قصیده څنگه او چیرې پیدا سوه؟
قصیده د شرقی ادب يوه ډیره مهمه او گران بها برخه ده چی د عربی او فارسی او پښتو او اردو ادب یوه غوره او ښکلی ذخیره هم دغه قصيده ده.
قصيده په عربی اصطلاح هغه مجود او منقح او متصل شعر ؤ، چې د بيتو شمېر به يې تر ۱۶ یا ۱۷ کم نه ؤ او دا نوم د قصد له مصدره جوړ سو، چې معنی یې استقامت او اتصال او سموالی او برابری او سوچه توب ؤ.
(و گوری! المنجد، ترجمان اللغه ، لسان العرب)
قصيده په عربی ادب کې تر اسلام د مخه لا موجوده وه او داسی ښکاري، چې قصيده په دغه موجوده شکل او تعريف عجمی ملتوله عربو څخه اخیستی ده.
د عربو له جاهلی ادبه اوس موږ ته هغه اوږدې او خورا فصیحی قصیدې د نمونې په ډول پاته دي، چې معلقات سبعه يې بولی، او د دغو شاعران تر اسلام د مخه په عربو کی تیر سوي وه.
عربی قصیده د ریکستان د قبایلی ژوند يو ښکلی تصويرو. شاعر به د کلوکنډ والې د معشوقې پربانډه د هوسیوخرام، او د اوښانو پرشا سفر، او د خپل قبایلی ژوندون مناظر او د مجوبا ساده حیات، او عشق په عربی فصحيو او بليغو ابياتو کې تصوير كول، او هره قصيد به هم له ١٦ ترسلو بیتو پورې رسيده. په قصيده کې به حماسی مناظر هم تصویر کیده، او د عربو قصیده د بنی امیه ترخلافته پورې هم په دغه بدوي خاص عشير وی رنگ او فصاحت کې و، خو چې د خلافت مركز له دمشقه بغداد ته را نقل سو، او د عجمو د مدنیت او کلتور او ثقافت اثر په عربی ادب کې ښکاره سو، نو دلته قصيده هم په عجمی فکر او رنگ رنگېدله، او مخصوصاً د خراسان او افغانستان عربی ویونکو شاعرانو په عربی قصیده او ادب خپل خاص کالی اغوستله. که دا خبره د تحقیق وړ ده چې د خراسان خلقو تر اسلام د مخه قصیده درلوده که یه ؟ د اروپا ځينو محققانو چې پر دې خبره باندې تحقيقات کړی دی، له دوی څخه کریستن سن او هینینگ داسی وایی:
«چې د فارسی ژبی د نظم قواعد له عربی څخه نه دی اخيستل سوی، بلکه تر اسلام د مخه دوی داسې قواعد لرله او ښایی چې عربو هم د جبره دولت په وخت کې د شا عری صنعتونه له دوی څخه زده کړی وی».
البیرونی د غزنی مشهور عالم او محقق په خپل کتاب اللهند كې د خلیل بن احمد د عروضی قواعدو، او د سنسكريت د قديمو اوزانو او د شعر د لارو چارو ترمنځ ډیر مطابقت او شباهت بیانوی، اوبیا نو وایی، چې ښایی خليل بن احمد به د عربی عروضو په ترتيب کې د سنسكريت د اوزانو قواعد اوریدلی وه !
له دغو رواياتو څخه ښکاری چې په خراسان کې تر اسلام د مخه شعری اوزان موجود وه، او لکه د اروپا پوهانو چې تحقيق کړی دی، د پهلوی منظومات او اشعارهم یوازې پر هجایی اساس ولاړ نه وه، بلکه نور اوزان او اقسام یې هم درلوده، او لکه ځينو پوهانو چې کښلی دی، د پهلوی يو زوړ نظم (شه و هرام ورژاوند) قصیده ده چې هره مسرۍ يې ۱۲ هجا وی او قافیه لری. دغسی هم د پهلوی هغه قدیم متن چې جا ماسب اسا نا چاپ کړی دی، قصيده ده، چې مطلع يې دا دی:
دارم اندرزی از داناگان
از گفت پیشینگان....
د دى قصيدې بيتونه ټول په آخر کی د(ان) قافیه لري ( وزن شعر فارسی ص ۳۵). له دې پخوا نو اسناد و څخه ښکاری ، چې تر اسلام د مخه خراسانیانو او پارسيانو قصیده درلوده، او کوم وخت چې دوی په دری خپل قصايد نظم کړه، نو دوی په دې فن کی قديمه تجربه او مهارت درلود او پاخه وه.
په دری هم لومړی قصايد په سیستان کی ویل سوی دی، چې د افغانستان د پخوانی ثقافت او ادب په غیږ کې پرورښت کيدىء. د هجری ۲۵۰ کال په شاوخواکې یعقوب لیث په سیستان کې د افغانستان د آزادۍ بيرغ ودراوه او ځان يې د بغداد د خلافت له تسلط نه خلاص کیء. ده غوښته چې د خپل وطن استقلال او عظمت او پخوانی کلتور وساتي. يوه شاعر د ده په ستاينه کی عربی قصیده نظم کړه، يعقوب هغه ته وویل: «داسی خبری ولې کوی چی زه نه په پوهیږم» دلته نو د یعقوب د دربار لوی منشی ولاړسو، او په دری يې يوه قصيده وويله، اوپس له دې په نو شاعرانو په عربی قصيدې نه ويلې، بلكه د دوی په خپله ژبه به وې.
د سیستان تاریخ دغه ابتدایی قصايد په تفصیل لیکی اوموږ ته راښيي، چې د قصيدې د پرورښت ځاى دغه زموږ افغا نستان دىء.