د خاورو د لوښو صنعت (كلالي)
د افغانستان په اکثرو سیمو کې د خاورو لوښي په څښنګ او خوړنګ کې استعمالیږي.
منګي، کاسې، غابونه، صراحۍ، اوخورۍ، کونجۍ، منګوټي، دکۍ، تغاره، من، کوزه، کنډولي، نيمني، ګيلاسونه او ډير لوښي له خاورو څخه جوړوي. چې تر اوسه لا هم د لاسي کلالی دستګاهونه او د خرڅلاو دکانونه په اکثرو ښارو کې سته.
د کندهار د خاورينو لوښو د کلالۍ صنعت ډېر نري او ظریف لوښي په ساده خاورینه توګه راباسي. چي کله کله نقاشي هم لري د کابل د استالف لوښي چې په خاصو رنګه لعابونو ښکلي کېږي، د لاسي صنعت يوه ښکلې څانګه ده.
د هرات د کاشي کارۍ صنعت خو د آسيا په ښکليو صنايعو کې تاريخي شهرت لري او د دي صنعت بقايا تر اوسه لاهم په هرات او بلخ او کابل کې پاته دي.
منقش او رنګین کاشی چې په ګلانو او هندسي خطوطو او اشکالو مزين دي د دغه صنعت د ودانیو د تزیین بهترین وسایل دي، چې پخوا به یې رنګونه پاخه او معدني وو، خو اوس يې جوهري رنګونو پخوانی اصالت ور وران کړئ دئ.