32

نواب مستجاب خان بړېڅ د (گلستان رحمت) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

د پښتنو بړېڅو پاچهانو علمي او نوموړي کورنۍ څخه د حافظ رحمت خان زوی دی چي د خپل پلار د شهادت پر وخت د (۱۳) کالو ؤ په دوشنبې (۲) د شوال( ۱۲۴۸هـ) په بريلي کي وفات او په هغه باغ کي ښخ دی چي دده په نامه ياديږي.

مستجاب خان د خپل پلار په ډول ډېر عالم او متقي مشر ؤ په عربي پاړسو او پښتو کي ماهر ليکوال او هم د خپل عصر ښه مؤرخ دی. د ده له تاریخي آثارو څخه (گلستان رحمت) دی چي د خپل پلار د ژوندانه احوال او د هند د پښتنو معاصر تاریخ دی. دا کتاب په پاړسي ژبه په خورا صحت او روزانه ژبه او ښه انشاء کښل سوی او مؤلف خپل مشاهدات او ډېر تارخي وقایع په خورا  دقت او تحقیق پکښي لیکلي دي، او قلمي نسخه یې د هند په په کتب خانو کي سته.

مستجاب خان اووه زامن درلوده، یولمسی یې محمد عبدالرزاق خان هم د ډ یرو تالیفو خاوند دی او د شعر

دېوان هم لري.