111

ساقی ته

درکوچه های سرخ شفق ، معاصر

ساقی ! سپیلی گناهو نه راکړه 

ښايسته او ښکلی عذابونه راکړه 

د درواغجن آشنا د مینی له دام 

د آزادی پر او بالونه راکړه


ښه می خړوب کړه چی لږ ساه واخلم 

شور او مستی شم نعمتونه راکړه 

خم دی را تش کړه ما لمبه لمبه کړه 

راکړه سكرو ټی سره اورونه راکړه



بیا مروردی (تنکی) خیال یی له ما 

مرمه له غمه ډک جامونه راکړه 

دزړه ماشوم می د سینی په تخته 

و هی سلگی تراخه گو ټونه راکړه

د چا د ښکلو ښکلو سترگو له زور 

زړه می ناسور شو ملهمونه راکړه 

ثواب ، راحت نه لاس په سریم ساقی ! 

ما ته تكليف خوازه دردونه راکړه

داوښکو پیغله په بلی دزیزمو

تاته ولاړه ، ډک خمونه راکړ

چی پری رفو کړم خپل څیرلی زړگی 

د بنو ستن زلفو تارونه راکړه