شاعر او اديب خوشحال خان
پښتو شعر ترخان د مخه
هغه وخت چي خوشحال خان په دنيا کي د ادب و پښتو ژبي ته یو مخلد او جاوید خدمت کاوه په دغه وخت کي د پښتو ژبي ادب ډېر محدود و د پښتو د ادب د ژوندون تاريخ دري برخي لري.
(۱)لمری دوره خوله ابتداء څخه بیا تر نهم هجري قرن پوري ده چي په هند کې د مغلو او په ایران کي د صفوي کورنی پاچهي وه، تر دغه د مخه د پښتو اشعار ټوله طبيعي أو غير مصنوعي وه او هغه سندري او ناري وي چي د طبیعت تر اثر لاندي به پښتنو ویلي د اتن ناري لنډی سپري بدلي او نور اقسام چي اوس هم سته، د دغه عصر ادبي آثار دي.
(۲)دوهمه دوره چي د مغولي بابر او د هند د پښتنو پاچهانو لودينا نوله آخره عصره څخه (۹۳۰ هـ ) بیا تر سنه ( ۱۰۰۰ هـ ) پوري رارسېږي، دغه او يا يا اتيا کاله د پښتو شعر نیم مصنوعي دی یعنی نه پوره پرزاره حال طبيعي دی او نه پوره د صنعت او عروض او قافيه تر اثر لاندي سوی دی په دغه دوره کي ډېر ادباء او ليکوونکي شته، لکه. اخوند درویزه د ننګرهار شيخ ملي يوسف زی اخوند قاسم ملاالف هوتك كريم داد بازید (پیر روشن) چي د دغو ټولو آثار نه پوره عروضی اشعار دی او نه پوره طبعیی
(۳)در بیمه دوره د پوره عروضي او مصنوعی اشعارو ده چی پښتنو ادیبانو خپل شعر پر عروض اوقافیه او فنو نو د بلاغت برابر ويلي دي، او له دغه عصره څخه چي اوس درې نیم سوه کاله کیږی ، د پښتو اشعارو عروضي دوره شروع سوې ده، په دغه دوره کي تر خوشحال خان د مخه میرزاخان انصاري او ارزاني او دولت او واصل او قلندر تبر سوی دي چي خان تي پخپله ذكر كوي