32

د سليمان د نثر ځینی ناوړ ترکیبونه

پښتو تذکرة الاولیا ء د سلیمان ماکو

تر اوسه موږ د سليمان د نثر ښیگړی در وښودلی، او د پارسی او عربی کومی اغیزی چی پکی ښکاری تحلیل سوی. په دی نثر کی ځینی غوټه او سره نغښتلي عبارات او تراکیب هم سته چی ناوړ او غير متحسن ښکاری. ځکه د کتاب بشپړه نسخه نسته، او هم دا څوپاڼی چی پیدا سوی دی په خورا بد خط دی، او سړی نسی ویلای چی دغه تعقيدات او ناوړهتراکیب پخپله د مولف او که د ناسخ او ليکونکی تصرف یا سهو ده؟

موږ چی د دغو څو پاڼو شياق او سباق ته، گورو، ځکه چی د مولف نثر سهل روان او خوږ دی نو دا ویلای سو، چی دغه یو څو جملی او مغلق تراکیب به د ناسخ تصرف یا سهو وی.

دا لاندی تعابیر څرگند او خواږه او د بلاغت له اصولو سره سم په نظر نه راځی: موسی چی ستر پلار و د قطب تللی و له بختيارانو څخه او میشت و پر ایواد چی سند باله سی. لرغونی برخه زوی د موسی شیخ احمد ته لوی ستانه وركړ سوی دی، د سنزر لاس ونيو وگروهید او پر نړی د ستن ږغو وه.