32

زرګري

په شلمه پیړی کی دافغانستان هنر

د راز - راز پسولونو لپاره په ټول افغانستان کې د زرګرۍ صنعت له پخوا څخه تر اوسه لاهم پاته دئ. د هرات او کندهار او کابل زرګران په هنري مهارت ښکلي پسولونه جوړوي.

په لويو کليو کې هم زرګران وي، چې د سر، غاړې، لاسو او پښو لپاره د ښځو زیبا پسولونه له سرو او سپینو زرو یا ژیړویا کوټو څخه جوړوي.

په دغو پسولونو كې خال، تيك، بادام، غوږوالۍ، پېزوان، لښتۍ، چمکلۍ،هار،نته،اوږۍ،امېل، وښي، پايزېب او نور ډېر اقسام جوړېږی.