32

خوشحال خان خټك

د خوشحال خان خټک مرغلری

خوشحال خان ختك څوك و؟

خوشحال خان زوی د شهباز خان زوی د يحيى خان زوى د ملك اكوري زوی د درویش محمد (مشهور به چنجو) زوی د تمن (اتمان زوی د حسن زوی د شيخ على زوى د عطا (هوتي) زوى د پټي زوى د اتو زوی د برگویت روی د تري زوی د تورمان زوی د لقمان مشهور په خټك زوی د برهان زوی د ککي زوی د کرلان دی چي د خټکو په روایت د کرلان (کروان) پلار هوني نومېدی او هوني د سر بن څخه يولي خيني مؤرخين يي د عبد الله اور مر روی کنی . خوشحال خان په کرلاڼو کي يو صحيح النسب پښتون دی چی د پلار او نيکه څخه د خټکو مشر او خان و، د ده پنجم نیکه ملک چنجو د مغولی اکبر پاچا په عصر كي (٩٦٣ – ١٠١٤ هـ ) په پښتنواله مشهور و ملک اکوړی د ده زوی هم لکه پلار یو نومیالی پښتون و چي د اکبر پاچا او د مغولو د امپراطوری له خوا د خپل قوم او د دغه ځای د پښتنو ملي مشر گڼل کېدی او د کابل د لاري ساتنه په ده اړه درلوده ده سرای ودان کی چی اکوړه یی هم بولي، تر ده وروسته يحيى خان او بيا يي لمسی شهبازخان د شاه جهان په عصر کي د پښتنو مشهور سردار او نامتو خان و چي د مغولو تر

امپراطوری لاندي يو امير او د پښتنو مشر ګڼل کېدی. تولد :- د جهانگیر مغولي پاچا په عصر کي ( ١٠١٤) – ۱۰۳۷ هـ ) چي شهباز خان د (۲۲) کالو و د ده په کور په اکوړه کي په ربيع الثاني د ۱۰۲۲ هـ كال سم له ١٦١٣ ع كکال خوشحال خان وزیر بدی چی وروسته نو دا سړی یو نامتو پښتون او غیور سردار سو او په دنيا کي د پښتنوالي او د پښتو د ادب بي يو لوړ نوم پرېښو.