د سوات لرغونی پلټنی
د سوات ښکلې سيمه چي د فاتحانو پر لار کابل، کونړ، باجور ا و اباسین پرته وه، د پا ڼي ني په آثارو کې د ۳۵۰ ق. م را پدې خوا ادیيانه بلې شوې، چې په پراکریت کې اوجيانه وه، او معنا يې هم باغستان یا بوستان غوندې ځای دی.
دا نوم د پښتو په کومک ښه تحليل مومي: ادي Uddi ودې د پښتو دودې څخه رېښه لري، چې نشو ونما او وده کول او سمسوریدل دي. له دې سره چې دیانه =واڼه = بڼ پايڅوړ ونښلي، نوبه ادييانه= ودې بڼ شي. يعنې وده کوونکی باغ يا سمسور بڼ چې په پاړسويې بوستان یا گلستان بولي.
تاسې د مخه ولوستل چې د ریگويد په سندرو کې د سوات د رود نوم سوتي با سواستودی. ځکه چې د دغه رود اوبه د غرو او چينو څخه راځي، نو ډيرې ونې اوسپینې اوبه دي. په لرغونو آريايي ژبو کې د غه اوسنی پښتو سپين او پارسو سپید. لکه سپیتا - سويتا - سپنتا لوستل کيده چې په اوستا کې SPAETA و په پهلوي کې SAITA - SPET او په ويدي ژبه کې سويت CVET و.
داسې ښکاري چې د سوات نوم دې هم د اوبو د سپن والي له جهته له دغو لرغورنيو کلماتو له ريښې څخه وي، چې په اوم ميلادي قرن کې هم د چين زاير هيون څنگ دغه سپينې او رنې اوبه ستايي، چې د ښامار له ډنډه، رڼې څپې دهندارې غوندې راوزي او هم دغه سپينې او رې اوبه ابوريحان بيروني هم يا دوي، چې د جيوه سرمن JIVASARMAN اختر د کشمير خا له د دغه میاشتې په۲۶ - ۲۷ ورځ کوي او ما له دوی څخه پوښتنه وکړه چې دغه اخترولې کویء؟ دوی ویل: د جهلم د رود د سرچينې پر کيڼه غاړه يو ډنډ و چې خدای شهر نومید، او دغه به دو بسا که د میاشتې په منځ کې چې اوبه ډيريږي ځینې لرگي راوړل. دغه ځای په سوات کې و. د کيري (اوسني گړي) پر بل څنگ پروت دی او دلته دري پنځوس ويالې سره گډيږي. په دغو دوو ورځو کې د دغو ويالو اوبه خورا سپينې وي. او خلک وايي دا ځکه چې مهادیوا په همدغو ورځو دلته لمبيد لى و.»
اوس هم د سوات د سیدو شریف په شاوخوا کليو کې يوځای په دغه زاړه نامه په پښتو «سپينې اوبه» يعنې «آب سپید» بولي، او د ا را ښیي چې د سوات نوم به له دغو رڼو اوبو له لرغونې ریښې څخه راوتلی وي.
سوات د اریایی اقوامو د تیریدلو ځای او هم تاتوبی شو ، بیا لوی سکندر له دغې لارې هند ته ولاړ. او کله چې تر ده وروسته يې يوناني جنرالان په بلخ او د هندوکش په سیمو او په شمال شرقي هند کې په جنگریز بوخت وو، نو بيا د يوناني او باختري تمدن اثرونه پکې ښکاریدل، چې وروسته نو د بوديزم يو ښکلی او مهم مرکز هم شو خوشحال خان په سوات نامه کې وايې:
پکې لوې منارې شته، بتخانې شته - لوی کوټونه، حویلۍ د زمانې شته.
د نونسمې پيړۍ تر لومړيو کلو پورې چې پنگیان ترسواته نه وو رسيدلي. دغو لرغونو ورانو ودانيو ته د چا پام نه وو، خو د خوشحال خان غایر نظر په اولسمه پیړۍ کې لا پردغو لرغونو بتخانو او منارو او کوټونو باندي لویدلی او په لور بیت کې یې یاد کړي دي.
د سوات د بودائیانو زړې بتخانې چې سنگها رامه یاستو په ( پښتو توپ) بللې کيدې پخوا په رام کنډ (خدوخیل) منگور، کاټلي، هوډي گرام، سوني گرام. پنځي گرام کانجي گرام او بونیر کې ليدلې کیدې، چې له ۲۶۰ ق. م او اشوکا له وخته بيا تر اتمې پیړۍ پورې يې په هندي او بودايي او يوناني او کوشاني او يفتلي شاهي کورنیو پورې اړه درلوده.
وایې چې په لرغونيو ورځو کې د سوات د رود د سرچینو په يو ډنډ کې يو غټ اژدهار (ښامار) ا ېا لاله نومیده اوسیده، او تاتاگاتا بودا دغه مضر ژوی سمې لارې ته راواړاوه چې د خلکو کښتونو ته به تاوان نه رسوي. او همدلته لږ څه لور تاتاگا ا خپله چینه پريوللې اواره کړې وه. چې پرډبره يې څپونه تر اوسه لا هم ښکاري. او پر بله پرښه باندي د تاتاگاتا (بودا) د پښې منډ هم ليدل کيږي. او په ۱۸۹۵ م د سوات په درگیی، کې يو ډبر لیک په خرو شتهي خط موندلی شوی و. تاریخ یې د شروا نه میاشتې شلمه کال ۱۱۳=۵ جولایی ۲۹ م دی، چې اوس د لاهور په موزیم کې خوندي دی. او دلته یوه سړي یو د اوبو ډنډجوړ کړی و.
د خرو شتهي خط دغسې ډبر ليکونه Kharoshthi -Inscriptions چې گرده تر ۱۹۰۰ کاله لا زاړه دي. د مقامي خلکو يا هندي شاهزادگانو په نامه د سوات په شاوخوا کې کشف شوي دي چې د پیښور، لاهور، سوات یا لندن په موزيمو کې خوندي دي لکه:(۱) د باجوړ د ميا کلي مهر د يوه يوناني حکمران په نامه (۲) د امب د دیري ډبرليک د لاهور په موزیم کې د ۱۱۶م کال (۳) د جمال گړي ډبرليکونه: د يوه دیني دارالمساکين جوړونه په ٢٧۵م .نورپنځه ډبرلیکونه چې تاریخ نه لري (۴) د مها بڼ د قلعه سنگ ډبر لیک ۱۷م د لاهور موزیم. (۵) د پاچا د کلي ډبرليک د يوه څاد کينلو تاریخ ۲۷م د لاهور موزیم. (۶) د پنجتاو د سالم پور کتیبه چې په ۳۸ م کال دوه باغه وقف شوي دي، (٧) نه نورې مختلفې کتیبې مختلفو موزيمو کې (۸) په کنگله کې د پنجکوړې پر غاړه د يوه غره پر پرښه باندې يوه نوشته (۹) د سوات د يوه خاورين لوښي نوشته د يوه يوناني حکمران له خوا (۱۰) د تخت باهي ډبر ليکونه د ۱۹م حدود د پيښور په موزيم کې (۱۱) د تیرت پر يوه پرښه د سوات په کوهستان کې د بودا د منډ ترنقش لاندې (۱۲) د سوات د بتکرې پر يوه مات خاورین لوښي نوشته (۱۳) دکو ز سوات د لوريان تنگي د پيلامې کلي پنځه ډېر ليکونه د کلکتې په موزیم کې.
د سوات د لرغونیو آثارو د کيندنو او پلټنو کار له ١٩۵۶م را پدې خوا د يوې ايټالوي علمي ډلې په لاس شروع شوی دی چې د زرو ښارو او ودانيو ځايونه يې کنیدلي او خورا ډیر آثار يې را ايستلي دي چې د سوات په موز يم کې پراته دي.
د غه علمي ډله وايي چې په دغو لرغونیو آثار و کې له۵۰۰ ق. م څخه را پدې خوا شیان پیدا شوي دي. داو دیگرام له موندل شوو آثارو څخه ښکاري چي دغه ځای د سکندر د حملې پر وخت هم ودان و او د سلطان محمود په زمانه کې بیا ودان شوی و. په ځینو نورو ځايو کې د دریمې او څلورمې ميلادي پيړيو آثار پیدا شوي دي او منگوره هم هغه ځای دی، چې په ۵-۶ پېړۍ کې د حکومت مرکز و. سن بن چيني سياح چې په ۵۱۸ م د تالو معبد ياد کړی دی. هغه د غه اوسنى بتکره ده، چې يو سل وشل و اړه معبدونه يې شاوخوا ته پراته وو، او اوس هم ډیر آثار پکې را وتلي دي او دلته د ډېرينو شيانو او بوتانو د جوړولو فن داسې لوړې درجې ته رسیدلی و، چې د پروفیسر ټوچي په قول په اومه پيړۍ کې د دې ځای استا کاران چین ته بیول شوي وو. چې هلته معبدونه په خپلو هنري ښکلیو آثارو ښايسته کاندي.