32

آريائي ژبه او پښتو

د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک ، لومړي برخه

دمخه موداد آريائي ژبو ویشنه ولوسته او تاسي ته څرگنده شوه چه کومي کومي ژبي د آریا له کورنۍ څخه دي. دا طبيعي او منلې خبره ده، چه آریائی اقوامو په خپل لمړنى ټاټوبي (آریاناويجه) کي ځانله يوه ژبه درلوده، چه له هغې ژبي څخه وروسته هندي، ايراني، بخدي ژبي راوتلي دي. په دې لومړنۍ آريائي ژبي کي تر اوسه څه معلومات د پوهانو لاس ته ندي راغلي، او نه چا څه پکښي ويلي دي، تش دوني ويل كيږي، لکه دوي چه مذهب، رسوم، منلي دودونه درلودل نو ښائي چه بيله ژبه به ئې هم درلوده، خو دا نه معلوميږي چه اصلي آريائي ژبه کمه او څنگه او څه راز ژبه وه، او څو عمر ژوندۍ وه؟

دوکتور گوستاو لوبون وائي: چه تر خپریدلو او هجرت دمخه آريائي اقوامو یوه مخصوصه ژبه ویله چه نوم ئې (آریک) و دا ژبه اوس ورکه ده، خو سنسکریت ژبه له هغې ژبي څخه را وتلې ده دا اصلي آريائي ژبه چه د ټولو آريائي ژبو مور يا انا بلل كيږي، لااقل تر میلاد (۳۰۰۰) کاله دمخه ویله کيده او د دوي مشتركه ژبه وه، خو اوس ئې هيڅ نښه او بولگه نده پاته، له دې جهته چه د آریائیانو تاریخ او ليكني د قبل الميلاد تر (١۴٠٠) کاله دمخه نرسيږي نو دوني ويلاي شو، چه سنسکریت، اوستا، زړه پاړسو درې سره له دغي اصلي آريائي ژبي څخه زيږيدلي دي. 

میدیم را گوزن Z.A.Ragozin لیکی: چه تقریباً سل کاله دمخه په اروپا کي د هند د علومو پلټنه او زده کول شروع شول، هغه وخت چه چارلس ولكنس Wilkins مهابهارت ترجمه کړ، او د سنسکریت گرامر ئي وکيښ، نو سر وليم جونز، د منو دهرم شاستر، او کولبروک Colbrook د هند پر فلسفه او قوانینو او ادب باندي كتابونه وليكل، نو د اروپا او هند د ژبو پر تله او مقایسه شروع شوه، او دا فکر خلقو ومانه، چه سنسکریت د ټولو ژبو مور ده، مگر وروسته چه پلټني او د پوهانو کتني ډيري شوې، نو دا ښکاره شوه، چه تر سنسکریت لا دمخه يوه بله ژبه هم آريائي خلکو درلوده، چه په اصل کي هغه ژبه د نورو ژبو مور ده، یوه بل عالم جیکب گرم په آریائی ژبو کي د صحیحو حروفو د تبديل اصول وښوول، او دا ثابته شوه، چه د آريائي اقوامو لومړۍ او اصلي ژبه لا بله وه چه د هغې ژبي الفاظ او کلمات په ټولو آريائي ژبو کي مشترک دي.

د اصلی آریائي ژبي عمر د ژبو پوهان (۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰قبل الميلاد) پوري تخمین کوي، دوي وايي: چه آريائي اقوام تر اباسین (انډوس) پوري وتل. خپل مشهور ديني کتاب ویدا Veda ئې په خپله ژبه انشاء کړه، د دې کتاب د ليكني تاريخ تر ١۴٠٠ قبل الميلاد دمخه نه ځي ، لکه دمخه چه مو وویل چه د ايشياي کوچک د آريائي اقوامو زاړه ليكونه هم د (١۴٠٠ ق، م) په شا اوخوا کي کښل شويدي، که د هندي آريائيانو كتاب ويدا له هغه ليکو سره پرتله سي، ژبي ئې سره مخالفي دي، خو د نومو اشتراک ئې څرگندیږي.

په دې دليل نو ويلاي شو: چه (١۴٠٠ ق، م) به شاوخواکي د آريائي اقوامو ژبي سره بيلي شوي وې او اصلي آريائي ژبه په دغه وخت کي نه وه ژوندۍ، دا خبره هم د ژبو پوهان مني، څو يوه ژبه په نورو فرعي ژبو اوړي، يعني ځانله بيلي بيلي څانگي مومي، لږ تر لږه یو زر کاله غواړي.

نو په دې حساب چه موږ د ويدا، او د كواي بوغاز د زاړه ليک له عصره يعني د (١۴٠٠ ق،م) څخه زرکاله پخوا ولاړ سو نو به دا ووایو، چه د( ٢۴٠٠ق، م )په شا اوخواکي د آریائی اقوامو ژبه لا يوه وه، او لکه ځيني مورخین چه وایئ، داژبه له پارس اوميډيا څخه ترپنجابه ویله کيده اود آموشمالي خواوي سغديانه هم پکښي شاملي وې نو د دې اصلی آرايائي ژبي عمر له (۲۴٠٠ ق، م) څخه تر څلور زر قبل المیلاده پوري تخمين کيژي، يعني له هغه وخته چه آریائی اقوامو لومړۍ پلا له (آریانا ويجه) څخه هجرت کاوه!

د دې اصلي آريائي ژبي كوم اثر او نخښه لکه دمخه چه مو هم وویل، اوس نده پاته، خو زه به په راتلونکو ليکو کي د پښتو نژدي والي له دغي ژبي سره په ځينو علمي دلايلو ثابت کړم او دا خبره به زیاده کړم چه پښتو هغه اصلي ژبي ته خورا نژدې ده، او لکه سنسکریت او اوستا چه ځني زيږيدلي دي، پښتو هم د هغي ژبي لور ده.

دمخه مووويل: چه آريائي اقوام له بخدي يا باختر څخه شرق او غرب ته سره خپاره شول په هند او ايران کي مدنیتونه جوړ کړل او ځيني له دوي څخه په بخدي او د هندوکش په شمالي او جنوبي لمنو کي پاته شول او وروسته په ټول هیواد کي سره خپاره شول، دا آریائیان چه د مرکزي او باختري ډلي څخه دي، ډير قبایل او ډلي لري، چه يوه مهمه ډله ئې د (بخت = پکهت = پښتون) په نامه ياديږي، او پښتو ژبه هم دوي تراوسه وايي، دا ژبه له قديمه دوي ته پاته ده، ا مرکزي آريائي ژبه چه له اصلي ژبي څخه دلې د آریائیانو پخپل مرکز او کورکي زيږيدلې ده، هم دغه پښتو ده وروسته چه تاسي د پښتواو پښتون د نومو په خصوص کي تاريخي څيړني وگورئ دا خبره به ښه درته لڅه سي اوس دلته هم د پښتو د ربط دلایل له اصلي آريائي ژبي سره لاندي راوړم.

پښتو او اصلي آريائي ژبه (آريک)

د تاریخي او علمي څیړنو په استناد مو دمخه دا وویل چه پښتو د آريک ژبي لور ده، د دې خبري د پلټني او منلو لپاره باید موږ د آريائي توکم پخوانو کلماتو ته وگورو، چه له دوي څخه څه پاته دي؟ او هغه کلمې بيا په پښتو ژبه کي وگورو چه تر اوسه ژوندۍ دي!

او بله دا خبره هم باید دلته وسي چه آرین توکم له بخدي څخه يا د هند خوا ته ولاړل، چه ژبه ئې سنسكريت شوه او د ویدا کتاب په دغه ژبه دي، يا هغه قبایل دي چه ایران ته ولاړل، ژ به ئي فرس قدیم بیا پهلوي بيا اونسۍ پاړسو شوه اما هغه قبایل چه پخپله په بخدي کي پاته شول، کومه ژبه ئې ويله؟

زما دا عقيده ده چه دوي پښتو ويله، ځکه چه ورورسته دغه قبایل تر هندوکش را تیر شول، دوي د بخدي په نامه (بخت = پکهت = پښتون) بلل کېدل، او هغه تاریخي نوم دوي تر اوسه ساتلي دي، او هغه پخوانۍ ژبه هم دوي تر اوسه خوندي کړیده.

دا مطلب به وروسته زه ښه څرگنده کړم، چه پښتانه يعني د پښتو ژبي ويونکي هغه پخواني بخدي يا باختري آريائيان دي چه نورو ورونو ئې ايراني يا توراني يا مغولي يا هندي اقوامو په تماس خپله اصلي ژبه هیره کړه، مگر فقط ښاغلیو پښتنو تر اوسه ساتلې ده.

په دي کي هیڅ شک نسته چه بخدي آريائيان (١۴٠٠ ق، م) يعني هغه وخت، چه د هندي آريائيانو ديني كتاب ويدا ليكل كيدئ د پکهت په نامه مشهور وه پخپله په ریگ ویدا Rig Veda کي هم د دوي نوم ذکر کیږي، نو چه دغه ملت په دغه نامه موجود وي د دوي ژبه هم باید موجوده وي!

له تاريخي اسنادو څخه ښکاره کیږي، چه آريائي بخدي يا د پکهت اقوام پسله( ۱۴۰۰ق، م) د هيواد شرقي غرو او د اباسين غاړو ته تللي او دلې میشته وه، ځکه چه ریگویدا د دوي نوم د هند په یوه مشهور جنگ کي ذکر کوي، او هم وروسته (۱۰۰۰ ق، م) په بخدي يا باختر کي یوه بله ژبه پیدا کیږي چه زند ئې نوم دي او د اوستا مشهور ديني کتاب په دغه ژبه دي. او بيا هغه وخت چه هیرودوټ Herodote یونانی مورخ د پکهت اوپاکتويس ذکر کوي، نود(۵۲۰ ق، م) په حدودوکي هم دوي اندوس (اباسین) پر غاړوښئي.


له دغو تاريخي ملاحظاتو څخه موږ دې نتيجې ته را رسیږو، چه پښتانه آریائیان لومړۍ په بخدي كي اوسيدل له هغه لومړنۍ ټاټوبي څخه دوي د هغه ځاي په نامه (بخت=پکهت) د خپلي زړې ژبي سره د (١۴٠٠ تر ۱۰۰۰ ق، م) پوري د اباسین غاړو او د هیواد شرقي غرو ته ولاړل، دوي خپل د بخدي پکهت نوم سره له خپلي ژبي وساته او تر اوسه هم په دغه نامه او دغه ژبه مشهور دي.

د دې تاريخ پلټني په رڼا کي نو اوس تاسي ځيني لغوي دلايل هم واروئ.


د آریا کلمه

لومړۍ کلمه چه موږ ئې د پښتو ژبي د اصالت لپاره د لغوي دليل په څېر پلټنه او څېړنه کوو پخپله د (آریا_آرین) کلمې دي.

تاسي ته دمخه هم وویل چه دا نوم ډير قديم دي، مورخين وائي: هغه اقوام چه د آمو له غاړو څخه په باختر او هند و ایران کي خپاره شول، دوي ځانونه آرین Aryan يعني اصيل او نجیب او شریف گڼل، او چه په هند کي خپاره شول، هلته د تور توکم انسانان دمخه اوسیدله هغو سره آریائیانو جگړې وکړې، او شا ته ئې وشړل، لکه دوي چه ځانته (آرين) يعني شريف او نجيب وايه، هغو قبيلو ته ئې داسو، يا ديسو Dasyu ویل دا دواړي کلمې په ريگويداکي ذکر شويدي.

د آرین د کلمې څانگي په سنسكريت کي آريا يا اریا Arya او په زند کي ايريا Airya دي چه هغه د شریف او نجيب معنا لري او دوي له خپلو دښمنانو څخه ځانو ته په دغه نامه امتیاز ورکاوه چه د دوي له پښته نه وه او اصيل نه گڼل کېدل.

علاوه په ریگویدا، په اوستا کي هم دا نوم راځي، او هسي وائي: خداي تعالي د آرین مځکه او د آرین توکم او پښت پیدا کړ.

 تر دغو دوو پخوانو کتابو وروسته بيا وينو چه هیروډوټ (۴٨۴-٤٢۵ق، م) د آرين ذكر څو ځايه کوي. دی وائي چه ميدي Medes اقوام په پخوانیو زمانو کي آرين Arian بلل کیدل ځکه چه ميدي اقوامو د (٦۵۵ ق.م) په حدودو کي د ایران په پاي کي يو لوي سلطنت جوړ کړيدي. نو دا ويلاي شو چه د آرین اصطلاح تر دغو وختو پوري هم په ټولو آریائی اقوامو کي ژوندۍ وه او هخامنشي داريوش ( ۴٨٦-۵٢١ ق م ) هم په خپل ډبرلیک کي ځان افتخاراً آريائي او د آريا له پښته بللي دي.

د اروپا اوسنيو پوهانو، د دې کلمي په شا و خواکي ښې ښې پلټني کړي دي، ځکه چه دا نوم آريائيانو له خپلي پخواني او اصلي ژبي څخه ورسره راوړي و، نو که نورو ژبو کي د دغه نامه ریښې پيدا شي، هغه ژبي د آرين اصلي ژبي ته نژدې بللي كيږي! 

دوکتور جيگر Geiger الماني محقق وائي، چه آرین له (آر) مشتق دي چه په سنسكريت کي د اصلي او بنياد په معني دي، او آریا وائي نجيب او شریف او پارسا ته.

علاوه پر دغو اقوالو چه (آر) د اصلي په معنا بولي ځيني محققين دې ته هم تللي دي، چه آریا له (آر) مشتق دئ، چه پخواني سنسکریت کي د کرهڼي يعني کشاورزۍ او زراعت مفهوم درلود، نو له دې جهته آریا کرونکي او زارع ته ويل کيدي، دا قول د مشهور سنسکریت پوهاند میکس مولر Mexmuller دي چه دوکتور هنټر ئی هم د هند د خلقو په تاريخ کي مني او آرین دکرونکي په معنی اخلي.

میدیم راگوزن ليکي چه (آر) د يوي په معني و، له لاتيني او ايټالوي (اراز) د سلاوي (اراتي) د يوناني (اروټ رون) د انگريزي ايريبل (د يوي وړ) دغسي د يوناني (ارورا) او د لاتيني آرور (يوي شوې کښت) 


څخه دي، آريائي اقوامو ځان له دې جهته کښتکار او زارع باله چه له وحشي تورانیو پونده و څخه د دوي توپيروسي او هر وخت ئې په دغه نامه فخر هم کاوه. 

د دې آريائي نامه اثر پر نورو اقوامو هم شويدي، د بابل او نینوا په آسوري ژبه ئې هم (آري) هغي مځکي ویل چه یوي او کرلې شوې وي (ارارا) د دغه هیواد په کوشي ژبه د فصل ريبل وه. 

 په دې ډول د آريا د کلمې په خصوص کي دوې نظريې د پوهانو تر منځ شته یوه دا وه چه آریا اصیل او شریف دي دوهمه دا ده، چه کرونکي او بزگر دي.

زما په عقيده د پوهانو دا دوې نظريې په تاريخي دلایلو سره نزدې او يو ځاي کيږي، تاسي به وائي څنگه ؟

دې ډول:

دكرهڼي اهميت په آریائیانو      

په آريائي قوموكي كرهني ته په خورا درنه سترگه کتل کیدل، دوي ديناً مكلف و چه زراعت ته توجه وکړي په ریگویدا او اوستا کي د کرهڼي او زراعت کارو ته د شرافت په سترگه کتل شويدي، او کرهڼه ئې د شريفو او اصيلو او پوهو خلکو کار بللي دي په ويدا کي راغلي دي پوه او دانشمند انسان تل په کرهڼه او جوغ بخت وي"

بل ځاي وائي:

"اې انسانانو: د غنمو او نورو شيانو د کرهڼي له پاره په سپاره مځکه سره څيري کړي، ښکلي اربې وچلوئ، او ځانونه په وساتئ"

"اې انسنانو! یوې وتړي: مځکي د کرلو لپاره ښه یوې کړئ، او پستې کړئ، اوربشي او غنم پکښي وکري زيار کښ کرونکي ته بويه چه تل د غويو جوغ ته سپاره ور واچوي او مځکه ښه په یوي کړي." په اوستا کي هم تل  كرونكي شريف گاڼه شي، او زردشت خلکو ته د کرهڼي او څاروو د پالني تشويق کوي، زارع ته په درنه سترگه گوري او د گاتها په یوه سندره کي بزگران او کرونکي د انسانانو په خورا لوړه او شريفه ډله کي ياديږي.

په دې ډول د کرونکي او بزگر مقام په آریائیانو کي ډير لوړ ؤ، او د دوي ديني کتابونه په لار ښوونه هر بزگر شریف او محترم گڼل کیدي، او په دوي کي خورا لوړه او خورا شریفه اجتماعي دنده دغه زراعت او بزگري وه نو ځکه هر زارع او بزگر نجیب او شریف و او هر شریف سړی به هم کرونکي او بزگر و، اصيلتوب او نجابت د زراعت سره لازم و او هر چا چه به دغه اجتماعي وظیفه ادا کوله هغه سړی به هم شريف هم نجيب گڼل کيدي.

د شریف او زارع تطبيق                                                                         

دمخه مو ولوستل چه پوهان د (آریا) کلمه یا د اصیل او شريف په معني اخلي يا د زارع او کرونکي په مفهوم! دا دواړه مفهومه لکه تاسي چه ولوستل سره يو شي دي ځکه چه په پخوانو آريائي اقوامو کي د دیني کتابو په لارښوونه هر زارع نجيب او شريف و، او هر شریف هم زارع و نو ښائي چه په آريائي ژبه کي دي (آر) د اصل په معنا و، وروسته ځکه چه هر کرونکي سړی شریف گڼل کيدي، نو هر کرونکي او زارع ته دي (آرين) يعني اصيل ويلي شوي وي. او يا دا چه (آر) اصلاً د زراعت او كرهني مفهوم درلود، ځکه چه هر کرونکي او زارع شريف او اصيل بلل كيدي، نو به طبعاً د اصالت او نجابت معاني د آرين په کلمه کي مجازاً گډي شوي وي.

داسي لغوي تحولات او معنوي اوښتني، د مجاز او حقیقت تر منځ په ژبو کي ډيري دي، نو که د (آر) د کلمې

حقيقي معنا اصل او نجابت وگڼو، زراعت به ئې مجازي او که زراعت حقیقت وگڼو، اصالت او شرافت به ئې مجاز به ډول وروستني لغوي تحول وي، په دې ډول د پوهانو دواړي نظريې سمي او پر ځاي دي، او د آرين کلمه په دوو معناو بولو شريف او زارع یا زارع او شریف په پښتو کي د آرين ريښه اوس به نو راسو پښتو ته، چه په دې ژبه کي د آرین او (آر) د پخوانو کلماتو لپاره څه لرو؟ او اوس کوم مستقل الفاظ شته، چه دغه مفاهيم ولري؟

هو په پښتو کي د دغو دواړو معنا و لپاره چه پوهانو د (آر) په خصوص کي ښوولي دي ريښې او مستعملي ژوندۍ کلمې شته، په دې راز:

۱- تر اوسه هم (آره) د اصل او بنياد په معنا موجوده او مستعمله کلمه ده چه اکثر قبایل يې وائي دا کلمه له پخوا څخه په پښتو ادب کي هم ځاي لري، او پښتو ادبياتو پخپلو اشعارو کي د يوې مستعملي او ژوندۍ کلمې په ډول را وړې ده.

زمينداوري اکبر چه د گوډ تیمور معاصر دي د (۸۰۰ هـ حدود) هسي وائي:


د غم آره ئې شوه ټينگه زما په زره کي

د رقیب سره خندا کړي هوسیږي

وروسته یو بل ادیب ملا الف هوتک چه بحر الايمان ئې په (۱۰۱۹ هـ) نظم کړي دي وائي:

دى له آره ؤ ښاغلي

څه که سو په ویر نتلئ

پیر محمد مياجي د (١١٣۵) په حدودو کي وائي:

شيخ متي چه خليلي ؤ

دى له آره لوي ولي ؤ

نو آره د اصیل او بنياد په معني د پښتو پخوانۍ کلمه ده چه تر اوسه هم ژوندي ده. او په دې معنا د ډوکتور جیگر الماني له قوله سره مطابقت لري، چه دی هم آره اصل او آرین اصیل گڼي.

۲- که د آر دوهمه معنا يعني کښت او کرهڼه د میکس مولر په قول واخلو، دا هم کټ مټ په پښتو کي تر اوسه سته په قندهار کي بزگران واکښتگران د لو پر وخت هسي وايي: (آره آره لور پر غاړه) به دې جمله سره د بزگرانو او زارعينو حال بيانيږي، چه دوي لومړی کښت کوي او بيا ئې ريبي! نو آره په دې محاوره كي خاص د کښت او کرهڼي مفهوم لري، چه د هنټر او ميكس مولر له قوله سره سم دي.

نو که آرین په لومړۍ معنا اصیل وي هم په پښتو کي شته او که په دوهمه معنا کښتگر او زارع وي هم په پښتو کي تر اوسه مستعمل دي.

عين د آرین کلمه د پښتو له گرامر سره هم مطابقت لري، ين Yan په پښتو کي خورا ډير د نسبت د ادات راځي، او د کلماتو په پاي پوري نښلي مثلاً ژړ (برنج) ژړین (برنجی) که د کلمې په پاي کي (هـ) وي غورځي لکه خاوره (خاک) چه خاورین (خاکی) د (هـ) په حذف ځني جوړ شوي دي نو که (آره) واخلو او د پښتو له دغو اصولو سره سم د نسبت (ين) پوري ونښلوو (هـ) غورځي او آرین ځني جوړيږي او ښائي چه وروسته ماقبل آخر زور په الف تبدیل شوي او آریان هم ځني جوړ شوي وي.

په دې ډول آرین منسوب دي د (آره) کلمې ته چه په پښتو کي د اصیل یا کرهڼي په معني تر اوسه سته او په پخوانو آریائیانو کي هم په دغو دوو معناو مستعمله و او معنا ئې هم په آريائي پخوانۍ ژبه هم په پښتو (اصیل او شریف او کرونکي) ده نو چه د (آرـ آريا - آرین) د کلماتو ریښې تر اوسه په پښتو کي شته او هم پخواپه دغه ژبه کي استعمالیدل او دا کلمې هم له اصلي آريائي ژبي څخه دي نو دا ويلاي سو چه پښتو د اصالت او قدامت له پلوه هغي زړې ژبي ته ډيره نزدې ده.

د آریا کلمه په پښتو کي کټ مټ هم مستعمله وه، په پښتو کي دا نوم د علم په ډول د سړو لپاره استعمالیدې، د پښتو به قبایلو کي د يوسف نومي يو زوي (اريا) نوميدي، چه د ده اولاده بادي خيل بولي، افضل خان خټک په تاريخ مرصع كي ليكي:

"د يوسف پنځه زوي و، يو په کښي آريا نومیده، از بس چه ډير متبکر او مغرور و، بادي ئي باله، اوس ئې هم اولاد ته بادي خيل وائي" يوسفزي د پښتنو مشهوره قبيله ده، چه تر اوسه هم په دوي کي د آريا اولاد بادي خيل شته، او دا ځني ښکاري، چه د (آریا) نوم په پښتو کي تر ډیره وخته معمول و.