32

(د سلطان اویس) د تاریخ لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

نه د دغه کتاب وجود له بله ځایه را معلوم دی او نه يې مؤلف پېژنم خو دوني راته ښکاره ده چي د مرحوم حاجي ميرويس خان هوتک په احوال کي په لوړ نامه یو کتاب په عربي چا لیکلی دی، شېر محمد مؤرخ تصریح کوي چي په دغه کتاب کي د حاجي ميرويس خان له او د ده د ورور عبدالعزيز د عهد وقايع مفصلاً راغلي دي خو افسوس نه دی د دغه کتاب بيان ليکي او نه له بل چا څخه ما د دغه کتاب په باب کي څه اروېدلي او ليدلي دي نو په خپله د کتاب وجود هم محل د تامل دی ځکه چي په دغه عصر كي عربي كتاب ليكل له رواجه لوېدلي وه او هم معاصرینو لکه محمد هوتک د دغه هیڅ ذکر نه دی کړی.