32

د باروزو جنگنامه

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

د باروزو قبيله د پښتنو غرغښتو ته رسيږي چي د پني له څانگي څخه ده، پخپله بارو د حسین لسمی او د پني له پښتنه څخه دی. 

وايي چي د پني قبيله اصلا د کسي له غره څخه د درۀ بولان له لاري د سانگان سيمي ته راغلي، چي د يوځايي او سيوۍ تر منځ يو ځای دی. له دوی څخه باروزئی تر اوسه هم پښتو وايي او ځانونه کاکړان بولي او دغه سیمه گرده د باروزويو په نامه مشهور ده، د سدوزيو پاچهانو په وخت کي سیوۍ حاکمان هم دوی وو او احمدشاه بابا د دوی یو لوی مشر عیسی خان د ښکارپور په حکومت ټاکلی و. د دغه کتاب مؤلف قاضي ملا شيخ محمد دی چي د باروزیو امیرانو مسري خان او بخیتار خان په نامه د نونسم قرن په لومړیو کلو کي تاليف سوى دى ځيني برخي یې منظومي دي، او د باروزیو د خاندان شجره هم لري، د جنید خان احوال بیانوي، چي د شاه جهان معاصر ؤ د (۱۰۵۰ ق حدود) بیا نو د مندراخان او احمد خان او بختیار خان احوالي او د دوی جنگونه د کلات د احمدزو، بلوڅو سره ليکي، او کله چي ډومر کاکړان پر سانگان باندي ورخيژي او باروزی رشید خان يې مخي ته دریږي دغه شخړي هم په تفصیل لیکی.

د دغه کتاب یوه خطي نسخه په دري ژبه د سيوۍ د کرک د کلي د سردار احمد خان سره وه چي مرحوم سلطان محمد پني ځني ليدلې وه.