111

برید

درکوچه های سرخ شفق ، معاصر

د ماشوم جهانی ورځ ده

میلمانه نورپه دربارکی

خرڅری نیلونی ژاولی

ووړ يتيم ناست په لوی لارکی

اخوا دیخوا ماشوم خیال یی

له سر و شنو سره لو بیږی

زړه یی پرسی خپل همزولی

په بتروکی چی تیریږی

كله سترگی یی زړوته 

و نیکه یی چی معمار

کله گوری نوی نوی 

و ختگریی چی خپل پلار 


يوه خوا دمزدکونو

آسمان څکو منا روته

د تور کی عثمانیانو

دختيځ لوی یادگارونه


بله خوا هسکی ماڼی

د لويديځ له تقليد و نو

د څو كسو ځبيښاک گرو

د پانگوالی دمر پیونو


يو بهير دلته پرتور واټ

دموټر و دلاريو

هلته پیړ پر تور مر مرجوړ

د وړو لو يو بيړيو


بس دا واړه جوړ یو برید دی

بیلوی سره دوی وچی

زاړه نوی ، ماړه وږى

تر دا منځه دی هر څه چی


د ماشوم جهانی ورځ ده 

مبلمانه نور په دربار کی

خر څوی نیلونی ژاولی

و وړ يتبم ناست په لوی لار کی ! ! ؟


استانبول د ۱۹۸۰ د اپریل ۲۳


بیړ (د بیړ پر ټولگی)

مر مر (دمرمر بحيره)