32

سلطان محمد خالص د (تاریخ سلطاني) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 سلطان  محمد په نومورکو تاریخ لیکونکو کی نه راځي، ځکه چي د ده کتاب چاپ سوی او مشهور دی مګر له دې جهته چي څوک د ده په احوال نه دي خبر نو يې شهرت هم کم دی، زه لاندیني معلومات د دې مؤرخ په خصوص کي لرم: " سلطان محمد خان د موسی خان زوی په قوم نصرت زی بارکزی د کندهار له پوهانو څخه و، چي په شعر کي یې خالص تخلص کاوه، ده خپل تحصیلات په کندهار کي وکړل او په پاړسو کي ښه لیکوال او منشي سو. د امیر شېر علیخان په دوره کي د کندهار له مشهورو خوانینو څخه و او ډېر عمر يي  په کلات کي حکمراني کړله، هغه وخت چي غازي محمد ايوب خان په کندهار کي پاچا سو، دی یې ملگری و او د میوند په جهاد کي يې هم برخه درلوده، د (۱۲۹۷ هـ) د روژې تر مياشتي وروسته چي غازي محمد ایوب خان له کندهاره ایران ته ولاړ، نو د ده ملگري هم سره بيل سول او سلطان محمد خان مرحوم کراچي ته ولاړ او هورې اوسېد، ده په کندهار کي لا یو مفصل تاریخ کښلی و چي تاريخ سلطاني نومېد، لومړی جلد یې په (۱۲۹۸ هـ) په بمبيي کي په خپله طبع کړ دا جلد تر (۱۲۷۹ هـ) پوري له ابتداء څخه د پښتنو احوال لري او هم وقایع په خورا ښه صورت ليکي، د سلطان محمد د تاریخ دوهم ټوک چي د ده د عصر وقایع او هم مشاهدات وو ده ليکلي او هم چاپ سوي دي چي د هغه نسخې متاسفانه د امير عبدالرحمن خان په وخت کي ضايع کړلي سوې او اوس نه میندلي کيږي، مگر له پخوانو خلکو څخه روایت دی چي له هغه کتابه يو څو نسخې پاته سوي او ضايع سوي نه دي د تاريخ سلطاني د دوهم جلد که کمه نسخه اوس      ومیندله سي د وطن د تاریخ لپاره به ډېر غنيمت وي.

 سلطان محمد په زیارت د بیت الله شریف هم مشرف سوی و او پسله (۱۳۰۰ هـ ق) غالباً له کراچی څخه تللی او د هغه عصر د تورکيې په عربي مملکتو لکه : شام، عراق او نورو... گرزېدلی او هم هوري وفات سوی دی. خالص یو د پاړسو شعر دیوان هم در لودی چي د ده تر مرگ وروسته محمد ابراهیم او د ده زوی هغه اشعار سره ټول کړي وو، له دغه کتابه فقط لومړنۍ درې پاڼي زما څخه وي، ابراهيم ليكي: زما پلار چي بيت الله ته ولاړ بيا يې احوال معلوم نه سو څو کاله وروسته د سلطان محمد خان ورور حاجي جان محمد کندهار ته راغی او وې ویل چي حاجي سلطان محمد په تورکو کي وفات سو، ابراهیم وایی: چي د پلار ډیر اشعار او منثور لیکونه زما څخه وو، هغه مي سره ټول کړل او د (دېوان خالص) په نامه مي وبلل.

ما (حبیبي) د خپلي کورنۍ له لویانو څخه (خدای دې وبخښي) اروېدلي وو چي سلطان محمد خان عالم او خورا پوه لیکوال و، په کندهار کي به هر کله له پوهانو او علماوو سره محشور و، او د مشهور حبو اخوندزاده له زوی عبدالرحیم اخندزاده څخه یې استفاده او لوست کړی و، او د هغه ملگری هم و، چي له کندهاره فرار سو نو هم د مولوی عبدالرحیم اخندزاده د زوی مرحوم عبدالرؤف خان سره یو ځای کاکړستان ته ولاړ.

 دا دوه بیته سلطان د ده له يوه مناجاته را اخیستل کیږي:

اگر فضیلت نگردد دستگیرم

زشر نفس خود در دم بمیرم

زشر نفس و شیطان ده امانم

مگر دان جز بذکر خود زبانم