هغه مجلې نسته . فقط دوني په یاد دي چي هغه بحث د ادب  پر عمومي عنوان باندي و نه يوازي پر شعر، ځکه چي ادبيوه پراخه او حاوي لمن لري نو زما رايه دغه و چي ادب په مصداق بالذات مقصد نه دي بلکي هر وخت د نورو مقاصدو لپاره ابزار ده غايه نه گڼله کيږي.

 اما شعر بېل عنوان دئ او د انسان لپاره بېل هدف گڼل کیږی، نو ځکه د یوازی شعر پوښتنه کوئه زه به ووایم چی شعر هم پخپله غایه کېدای سی او د انسان فطرت یو پټ خواهش دئ، او که شعر یوازی دئه. سي، نو په اکثرو ځايو کښي خپل «شعرتوب» بايلي.

 څو میاشتی دمخه د مرکز په جرایدو کښی خلکو پر خوارکی او بچاره "شعر" باندی سختی مندی ووهله، اکثرو خلکو چی د اوسنۍ دنیا د مادی او پراگماتیکی فلسفی خوند څکلی دی پر.

بېوزلی شعر باندی ناروا حملې وکړی، مگر زه د دوی پر خوا نه یم، او "شعر" بېله دغی مادی دنیا د انسان د فطرت او روح یو خوندور آواز گیم یو وخت ما په راډیو کښی یو منظومه اروېده، چی د راډیو په مدح کښی کوم ناظم لیکلې وه، نو ما ځیله سره. د اوسني عصر يو عجيبه خارقه ستايله ده، او په رښتيا هم داسي د ستايلو و دي، مگر پر شعر ظلم هم کړي دي نو خکه داسي ويناو ته شعر نه سو ويلاي هو نظمونه به وي ! داسي خلك موږ شاعران نه" ، بولو، هو ! "ناظمان" دي. 

دا خبره لږ څه څېړنه او غور غواړي د شعر لپاره يو جامع او مانع از پيدايش كول مشكل ،دئ پخوانو به ويل چي يو منظوم او قافيه لرونكي كلام چي دو ويونك هدف ئي شعر ويل وي شعر دي مگر د اوسنۍ دنيا اصطلاحات او د اوسني انسان بديعي ذوق بل څـه وايي او ښايي چي موږ اول شعر وپژنو بيا نو د شاعر نازونه يا ترټنه وکړو، تاسي په شاعر خواركي پسي سوتي مه هر كاو مري ستاسي پر مادي هدف او بايد برابر شعر وايي، كه نه وي شعر بـه ډېر مبتذل او رسوا سي او د پخواني ادب درفن" قصه به ځيني جوړه سي انسان كله كار كوي زحمت كاري ماشينونه چلوي تر مكي لندي په كانو كي وي، زړه کيني، کله په هوا الوزي پر هيروشيما له آسمانه د اټوميک بم بلاوي ورغورځوي، په دښتو او واورو کښي د دښمنه سره جنگ کوي، پر سره و ورځغلي، له طیارو ځځه د بلاورو. ی او خورا ثقیل دپوهیکله ماشین جودی، مگر دغه انسان بیا د شپی راحت کوی بیدیږی په سینما کښی د انساني او فطري جمال نندارې کوي موسيقي، اروي ناچي مينه کوي، او بالاخره شعر لولي، يا ئې اروي لکه لومړي کار چي دھتي مادي او حيا احتي دج دوهم کار هم د ده روحی او معنوی ضرورت دئ، تاسی یوو زحمت کش سړی نه سوای مکلف کولای، چی (۲۴) ساعت په فابریکه کښي ماشين وگرزوي او د فطرت لـه بديعي او جيلو او ښکلو عطاياؤ څخه بالکل ځان محروم کي.

 د انسان په فطرت کښي يو طبيعي روحي کشش پروت دي، هر وخت ښکلا (جمال) خوښوي، او بديعي ذوق د هر ښکلي يعني جميل او بديع شي ميني ته اړباسي دغي ميني په دنيا کښي انساني ټول خو ديکلي شي. د ښکلو په لیدو یا اروبدو دغه فطری روحی تنده ماتویی او دغه ذوق او خوند په دنیا کښی د صنعت او آرت شهکارۍ پيدا کړي دي. 

د جمال مظاهر په دنیا کښی ډېر دی که یو ختگر ښه او ښکلی عمارت جوړوی، دى طبیعى ذوق ته خدمت کویى که یو نجار د تېشی په څوکه د خپلی صنعت یو ښکلی محصول من که همته راباسی. او موسيقي وال د آوازو او رغو ښکلاوي سره تروي او د موسيقي يوه دلکشه او مهيجه نغمه ځيني جوړوي دا هم بديعي ذوق دي. که یو شاعر الفاظ یا کلمات په ښکلی یا جمیل رنگ سره اوډی، دې ته هم بدیعى او فنى خوند وایو.

 اما دا خبره هم مه هېروئ چی په دغو ټولو شیانو کښی، یو جمالی پلو او بدیعي خوا په کار ده دغه د بداعت او صنعت او جمال او آرت احساس می کنم که په یوه کارگر کښی موجود و دې ته نو د جمال خدمتگار یا آرتست وا. خټگر چی خونی په زربہ پوښی یا هر نجار چی کړې وږې لخکداره دروازې جوړوی یا هر سړی صنعت چی رمباړی وهی، دغو ته موږ آرټسټ نه وایو، پپله کاره جمال چی داخلش. ندگي وکړي نو دده د کار محصول ښکلی او جمیل دئ او انسان ای خوښوي تاسي وگورئ : انسانان ولي تاج محل خوښوي؟ ولي په پسرلي د شنو دښتو او گلانو نندارې ته زي؟ ولي په ښارو کښي ښکلي عمارتونه جوړوي؟ ولي د بلبل آواز اروي او د خره له آوازه نـي بـد راخي؟ ولي موسيقي اروي؟ ولي له تيارې څخه رڼا ته ځغلي؟ ولي ...؟ ولي ...؟ ولي ...؟ 

د دېولو پوښتنو په خواب کښی باید ووایو : دا ځکه چی ښکلا ئې خوښه ده، پر جمال مین دئ.

 لطيف فنون و صنايع ټوله له دغي سرچشمي څخه اودا پي سوي دي ټول د ښکلا او جمال خدمت کوي، له هغه وخته چي انسان پيدا سو، دغه جمالي مظاهر هم پو ځاي ورسه پيداي سوه، صوفيان هم در خپلي مشاهدة. باندی ږدی، پښتون صوفی شېخ متی (کلات بابا) څه ښه ویلي دي : 

چی پر دنیا می سترگی پری سوي

 ستاد جمال په نندارې سوې


 په شاعری کښی هم د شاعر رابطه له جمالیته سره خورا تینگه ده په هر اندازه چی شاعر جمالدوست وی او بدیع ذوق آیا کامل وی او د ښېگڼو تصویر ښه وکړای سی، په هغه شاعر د ده فنی مقام لوړیږی او یا دهته. آرتیست عنوان ور کولای سی. د شاعر دوه د ښکلا او جمال مظاهر په لاس کښي دي او دي کوښښ کوي چي په دواړو کښي جمالي مزايا ډېر او څرگند کاندي، هر څوني چي شاعر مؤفق سياسي پخپل قريحوي چي پخپل قريحوي محصول کښ. له فیاض منبعه ډېره استفاده از وکړی په هغه اندازه د مقام شاعر،جگیږی او انسان ای قدر کوی. شاعر تل سیار فکر لری او د کائناتو سیر او سیاحت کوی هر څه وایی هر څه لیکی که مو دی د یوه معین مقصد په لومه کښی واچاوه او په یوه گوټ کښی مو محصور کئ او ورته ومـو.


ویل : چی راسه په هغه بدبویه او تاریکه او کرغېړنه کارخانه، ننوزه او د ماشین توری زلفی او غټی سترگی او رسا قد وستایه، نو به دی درته ووایی:

چي لالا ! زما خو د ښکلا سره کار دی بله وظیفه نه لرم، زه په دې دپوهیکله ماشین پوری بدلی نه وایم اما کولای سم چی دې فابریکې د کارگرو د زړه ترجمانی وکړم، د دوی لطیف او بدیع احساس تصویر کړم د مه د مانى د زړه. مجسم کړم او که دې ماشین په محصولاتو کښی کوم ښکلی شی وی هغه به هم زه، وستایم مگر تاسی هم زما له همکاره او همدوقه چی رسام دی کار واخل او خپل محصولات صنعتی د ده پر نفیس ذوق برابر ښکلی چکلی او ښایسته کړی. کښي مقبوليت ومومي تاسي هم بايد ياست چي از شاعر دغه جمالي وصيت به قبولوي، كه نه د فابريك مصنوعات به مو ډېر بدرنگ او نامقبول وي، او جمالدوست انسان به لې نه اخلي او په كښي بـه مـو كارخانه سقوط كند او سي كار و بار به مو منحل. . اوس نو تاسي وگورئ چي زموږ د شاعر جمالي ذوق او احساس خوني ضروري دئ؟ حتي چي استاسي قوي ماشين هم بهله دغه ذوقه قيمت نه 6 سي موندلاي !!!

 اساساً شعر دوې خووی او دوه مخه لری، یو مخ لی ادبی او مادی یا تعبیری بلای سو چی شاعر د مقاصدو تعبیر څنگه کوی؟ د بیان طرز ئې څنگه دئ؟ او شعر لې د اداء له مخی او د الفاظو او کلماتو د انسجام له پلوه څنگه دی؟

 د شعر دا پلو او دا ظاهری مخ هم خورا مهم دی او دلته هم ښکلا خپل سحر ښکاره کوی لکه یو زبردست معمار چی له خښتو او ډبرو څخه په یوه ودانی کښی کار اخلی او دغه مسالې داسی سره اودې  چي د معمارۍ یو شهکار ځیني جوړوي. شاعر هم له کلماتو او الفاظو څخه دغه کار اخلی او په داسی زیبا او ښکلی اوهول ئې سره پيودي چي د ښکلا او ادبي ښايست يوه ټوټه وي رسام له کرښو او لاينو څخه کار اخلي او رنگ آميزي. سره اوډي او دلکشي نغمي ځيني جوړوي. دغه دواړی طائفی جمال ته خدمت کوی او انسان په خپلو آثارو محسور کوی، شاعر کار هم دغسی دی دی د ژبی متداول او مروج کلامات هسی استعمال او په داسی ډول ئې ترتیبوی چی یوه ادبی ښکلا پکښی کم دارد. اصلي روح وايو او شاعر هم په دغه كار سره آرټست كيږي، او دغه صنعت د انسان پر روح او احساس ژوري اغيزې كوي.

 تاسی غور وکړی یو سړی چی پنسل واخلی او پر کاغذه یو کروکی رسم کړی، یا کاره واړه خطونه وکاږی، دغـه تـه نـو مـور آرتیست نه وایو مگر یو فنان رسام هغه خطوط داسی سره ترتیبوی چی یو ښکلې منظره ځنی جوړه سی، زه کـه تاهه به خلم اوربون. خوند درنه کړی، مگر اینکه هغه تارونه یو ربابی آرتیست و شرنگوی نو به ضرور ستاسی پر روح اغیزه وکړی یا به مو وژړوی یا به مو وخندوی ... دغسی هم که یو ناظم یو څو کلمې اثر سره کښېږدی او هغه دھبه شعر. نه لری مگر اینکه یو شاعر هغه کلمات سره واوډی او د آرټ ذوق ورسره مل و نو دغه کلمات به هسی یوه ادبی ښکلا ومومی، چی هر څوک به ئې صنعت له اروېدلو څخهد واخلی، فقط په ښه کلام پوری جمال. کښي چي د فنان او آرتيست جمالي او بديعي اثر ډېر وي په هغه اندازه د انسان پر عاطفه و اغذه کوي او د بشر حواس تل له جميلو او ښکلو شيانو څخه خوند اخلي. د شعر یوه بله جنبه همسته چی هگه ئې موضوع یا مقصد بولو، له دې پلوه هیڅ وخت شاعر نه ډېر مقید کیه او نه ډېر غندل کیږی، شاعر آزاد وی چی د خپل آرټ لپاره یو موضوع غوره کړی مگر د ده کمال دا دئ چی یو مبتذله موضوع د خپل صنعت په سحر هسی ښکلې کاخی چی انسان ئی په و خولو خورا او. رسام ته د باغ او گلشن منظره رسم کول د خپل هنر د ښکاره کولو لپاره ضروری نه ده بلکی دی خپل هنر په ډېرو عادي مناظرو کښي هم ښکاره کوي. دغسي يو شاعر هم د خپل شعر لپاره ډېر علي مطالب د موضوع په ډول نه غوره کوي بلکي ډېر عادي مقاصد په داسي ډول تصوي کوي چي تر عالي مطالبو ئي اثر کم نه وي مگر دا سحر کاري د شاعر په دار ذوق هنري ادب. اړه لری. د یوه نالایق او بی هنره معمار په لاس چی هر راز مسئله ،ورکی هغه نی په جمیل او بدیع ډول نه سی استعمالوای 

که تاسی شاعر د نن ورځی له مادی احتیاجاتو سره مقید کړئ، نو به خوارکی شاعر یا تکنیک ،ساتی یا ماشینونه یا به په ریل پوری بدلی جوړوی یا طياری پوری یا به لکه د نصاب الصبیان او شرح ماته عامل خاوند اقتصادي او علمي مسايل په نظم سره بيانوي او نظم به اي هم د آرت له پلوه هيڅ قيمت. نه لری. مگر که دی پرېږدئ او دې بځایه قیدو څخه ئې آزاد کئ، نو به دی د کائناتو سیر کوی، او تاسی ته به داسی دلچسپ موضوعات ومومی، چی پخپله به آفرین ورته ووایاست.

 کله کله شاعر د شعر په لوی دریاب کښي داسي غوټه سي، چي هيڅ مرغلره ئې لاس ته ورنه سي، دلته نو لازمه نه ده، چي دي به ملامتو خوشحال خان چي پر ادبي فعاليت راسي نو ښه او ښکلي شعر د وايي، مگر کله. يوناني طب نسخي هم نظم كوي او د قوه با لپاره طبيربات په پهتو نظم ليكي، نو په هغه كاي چي د ده فني او آرټستيكي طبيعت كار وكويي، دى يو مقتدر شاعر دي، مگر كله چي له.


جمالي مركز ليري كيږي، هلته ئې ناظم گڼو كه تاسي له روزمره حياتي. نیازتو او کار آمدو لپاره د شعر قیمت،سنجوئ، نو به اقبال ښه شاعر وی ځکه چی زموږ حیاتی او اجتماعي موقف په خپل شعر کښي راښيي، مگر ټاگور به نو د شاعرانو له ډلي څخه وباسو، ولي چـي هغـه. نوري بلاوي واي حال دا چي انساني ذوق داه مقتدر شاعران بللي : دي بلكي دوهم لا بين الانساني موقعیت هم موندلي دي.

 نو ښه دا ده چی یوآزی د موضوع او مقصد له پلوه د شعر قیمت ونه سنجوو بلکی فقط د شاعر هنر او آرت په نظر کښی ونیسو. وگورئ فردوسی د انسانانو په شاعرانو کش یو جهانی نوم گټلئ دئ حال دا چی د ده د شعر موضوع یو افسانوی او اساطیری فکر،دئا موه نه سو کولای چی د ده کمال او هنر ههر کړو، دی شاعر دی او په شاعرانو کښی لوړ مقام. لري، كه څه هم په دغه بيت كښي يوه دعا كوي او يو عادي مقصد لري مگر د ده فني اقتدار او ادبي هنر د ستايلو دئ چي څنگه یو مبتذل مضمون به مؤثرو او جمیلوالفاظ کښي څرګنده وي 

زیزدان بران شاه باد آفرین 

که نازد بدو تخت و تاج نگین

 بوستان او گلستان او مخزن اسرار خو اخلاقی آثار دي مگر شعري او بديعي جنبه ئې ذوني قوي ده چي موږ ئې د پارسي ژبي غوره آثار گڼو. علامه اقبال خو هم اکثر په حیاتی او اجتماعي مسايلو کښي گډيږي مگر دې عصر او فنان او سحر کار هنرمند ،دئ نو په شعر کښي هنري او آرټسټيکي ذوق ډېر کار لري او فقط همدغرب هنر دي چي است. ناظم او شاعر مقام سره بېلوي. (۲)

 و فی ذالک فلیتنافس المتنافسون !