32

دکریمداد بنګښ په دېوان کي قصايد

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د پښتو ادب د قصيدې په اوږده تاريخ کي چي کله موږ د غوري دورې تر لوړو او ښکلو قصيدو راتېر سو نو د روښاني مكتب  له بې خوندو منظوماتو سره مخامخ کېږو او داسي وينو، چي تر (۸۰۰ ق) را په دې خوا پر پښتو ادب باندي د هنري رکود او ښکلا د فقر دوره راغلې ده. مګر کله کله پخپله په دغه ډله کي ځيني د ذوق خاوندان او د هنر او ښکلا روزونکي شاعران هم پيدا سوي دي، چي له هغو څخه يو کريمداد دئ، چي په دري شعركي ځان "عيشي" بولي. 

د روښاني ډلي د منظوماتو په لړ کي د کريمداد ځيني قصيده وشمه منظومې د هېرولو وړ نه دي. د ده دېوان اکثر په هغو اوږدو تغزلاتو ډك دئ، چي سړى يې غزل نه سي بللای، خو د قصيدې ټول خصوصیات او تعريفونه هم نه لري. 

کریمداد هم عمر په هندوستان کي تېراوه، په قوم بنګښ و، ځيني فارسي غزلي هم د دېوان په پای کي لري، چي ادبي ارزښت یې متوسط دئ، مګر د پښتو وينا تر نورو روښانيانو قوي ښکاري او سړی ویلای سي، چي کريمداد یو ناظم و،  چي د شعر درشل ته ور نزدې سوی و.

د کريمداد د زوکړي ځای د هند شمس آباد او د استوګني ځای رشید آباد و، او دا ځای هغه رشید خان آباد کړى دئ چي د روښان پیر له لمسيانو څخه و، او د هندوستان کورګاني پاچهانو هلته فراره کړی او په (۱۰۲۹ هـ ق) کال یې د اورنګ آباد په يې صوبه کي مځکي او کروندې د جاګير په ډول ورکړي وې، دی وايي :

زما ځاى د قناعت رشید آباد دئ

که هر څو ښهرونه ډېر دي بې شماره


د ماثر الامراء خاوند ليكي :

"رشید خان در سنهٔ ۱۰۵۸ ق در صوبه داری ناندیر بساط هستی در نورد، در شمس آباد ديهي آباد کرده، باغ طرح انداخته، نعش او را برده همانجا مدفون ساختند"، (مآثر دوهم ټوك، ۱۸۹۰ م)

نو کریمداد هم په شمس آباد کي د رشید خان په دغه کلي کي اوسېدی، چي وروسته رشيد آباد سو، دی وايي: 

دريغا سير گلگشت رشید آباد میخواهم

تماشای پری رویان شمس آباد میخواهم

می و معشوق گلرخسار و آواز خوش مطرب

 کنار گنگ و سرو و سوسن آزاد میخواهم 

           (د کریمداد دېوان، ص ۹۸)

کريمداد چي په دري ژبه کوم خواږه اشعار ويلي دي، خپل تخلص (عيشى) او قوم بنګښ داسي ښيي :

عیشی ام بنګشی ام خاك رهم

دین و دل باخته در راه تو ام

په هر صورت د کریمداد ژوند تر (۱۰۵۸ق) پوري چي رشيد خان مري يقيني دئ، پس له دې نه ده معلومه چي په هند که و، بیرته خپل وطن تیرا او بنګښو ته راغلی وي که يه؟ 

کریمداد په روښاني مكتب كي لوړ ځای لري، ځکه چي د ده د بیان قوت په دواړو ژبو پښتو او دري کي ځلیږي، او داسي ښکاري چي د عرفان په څرګندولو او بيانولو کي خپل هنري استعداد هم لري، او د ده ويناوي تشي بې خوندي منظومې نه دي.

تاسي وګورئ چي هنري استعداد څنګه د يوه هنرمن په تخلیقاتو کي اثر کوي، او خپله اغېزه ښکاره کوي. خبري هغه خبري دي چي دولت او میرزا انصاری یا پخپله روښان پير په خیرالبیان کي کړي دي. مګر کله چي د عرفان هغه زر د يوه ماهر زرګر په لاس ورغلي دي نو ده پخپل هنري مهارت هغه داسي سينګار او جړاو کړي دي، چي د ښکلا يوه دلکشه نمونه ده، ، او سړی چي يې لولي نو خوند ځني اخلي

د عاشق په نظر ګورئ

توري زلفي يې خورې کړې

ګهي سرو د چمن شي

 ګه بلبل خوش الحان شي

 توري سترګي يي مكحولى

 بیا عجب يې کږې وروځي

درست مجلس یې په می مست که

موجودات یې برگ بر شه

ګهي ساز ګهي يې مات کا 

ساتندوی د زنده سرو

د اسلام په لوړه وخوت

مقلد پکښې بندي شو

چي له دې دامه بېرون شو

دا ديدن به هغه کاندي

چي يې آئينه شوه رنګه

ذمیمه اوصاف به څوکه

له بدۍ به تل پرهېز که

کریمداد دا بیان کښلی

یادګاري يې ده پرې ايښې

هر چي راشي پر دا دنیا


د محبوب د مخ جمال دئ

پر سپين مخ يې ايښى خال دئ

بيا جنبش يې پر خپل حال دئ

 ګه طوطي شېرين مقال دئ

هم یې قد  په اعتدال دئ 

چي تشبیه یې په هلال دئ  

څه عجب ساقي كلال (؟) دئ

 د وحدت د باغ نهال دئ

دی دکل بانډو کلال دئ

د جمله حیوانو ګوال دئ

بانګ يې ووايه بلال دئ

دا تقليد بي مثله جال دئ

پر هغه دیدن حلال دئ

هر چي تېر تر سر و مال دئ

پر هغه دیدن محال دئ

هر چي حميده خصال دئ

چي پسنديده افعال دئ

په زر شپږ پنځوسم کال دئ

بیان کړی يې خپل حال دئ

عاقبت يې ارتحال دئ


د کریمداد بنګښ د قصايدو هنري خوا :

کریمداد کله د قصیده سرایانو پر سنت برابر اول د بهار د مناظرو تشبيب لري، او بيا خپلو عرفاني او تلقيني مطالبو ته تخلص او ګرېز کوي، او دلته نو سړی دا مني چي زموږ د پښتو ادبياتو کړۍ د لوی افغانستان په سلسلة الذهب پوري نښلي، او هغه رنګه مطالب چي سنايي پخپلو عرفاني او اخلاقي قصيدو کي ځای کړي وو، د کریمداد په کلام کي هم هغسي ښکاري، لکه دا قصیده :

تشبیب

ښه نسيم چي زېری راوړی له بهاره

په وصال یې د ګل ډېره خوښي وشوه

په چمن یې له ګلبانګه شراشور که

د نیسان او رو مدد ورسره وکه

 مست بلبل لکه خليل پکي جاروزي

د لاله پیاله له سرو شرابو پر شوه

څه راحت به له ژوندونه که په بخره


عندليب مي په فغان شه تر ګلزاره

چي په ځان یې محنت وڅكاو له خاره

په هر هر نفس يې ذوق دئ له دلداره

په هر لور ګلونو وتړل قطاره

د نمرود اور شه څرګند له لاله زاره

 نرگس سترګي کړې ور پورته له خماره

چي په هسي ښه موسم ګرزې بې ياره



د تخلص بيتونه

په جهان کی تفرج به تجربه کړي

دغه زمکه لګد کوبه د هر چا شوه


لا څونه يې مقيم شوې له رفتاره

چي مقیمه پخپل ځای وې نه د واره



اصل مطلب ته ګرېز

له طلبه يو زمان فراغت مه کړه

حماقت به دي بدل په پوهه نه شي

افرینش واړه پر تا دئ نثار شوی

قافله دي د همت اوده په خوب ده 

سرو ځان د آزادۍ و ملك ته ويوست

قلپ زر به دي قبول پر صراف نشي

په تحقیق به تر انجامه ورسیږي

د رښتيني ميني قياس كړه له پتنګه

د اشنا ميني مي زړه هسي دوه نيم که

خشك و تر به یکباره سره بل که

 شراشور به د دیدن په اهل ګډ که

توري زلفي تاريکي دي لكه ليله

څوك له شوقه بې تسبیح که تل تر تله 

له عاشق سره يکتا شو بي پیونده

له صوفي سره کلام د تصوف که

که ګذر يې د قبور په عالم وشي

چي هر ښهر دي معدن دئ د حورانو

 ښایسته یې په هر لوري په څو لونه

 په خوبۍ دي هیڅ د يار برابر نه دئ

 د ما ځای د قناعت رشید آباد دئ

د "كريم" په دود به ژاړي د زړه ويني


خبر ته شه له هر ملکه له دياره

خو له کوره دي سفر وي تر بازاره

د خسیس په دود لاس مه وړه تر سناره

ته په بانګ د استغنا يې کړه بیداره

مېوه داري وني لاندي وي تر باره

څو يې ور نه وړې د عقل تر معياره 

هره چار چي په اخلاص کړي اختياره 

چي یې خپله هستي ځار کړه تر نګاره

چي تشبیه يې په څه نشي بې اناره

په هرزړه چي شي د عشق شعله حراره

که يو ځل په جلوه ګا شي غمګساره

تجلی یې د مخ زياته له نهاره 

او د ځينو سریکار شه له زناره 

په حجاب کي يې مخ پټ که له اغياره

او له رنده میخواره سره میخواره 

شهیدان به ژوندي پاڅي له مزاره 

تر بهښته دي كم نه وينم هندوباره 

آراسته یې په انهار او په اشجاره 

تجربه ده ډېره کړې په ډېر واره 

که هر څو ښهرونه ډېر دي بې شماره

هر چي بېل شو د دوستانو له قطاره

يو زمان له درد و غمه نه خلاصيږي

بېلتانه مي رڼا ورځ کړه شب تاره

 (ديوان، ص ۴٠)


د کریمداد ادبي او هنري استعداد په دواړو ژبو کي سره برابر دئ، او هغه دا چي ده د روښاني مكتب قصيده له رکوده او بې خوندۍ څخه را ايستلې او بيا يې د هنر پر ښکلي تخت کښېنولې ده. علت يې هم دا دئ چي ده په دري ژبه کي هم دغوني غښتلی لاس درلودی، چي دلته يې يوه غزل رانقلوم :

چو بلبل هر زمان آشفته ګرد چمن گریم 

بیاد قامت رویش بسر و یاسمن گریم 

چو میرم در غمت ای جان! بیا بعد از وفاتم بین 

که از سوز، درون پنهان زمردم در کفن گریم 

دلم خون شد، زحسرت تا بکی چون پیر کنعانی 

جدا از یوسف خود مانده در بیت الحزن گریم 

چنان در محنت راه و بلای منزل افتادم 

که ګاه از هجر یار و گاه بر یاد وطن گریم 

گهی بر شورش و افغان مجنون نغمه یی گریم

گهی در بیستون با ناله های کوهکن گریم

ندارم همدمی اندر همه گیتی، مرا آن به که

در پیغوله غم، بعد ازین با خویشتن گریم 

کجا از محرمان بزم وصل او شوم "عيشى"! 

پس این کز شوق او چون شمع در هر انجمن گریم

(دیوان ص ۹۰)