خوشحالا او دولتا
د رحمان بابا د چاپی او خطی دېوانو د میم په پوړ کښی یووه بدلته سته چی مقطع وروستنی بیت ئې داسی دئ :
خوشحالا او دولت می غلامان دي
زه رحمان په پښتو ژبه عالمگیریم
ـد پښتو ټولنی چاپ کړی دیوان ۱۰۴ کابلـ
دغه بیت له هغه وخته چی شاعر ویلئ د لوستونکی یا اروېدونکی ته یې ذهنی کړاو او تلاښ ورپېښ اما کړی دوئه، چی رحمان بابای او خوشحال شد. غه ( الف) څه شی دئ چی د دوی د نومو په پای پوری ئې ورنښلولئ دئ؟
زما په یاد دی چی پنځه دېرش کاله دمخه د پښتو پوهانو پر دې بیت باندی خبرى او لیکنی کولې او ځینو دغه کی دوې کلمې خوشحالان اوان هم لوستلی دی او تر دوی لا دمخه په دڵینو خطی نسخی. په یوه خطی نسخه کښی دا مسرۍ داسی اړول سوې ده :
(يو خوشحال سل خټک نور مي غلامان دي)
د رحمان بابا یو بل خطی دېوان چی په (۱۲۸۱ ه ق ) شاه نور کاتب دکنړ د آخوندزاده فضل احمد لپاره لیکلی دی اوس د ښاغلی ډاکټر حبیبي په کتابخانه کښی دئ )دغه بیت کورټ لري نه
او دا ځکه چي کاتب ئي په معنا نه دئ پوهېدلئ نو یې گرده بیت له دېوانه ایستلئ دئ.
دا چی رحمان بابا شاعرانه تفاخر به ایشنا کښی خوشحال او خپل غلامان گڼی تر ده دمخه یا وروسته نورو شاعرانو هم خوشحال کار کړئ پخپله خوشحال خان وایی :
د دولت دېوان می ومانډه په گوډي
مسخره می ارزاني خویشکی زمند کړ
عبدالقادر خان خټک د خوشحال خان زوى بيا داسي كترې وایی:
زه ختک د یار په غم تازه سوم
غوریه خوب رحمان که سو ورځنی ستړۍ
خاقانی خپل ځان د سنایی پر ځای ناست مستحق سخن گستر بولي:
چون زمان عهد سنائی در نوشت
آسمان چون من سخن گستر بزاد
غني كشميري شاعر ويلي وه :
چه عجب طبعم اگر دعوی اعجاز کند
كه بلطف سخنم نيست كسي را سخني
ميرزا عبدالقادر بيدل په داسي ډول خپل خان ستايي :
معني گر شريک معنيت پیدا نشد بيدل !
جهان گشتم به صورت نتوان یافت مانند
نو به موږ د رحمان بابا دغه شاعرانه خانی ،ومنو که څه هم خوشحال خان پخپلو رنگارنگ اشعارو او ښکلو او خوږو بدلو د پښتو د شاعرانو د لومړی پوړ په سر کښی دریھ هم پخپلو رنگارنگ اشعارو او. یو عالمگیر شاعر دی او پښتنو په بابایی منلی دی مگر د رحمان بابا د گرانښت او لویښت سبب هم دا دئ چي دی دخپل لطف احساس او نري فکر ترجماني په ښايستو الفاظو کوي او د پښتو ژبي د اداء او تعبير لاري چاري نه ورانوي نو که داسي وي دغه. خوشحالا او دولتا زاید الفونه له کومه راغله؟
دلته باید دا خبره نه کړو چی رحمان بابا د خپل عصر او چاپېر په ادبی روایاتو سره رنگښتی سړی و او ده له در ادبیاتو څخه ډېر څه لوستی او را اخیستی دي.
د ایران او هند او خراسان په دری ادبیاتو کښی پس له نهمی هجری پېړۍ څخه د شاعرانو د تخلص یا لقب په پای کښی یو الف د تعظیم او لویښت لپاره زیاتېدئ چی په پخوانی ادب کښي ئي د (اشباع الف) او دقافیې دسمولو لپاره به ئې مثلا: دکمال او جمال کلمې جمالا کلمې جمالا یا کمالا کښلې او د کلماتو په پای کښی ئې زاید الف نښلاوه، لکه:
دوش بود خوب و روخشانا
پروین پیدا و ماه تابانا
(المعجم فی معایر اشعار العجم ۲۰۹ )
وروسته وروسته دغه زاید الف د تعظیم لپاره د نومو په پای پوری د پاییڅوړ په ډول نښلول کېدئ غیاث رامپوري داسي کاږي
الف تسمیه برای تعظیم در آخراعلام والقاب آرند ، چون جلالا نصیرا ، ظهیرا ، طالبا ، تقیا ، صائبا و غیره (غیاث اللغه ۶۵)
آرزو دهند نقاد شاعروایي:
میرزا جلالا طباطبايي از سادات تهپایه ار عراق به هند آمد (دادسخن ۷۳)
د دغه میرزا جلالا منشیات سته ، چي یوه خطي نسخه (۲۹۴۴) دی پنجاب په پوهنتون کښي ده.
دغه الف چي دلويښت او غټولو نخښه ده ، وروسته په فارسي ادب کښي ډېره رواج سوه ، لکه:
حکیم رکنا ،مسیج ملیحا سمرقندی، شفيعا تبريزي، نصيحا سمرقندی غیاثا حلوایی.
ملا محمد سعید اشرف خپل استادان صائب اصفهانی عبدالرشید دیلمی خطاط داسی ستایی :
کرده بود ایزد عنایت خوشنویس و شاعری
کز وجود هر دو کردی افتخــــــــــــار ایام ما
بود اسم و رسم آن عبد الرشید دیلمی
بود نام ابن علی بیگ و تخلص صائبا
گفتم از ارشاد پیر عقل در تــــــــــــــاریخ آن
مرگ هر دو) بود به هم مردن آقا رشید و صائبا
( ۱۰۸۶ هـ) (د اشرف خطی دیوان د مشهد نسخه)
کله چي ابو طالب کلیم مشهور شاعر مړ سو غنی کشميري وويل :
حیف که از دیوار این گلشن پرید
طالبا آن بلبل باغ نعیم
( د غنی چاپی دېوان (۲۴۹)
د دری ژبی یو بل تکړه شاعر سردار هارون خان د حاجی جمال خان محمدزی زوی دی چی په گرشک اود بارکزو پـه نـاوه کښي اوسېدئ كلا ئې تر اوسه په نادعلی کښي ده. دی پخپل دېوان کښی د صائب اصفهانی د یوې غزلی جواب وایی چی آخر بيت ئې دا دئ
هارون جواب آنغزل صائبا که گفت
حالا که خلق کار برای خدا کننده
( د هارون خطی دیوان (۱۰۷ )
اوس به نو تاسي ته ښه معلومه سوې وي چي تر نهمي پېړۍ را وروسته دا يو ډول تعظيم او ادب ؤ چي د شاعرانو د تخلص يا لقب په پاي کښي د تعظيم الف ونښلوي لکه چي لوړ ئې مثالونه تاسي.
وکتل نو رحمان بابا هم دغه ادبی سنت تابع ؤ او خوشحال هستم و خوشحالم او دولت لوڼ ئې دولت بللی دي.
دا د شاعر د احساس غورځنگ دئ چی خټک او لوڼ غوندی شاعران تر ځان کښته گڼی خو بیا ئی . هم نوم په تعظیم اخلی، او د نامه په استربل پوری ای (الف) نښلوي.
رحمان بابا خو یو درویش او متواضع صوفی وشمه ملنگ ښکاری، خو د شاعرۍ ویاړنه ئې داسی ده چی خوشحالا او دولت غوندی په لویښت منلی . هم سیالان نه بولی. تاسی څه وایاست؟ زه خو وايم چي د بهادر كلي دغه درويش ښه ويلي دي او د دري ژبي دغه ادبي دود ئې ښه ساتلي دي. (۱)