تر خوشحال د مخه پښتو ادب ته یو لنډ نظر
د پښتو ادب ليکل سوي آثار فقط په اسلامي دوره کي پيدا سوي دي، چي تر ټولو قدیمتر شاعر امير کروړ د غور پادشاه پېژنو او د (۱۳۹هـ) په شاوخواکي ژوندی و.
هم په دغه زمانه کي د غزني او ګردېز له پاچاهانو څخه د لویکانو کورنۍ سلطنت کاوه، چي له دوی څخه هم فقط يو پښتو بيت لاس ته راغلی دئ، تر دي زمانې وروسته د غوريانو په دربار کي پښتو ادب نشو نما وکړه او ډېرشاعران او مؤلفان او نثرليکونکي پيدا سول، په دغه زمانه کي د ملتان د لودي پاچاهانو کورنۍ د (٣٠٠ – ۴٠٠ هـ) تر منځ پښتو ويونکي پاچاهان وو، له دوی څخه هم پښتو شعرونه پاته دي.
په عمومي ډول داسي ښکاري، چي د پښتو ژبي د ادب ساحه له ملتانه بیا تر غوره پوري خپره وه، له دغي زمانې څخه بيا د خوشحال تر عصره پوري تقريباً زر کاله تېر سوي دي او په دغو لسو پېړيو کي موږ د پښتو ژبي ادبي سير په لاندي ډول تلخيص كوو:
پښتو ادب د امير کروړ له عصره څخه یو خاص رنګ درلود، ژبه يې سوچه او سپېڅلې پښتو وه، ډېرداسي پښتو كلمات ژوندي وو، چي اوس يې موږ نه استعمالو و او داسي ښکاري، چي پر پښتو باندي د نورو ژبو اثر هغه وخت ډېر لږ و، او وروسته ورو ورو د عربي او فارسي او هندي ادب تاثیرونه پر سوي دي.
د فکراوموضوع له پلوه هم د پښتوپخوانی اثرخاص يو پښتني اومحيطي شکل لري، يعني د شاعراو ليکوال د تخيل غورځنګ په يوه داسي محيط کي دئ، چي هغه له نورو محيطو څخه ځيني خاص امتیازونه لري، شاعر د يوه غرني او کليوالي محيط څخه الهام اخلي، ملي او پښتني اخلاق او دودونه او رسمونه تصوير کوي، او په دې ډول خپل هنر ته یو خاص محيطي جوله ورښندي.
د دې دورې پاته سوي آثاريوه ښکلې اونفیسه ادبي مجموعه ده، چي له يوې خوا څخه خپلي محيطي ښېګڼي او مزاياوي لري او له بلي خوا څخه د نورو مجاورو ملتونو له ادبه څخه ځيني اثرونه قبلوي، نو په اشعارو کي د پښتو د ژبي خپل اوزان هم ساتل کیږي او د عربي او فارسي شعرو وزنونه او قواعد هم منل کېږي، نو د دغي دورې اشعار او آثار د معنی له پلوه حماسي، اخلاقي، ديني، تصوفي، تبليغي، عشقي او كله كله فكاهي رنګونه لري، مګر په ظاهري جوړښت کي علاوه پرملي اوزانو باندي قصيده، غزل، رباعي،مثنوي هم ميندل كيږي.
تر خوشحال خان دمخه په (۱۰۰۰ هـ) کال کي د پښتو ادب د سیاسي تحولاتو څخه هم اغېزمن سوى دئ، په دې لسو پېړيو کي د پښتو ژوند د خپلي آزادۍ او پښتونولۍ د ساتني له پاره په يوه مسلسله مبارزه کي تېرېده، لوی لوی تاړاکونه پردې مځکه باندي راغلل، غټ غټ سياسي اودیني اومذهبي تحولونه پېښ سول، خو پښتنو په دغو تحولاتوکي د دین او فرهنګ او ثقافت له پلوه ډېرنوي او ښه شيان ومنل، مګر خپله آزادي تر هرڅه پردوی ګرانه وه، نو سره د دې چي دوى د اسلامي جامعې كلك ملګري وه، او د اسلام د خپرولو له پاره یې تربنګاله پوري جهادونه وکړل، مګر د ساسي تسلط قبلولو ته حاضر نه سول او که به زور ور باندي راغی نو د سمي څخه به غروته ولاړل اوعمربه يې په کوچي ګري تېراوه، نو د پښتو ادب په دغسي يوکيفيت سره ترخوشحال خان پوري راورسېد، کله خوشحال خان دنیا ته راغی د پښتو ادب نظم پوخ سوى و او ډېر کتابونه هم پکښې موجود وه. د نثر کتابونه هم ليکل سوي وه چي بهترينه نمونه يې د سلېمان ماكو د (تذكرة الاوليا) نثر دئ، چي په (۶١٢ هـ) كي ليکل سوی دئ او دغه نثر لکه د پښتو شعر يو ښه سبك او ښكلې جوله لري. دلته دا نكته نه هېروو، چي د (۹۰۰ هـ) په حدودو کي پیر روښان په خپل خیرالبیان کي يو داسي نثر ليکلى دئ، چي هغه د نظم او نثر ترمنځ يو مصنوع او متکلف نثردئ، که څه هم د پير روښان د آزادي خواهۍ جګړې او د پښتنو د ساسي وحدت له پاره د ده سعيه ډېره ښه او مشكوره ده، مګر په ادبي حرکت کي د ده د خیرالبیان نثر د پښتو ژبي يو ښکلی او هنري اثر نه دئ، نو خوشحال خان په داسي يوه ادبي او سیاسي محيط کي پيدا سو، چي په هیڅ ډول په زړه پوري محيط نه و. د پیرروښان په پيروي اخوند دروېزه او د ده کورنۍ او نورو ليکوالو قلمونه را اخيستي وه او په پښتو ژبه کې د مصنوعي او متکلف نثر لیکلو پيروي کوله، په سياسي لحاظ هم پښتانه د هندوستان د مغولو تر اثر لاندي او مظلوم واقع سوي وه او خوشحال خان ناچاره و، چي په داسي يوه چاپېر کي په دوه ډوله مبارزه وکړي :
لومړی سیاسي او جنګي مبارزه د پښتنو د آزادۍ له پاره.
دوهم ادبي او واقعي مبارزه د پښتو ژبي د ادبي ارزښتونو د ساتلو له پاره.