32

د خواجه محمد بنگښ قصيدې

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده د نورو شاعرانو قصاید ، پنځم څپر کی

د يوولسمی هجری پیړۍ دغه نازکخیاله او تکړه شاعر موږ هغه وخت و پېژاند، چی د ده ۲۴ غزلی او شپږ قصيدې راورټی پخپل کتاب گلشن روه کی په ۱۸۶۰م د انگلستان په هر تفورډ کی چاپ کړې، او بيا فادر هيوز په کلید افغانی کی هم ځای ورکیء (د لاهور طبع ۱۸۹۳م).

کله چی په ۱۳۱۹ ش کال ما د پښتانه شعراء لومړی ټوك سره را تولاوه، نو می د بنگښ پر احوال او شاعری باندی فقط د گلشن روه او کلید افغانی په حواله لږڅه وليكل، خو وروسته د ده د دیوان یوه خطی نسخه د مردان د پښتنو يوه پوه ښاغلی حبیب الرحمن ماته راولیږله، چی تر اوسه راسره پرته ده، څو چی په ۱۹۸۵م کال د پېښور پښتو اکاډیمۍ د پریشان خټک د مقدمی سره چاپ کړ ه.

خواجه محمد د خوشحال خان د زمانې سړی دۍ، چی هم دشاه جهان او بیا د اورنگزیب معاصر گاڼه سی پخپله وایی:

هسی خوښ د تخت د پاسه خورم نه دیء

چی عاشق د ستا په درکی خوښ خورم دی

(د دیوان۹۳)

خورم خو د شاه جهان نوم دیء، چی په ۱۰۶۸ هـ ق کال خپل زوی له تخته راوغور ځاوه.

په بل بیت کی خپل معاصرت د اورنگزیبه سره هم داسی ښیی:

د اورنگ په پا چھی کی می نیا و نشی

زه خواجه محمد به وو زم و بل لورته

نو موږ د ده د ژوندانه حدود له۱۰۳۰ څخه بیا تر۱۱۰۰هـ ق پوری ټاکلای سوای.

دغه مطلب په لاندی دلیل هم تینگېږی، چی بنگښ به چشتی صابری طریقه کی د میا عبدالرحيم مريد و اود دې سړی پلار میاعلی د شیرپاو او سیدونکی بیا د اکبر پوری د اخوند پنجو مرید و، پخپله وایی:

چی ساکن د چشتیانو په سرير دىء

شيخ حضرت عبدالرحیم زموږه پیردیء

د اخوند پنجو بابا د مرگ کال ۱۰۷۳ هـ ق دیء (خزينة الاصفیاء ۷۹-۱) نو بنگښ په د رووسیلو د اخوند

پنجود طريقت په سلسله کی داخل بلل کیږی.

د خواجه محمد بنگښ غزل خوپه لفظ او معنی کی د هنر ښکلا لری، هم ئی قالبونه ښه دی، هم ئې محنوی ښکلی ښکاری. د تصوف په رنگ کی عاشقانه غزلی لری چی کله کله په اخلاقی او عرفانی گېڼو هم پسوللی سوی دی، لکه د زړونو نه ماتول (نه آزارول) چی شاعرانو راز راز مضمون آفرینۍ پکی کړی دی خواجه محمد یې په دې بيت کی څنگه په یوه حسی تشبیه سره تلقین کوی:

زړونه مه ماتوه لعل د بدخشان دی 

بیا مشکل دیء رغول د شکسته وو

په دې بيت کی د جناس او استعارې او تضاد اقسام څنگه سره ځای سوی دی:

گوتی توری کړې په ما ې کړی راپوری

زه حیران يم ستا د سپينو گوتو تور ته 

د ښاغلی پوهاند رشاد په حساب د ده خطی دیوان ۱۸۱۳ بیتونه او گرده ۱۴۲ غزلی او ۳۱ قصيدې لری (وږمه۲ گڼه ۱۳۴۸ ش) او دغه نسخه چی په ۱۳۲۰ هـ ق د حمید الله په بد خط کښلې سوې ده، ډیر نواقص او ادبی عيوب هم لری، چی سړی ورته اریا نیږی. ځکه چی د خواجه محمد ځینی غزلی خو د ده بشپړه ادبی استادی او پر لفظی او معنوی ښېگړو باندی احاطه څرگندوی مگر ځینی غزليات او قصايد ئي عروضی نیمگړۍ هم لری چی په عروضی اصطلاح يې خرم بولی.

 او د ځينو بيتونو ضروری هجاوی ئې کمی دی، یعنی پزپرې کړی بیتونه لری. 

داسی گمان کېږی، چی دغه په د کاتبانو گناه وی چی د ده د ځنو بیتونو پزی یی ورپرې کړی دی. 

د ده له يوې اوږدې قصيدې څخه داڅو بيته و لولیء چی د شاعر د هنری کمال ځلا ځنى ښه ښکاري:

زړه را څخه وړی دی جمال د چشتیانو

سرې سترگی، سرې شونډی مجذوب حال د چشتیانو

 واړه شهبازان د لا مكان سيرونه کاندی

هسی رنگه تیز دی پرو بال د چشتیا نو

پټ په زړه کی تل لکه لاله وينه د زړه خورم

نشته دی په ژبه، قیل و قال د چشتیا نو

داڅه سپوږمۍ ندی، چی ځلیږی په آسمان کی

نللی په آسمان کی، د آس نال د چشتیانو

 زړه به د دردمنو لکه گل پرې وغوړيږی

کله به روالوزی شمال د چشتیانو 

هيڅ ورته څرگند شوه د دنيا واړ شالونه 

هرچی ئې اغوستی، شړی، شال د چشتیانو

 سرو مال به ورکړم، که یوه زره ترې راکه

ډک جامونه گرزی مالامال د چشتیانو

 واړه ښايسته په مثال ستوری د اسمان دی

 ما پکښی موندلی دی هلال د چشتیا نو

 (ص ۸۲ خطی دیوان)


قصيده اوږده ده، اوسړی د شاعر د استعداد نښانې پکی لیدای سی، خو توله د يوه مخلص اراد تمند له زړه راوتلی کلمات دی، چی د نورو په درد نخوری. خواجه محمد د تلقين او وعظ و پند قصيدې هم لری چی د کلام قوت او روانی یی ځنی ښکاری، دا د سنایی غوندی زهدیات دی، چی د شرقی ادب يوه لویه برخه گرزیدلې ده، لكه دا قصیده:

د دنیا عمردی تیر که بیهوده

که شپیته و، که اتیا و، که زیاده

بختورو له دنيا فايده يووړه

تا بی زیانه هیڅ ونکړه فائده

د مجلس یاران همه درڅخه لاړه

نظر نه کړې، په رڼو سترگو او ده

 په سړی باندی چی غم پر یوزی خوب نکه

ته چا رپایې، که سړی آدم زاده ؟

پلار، نيکونه دې همه په مرگ تمام شوه

خلاص به نشې يک تنها علاحده

زنده سر به په دنیا کی پاتی نشی 

چا اخيستې ده غافله! ستا هوده ؟

په پيری دی ږیره سپینه شوه، ملا ټیټه 

لاتر کومه به پا يږې جک زده ؟

ستا شپیته کلونه تیرشوه، زوړ بوډا شوې

 ته لا ځان گڼې تراوسه چهارده

که عاقل يې دنیا پريږده قلندر شه !

فقیران په دواړه کونه آزاده

د گمان پرده دې لری کړه له مخه

رضا کیږ، د صاحب په اراده

د مغان د دروازې د د ر خادم شه !

چی د عشق له جامه در کاندی باده

دا زاهدانه قصيده په مناجات داسی ختمیږي:

هدایت وکړه وماته يوه خدايه !

چی و تاته ځم په سم لار رسیده

 ما بد وکړه زه بنده يم بې ادبه

ته بخشش کوه پخپله قاعده

گناه کار خواجه آزاد کړه غنی خدايه

غنیان تل آزاد وی زاړه برده... 

( ص ۹۲ خطی دیوان)


په دې قصيده کی د عشق او مینی د مرموزی دنیا ځینی اسرار او درد و نه یا خوندونه او شواخونو نه څرگند

وی او داسی ښکاری، چی دی پخپله په عینی ډول له دغو وارداتو سره آشنا و:

عاشقان نظر په مخ د قمر نكه 

بې له ياره وبل مخ ته نظر نکه

شپه و ورځ د ده په فکر مستغرق وی

غير فكر ( ئې) په زړه کی گذر نکه

نور عالم چی سپوږمۍ ووینی اختر که

عا شق بي د يار له مینی اختر نکه 

هغه لا ف د عاشقى کا په دروغو

چی بلبل غوندی فریاد په سحر نکه

د هجران اغزی می ښخ دی په پهلوکی

 عاشقان بيغمه خوب په بستر نكه

پروانه له بلی شمعی نه جا روزی

 څو آخر پری دړی دړی بشر نکه 

که یارسرور څخه غواړی ترې (ئې) څار که

 هيڅ د سر په پریکولو خطر نكه

دنورو شاعرانو قصاید

عاشقی د تن پرورو خلقو نده

خر، ټټو به خدای د آس برابر نکه

په خو له تشى لا فی كا د عاشقۍ

معشوقه چی ورته وایی اثر نکه 

که هر څو ورباندی کا، ناڅاری چاری

عاشقان د يار جوره حذر نکه

مستغنی د قناعت په خزا نوشی

جستجوی د دنیا دارو په درنکه

هم سفر هم يې مقام دی پخپل کورکی 

و بیل لوری ته هیچری سفر نکه

که په هر ویښته یی وی هزار هنره

بې له عشقه عارفان بل هنر نکه

د عشق تاج به د هغه په سر حرام وی 

چی د يار د پاره خاوری په سر نکه

په دا لاری ډېر خطر دی لاړ به نشی

 څو چی توره د اخلاص په کمر نكه

له دې غمه به هر گز بیغمه نشی

 څو گردن د غليم غوڅ په خنجر نکه

د عاشق نامه به کله وی پر روغه

څو په سرو لنبو کی ځان سمندر نکه...

بحر و بر ئې دواړه بیا مونده په کور کی

عاشقان سفر د بحر و د بر نکه

د تهمت له نا پاکیو به خلاص نشۍ

څو پناه ورته د صبر سپر نکه

که تندی په دواړه لاس وهې له غمه 

نور به کښلی د محفوظ د د فنرنکه 

پر يوه نظر ئې زړه را څخه يووړ

يار و ماته نظر بار دیگر نکه

پر هرو نه می د زړه واړه زون شوه 

طبیبان می هیڅ علاج د پرهر نکه

زه به یار پسی په غلا ژاړم له خلقه 

چری نه وی چی رقیب را خبر نکه...

ما په سر له تنه غوڅ د رقیب پرېکړ 

سلگری را سره چرخ اخضر نکه

آه فریاد کوم له درده سره ژاړم 

د آه غشیء می هرگز پرې اثر نکه...

د خواجه محمد که سرځی، لاړ به نشی

 څو يوه بو سه یار ده لره ور نکه

( خطی د يو ان ۷۰ )


دا وې د خواجه محمد د قصيد و يوڅو نمونې، چی دلته را غوره کړ ې سوې.

بنا غلى لوستونکی که دغه د عشق او زهد بیانوونکی قصيدې ولولی، او بیا ئې د ده دغزلو سره پرتله کی نو به دا له ورایه ورښکاره سی، چی غزلیات ئې ډیر ښکلی او مستانه او لطیف دی، خو په قصیدو کی ئې زاهدانه تقشف ډيرى اغېزې ليدلی کیږی.

موږ به خواجه محمد په دې واعظا نه قصيدو اومريدانه و ينا وو نه کږو، دی د خپل عصر د روحانی فضا نمایندگی کوی، او دغه کیفیت د دغه عصر په اکثرو هنرمندو شاعرانو لکه د عبدالقادر خان او گوهر خان او نورو په وینا وو کی هم سته.

لنډه ئې دا ده: که موږ د خواجه محمد د ځينو غزلو طراوت او ښکلا او مضمون آفرینی او بيا د ځينو قصيدو واعظانه ډول یا د مضمون اوچتوب گرده سره راټول کو او ده ته د پښتو نورو شاعرانو په کوم پوړ کی د درېدلو ځای وټا کو، نو به په مټی د هجری او عبدالقادر ځای ته ورسیږی.

و گوریء: د بنگښ دغه د وعظ او زهد مطلبونه که د غزل په قالب کی توی سی، نو داسې گټوره، ښکلې او

مؤثره وينا ځنى جوريږي:

چی بازار لره خالی لاسونه د رومې

 اټکل نه کیږی چی سود به ځنی راوړې! 

ته د وړاندی ځې، دنيا دې کړه دوروستو 

په تورتم کی مشال ولی پس شاوړې ؟

عاقبت به يوه ورځ در څخه مات شی

 که هر څو په احتیاط لوښی متیا وړې!

 چی دی تخم پر پټی کرلی نه وی: 

د غلې په وخت به واخلې ځنی خاوری

 نصیحت و بل ته کړې خواجه محمده!

ته ئې ولی د خپل زړه په غوږو ناورې ؟ 

( خطی دیوان ۴۱)