د پښتو د پخوانی ادب تنقیدي خوا
پخوا به خلکو ادب ته په داسی سترگه کاته، چی گویا پخپله تش ادب په کار دئ او بالذات به هدف او هدف و ادباء به له جامعی څخه لیری پاته وه، او دوی به یوه داسی ډله گڼله کیده، چی د عامو خلکو سره به. رابطه کمه و او په یوه گوښه کښی به ناست وه چیرته چی آرام او فراغ ،و هغه د دوی ځای ؤ، او جامع د له غوغا څخه به ئې ځان لیري کاوه.
مگر وروسته وروسته چی هر څونی د ادب لمن آرته سوه، ادباء هم په جامعه گد سوه، او ادب یو عالمی او جامع شکل اوموند، نو ځکه ادب د خلکو ژبه سوه او ادباء د خلکو د افکارو ښکاره کوونکی. او نمایندگان وگڼل سوه.
د ادب دتکامل او بشپړ توب دوره هم له دغه ځایه شروع سوه چی ادباء په جامعه کښی داخل سوه او له عوامو سره محشور سوه نو ځکه اوس ادب د جامعې د فکر اوس ادبی تطور او روح ترجمان دی که څوک وغواړی چی د یوه . او دوی د فکر ډول مطالعه کړی نو د دوی د ادب له لیدلو او اروېدولو څخه ډېره استفاده کوی او دا یوه رڼه هنداره ده چی تل د جامع د روح او عقلیت انعکاس پکښی کیڐی او را هر څه یاه چی . انحطاط په سير كښي ورپېښېږي ادب ټول دغه شيان ښكاره كوي، له دې جهته نو هر كله ادب د تاريخ او ثقافت ملگری دئ او د ټولني له عقليته سره كلكه او رابطه لري. د ملتو په پخوانی ادب کښی ډېر داسی مواد سسته چی د دوی له تاریخه سره اړه لری، او هر چی په ښکاره او بارز ډول تاریخ نه وی ضبط کړی نو یو مدق سړی کولای سی چی دوی د ادب د څخِړنی او. او حوادث معلوم کړي او هغه د ټولني د ثقافت او عقليت په تاريخ کښي وليکي له هغه وخته چي ادبي خپله دايره ده او د ملتو په ژوندانه ورگد سوئي دئ نوکرينک يعنى تنقيد کره اى مهم است. کړئ دئ او د ادب له هغو ارکانو څخه شمېرل کیږی چی که یو ادب تنقیدی برخه ونه لری نو نیمگری دئ او له نورو آدابو سه سیالی نه سی کولای. دا درې څلور پېړۍ وروسته چي په اروپا کښي د اصلاح او تجدد دوره شروع سوې ده او ادب د حيات او ټولني په خدمت کښي داخل سوئ دئ او ادباء جامعو او ټولنو رهنيميان گڼل سوي دي تنقيد هم په ادبي چي. اساسي رکن ئې گڼل کيږي، او د اوسني مدنيت او تهذيب لپاره ئې هم ښکاره خدمتونه کړی دي. د فرانسې لوی انقلاب ادبی تنقید ته دونی وسعت ورکړ چی نن ورځ د بشر فکری کنتراست پر هغو سټو باندی څرخی او تر اوسه لا هم روسو او نور نقادان د بشر نه دی هېر او هغه اساسیونه چی د پخوانو او یونانیانو ذهن سقراط او. د ارتقاء لپاره ايښي وه د اروپا د اصلاح او تجدد په دوره كښي هسي و پالل سوه او "ادب" د تنقيد له پلوه يو داسي نوي شكل،وموند چي اوس يې د بشر فكري رهنمائي په لاس كښي ده هر اوك دا من چي. د. ويښوونكي او د دوي جارچيان دي چي هر كله اي غوغونه ورخلاصوي، او د حيات نوي لاري او نوي مفيد اصول وركتي. دا ټوله د ادب د تنقیدی خوا برکت دئ چی تل مضرات او معایب خلکو ته په ښکاره ډول ورښتی او دوی د خیر او ښېگڼی خواته رابولی په پښتو ادب کښی هم له پخوا عصره دا تنقیدی روح موجود دئ او ځکه چی ادب د ملیت د روح او عقلیت هند ده سیه نو سړی ویل. عنصري او اساسي ماده ده، او ادبو هر وخت د پښتنو د روحياتو او ذهنياتو په نمايندگي تنقيدي پلو په پښتو ادب كښي ساتلي دي. که څوک د پښتنو د ادب هغی خواته متوجه سی چی د خلکو مال دی او شاعر او ویونکی ئی معلوم نه دی یعنی لنډۍ او سپرې بدلی او نور نوبه دا ورښکاره سی چی په دغه ادب کښی تل د هغه خلکو قدردانی او دوی جامعې ته یو ښه کار کړئ وی او هغه څوک غندلی سوی دی چی بی ئې کړې وی، او یا ئې ملت ته توان. رسولی وي.
محبوبا د عشق او ميني په دنيا کښي تل خپل مين ته د تنقيد په نظر گوري ښه کار ئي استايي او بد ئي غندي کوم وخت چي مين د وطن په لار کښي قرباني کوي او سر پر ږدي نوستر ئگه محبوبا دا اقدام د قدر په او د خپلو تورو زلفو په تار ای کفن گنډي:
جانان مي سر پر وطن کښېښود
په تار د زلفو به کفن ورله گندمه
(لندی)
بالعکس : کله چی مین بی ننگی وی او خپله وظیفه نه اداء کوی نو محبوبا پر دمخنۍ ورکړې خوله پښېمانه کیږی، او مین ته داسی پېغور ورکوي:
له سپيني توري نه دي تر پلود
پر بیگی در کړې خوله پښېمانه یمه
دا هغه لوړ د تنقید روح دئ چی د پښتنو په هر فرد کښی و او د عشق او مینی په دنیا کښی هم ډېر مظاهر لري او د پښتنو ملی ادب په دغو اشعارو ډک دی، او دغه رڼې هنداری دی چی زموږ د روح تجلیات پکښی ښکاري.
د پښتو بدلي او نور ملي اشعار داسي دي لكه د تاريخ پاڼي او دا ښكاره كوي چي په پخوانو پېړيو کښي چا وطن ته خدمت کړي و او. چا ضرر رسولئ و؟
شاعر او ادیب د ټولنی ژبه ده، لسان العصر دئ، ډېر . او ډېر غندی، دې تنقید او کره کړنی په وخت کښی ننگیالی استایل کیږی او د دوی په مدح کښی سندری جوړیږی مگر بې ننگان غندل کیږی، او دوی مضر اعمال دیگر تنقید لاندی را. سي هغه بدلي چي پكتانه ئې په كليو او مېرو او غرو كښي تر اوسه لولي، كه په غور مطالعه كرد. اکثري ئي استايني يا غندني دي يوه حصه چي له دغو بدلو يوه فرانسوي مستشرق ډار مستتر ټولي کړي او د پښتونخواهار. ښه لیدل کیږی تقریباً زر کاله دمخه چی د پښتنو لـودی کورنه په ملتان کښی پاچه کړله او دشیخ حمید لودی زوی (نصر) بی لاری سو، نو شُخ رضی لودی د ده د اکا زوی هسی پر ده تنقید کاوه :
د الحاد پر لور دي تريلل
گروه دي زموږ وکوراوه
موږ روڼلي په زيــارنـه
تا به توروتـــــــوراوه
لودي استا په نامه سپك سو
که هرڅونه دراناوه
د دې تنقید په ځواب کښی نصر په آزاده ژبه له ځانه دفاع وکړه او هسي اشعار ئې ناقد ته راولېږل :
د الحاد په تورن سوم
زه لرغون خو ملحد نه یم
زما دښنه هسی تورا کړې
که ملحد یم د دښنه یم
له اسلامه نه ترپلمه
د حمید له لوړ کاله یم
د دښتو ویناوی مغږه
زه لودي یمه څو زه یم
( پته خزانه )
له دې څخه ښکاری چی په پښتو اشعارو کښی آزاد تنقید بشیره برخه درلوده او دا روح په شعر او ادب کښی له پخوانو زمانو څخه خوندي ؤ. وروسته وروسته چی موږ د ادب او شاعرانو دېوانو پانی اړوو، گورو : چی دا روح ډېر قوى سوئد او لکه په نامدون ادب کښی چی و په مدون ادب او عروضى، اشعارو کښی هم، او مخصوصا میداند که خوشحال خانوده است. او دى هسي نقاد اديب دئ چى تل په ژبه او قلم د سلاح كار كوي، لكه چى په خپله وايي :
زما ژبه نه اورده
گذارونه د توپک کا
خوشحال خان د نقد او کره کړنی په دنیا کښی ډېر مقتدر او غښتلی ادیب دی ډېر کارونه په قلم ،کوی چی هغه توره نه سي کولای:
آفرين دي په ويلو سه خوشحاله !
چی د توری رژول کړی په قلم کښی
دی رښتیا وایی او خپل قوم د قلم په څوکه ،ویښوی او دوی خپل ځان او تاريخي عظمت ته ملتف کوي ډېر ترخه ترخه پېغورونه لري، او پښتنو ته وايي : استاسي اسلاف خو داسي نه وه، لكه چي تاسي ياست :
که رښتیا وایم شهر شاه دا هسی نه ؤ
لکه موږ نه یو پیدا له کوهستانه
پښتانه چی بې ننگی کا څوک ئی څه کا
گورستان لره به درومو لــــــــــــه آرمانه
شاعر تل حساس وی او داسی شیانو ته ئې فکر کیږی چی د نورو په نظر نه ورځی په اجتماعي حيات کښي د ضعف او کموالي او په خپلو اشعارو کښې د لهجې په صراحتي بيانو پريند هيات خانوادگي است. حاوي دئ اغلب اوضاع او د خپلي زماني رجال او افراد د تنقيد په سترگه ويني او په هسي ډول ئې كره كوي چي هم ادب او هم د فن تنقيد شهكار ئې گڼلاي سو وگورئه په دې ټوټه كښي په ه. خپل عصر وضاع ښيي :
وخت د اورنگ زِېب دئ
هر چا تسپې په لاس دي
خداي خبر نې د په زړونو
چي ريا كه په اخاص دي.
د ده اکثر تنقیدي اشعار خپل قوم او خپل ولس او خپلی کورنۍ ته متوجه دي او غواړي چي پښتانه د آزادۍ په لار کښي خپلو وظايفو تـه ملتفت کړي نو ځکه هر کله دوي ته پُليغور و کوي اولو وي. سلطنت مو له لاسه ورکړ؟
پښتانه په عقل پوهه څه ناکس وي
پادشاهی د مغل په زرو بایله
د مغل د منصبونو په هوس دي
وگورئ په دې لندی بیت کښی پر پښتنو په څه پیرایه تنقید کوي
اوښ له باره په خپل کور کښي ورغلي
په اولجه د اوښ د غاړي د جوس دي
بل ځای وايي :
تیره می ولیده راغلم تر سواته
پښتون می ولیده دا لوی ذاته
عقل همت می د چا ونه لیده
په بیار ته راغلم ناست یم ملاماته
خوشحال خان خو د خپل عصر په سیاست کښي داخل سړى و، او د پښتنو د آزادۍ لوي محرک و نو ځکه د ده په اشعارو کښي تنقيدي برخه زښته ډبره ،ده ولي چي د سياست کار تلله انتقاد سره وي اما رحمان بابا چي ظاهرا دنیا څخه گوښه او منزوی سری په نظر راځی او ژوندن ئی هم فقیرانه او قلندرانه دئ عجب دا ده چی د ده په اشعارو کښی هم تنقیدی برخه ډېره ده او دا متصوف منزوی شاعر هم کله کله د خپلته اوضات. کیږی او په سیاست کښی دخل کوياو هسي وايي :
په نظر د نابیناو جوهـریانو
خر مهری لال و گوهر درې واړه یو دي
په باعث د ظالمانو حـــــــــــــــاکمانو
گور او اورى او پېښور درې واړه یو دي
دا فیلسوف او دانا ادیب او سترگه ور شاعر د زمانې اوضاع او د حکمدارانو یو له بله جگړې په هسی ژبه تنقید کوي :
شاه عالم اعظم و گوره چی ئې سخا کړ
په خونونو واره ملک د هندوستان
و دارا و اورنگزیب و ته حیران یم
چی ئې څه چاری واقع سولې تر میان
په پای کښی له دغو وضعیتو څخه هسی یووه ناقدانه صوفیانه نتیجه اخلی
مراری دِ دنیا خو هم دغه ده
ځکه برته ځنی گرزی دروېشان
رحمان بابا د درویشی او تصوف په مسلک کښی هم له عصره څخه غافل نه دئ او په لوړ ډول په ناقدانه نظر ورته گوری، او دا هغه د پښتنو د تنقید او ادبی شجاعت روح دئ چی د تصوف او انزوا په دنیا کتون. څخه غافل او بی خبر نه پرېږدی او په سیاست کښي داخلوي.
په پورتنی بحث کښي مي د پښتو پخوانو شاعرانو اشعار او د دوی آثار له دغه پلوه وڅېړله تاسي وليده چي ادبي تنقيد او د ادبي شجاعت روح په پخوانو ښاعرانو کښي په څه ډول موجود و؟ دا روح په ورستنیو دورو کښی هم نه و مړ او په نژدې وختو کښی هم موږ ډېر نقاد شاعران لرو معمولی پنځوس کاله دمخه په کندهار کښی یو خورا حساس او نقاد او مصلح ادیب تبر سوئ دئ چی د اوسنی عصر او پخوانو تر منځ د ده او اشعار د ربط کړۍ ده او دې ويښ او د ملت په درد پوه شاعر خپل عمر د اجتماعي ناوړو اوضاع و په تنقيد کښي تېر کړى دئ. دا سړی مرحوم ملا عبد الباقی کاکړ دی چی د امير دوست محمد خان په عصر کښي د (۱۲۵۰) هـ) په حدودو په کندهار کښي زوکړی ؤ، د ده پلار د سردار کهندل خان وزیر ؤ او نوم ئې ملا عبدالرسول اخندزاده و دوی کور د کندهار د ښار یوه علمي کورنه وه ملا عبدالباقي په شعر کښي "افغان" تخلص درلود، په عربي علومو کښي استاد ؤ، د عمره برخه ئې د ځوانۍ په دوره کښي په سياحت تېره کھند او. ليدلي وه مکرراً د بیت الله شریف په زیارت مشرف سوئ و. "افغان" ډېر متقی او پرهیزگار او مدقق سری و عمر نی په امر بالمعروف او نهی عن المنکر ، تېراوه د کندهار په بازارو او مسجدو کښي به گرزېدئ، خلکو ته به ئې د اجتماعي اصلاحاتو لاري ښوولې، او بد بد عادات به اين تنقيد کول اجتماعي عيوب به ئې په صريحه لهجه بيانول او د اسلام د پاک دين بر اساسي اخلاقي او اجتماعي معیار به ئي وعظونه او نصیحتونه کړل.
"افغان" لیدل چی د ده قوم د اسلام له اوامرو مخالف ځنی بـد عادتونه او د جاهلیت رواجونه لری او دغه عادات په اجتماعي نظام کښي دوي کښته توب او انحطاط ته شوه،کوي، نو ئه ځي ځاکه دھليت رواجونه. د بدو او غیر مشروعو عاداتو بر خلاف جگړه وکړی. دی د تر سلو کالو پوری تقریباً رسید و ډېر سپین ږیری او پر ملا کروپ او ضعیف و مگر همت ئی خوان و تل ئې تبلیغ کاوه او د عمر تر آخره ئې په دغه کار کښی خپل همت زیار ونه سپماوه، د ده آخرني اوقات زما هم په ياد دي، په چهارشنبي (٦) د دلو (۱۳۰۴ ش په کندهار کښي وفات) سو، هم هورې ښخ سو. "افغان" زاهدانه ژوندون ،کاوه په گولی وچه ډوډۍ به ئی شپه توروله په ظواهرو او کالو پابند نه و بیشتراً به لڅی پښې گرزېدئ، خو همت ئې د قوده لو در مطالعات تغییر می کند و او را تغییر می دهد. د ژوندانه فلسفه د امام غزالی رحمه الله علیه افکارو بناء وه، دې مشهور امام کتب او آثار به عی لوستله، او استفاده به ئې ځنی کړله. ده د خپلو اصلاحی افکارو د خپرولو لپاره په پهتو یو کتاب نظم کړ، چی نوم ئې تخریب العادات و، په دغه کتاب کښی افغان خپل تنقیدونه او اصلاحی افکار پښتنو ته واندی کړل، او دا کتاب د. تنقیدی شعر یوه غوره نمونه ده. تخریب العادات یا تهذیب الواجبات هسی کتاب دی چی د پښتنو د مختلف و طبقاتو بد عادات په صراحت پکښی بیان سوئ، او یو یو تر تنقید لندی راغلی دی، دا کتاب ده د سپین ږیرتوب په دوره کښی د امیر عبدالرحمن خان په نامه شروع کری او د امیر حبیب الله خان په نامه دی د پښتنو پر بی علمی اوښکی تویوی د دوی پر انحطاط وینی ژاړی په رسا آواز دوی ته نارې غلبلی وهی چی ای قومه ! ویښ س ! ځان وپېژنئ "افغان" دا لیدله چی زما قوم د عادتو سخت پابند دی او دغو عاداتو دوی له کاره ایستلی دی، ډېر مناهی دوی د عادات په نامه کوی، او ځان بربادوی، نو ئې په داسی ژبه دوی ته لار ښوولې ده.
په قیامت به الله وایی سپی دي نه خوړ څه جهت و؟
زه به وایم باری ربه مناهی د شریعت و
یتیم مال چی دی خوړ یا مال د غصب او تاراج
ستا فتوا له شریعته؟ که قرآن در کی رواج؟
څه به وایـــم خـپـل الله تـــه ئــــې راوښيــــه پـښـتــــو
که مردی د مېړه نه وه مرد به نه سي په برېتو!
تر مردارو ډېر بد تر دی څنگې خرم په اشتها
دین می څه سو راته گوری نــه مــی شرم نــه حـیــا.
«افغان» د خپل قوم پر به علم افسوس کوي :
بې علمي دوني بلا سوه، بل ترې پورته عذاب نسته
په دنيا په آخرت كښي تري بلنده عقاب نسته
زه افغان چي تور كودي،سوم، كل د جهل له ظلمته
سيه روي به رب ته درومم د سوال ئې جواب نسته
. «افغان» ويني چي په قوم كښې د امانت او همت روح مر دي. ځکه نو دوی بې پته دی، پر خبره څوک اعتماد نه کوی. په معامله او کار و بار کښی د هر چا په نظر کښی اسپک دی، دی پر دې حالت تنقید کوی او دوی ته هسی پېغور ورکوي :
د لندن کافران گوره غوټې خلاصی کړو دالته
تر هغه قرار ښکاره سي، چي ليکلې وي هلته
د عراق وړې غوزي دي، د ورېښم په شان پېچلي
په دوچند قیمت خرڅیږی، سپینـی پـاکـی صـافـی ولـي
ستا دوه نيم په یوه شماره سي، پاکده ئې خرڅي غواړي ،
د دنیا مهم چي داسو ، حق تعالی دي وله نغاړي
دبله ئې نسبت چی د پټان په شان در وهلی
دين دي سپك په نظر ورکي، داسي مه کوه نتلي
ته باید چی مقتدا او رهنمائی هر ملت ته
نمر خاته لوده را بولې صفوت او شریعت ته
ستا د غش په چپلاخه، د لویانو مخ خوږیږی
ځکه موږ ته حضرت وايي چي له ډلي دي بليږي
سترگی رونی که ناکسه خانته وگوره بیدار سه
خس دزدي د مېړه عیب ،سوه له خپل ځانه خبردار سه
خیانت له مسلمانه سره منع دئ په دین کښی
فریبنده او حیله گر سو په انگار آتشین کښي
چا چی غش په مال کښی وکی هغه نه دی زموږ له ډلی
دا حدیث د مصطفی سو چاله نیست چی دا ولي؟
که موچنه که څپلۍ سوه چی په میان کښی وی خرڅوړي
دغه غش دی و پوهره په قیامت به کښته گوري
مردانه په ظاهر خر په باطن سپین لکه هنداره
نه چی دی برونی صاف و پوشیده لکه مرداره
چی بل شی په غنم گل سی، په مئچن سره واړه کا
خپل او بل په خطاباسی، په زقوم به ئې ماړه کا
که چربو په غوړو گل کا، نگاه ئې د ځان وکي
نن که نه ور معلومیږی په قیامت نی آرمان وکي
کوږ په منځ کښی سم پر څنډه، بټ والا له قباحت سو
لاندي باندي که یو نه وه لوی محل د خجالت ســـــــــو
د افغان تنقيدي نظر لکه په خينو کلي مسئولو کښي چي دئ، داغسي هم ځيني حياتي مسايل چي زموږ په روزمره ژوندانه کښي داخل دي، د ده سترگه ورړي، او تنقيد پر کوي، مثلاً اکثر خلک. عامه ته ضرر رسوي پر لارو باندي ناپاكي او مرداري اچوي، يا د ښار کوڅې او عامي لاري ورانوي. په دغو شیانو کښی چی د عامو حق دئ او پر عامو خلکو ئي ساتنه او سمنه لازمه ده افغان ډیر دقت کن که او د خپل قوم توجه دغه خواته هم را گرزوی مثلا د عامو لارو او کوچو په ساتنه کښی نصیحت کوی او. باندی هم هسی تنقيد كاندي :
سر د دین له کلمې دی، باب ئې راغله دا خبره
چی آزار له لاری واخله که اغزی وی که ډبره
د بابا مناقب ډېر دی، د شپې استوری نښانی وه
تې د سرای آبرو ته گوره چی پرې از طرف جاري وه
کې دڅا اوبه راتلې و داسي ځاي ته چي ضرر ؤ
د بوده او د سړيو پر ځت بيل دده ممرؤ
د حساب تخمين ئي وکړه، هر حيوان چي پر تيرږي
په لحد کښي ئي غذاب دئ، څو آبرو ئي کوره کيږي.
امبارونه د بامو چی د کوڅې و خواته پاشو
د دوږخ و اغزی دی، د لحد دپارې تراشو
بازاري ته غريب ناپوهه جوړ کړي په دې لار کي
لابرسيره ښکنځا وايي اوښ والا ته ياد ئې پلار کي
په عوامو پښتنو کښي ځيني بد کلمات را در نظر بگيرد چه ويل ئه پوله ليله ديبه او. ي د عوامو خبري له دغه خالي نه وي انساني تهذيب تل له دې خبرو څخه ټپلن وي افغان دې بې تهذيبۍ ته د تنقيد په سترگه گوري او هسي افسوس کوي.
بوده است به تر دې ولد د چی بابا وی په ښکنځلی
چی ئې مـور سـی پـه بـې ستره کاشکی مار وای زېږولی
اهر ښکلی د سړی وی پـــــټ دننـــــــه تر بالـــــــــه تر خـــــــر
دخره باد ئي په ژبه ژولی هیڅ په خوند ئې نه پوهېږي
حروف سته په پښتانه کښي خرس و خوگ ځيني ترهيږي
چي نه گبر نه شداد نه ابوجهل دي ويلي
نه هامان و نه فرعون و نه نمرود کله بللي
د افغان پر کلي شپه کره قسم قسم الفاظ وايي
دين ایمان پيره و مذهب په څه خبیثه وراشه ستايي
شيطانان ورته حيران چي دا تعليم له کومه مومي
زوړ ابليس چې ځيني واروي ووېريږي زغلي درومي
په ملکو ياست گرزېدلي هر چيري سمه وراشه ده
پښتانه که ژبه غوڅ کړي د عقبا ئي لو توښه ده
له عربو تر عجمو اشارات ئي در گـــــــــــوهر
ته زموږ صحت ته راسه تر خوله غورځوو سخوندر
له مشرقه تر مغربه د انسان زینت په ژبه
موږ په ژبه دوږخ جوړ کی هیڅ حیانه سی له ربه
دوي خبري څلور فحشه مكرر مو گفتن به عادت دي
بل كمال موږ لره نسته هم دغــه مــو سعادت دئ
زوړ پښتون نیکه بابا شهوتی مر آلات پر ژبه
یو ساعت بې سل ځا جگ کړی نه شرمیګی بہ ادبه
علــــــــــــــت کل د معلم ســــــــو تربیت د وړو نسته
او به سوې له پاسه خړي فهم و هوښ د مړو نسته
اکثر پښتانه پر نوافلو خورا ټینگ وي او دغه ئې عادت وي چي له مكروهاتو څخه هم خان ،ژغوري مگر فرايض ځيني پاته وي مكروهات نه خوري، مگر ناروا او حرام مالونه خوري، افغان دښتنو پر ددونه او سخت است. تر پاپه، په دغو مضامینو ډک دئ چی دلته یوه غزل د نمونې په ډول را اخلم :
د پیشو پس خورده نه،خورم، زه مکروه کله کومه
د مړه ورور په ورستو غوښو ځان او کلی مړومه
که موږک په ساعت څاه کښی ولوېده درې ورځي مي خوا گرزي
په مردارو بدو هر ساعت خوله لـــــــــــــــــــــــــګومه
په ښي لا کښي مي عصـــــــــــــا ده چی ثواب مي علاوه سي
په بل لاس کښي مي اره ده دخپل دين ریښې رېبمه
تاسي وگورئ و ماته تر څه حده لېونی یــــــــــــــــــم
حاصل دا چی په خپل ځان او حقیقت ریشخند وهمه
دین مي ټوله طبیعت او اصطلاح و بد عادت سو
تشالفاظ مي دي په خوله کښي، چي د دين دعوا کومه
که خوشوي په مړۍ د سو د عيال له سرې ولم
په خپړغليظ اخلم خوله او زړه مردارومه.
زه به څوها هالرمه چی مرغی دانه یوسی
په لاسو کښی می اورتک دی په کله و لگومه
علت ټوله کم علمى سوه بې ترتیبـه پـه دیــن گد سوم
فرایض می بکاره کړه، نوافل پر استرگو ږدمه
د پښتنو په اجتماعي وضعو کښي ډېر يو بد عادت او کرغيړن رسم دا دئ چي د ښځو مهرونه دوني ډېر دي کي د هر چا له جرج نه کيږي چي واد وکړي نو له دېره دې، اوځرنک جهته ډېرنک ښتنو نفوس هم له دغه جهته لږ دی. افغان په دې خوا کښي هم خپل قوم ته رهنمايي کوي، او دې غټ عيب ته دوي ملتفت، کوي چي ولي ښځي نه طلاقوئ، او نه په ژوندانه کښي سازش ورسه کوي دي وايي چي طلاق په موږ اما دايب عيب. دئ چی ښخه په کور کښی ناسته وی او مېړه ئې په کلو مخ نه وینی؟ کونده خو شرعا خپل اختیار لری مگر پښتانه پر گوندو سره ژنی، او نه ئې پرېږدي :
د سنقر د مور لمسۍ سوه په پنځه منه روپۍ
مضاعف خرڅښت ئي نـور ســولــه دولاغـو تـر كـپـۍ
خوار غريب سړي ته گوره داني كله سي لاسه
په ظلمت به بيمار وي چي انگار سوپر له پاسه
داج خورا ضرور دئ چي د ښځو مهر سپک سي
که غلجي که دوراني وي د نکاج ثقل دې ورک سي
چـي پــر کـونـد و ســره گئونو، روگردانه سـوله خدایه
علت کل لنګر د مهر دېوال کوږ سوله تهدابــــــــــــــــه
د الله حکم مو پرېښو په میراث مو یووړې ښځی
په اول کښی نکاح دروندو پر آخر مو پرې سوې برځی
هزارها روپــی مــی خـرڅـی کـونـده نــه بـاســم لــه کــوره
څه قرآن څه ئې عزت دی، موروثه می سوه له وروره
شام و روم یمن حجاز و حضر موت نجد و عراق
د نکاح پله ئې سپکه همیشه ئي سي طلاق
په زرو ئي مطلقي وي نه ئې عيب است نه پېغور
چي وصلت پر شريعت وي هم په شرع ســي فـراق
څه شبهه لري په دې کي سر نکاح پر کال طلاق.
د افغان پر کلي شپه که مرگ قبول دي نه طلاق
حبطه په کنج کښي ناسته، نــه واتــه سـتـه نــه وفــاق
د افغان پر کلي غم دي نکاح دروند دي هم جهاز
له دوی پاته سوه نغمه او ترانه کوک کړئ ساز
د نکاح له اشتیاقه زړونه زخــــم ســــوه خوږيږي
فهم فكر حبطه سوه، له دې ژونده څه جوړيږي؟
نا كا هلاکیږي
یا ئي لاس نه ورسیږي
یا ئي بېره سي د قتل
نکاح نه ورپیدا کیږي
څه عجبه طریقه سوه؟
کجه لار چپه شېوه سوه
نیمه نسل منقطع سو
زما د شرق وغرب دعوه سوه
طالبان په حجر کښـــــــــي
سوه سپين ږیري په غارو کښي
درې څلور بـــه ئي زامـــــــن وه
کې وای ښځي پــــه کــــورو کښي
د مفلس قطعـه سو نسل
اسباب نه لـري د وصــل
ټول پښتون به یو په دوه ؤ
کې لوستلی وای دا فصل
دا وې د پښتو ادب ځيني تنقيدي نمونې چي له ادبي آثارو څخه غوره سوې او د پښتنو شاعرانو ادبي شجاعت او تنقيدي روح ښه ځيني څرگنديږي. (1)