32

روښان پیر څوک و ؟

د روښان پیر

بایزید د قاضی عبدالله اور مړ زوی چی پلار او نيکه ئې د وزیرستان په کاڼي کوړم کښي اوسېدل په ۹۱۳) ق ۱۵۲۴ م کال د پنجاب په جالندھر کښي وزېږېدئ چي د مور نوم ئې بيبن (۱۳) امينه د حاجي ابوبکر لور وه د دوی کورنۍ په انصاري مشهوره وه او د بایزید د طریقت لقب مسکین" و او پر مهر ني بايزيد انصاري او بایزید مسکین کښلی و دده یو شاگرد دولت ويلي دي :

هر طالب که عمل کا مقصد به مومي

 چي مريد د ورمر بایزید مسکین سه 

بايزيد چي د طریقت انه مرتبې ټاکلي دي په هغه کي هم اتمه لوړه درجه د سکونت ده او مسکین هم د سکونت پوړ ته رسېدلی گڼي دولت وايي : 

سکونت بلند مقام له واړو پاس دئ

نور ده دپاسه نشته مقامونه (۱۴) 

دا چي ده د روښان لقب هم موندلی دی تذكرة الانصار وايي چي پخپل کرامت نی څراغ په اوبو بل کړی و، نو ځکه خلکو روښان وباله (۱۵) بیا اخوند درویزه وایي: چي زما استاد ملا محمد چي په ملا زنگي پاپینی مشهور و دی په مباحثه کښي پر کی بله ورخ بیا موږ د بحث لپاره ورغلو دی راسره مخامخ نه سو نو ملازنگی دی پیر تاریک وباله (۱۶) چی وروسته نو اخوند درویزه او دده پیروانو دا نوم مشهور کی (۱۷) د روښان پیر ملی مبارزی او دده مقاومتونه د خپلو مسلکی او سیاسی مخالفینو سره د افغانستان د خلکو د تاریخ یو مهم 9/37 ني د مخه ما د پښتو ادبیاتو په تاریخ دوهم ټوک) کښي لسم سپر سی (۱۱۷) مخه پر ليکلي او په ۱۳۴۲ ش) کال په کابل کښي چاپ سوي دئ بيا چي خير البيان په (۱۹۶۷م) کال په پېښور کښي چاپ سو نو ښاغلي حافظ عبدالقدوس قاسمی پر هغه باندي يوه گټوره سریزه و کښله او هم په ۱۹۶۹م) کال ښاغلي تقويم الحق کاکاخیل خټک د اخوند درویزه پر مخزن باندي دغسي يوه مقدمه کښلې ده نو دلته زه دده شرح حال او عقاید او د طريقت لاري چاري بیا نه خبرم که څوک غواړي دغه کتابونه دي ولولي او دده د کورنۍ او اخلاقو مبارزې او کارنامې هم لږ و ډېر ما د افغانستان د بابري شاهانو په تاریخ او د اريانا په مجلو په کابل کښي خپرې کړي دي نو نې دلته بيا نه راوړم خو په لنډ ډول دده د ژوندانه مراحل نیم : زیر بدنه : ۹۳۱) ق (۱۵۴۲ م کال په جالندهر کښي. له خپل اکا شیخ خداداد او مور سره کانی کوړم ته رانگ د (۹۳۷) ق ۱۵۳۰ م) حدود د بايزيد نكاح له بي بي شمسو سره دتره لور د (۹۵۵ ق ۱۵۴۳م) حدود په کانی کورم کښي د سیاحت او سلوک وخت له (۹۵۵) ق تر (۹۷۰) (ق) پوری (۱۵۴۳ – ۱۵۶۲ م) د پیر کامل درجې ته رسېدل او تبلیغ خپرول او د صراط التوحيد تالیف (۹۷۸) ق) کی (۱۵۷۰م). د اشنغر جنگ او کابل ته تنگ او د قاضی خان او میرزا حکیم سره خبري کول د (۹۷۹ ق حدود ۱۵۷۱ م). د آغاز پور جنگ : د (۹۷۹ ق ۱۵۶۵ م حدود) وباله (۱۶) چی وروسته نو اخوند درویزه او دده پیروانو دا نوم مشهور کی (۱۷) د روښان پیر ملی مبارزی او دده مقاومتونه د خپلو مسلکي او سياسي مخالفينو سره د افغانستان د خلکو د تاریخ یو مهم ټوک دئ، چي د مخه ما د پښتو ادبیاتو په تاریخ دوهم ټوک) کښي لسم څپرکي (۱۱۷) مخه پر ليکلي او په (۱۳۴۲) ش) کال په کابل کښي چاپ سوي دئ بيا چي خير البيان په (۱۹۶۷م) کال په پېښور کښي چاپ سو نو ښاغلي حافظ عبدالقدوس قاسمی پر هغه باندي يوه گټوره سریزه و کښله او هم په ۱۹۶۹م) کال ښاغلي تقويم الحق کاکاخیل خټک د اخوند درویزه پر مخزن باندي دغسي يوه مقدمه کښلې ده نو دلته زه دده شرح حال او عقاید او د طريقت لاري چاري بیا نه خبرم که څوک غواړي دغه کتابونه دي ولولي او دده د کورنۍ او اخلاقو مبارزې او کارنامې هم لږ و ډېر ما د افغانستان د بابري شاهانو په تاریخ او د اريانا په مجلو په کابل کښي خپرې کړي دي نو نې دلته بيا نه راوړم خو په لنډ ډول دده د ژوندانه مراحل نیم : زیر بدنه : ۹۳۱) ق (۱۵۴۲ م کال په جالندهر کښي. له خپل اکا شیخ خداداد او مور سره کانی کورم ته رانگ د (۹۳۷) ق ۱۵۳۰ م) حدود د بایزید نكاح له بي بي شمسو سره دتره لور) د (۹۵۵ ق (۱۵۴۳م) حدود په کانی کورم کښي د سیاحت او سلوک وخت له ۹۵۵) ق تر ۹۷۰) (ق) پوری (۱۵۴۳ – ۱۵۶۲ م) د پیر کامل درجې ته رسېدل او تبلیغ خپرول او د صراط التوحيد تالیف (۹۷۸) ق) کي (۱۵۷۰) م). د اشنغر جنگ او کابل ته تنگ او د قاضی خان او میرزا حکیم سره خبري کول د (۹۷۹ ق حدود ۱۵۷۱ م). د آغاز پور جنگ : د (۹۷۹ ق ۱۵۶۵ م حدود) د تورراغه جنگ او د روښان وژنه : د ۹۸۰) ق ۱۵۷۲ م) حدود (۱۸) نده خلف او زوی شیخ عمر او ورونه ئې کورگانیانو مړه کړل (۹۸۲) ق ۱۵۷۴ م د روښان پیر لپاره وروستنيو ليکوالو اوږدي نسب نامي هم جوړي کړي دي يو له هغو څخه د مولوی نیاز الدین دانشمند انصاری تذكرة الانصار ده چي د جالندهر د انصاری کورنی یو غزی و په دې تذکره کښي : بازيد مسكين بن عبدالله بن محمد شیخ بن بابا شهباز تر حضرت ابو ایوب الانصاری پوری رسول سوي دي. (۱۹) دا تذکره د روښان مولد په جالندهر کښي د شیخ احمد غوث ولی له روضي سره مشهور ښيي مگر دغه نسب نامه سمه نه ښکاري ځکه چي د مور خانو په اتفاق په یوه قرن کښي درې پښته تيريږي خو په دغه نسب لیک کښي له بازیده تر ابوایوب انصاری پوری ۱۸ پښته دي چي گرده باید تر ۶۰۰ ق پوری راورسيږي حال دا چی تر بازیده پوری (۳۰۰) نور کلونه هم تېر سوي دي او بله دا چي د شيخ الاسلام عبدالله انصاری هروی د نسب سلسله هم دغه ابوایوب انصاری ته رسیږي. (۲۰) خو په دواړو نسب نامو کښي هيڅ توافق نه ښکاري. په هند کښي ډيري کورنۍ ځانونه انصاری بولي او په دغسي غټو او مشهور و روحانی رجالو پوري نسب نامه نښلول په اسلامی تاریخ کښي دمخه هم وینو او ښایی چی تر روښان دمخه د اور مړو يوي قبيلي خانته انصاری سلسله جوړه کړي وي لکه سيد حسين غوري ته د بي بي متود کهول نسبت یا سید محمد گیسو دراز ته د وردگو نسبت یا دهنده خضرخان پښتنه کورنۍ چی سادات و گڼل سوه (۲۱) یا د اردبیل صفوي کورنۍ چي ساداتو ته منسوبه سوه. په هر صورت اخوند درویزه انصاریان د اور مړو يوه قبیله بولي (۲۲) او وايي چي : د بازيد پلار نیکه دواړه عالمان وه د اور مر وه هم رښتيني وه په دین کښي. " (۲۳) بايزيد په دغسي کورنۍ کښي لوى سوی ؤ د خپل عصر ديني علوم : فقه، تفسیر، حدیث، اخلاق، تصوف ئې په عربي او فارسي کتابو کښي لوستي وه مگر دده له آثارو څخه داسي څرگنديږي چي محقق او متبحر عالم نه ؤ ځکه چي عربي ليکني ني معياري نه دي د صحيح او موضوع حدیث تحقیق نه کوي، پخپله هم د ډېر علم مدعي نه دئ (۲۴) او فارسي ليكني ني هم ناوړي خواوي لري او په پښتو او فارسي کښي ئې جوړ کړي نظمونه هم ښکلی او خواږه نه دی مگر دی یو ریاضت کوونکی او ذاکر او د روحانیت پلو ته ورتبر تود مبلغ او مجاهد ښکاري پنځه کاله په کور کښي په ریاضت تبرول او انزوا او نفسي سير دوني اثر لري چي د سړي شخصیت خورا موثر سي او وينا ني خلک واروي کله چي د کندهار له سفره راځی نو پنځه کاله په خلوت کښی کښینی بایزید نافذ شخصیت او عيز من تبليغي قوت او د قیادت لیاقت او دا خبره چی څنگه خلک یوه لوړ مقصد ته پر لار رهي کي د څېړلو او پلټلو وړ خواوي دي او داسي چي بايزيد د ریاضت او ذهني تمرين او مراقبي له لاري دوني سیر افاق و انفس کړی و چي پر خلکو به دده شخصیت اغیزه کوله او دده خبره به نی په عقیدت او اخلاص ارویده او په ده کښي دوني همت او عالي سجايا هم وه چي غوښته ئې پادشاهان او مقتدران او د خپل عصر د بريمني طبقې مشران خپل دعوت او موقف ته راوبولي ) و دا هغه وخت و چی ده یوویشت کاله په نفسي پالنه او مراقبه او تزکیه کښي تېر کړي وه پخپله وايي : درین بیست و یک سال مرا در خواب یا به الهام بشارت شده که یک رساله یا خلیفه سوی پادشاهان بفرست تا دعوای توحید در ولایت شان نشان در آرند تا آن پادشاهان که از علم توحید بیخبر بودند نیز بطلب علم توحید بگمارند ... مسکین گفته است: نظر دارم سوی پادشاهان و امیران این زمان که تا کدام پادشاه و امیر باشد که کار دین باخلاص اختیار کند تا در میان پادشاهان دیندار و دنیا دار نامدار گردد ... (۲۵) بایزید ددې دعوت او تبلیغ لپاره خپل معتمد مریدان او شاگردان شا و خواته واستول کندهار ته ئې خليفه مودود و استاوه چي په بريخو او کاسیو او ترینو کښي ني تر سنده او سید پوره پوري تکړه مریدان و موندل بل مريد دولت ته ئې صراط التوحيد ورکئ او د اکبر دربار هند ته نې واستاوه بله خپله یو رساله فخر الطالبين ني د خلیفه یوسف په لاس د بدخشان امیر میرزا سلیمان ته واستوله دغسي ارزانی خېشکی چي په عربي، فارسي، پښتو هندي ني شعرونه ویل هند ته ولېږل سو چي هلته روښاني طريقه خلکو ته وښيي او په دې ډول په ټوله پښتونخوا او شاوخوا سيمو کښي دده تبليغي ډلي گرزېدې او خلک به ني روښانيت ته رابلل. د دبستان مذاهب مولف وايي : شاه بیگ خان ارغون چي په خان دوران مخاطب و او بایزید ئې ليدلی و وايي کله چی بایزید د میرزا محمد حکیم دربار کابل ته راغی د دربار علماء د مناظرې لپاره را ټول سول مگر بایزید دوی عاجز او پره کړل نو میرزا هم دی ایله کی (۲۶) اخوند درویزه چی د بايزيد مخالف ملا دی هم دده عقل او هوښياري مني او وايي : " بایزید ډېر په عقل پوره ؤ، د دنيا عقل ئې ډېر و هوښياري او زير كي ني ډېره زده وه .... ځکه بایزید یو حکمتي و ... . (۲۷) ځینو لیکوالو د اخوند درویزه اختلاف یوازی مذهبی جنگ بللی ي د هغه شانه یې د مذهبي جذبي بل څه نه وو . (۲۸) م داسي ساده نه خلاصيږي او د څنگه سره څېړني او گروېږني لري د روښان د عصر تحلیل پخپله سیاسي جوله مومي، او يوازي مذهبي جذبه نه ښکاري ددي خبري اوږده خبرنه ما په تاریخ ادبیات پښتو دوهم ټوک کښي لس کاله دمخه کړې وه، دلته باید دا خبره هېره نه سي چي کورگانی حکومت د سید علی ترمذی پیر بابا په وسیله د اسلام په نامه دا تبلیغ کاوه چي پښتانه باید کورگاني شاهان د اسلامي احکامو له مخي ومني او ددوي اطاعت و کي د کورگانيانو ټول زیار خو سياسي و اما دا چي پیر بابا او درویزه هم د دغه مقصد لپاره پوهېدلي يا نه پوهېدلي کار کاوه هم ثابته خبره ده، اخوند درویزه وايي چي دروښان تبلیغی خط پیر بابا ته ورسېدئ نو هغه وویل : قوی بلا برین مردم افاغنین نازل شده معلوم نیست که نابود گردد، چه درین حدود پادشاه اسلام نیست (۲۹) بل ځای وایي : ما ازین جا که دین و ملت بی حکومت حکام اسلام تقویت نمی یابد فایده نکرد تبلیغ درویزه زیرانکه پادشاهی اسلام نه بوده تا سر او را ببرند ... (۳۰) . دا ښکاره کوي چي د پیر بابا او اخوند درویزه دواړو مقصد سياسي او په پښتنو د (اکبر پادشاه مننه وه حال دا چي دغه د اسلام پاچا (!) پخپله هم یوه بېله لاره دین الهی را ایستلې وه چي محقق علماء ني مخالف وه (۳۱)