ملا نعمت الله
د پېښور د نوښار اوسېدونکی و او تر (۱۲۸۰ هـ) وروسته د ده د ژوند زمانه ده او دغه سړي په پښتو اوسني ادب کي د داستان ليکلو په سلسله کي ډېر کارکړی او متعدد داستانونه ئې نظم کړي دي. د ده اشعار خواږه او روان او د ويلو وړ دي، د لیلی او مجنون قصه، د نیم بولا او تیم بولا قصه، د فتح خان قصه، د موسی او ګلمکۍ قصه، د حضرت علي جنګنامه، د حاتم طائي قصه، د شهنامې پښتو ترجمه او الف لیلی د ده مشهور او نشر سوي کتابونه دي. ملا نعمت الله په خپلو ټولو آثارو کي د ژبي سلاست او خوږوالی ساتي او د هري قصې په نظمولو کي دا خبره په نظر کي نیسي، چي د داستان ټولي خواوي په قوي نظم او د پښتو ژبي د اساسي تعبیر پر اصولو باندي برابري وي. د ده د بيان قوه داسي منظمه او تکړه ده، چي هيڅ وخت ظاهري ادبي ښېګڼي تر معنی نه قربانوي او هم معنی په ښه ډول افاده کولای سي نو ځکه د ده د ده هنر د ظاهري او معنوي ښېګڼو جامع دئ اما د افسوس ځای دا دئ، چي دغه هنرمند شاعر ټول خپل هنري او ادبي استعداد د داسي شيانو په ویلو کي صرف کړی دئ، چي په ژوند کي لږ په کار راځي، يعني د ده په آثارو کي د فکر ذخیره ډېره لږه ده، خو د لفاظې او داستان ليکلو استاد دئ. حقیقت دا دئ که د ملا نعمت الله هنر د ژوند له پاره استعمال سوی وای نو به حقیقتاً شاهكار واى، دى عادت لري چي د هري قصې د هري برخي په سر کي يو ادبي تمهيد ږدي او بيا د هغه څخه د اصل داستان خوا ته هڅه کوي، په دې تمهيد كي د الفاظو قوت او خپل ادبي مهارت په ښه ډول ثابتولاى سي او د ده قصې د پښتو د بانډه والو د مشغولیت لوی سبب دئ. د ملا نعمت الله د هنر قوت هلته ښکاري، چي دی د شهنامې مطالب په پښتو مثنوي را اړوي، مګر دی پر خپل بيان دوني غالب دئ، چي د ترجمې هیڅ اثر نه پکښې ښکاري، مثلاً کله چي رستم په يوه جنګ کي په نافهمي خپل زوی سهراب وژني دغه تراژيدي ملا نعمت الله په داسي ډول تصوير کوي.
اور مي بيا نن لګېدلی په خاطر دئ
چي په غوږمي د سهراب د مرګ خبر دئ
د وجود باغچه په غم زما تالا شوه
د بېلتون د محصلانو حوالا شوه
په هر ځای د بېلتانه له لاسه وير دئ
د هر چا مرګ ته فلك استاده خير دئ
کوراکور د بېلتانه نارې سورې دي
د خزان له لاسه مړاوي منجرې دي
دا فلك د ستم ژرنده ګرزوي بيا
ککرۍ پکښې د خلکو غورځوي بيا
لا بوستان نه وي تازه د نوبهار
چي خزان ورپسې سم راسي دوبار
لا خور کړی بنفشې نه وي اوربل
چي بورا سي د خزان د لاس غوبل
ګلاب نه وي پورته کړی سر له خواب
چي خزان يې کړي په غم سینه کباب
لاله نه وي اوچت کړی سر په باغ
چي خزان ورباندي کېدي د غم داغ
بلبل هم نه وي په ديد د ګلو موړ
چي فلك يې بيا په وژلو کړي زړه سوړ
د اسمان ناکردي څو به درته وايم
که يې ستایم تمام عمر به لګا يم
پدا شان ما ته راوي ويلي صاف
د سهراب لښکر چي ولاړ په خپل اطراف
رستم هم ترېنه رخصت شو په ماتم
په طرف (يې) د سیستان کېښود قدم
د سهراب تابوت ئې هم يوړه له ځانه
دا خبر چي ورغی خاص تر سیستانه
کور و کلی په نارو په ژړا سر شه
تا به وې ګويا قايم هلته محشر شه
ووړ (و) لويو د سیستان به کړې کوکاري
چي هر څوك به خبرېده له هسي چاري
د واريه د رستم مور راغله سرتوره
د سهراب په غم کي پرېوته نسکوره
په ژړا یې (و) ګرېوان د اوښکو ډك
د افسوس فرياد ئې تلو په پاس فلك
په سیستان کي کور په کور کېده ويرونه
د سهراب په ماتم ناست وو عالمونه
چي دفن شو هغه ښکلی نازنین
تهمیته هم چا خبر کړه په يو حين
چي سهراب قتل له لاسه د رستم شو
د سيستان په ښار کي ښخ په ډير ماتم شو
د خبر په اورېدو پرېوته کوزه
ډېر ساعت پرته بې خوده هغه چوزه
تار په تار ئې کړه ويښته د اوربل واړه
سترګي سرې کړې په ژړا خماري دواړه
اور يې بل کړو وې چي ځان پکښي ستي کړم
ځان ملګرې د سهراب سره دستي کړم
الغرض چي ځان ئې کړو پکښې ګوزار
چي ناګاه ورباندي خلك شو خبردار
په تلوار يې دا له اوره کړه بهر
لاس و پښې وېښته یې سوي وه د سر
د دې سپين بدن چی و دګلو باغ