32

پښتو

د پښتو ادبیاتو تاریخ دوهمه برخه

اوس چه تاسي د پښتون د کلمې زړې ريښې وموندلې، او په زاړه تاریخ ئې هم پوه سواست نو به د هغو تاريخي پلټونو په سيوري کي تاسي ته دا خبره زياده سي، چه پښتون د ریگویدا تر ليک يعني تر ١۴٠٠ ق،م لا دمخه يو مشهور او نوموړي او ننگيالي ملت و، وروسته هم په هره دوره کي مورخينو وپیژاند او ذکر ئې په قديمو او نوو تاريخي کتابو کي راغلي دي.

یو اولس چه هسي روڼ تاریخ لري، مدنیت لري، ثقافت لري، له پخوانو زمانو څخه اداري نظام او حکومت او پاچهان لري، د دې ټولو شيانو وجود او خوندي کول، په یوه قوي او ژوندۍ ژبه اړه لري، ځکه چه په ټولو تاريخي دورو کښي پښتنو دغه ټول د ژوندانه ارکان او لوازم درلود، او هم ئې ساتلي و او تر اوسه هم ورسره دي، نو بی له هیڅ شکه دوي باید ژوندۍ او ښه ژبه هم ورسره ولري.

د دوي دغه ژبه چه ثقافي ژوندون او تاريخ ئې ور ساتلي دي پښتو ده، لکه د پښتون نوم چه د ويدا او اوستا همزولي دي، دغسي هم د پښتو نوم ډیر پخواني دي، ولي چه دا ژبه د پښتون ژبه ده، چه د پښتون تاریخ دوني زوړ دي نوطبعاً ددوي دژبي نيټه هم بويه چه ډیره پخواني وي. د پښتو نوم هم د هغه (پکهت=بخت=پښت) څخه جوړ شوي دي، په دې ډول د پښتو ژبي اساسي قاعده دا ده چه د هر اولس او قوم د نامه په پاي کي يو مجهول (واو) ور اچوي او د هغه قوم ژبه په دغه نامه بولي، مثلاً په پښتو هندکي یا اندکي هندوستاني ته وايي، چه دا نوم هم د يونان مورخينو اندیکه Indika ضبط کري دي که د دغي قاعدې سره سم يو مجهول (و) په پاي کي ور واچوو، ځکه چه آخر حرف علت (ی) هروخت لویږي، نو به هندکو يا اندكو Indko ځيني جوړ شي، چه پښتانه هنديانو ژبي ته وايي، او چه کلمه سره سپکه او تخفيف شي نو (انكو) يي هم بولي، يو شاعر وايي زه خوار پښتون یم انکو مي څه زده؟ راته وئيږي "مارا تمهارا" دا قانون عام دي، پښتانه خپل گاونډي اقوام دیگان Digan بولي او ژبه يي په هغه قاعده ديگانو Digano بولي. دغسي هم د پاړس ژبي ته پاړسو Parso وايي نو که د ریگویدا د پکهت=پښت په پاي کي پر دغه قاعده برابر یو مجهول (و) زیات شي، پکهتو=پښتو ځني جوړه شي، معنا يي د پښتنو ژبه ده. ځکه چه د (پکهت=پښت) نوم زوړ دي، نو د پښتو نوم هم هغوني پخواني دي.

پښتو خو اصلاً د ژبي نوم و، وروسته دې کلمې يو بل ادبي مفهوم وموند چه په پښتنو کي دغه اجتماعي مقصود هم ډير مهم او د غور وړ دي پښتو که څه هم یوه کوچنوټې کلمه ده، مگر د مفهوم له مخي هسي ارته او پلنه شوه چه د پښتنو ټول اجماعي نظام ئې په لمن کي ونیو او اوس پښتانه خپل ټول عنعنات، ملي اخلاق، پښتني، ښيگړي ملي دودونه او جالونه يعني خپل ټول اجتماعي او روحي نظام د "پښتو" په نامه يادوي، د کلمې د مفهوم دا وسعت او ارتوالي دي چه پښتانه د پښتو له کلمې سره ډيره مينه لري، او پښتو د دوي د مليت څرگنده نخښه ده. 

که یوه پښتانه ته وویل شي، چه پښتونلرې، دا لوي ښکنځل دي، گويا د ټولو انساني صفاتو نفي ئي ځيني وکړه نو د پښتنو په حياتي قاموس کي د پښتو لنډه ترجمه دا ده  "پښتو: يعني د ټولو ښو انساني صفاتو مجموعه، او بښتني عنعناتو او ښو اخلاقو او ښو دودونو بنست."

لکه پښتو چه د ژبي له نامه څخه چه محض علم وه يو بل ملي او اجتماعي ارت مصداق موندلي دي، دغسي هم د پښتون کلمه پر خپل تش علمیت نده پاته. پښتون که د صفت په ډول وویل شي، هلته نو داسي معنا وركوي: يو سړي چه په ټولو انساني شريفو او ښو اخلاقو متصف وي، مخصوصاً رښتين او دلاور او د عزم او کلکي ارادې خاوند ته پښتون وايي. په دې اجتماعي او اخلاقي مصداق پښتو او پښتون هسي استعماليږي: هوتک خان پښتو کړې ده. يعني يوه کار ته ئې عزم او کلکه اراده کړیده، او له هغه څخه نه تيريږي. پر خپله پښتو ټينگ دي، يعني پر څپله وينا او وعده ټينگ ولاړ دي، صادق الوعد دي، خواجه رزق الله چه په ١١۵٩هـ د چپرهار په رود کي زو کړي دي، په دغه معنی پښتو هسي راوړي:

     د بلا غشي مي خيژي له پوښتو                          زه خواجه رزق الله نه پریږدم پښتو

خپله پښتو تر سره کول: يعني خپله وعده او اراده تر پایه رسول.

تر پښتو اوښتل: پر وعده نه دریدل، تر څپله وینا تیریدل، بې زړه توب كول، تر اخلاقي مقرراتو اوښتل.

پښتون کیدل: پر عزم او اراده په شجاعت او دلالوري دريدل، او څرگند اعلان کول، سپيڅلي اخلاق او احساسات او ښکلي انساني عواطف درلودل. دا اجتماعي معاني او مصاديق ډير دي، دلته د دې کتاب وظيفه نده، چه د پښتو او پښتونوالي زياتي څيړنه وکړي، فقط دغه په یوه اشاره بسنه کوو.