نوې اوستا
هغه وخت چه زرتشتر خپل مسلك او آئين د کشتاسب د باختر پاچا حضور ته وړاندی کړ، نو د پاچا د حكم له کبله د ده او د ځينو باختری علماوو په منځ کښی د مناظرې دروازه پرانيتل شوه او په نتیجه کښی پاچا او د دربار خلك د ده په دین راو اووښتل. په دغه وخت کښی کشتاسب حكم و کړ چه د نوی دین قوانین د سرو زرو په اوبو د غوائی په پوستکو وليكل شی او د مملکت په معبدونو دې وویشل شی. نو اصل باخترى اوستا چه هر څومره نسخی لرلې ټولی په باختر او د آریانا په نورو ځايو کښی تقسيم شوې وې، او دغه نسخی په هغو ټولو دورو کښی ځای په ځای محفوظی یا نی شوی چه د باختری اسپه د کورنۍ اولادې په آریانا کښی حکومت درلوده هر کله چه وروسته تر هغه يوه داسې دوره شروع شوه چه د الو کولو او هرج ؤ مرج نه ډکه وه آشوریانو لكه نينوس، سميراميس او دوهم سالمانسار، دوهم تیکت پیلسر د مادا و فارس ځمكى ماتی گوډې او لاندی کړی او نیش ئی تر باختر او د آریانا تر غربی غاړو پوری هم ورسیده وروسته بیا د هخامنشی سیروس او داریوش په حملو شروع وکړه او زمونږ د مملکت د پادشاهانو سره ئی اوه (۷) کاله جنگونه وکړل. په دغه اړ ؤ دوړ کښی چه تقريباً د (۹ ق م پيړۍ) له نیمائی څخه ئی په اسیائی ځمکو کښی د اسکندر تر پیدا کېدو پوری دوام وكړ، د آريانا په هره نقطه کښی د ژوندون بنسټ او اساس خراب شو او د پرديو د جنگونو له کبله مذهبی آثارو او معبدونو ته سخت زیان ورسېد او قلمی کتابونه او آثار او د دې جملی نه د اصلی اوستا نسخی هم له منځه لاړې هخامنشی پادشاهان تقریباً د(۷) كلو جگړې نه وروسته په آخر کښی بریالی او غالب شول. دوی چه په څو پیریو سامی سلطی او تماس سره په وينه، عرق، او ثقافت کښی سامی رنگ پیدا کړی ؤ، د دغو جنگونو په اثر بیا په آریانا کښی د آریائی صاف تهذيب د کانون سره تماس پیدا کړ او اوستائی دین او مسلك ئی غوره کړ او د ځان سره ئی فارس ته یووړ، او د اوستائی باختری مذهب او د سامی او بابلی پخوانيو موهومانو له گډون او اختلاط څخه د دغو دواړو په منځ کښی یو بل مذهب پیدا شوه په دغه ار ؤ د وړ کښی د اوستا ځینی قیمتی نسخی هم له آریانا نه فارس ته ویوړل شوې لکه چه وائی یوه نسخه ئی هماغه اوستائی نسخه وه چه اسکندر د (استخر) سره یو ځای په اور کښی وسوځوله او یو بل جلد ئی له هر ځای نه چه په لاس راووړ هغه ئی یونان نه واستاوه په هر حال هغه شی چه د خوشالۍ او خوښۍ موجب دی دا دی چه سره د دې ټولو مصيبتونو او بدبختیو چه د اوستا نسخى پكښی تيت ؤ پرك او ورکې شوې بيا هم د باختر د پخوانی مذهب معارف او تهذیب او د اوستا د کتاب په محو کولو کښی د پردیو مقصد بیخی سرته و نه رسید، که د هغې نسخی له مخی وو چه یونان نه لیږل شوی وه او که د هغو خاطراتو له مخی چه په زړونو او حافظو کښی ساتل شوی او محفوظ وو، او د نورو تیت و پرکو ټوټو له مخی دومره پوره آثار او مدارك په لاس راغلل چه یوه مجموعه ورځنی جوړه کړی او د باختر پخوانی او قدیمی حیاتی، مدنی، او تهذیبی نظام او قوانین نوی کړی، هر کله چه د نوی اوستبا جمع کول او تدوينول هم شرحه او بیان لری چه دلته مونږ په لنډ صورت په هغه باندی پیل کوو: هغه لومړنی سړی چه د جمع کولو په فکر کښی شو (ولكش Volkash) يا (ولخش) پارتی ؤ، او هر کله چه په پارتیانو کښی څه ناڅه څلورو تنو په دغه نوم سلطنت او پاچاهی کړی ده د اوستا جمع کوونکی مدققين په ولخشيانو کښې ډير مشهور لومړی ولجس بولی چه د (نرو Nero) د روم د امپراطور معاصرؤ او د لومړی مسیحی پیړۍ په دوهم نیمائی کښی ئی سلطنت او پاچاهی کوله. لومړی ولخش او ورور ئی (تریداتس Tridates ) دواړه د زردشتی مذهب پیروان وو. او تردی چه (تریداتس) پخپله لوی مؤيد ؤ او دغه نظریه په هغو ليكو او مكتوبو سره ثابتیږی چه د (نرو) او د دغو دواړو ورونو په منځ کښی ليږل شوی او رالېږل دی په هر حال د ولخش د پارتی پاچا له خوا د اوستاد کتاب په جمع کولو کښی لومړی اقدام د لومړی مسیحی پیړۍ په دریمه برخه کښی شوی دی. او دغه اوستا تر هری اندازی پوری چه جمع شوی وه د ساسانیانو تر پیدا کیدو او ظاهریدو پوری پاتی شوه.
د ساسانی کورنی اوسلالی مؤسس (اردشیر) هر کله چه د یو کاهن سړی زوی ؤ چه (بابک) نومید او د استخر په ښار کښی د (اناهیتا) په يو معبد کښی مجاوری کوله د پلار د توصیې له کبله د اوستا ټولولو او جمع کولو ته اقدام وکړ او (تنسار Tansar) د خپل وخت اوی عالم ته ئی امر وکړ چه یو هیئت جوړ کړی او د دغه کار په کولو پیل وکړی لکه چه تر زیاتی اندازی پوری ئی په دغه لار کښی کوشش وکړ او هغه شی چه د پارتی په زمانه کښی جمع شوی ؤ هغه ئی مکمل او سرته ورساوه.
دارد شیر نه وروسته د ده زوی لومړی شاپور (٢۴١-٢٧٢ ب م) هغه دریم سړی دی چه د اوستا په جمع كولو كښی ئی کوشش او سعيه وکړه. حكم و كړ چه ( د هند او يونان له پخوانيو او قديمى كتابونو څخه ځينی علمی، حکمتی، ستورې پیژندنی، فلسفی او جغرافیائی بحثونه ترجمه کړی او په اوستا کښی ئی داخل کړی. په دغه ترتیب نوې اوستا په ډېرو کوششونو او جدی اقداماتو د ځينو علماوو او پوهانو له خوا جمع شوه او سره د دې چه تقریباً د پخوانۍ اوستا د یوی د یمی برخی نمایندگی کوی دومره قدر وشو چه بیخی له منځه لانه ره او سربیره په دې چه د بلخی زرتشتر د پخوانى مذهب او مسلك مبادی او اصول مونږ ته معرفی کوی زمونږ د مملکت د یوې ټاکلی زمانی د تهذيب او د پخوانی او باستانی تاریخ او عظمت روښانه پاڼه هم شمېرله کېږی.
د اوستا تقسيمات: اوستا معمولا په دوو لويو برخو وېشله کېږی لومړی برخه او دوهمه برخه.
لومړی برخه په دغو کتابونو شامله ده: (۱) یسنا Yasna(۲) ویسپرد Visperad (۳) وندیداد Vendidad دغه دری کتابونه په قلمی پاڼو کښی په دوو شکلونو لیدل شوی دی هر یو یواځی یا درې واړه یو ځای او گډ په لومړی صورت کښی هر یو ئی پهلوی ترجمه لری او په دوهم صورت کښی بیله ترجمی نه دی اوله دی جهته د درې واړو کتابو مجموعی ته (ساده وندیداد) وائی ځکه چه ساده ده او خپله ترجمه نه لری دوهمه برخه دوو برخو ته شامله ده چه یوه ئی کوچنۍ اوستا او بله پیشتیان یا د نمانځنی سرود دی چه لومړ نشمیرئی ډیرو او اوس بیله (۲۱) ته ئی نور ندی پاتی ځينی د دې دواړو مجموئی ته (خورده اوستا) یعنی کوچنی اوستا وائی او دغه کتاب له هغو کوچنیو او رادونه مرکب دی چه نه یواځی پوهانو او علماوو بلکه ټولو خلکو په یاد لرل او د ورځی هفتی، میاشتی او د کال په ټاکلو وختو کښی به ئی ویل او لوستل.
په بل ډول چه د اولی او دوهمی برخی نوم وانه خلو او د دواړو محتویات او مشتملات حساب کړو نو اوستا په پنځو کتابو تقسيموې (۱) یسنا - (٢) ویسپرد (۳) و ندیداد (۴) یشت (۵) کوچنی - خورده اوستا.
(۱) یسنا: د اوستا ډیره مهمه برخه ده او معنی ئی ستاینه او عبادت دی. او (۷۲) فصلونه پکښی دی او(۱۷) فصلونه ئی د گاتیانو سرودونه دی چه لهجی او ژبی او د نورو په لحاظ د اوستا ډیره پخوانۍ برخه ده.
(۲) ویسپرد: هغه مجموعه ده چه د مذهبی رسوماتو په وختو او اخترونو کښی به اوستل کیدله او هغه ئی په (۲۷) برخو او جزؤنو ويشلې ده.
(۳) وندیداد: وندیداد له۲۲ بابو یا فرگاردونه مرکب دی او هر باب تقريباً ټاكلى موضوع لری لکه لومړی فرگارد د ځمکی د پیدائښت او د۶١ ټوټو اوستائی خاوری او د هغو د خواصو او اوسېدونکو څخه بحث کوی او دوهم فرگارد د (یم) یا د یما پاچا داستانونه بیانوی نور فرگاردونه هر یو د اخلاقی مبانيو، پاکۍ، نظافت، راستۍ او راستكارۍ توصيه كوى.
(۴) یشت: یشتیان زیاتره د شعر په ډول دی او مجموعه ئی د (ستاینی او نمانځنى سرود) بلل کېدلی شی. هغه ۲۱ یشتیان چه پاتی شوی دی هر یو یو مخصوص شی بیانوی تاریخی داستانونه ټول په پشتو کښی بیان شوی دی.
(۵) کوچنی اوستا خورده اوستا: اوراد، دعاگانې او داسې نور دی او هر کله چه د هرې ورځی په عباداتو کښی استعمالېدل نو نه يواځی موبدانو بلکه د ټولو خلکو په يادوو، وړه اوستا یو نوی شی دی چه د دوهم شاه پور (اذربدمهراسپند) له خوا تالیف شوی دی.
گاتونه: که څه هم گاتونو د یسنا (۱۷) فصل تشکیل کړی دی او په بل عبارت د هغه جز دی مگر سره له دې په څو لحاظ وسره چه لاندی ئی بیانوو د اوستا د نورو ټولو برخو څخه جلا او ممتاز دی او د آریانا د ویدی او اوستائی تهدیب د دوو مخونو او برخو د ارتباط د ثبوت دپاره د هغو د ممیزاتو ښودل او بیانول خاص اهمیت لری گاتونه د ټولو مدققينو په عقیده د اوستا د نورو ټولو برخو په نسبت ډېر پخوانی او قدیمی دی او دغه قدامت د هغو کتنو او مطالعاتو له مخی چه شوی دی د ژبی مفکورې او د جملو د اشکالو او په نورو بیلو بیلو زمینو کښی لېدل شوی او ثبوت ته رسېدلی دی هغه بل شی چه گاتونه ئی د اوستا د نورو برخو څخه جلا او ممتاز کړی دی دا دی چه گاتونه په نظم سره دی او د اوستا نوری برخی په نشر کښی دی له چه پخپله د گاتونو کلمه (سرود او هغه شی چه ویل شوی دی «سروده شده») معنی لری، د شعری تخنيك له مخی گاتونه پنځه ټولگی (دسته) شعرونه یا سرود لری چه په جلا جلا قافيو جوړ شوی دی. دار مستتر وائی چه: گاتونه د اوستا ډېره پخوانۍ برخه ده او سرودونه ئی که عیناً وی او که په تقلیدی ډول او که د کتاب د ډېری مهمی برخی په نامه او په حيث په ټوله اوستا کښی یاد او ذکر شوی دی او د کلام د روح تدقیق دغه نظریه ثابتوی ژبه او د جملو شکل ئی پخوانی دی او داسې اشکال او كلمات لری چه د عامیانه زند په ژبه کښی له منځه تللی دی او یواځی د هند د پخوانۍ ژبی یعنی د ویدی ژ بی سره د هغو شباهت موندل کیدی شی، گاتونه په نظم سره دی او یواځی د اوستا برخه ده چه د شعر په ژبه ليکل شوې ده).
د دارمستتر د تحقیقاتو نه واضحه معلومیږی چه گانونه د اوستا ډېره پخوانۍ برخه لومړی له دې کبله چه د شعر په صورت ویل شوی دی او بیا د ژبی، کلماتو او جملو په لحاظ د ویدی سرودونو سره شباهت لری. له دې جهة ویلی شو چه گاتونه يوه داسی کړۍ او حلقه ده چه وروستی ویدی سرودونه او د اوستا نوری برخی سره نښلوی او وصل کوی. څرنگه چه گاتونه تقریبا په ویدی سرودونو پسی دی (زراتشترا) هم د ریشیيانو په ډله کښی راغلی دی او لکه چه د مخه مو د زرتشتر د شخصیت په بحث کښی وویل دی له هماغو ريشيیانو او پوهو حكماوو څخه ؤ او د زمانې او محيط د غوښتنی او مقتضا له مخی ئی د آریانا د پخوانیو پوهانو په افكارو او نظریاتو کښی انقلاب راوستی دی گاتونه د آریانا د پخوانیو ادبیاتو او ژبی د تاریخ به لړ کښی يوه داسې ټاکلی پاڼه او مخ دی چه وروستنی ویدی ادبی سبك او د اوستا د زمانی د انشاء طرز سره پیوندوی. لنډه دا چه گاتونه له پنځو ټولگيو او قسمونو سرودونو څخه جوړ شوی او په دغو نومونو یادیږی:
(۱) گاتا او ناويتی (٢) گاتا او شتاويتى (۳) گاتا سپنتامينو (۴) گاتا وهو خشرا ترا (۵) گاتا وا هشيتوا يشتی. د آریانا په تاریخ کښی د اوستا اهمیت: سره د دې چه پخوانی باختری اوستا د زمانی د پېښو کبله له منځه تللې ده اوسنۍ اوستا د کشتاسپه د مملکت د پخوانیو او باستانی دورو او زرتشتر په باب کښی ډیره رڼا اچوی. د هغه شی له مخی چه د مخه بیان شو واضحه معلومېږی چه د اوستا متن د افغانستان د باستانی تاریخ د دورو په باب کښی نه یواځی د دین، آئین عرف او عاداتو او د اجتماعی ژوندون او د نورو له پلوه رڼا اچوی بلکه په دقیق صورت او په زیاته اندازه د باختر سلطنتی سلسلې او سیاسی وضعیت څرگندوی. هغه مهم باب چه اوستائی د خارجی تعلقاتو له حيثه پرانیځی یو داسې توپیر او فرق دی چه د اوستانی آریائیانو او د هغو بدوى آريائيانو ترمنځ ئی پیدا کړی دی چه په دغه دیانت کښی داخل نه وو او د آریانا د اوسېدونکو اوستائی آریائی خلکو او د سر دریا نه هغی خوا ته د بدوی آریائیانو او د هغو برخو د غیر آریائی قومونو او د هغو آریائیانو نه چه په غربی برخه کښی لا د اوستائی دیانت او تهذیب پیروان شوی نه وو او د بين النهرین د سامیانو او بابل په مقابل کښی ممتاز او جلا کړل.
اوستا هغه لومړنی منبع ده چه د (آریا) او (توريا) خلك ئی پخپل منځ کښی سره مقابل کړی او د اوستائی مهذبی آریائی ټولنی د کامیابۍ دپاره سربیره د اجتماعی ژوندون په اصلاحاتو د سلطنتی او د شاهی کورنیو د نظام د تشکیل په باب کښی په ډېر وضاحت بحث کوی.
اوستا هغه الې گولې او هرج و مرج او تيت ؤ پرك والى له منځه لرى كړى دی چه نوو داستانونو او د نكل ويونكو (نكالانو) تصرفاتو پیدا کړی ؤ او زمینه روښانه کوی او موقع نه ورکوی چه د باختری کورنۍ د پادشاهانو نومونه او د دوی لویی کارنامی نورو کسانو ته ورکړی شی، هغه اشتباهات چه تر نن ورځی پوری د ځینو له خوا د آریانا د باختری پادشاهانو د نومونو په تعبیر کښی شوی دی یو د خندا وړ شی دی. چه نن ورځ پخپله هماغه منابع پخپلو غلطیو باندی یوه شوی دی، سره د دې چه له يوې خوا د اوستا متن او ویدی سرودونه حاضر دی او له بلی خوا ماد او هخامنشی او مرکزونه او پای تختونه او د هغو هیڅ یو اثر په اوستا کښی نشته نو د مغرب د تدقيق كوونكو په مرسته د اروپا له خوا د ماد په پادشاهانو او د تیسپس Teispes د (انشان Anshan او د فارس د سلالی د تیکه په اولاده باندی ځینی رڼا ئی واچوله شوه. سره د دې چه هر یو ځانته په اشوری او خپلو کتیبو کښی یو نوم درلود، د فارس ليكوالو يو يو بل نوم له باختری پادشاهانو څخه ټاکلی او بی د عصر او زمان او پیښو له سنجش نه ئی په هغوی تحمیل کړ. دغه اشتباهات د اروپا د پوهانو په ذهنو کښی لاره نه لری او له دی نه وروسته په هیڅ یو ځای کښی په بیله خندنی توب او مضحکی نه بل مورد پیدا نه کړی. دغه رنگه جغرافیائی معلومات چه اوستائی ورکوی هم زمونږ د مملکت په تاریخ کښی مهم مقام لری ځکه چه د هغو له مخی کېدلی شی چه په پوره صحت د آریانا د پادشاهانو د حکومت قلمرو او حدود وټاکل شی. نو اوستا زمونږ د مملکت د پخوانی تاریخ په لحاظ يوه ډیره لویه او موثقه منبع ده چه (ودا) هم ورسره متفق شوی او په پخوانیو دورو باندی ډیره رڼا ئی اچوی.
هغه محترم لوستونكى او مطالعه کوونکی چه دغه اثرئی تر دغه ځای پوری وکوت او مطالعه ئی کړ پوهیږی چه هغه شی چه مونږ د خپل مملکت د تاریخ د ویدی زمانی په باب کښی لیکلی دی زمونږ د کار اساسی محور پخپله د ویدی سرودنو او متن دی، او په دغه ترڅ کښی مو د دغه سرود د کلماتو نومونو او جملو د بیانولو او توضیح دپاره د شرقی او غربی تدقیق کوونکو له نظريې او تحقیقاتو له هم کار اخستی دی او گمان کوم چه دغه رویه به ډیره مصئونه لاره وی چه یو قوم ئی پخپله د هغه د عنعناتو او صحيح او باوری ماخذ له مخې و کوت او مطالعه ئی کړ، چه عین همدغه کار د خپل مملکت د پخوانی تاریخ په دریم فصل کښی هم اجرا کوو، او دغه يو داسې کار دی چه په حقیقت کښی له هماغی پخوانۍ زمانې څخه تل زمونږ د هېواد کښی تعقیب شوی دی او شاهد ئی هم دا دی چه هر څومره آثار، عنعنه، تاریخ، رزمی او حماسی داستانونه، نكلونه، فولكور، او ادبیات لرو هغه ټول د ویدی او اوستائی سرودونو د پخوانيو خاطراتو انعکاس دی. په بل عبارت وید او اوستا زمونږ د پخوانی تاریخ دوه پیوسته مخونه دی او دغه ویلای شو چه زمونږ د پخوانی او زوړ مملکت پخوانی تاریخ د زیاترو ملتو څخه د مخه لیکل شوی دی.
په دې كښى څه شك او شبهه نشته چه اوستا مذهبی جنبه لری، ویدی سرود هم مذهبی جنبه درلوده مگر تر کومی اندازی پوری زمونږ د ژوندانه د اجتماعى څنډو او د ژوندانه د سویې او د عرف او عاداتو او د قبائلو د روښانه کولو او د جغرافيې او تاریخ دپاره قیمتی معلومات ورځنی په لاس راغلل چه په حقیقت كښی له تاريخ ته هم انتظار همدغه دی.
څرنگه چه اوستا د وید د بیلو بیلو او متفرقو سرودو په نسبت د یو ټاکلی آئین او ديانت څخه د ټولو قوانينو او اساس او فروعاتو سره ئی نمایندگی کوی د آریانا د تاریخ او جغرافيې په برخه کښی هم په ډېرو دقيقو مراتبو بحث کوې. او فائده ئی له دې نه زیاته ده چه په هره رشته کښی پیښی تر زیاتی اندازې پورې تسلسل لری. جغرافیائی نقاط ئی عموماً ټاكلى او مشخص دی، او پېښی او وقائع د ځمکو سره پوره ارتباط او هم آهنگی لری، او ټول د يو ملت د آئین د اقتضا او پروگرام له مخی یو لوی او مقتدر شاهی نظام او یوه مملکت او یو سیاست میدان ته راورت او د وندیداد ځينی (فرگادونه) پخپله یواځی یا د آریانا يو جغرافیائی بحث او یا ئی د لويو او قوی پادشاهانو د تاریخ یوه رساله ده.
* * *
باید دا وویل شی چه په ځینو برخو کښی د اوستا په اصطلاحاتو باندی پوهېدل او په تېره بیا د تاریخی پېښو په لحاظ د هغو تعبیر تربیوې اندازی مشکل دی. مگر په پراخ نظر مشکلات پخپله حل کېږی. جرمنی (گایگر) په دغه عقیده دی چه آریائی پهلوانانو، پادشاهانو او قبائلو او بیله دوی نه نورو چه په اوستا کښی یاد شوی دی ټولو خارجی وجود درلود او په دوی پورې مربوطی او ذکر شوې پېښې ټولې هغه پېښی او واقعات دی چه خامخا شوی دی او هر کله چه دی د دغې مسئلى له کلکو طرفدارانو څخه دی چه اوستا او تهذیب ئی زمونږ د مملکت په خاورو پوری مربوط دی.
پخپله قضاوت کولی شی چه اوستا زمونږ د مملکت د پخوانی تاریخ په روښانه کولو کښې څومره ډیر اهمیت لری.
سربیره په دی که چیری تر اوسه پوری اوستا یاد کړی کسان یواځی د دی کتاب په متن کښی یاد شوی وو په یو وخت کښی د هغوی د وجود د تائید دپاره د خاورو نه لاندی نوی او تازه شواهد هم پیدا شوی دی، (گوپت) یا گويت شاه په اوستا کښی یو یاد شوی شخص چه نوم ئی په گوش یشت کښی ذکر شوی دی تر اوسه پورې که چیری داستانی جنبه ئی درلوده سمرقند ته نژدی د (نل برزو) نوی کشفیات ښکاره کوی چه په هغو زمانو کښی چه آریایانو زیاتره د مالدارۍ جنبه درلوده د اکسوس د دواړو خواؤ په آريائی ټولنه (جامعه) کښی ئی پاچاهی کوله، لکه چه د پاچاهی مفکوری د زمانی صنعتگرانو په داسی زمانه کښی چه په آریائی ټولنه کښی مالدارۍ خاص بیا د غوارو د گورمونو روزنی ډیر اهمیت درلود هغه داسی تصویر کړی دی چه د پاچا سرد انسان په صورت او نور بدن ئی د غوائی د بدن په شکل دی، او هغه ئی د (نپنو پاچا) بللی دی، دغه کشفیات امیدواری پیدا کوی چه په اوستا کښی د یاد شوو پاچاهانو او نورو اشخاصو شواهد به هم يوه ورځ د اکسوس له حوزی د باختر او سغدیان له ځمکو څخه کشف شی. اوستا د آریانا د سياسې، تهذیبې او د ادبی تاریخ په لحاظ فوق العاده اهمیت لری او هغه ډیره پخوانۍ منبع ده چه په آریانا کښې د لومړنې آريائې سلطنتې نظام د تشکیل په باب کښې ئې بحث کړی او د پخوانيو او باستانې زمانو څخه د یو تاریخی ماخذ په حيث د هغه سلسله تر خپلې زمانې پوری رسوی، د اوستا یشتیان بخدی سلطنتې کورنۍ د پادشاهانو د نومونو سره ئې یادوی او د هغوی د سلطنت قلمرو او ټاکلی سیاست د معينو ولایاتو سره څرگندوی او په شمال او غرب کښی د هغوی د سرحداتو د هغی خوا مخالفینو ته اشاری کوی، هغه یواځینی مملکت چه د ادبی تهذیبی او سياسې تاريخ یوه پاڼه ئی ویدی سرود دی او بله پاڼه ئی اوستا ده او دغه مملکت آریانا یا افغانستان دی.