32

اموي دوره (۴۱ - ۲۳۱ هـ)

د افغانستان لنډ تاریخ دویمه برخه

پر ( ٤٠ ھـ ٦٦٠م) کال چې حضرت معاویه د ابو سفیان زوی د حجاز له بني اميه څخه واك ونيو او پر اسلامي هېواد يې بری و موند نو ده اسلامي لښکر د خراسان شمالي او جنوبي خواو ته پر دوو جبهو وخوځاوه، په شمالي جبهه کښې د هرات خواته قيس بن الهيثم سلمی، بادغیس او فوشنج ونیول بلخ ته ورسېد او د هغه ځای د نوبهار بودتون (معبد) يې وران کړ. د ده ترلاس لاندې حاكم "عطاخشك" د بلخ پر درو سیندو درې پلونه جوړ کړل، چې د عطا په پلو مشهور وو، تر هغه وروسته تر (۴۵هـ - ۱۶۵م) کال پورې د بلخ په شاوخوا کښې عبدالله د خازم زوی په هرات، بادغیس، فوشنج او قادس کښې نافع د خالد زوی او په تالقان فاریاب او مروالرود کښې قيس د الهیشم زوی په مرو کښې امیر د احمرزوی او د خراسان په نورو برخو کښې حکم د عمر الغفاري زوی د اموي دربار له خوا امیران وو، او پر (۵۱هـ - ٦٧١م) کال چې ربيع د زياد حارثي زوی د خراسان والي شو، پنځوس زره عرب يې د آمو پردې غاړه میشت کړل او تر هغه وروسته سعید د عثمان زوی د خراسان والي وټاکل شو، چې د عربو لښکر يې د لومړي ځل له پارهد آمو پورې غاړې ته وخوځول تر سعید وروسته عبدالرحمن د زياد زوی د خراسان حکمران شو چې د معاویه تر مړينې پورې همدلته و. د معاويه تر مړينې وروسته د يزيد له خوا اسلم د زياد زوی د خراسان په امیری وټاکل شو، ده د يزيد تر مړينې وروسته مهلب د خراسان امیر کړ، خو چې دی له هغه ځايه وووت خلکو پر مهلب بلوا وکړ، ځکه نو سلیمان د يزيد زوی پر مرو تالقان او ګوزګان او عبدالله د خازم زوی د خراسان پر نورو برخو اميري وموندله پر دغه مهال د عربي مشرانو تر منځ شخره پېښه شوه او عبدالله خپل زوی موسی پر خپل ځای کښېناوه او په خپله یې په هرات کښې بني ربيعه او بني تميم كلابند کړل، تر يوه کال جګړې وروسته چې اته زره تنه ووژل شول هرات یې په زور ونیو او خپل زوی ته یې و سپاره تر ۶۴ هـ - ٦٨٣ ٦٨٣م وروسته). - د افغانستان لند تاریخ عبدالله د خازم زوى د عبد الملك اموي تر وختو پورې په خراسان کښې پاته شو او پر (۷۲) هـ - (٦٩١م كال وكيع د عميره زوی د خليفه له خوا وټاکل شو، چې عبدالله ووژني، ده هم د عبدالله سر پرې کړ او پر خراسان واکمن شو، خو پر (۷۸) هـ - (٦٩٧م کال خراسان د عراق د والي حجاج له خوا مهلب ته وسپارل شو مهلب تر مروالرود را تبر او تر بلخ پر مخ ولاړ، او له هغه ځایه تر آمو پورې ووت تر دوو کالو پورې په ماوراء النهر كښې په جگړه بوخت و بیا بېرته بلخ ته را وګرځېد. پر ۸۲هـ کال چې مهلب د مروالرود په زاغول کښې مړ شو حجاج دده زوی یزید بن مهلب د خراسان په حکمرانی و ګماره او تر هغه وروسته يې ورور مفضل د ابي صفره زوی د خراسان امیر شو، ده پر (۸۵هـ - ۷۰۳م) کال بادغیس ونیو او پر (۶۸ هـ - ۷۰۵م کال د عربو نامتو بریالی قتیبه د مسلم زوى له سیستانه را وګرځېد او حجاج خليفه عبد الملك ته منځګړی شو څوچې قتیبه یې د خراسان حکمران و ټاکه، قتیبه مرو ته راغى او له هغه ځايه يې بلخ، تالقان او تخارستان فتح کړل په بلخ کښې يې ډېر مريان ونيول، او تر هغه وروسته يې په ماوراء النهر كښې په خپلو فتوحاتو لاس پورې کی، قتیبه خراسان تخارستان او بلخ د خپلو لویو لښکری سوقیاتو مرکز وټاکه او هر وخت چې د ماوراءالنهر له پر له پسې يرغلو څخه را ګرځېد په بلخ، مرو او خراسان کښې يې خپل ځواك نوى کاوه (٨٦) تر ٩٦ هـ پوري) قتيبه كلك او کروړ سړی و، چې د خراسان په ولایت کښې يې د تخارستان تر پايه پورې ټول مخالف عناصر د ۵۳ زرو تنو لښکر په واسطه له پښو وغور ځول او و يې ځپل، د افغانستان د شمالي سيمو له مدافعينو څخه یو هم بادغیسی نيزك دى، چې د تخارستان د يبغو امير له خوا حکمران و (۸۴هـ) دی څه وخت د آمو د دواړو غاړو په فتوحاتو کښې د قتيبه ملګری و، خو چې د بلخ نو بهار ته ورسېد د خپلواکۍ بیرغ یې پورته کړ، د بلخ مروالرود تالقان پاریاب (اوسنۍ میمنه او ګوزګانان اوسنی سرپل) خلك يې د قتیبه پر خلاف له ځان سره کړل او له کابلشاه څخه یې هم د مرستې ژمنه واخيسته. قتيبه د راتلونکي کال (۹۱هـ) په پسرلي کې له بلخ څخه پر تخارستان یرغل او په تالقان كښې يې د نيزك له لښکر سره جګړه وكړه، نيزك ماته وكړه، قتیبه دده لښکر پوپنا کئ د نيزك ملګري يې تر څلورو فرسخو پورې په دار وځړول د نيزك دوه زامن يې ووژل؛ په خپله نيزك په بغلان کښې خپل مرکز ته راستون شو او قتیبه سمنګان ونيو، نيزك يې تر اموي دوره دوو مياشتو په "دژکزر" کښې کلابند کړ، خو ويې نه نیولای شو، په پای کښې يې سليم نومی د روغې له پاره نيزك ته ولېږه او نيزك يې په بې ځايه وعدو قتيبه ته بوت خو هغه نيزك او د ده دوه ورېرونه شول او عثمان له ۱۲ زرو ملګرو سره ووژل او په دې توګه يې د افغانستان په ټولو شمالي ولاياتوکښې سرغړونې له منځه يوړې ( ۹۱ هـ - (۷۰۹م خو قتيبه د اموي سلطنت د مركز او وليد بن عبد الملك مخالف شو او په خراسان کې يې په بغاوت لاس پورې کړ، اموي دربار تر ډېر زیار وروسته دی د خپل لښکر د يوه مشر و کیع نومي په لاس وواژه (۹۶) هـ - (۷۱۴م تر قتیبه وروسته تر ډېرې مودې پورې څه مهمه پېښه ونه شوه خو خلك تل د بني اميه مخالف وو او غوښتل يې چې خلافت بېرته آل رسالت ته په لاس ورشي، څنګه چې بني اميه د بني هاشم او د امامت له کورنیو سره دښمني درلوده نو ځکه حضرت یحیی د زيد زوى د على له اولادې له کوفې څخه د بلخ په نيت راوخوځېده، د بلخ امير چې د اموي دربار ګمارلی سړی او نوم یې عقيل د مفضل زوی و، دی ونيو او بندي يې کئ، خو په دغه وخت کښې (۱۰۵ هـ - ۷۲۳ع) اموی هشام مړ شو او وليد د يزيد زوی د خراسان امیر نصر سيار ته ليك واستاوه چې يحيى خوشې کړي، خو یحیی تر خوشې کېدو وروسته په ګوزګان کښې له اويا تنو سره د اموي لاسپوڅيو ګوتو ته ورغی او تر يوې سختې جګړې وروسته شهید شو د ۱۲۵ هـ د برات میاشت د ده مړی د ابو مسلم تر منځته راتګ پورې پر دار و. د (۱۰۷ هـ - (۷۲۵م تر شاوخوا پورې پر نورو پېښو سربېره په غور او غرجستان كښې د خراسان د عربي حکمران اسد د عبدالله د زوى. پرمختګ او د غرجستان د محلي حكمدار "نمرون" او د غور له خلکو سره د ده جګړه وه چې په دې جګړه کښې د دې سيمې ښورښت آرام او په نمرون يې اسلام ومانه.


خو په جنوبي جبهه کښې.                      


 پر (۴۳) هـ (٦٦٣م) کال معاویه بیا عبد الرحمن بن سمره د دويم ځل له پاره د سیستان د حكمدار په توګه را واستاوه نوموړي تر ۴۴هـ کال پورې ددې سيمې ټولی نا آرامی آرامې کړې او تر هغې وروسته د بست او کش (د کندهار كشك نخود او د داور د هلمند پر غاړو زمینداور او رخج اراخوزیا د ارغنداو د ناوې خواته پر مخ ولاړ او د زور غره ته د زمينداور او غور تر منځ او د هغه ځای لوی بودتون ته ورسید او هغه لوی د سرو زرو بت چې سترګې يې د ياقوت وی د عبد الرحمن په لاس مات کړی شو، تر هغه وروسته عبد الرحمن د زابل او ترنك ناوې ته تر غزني او کابل پورې ولاړ دا ښار يې تر کلابندۍ وروسته د منجنیق د ډېرو په ويشتو ونيو او تر څه مودې هلته پاته شو. په دغو جګړو کښې پر ۴۴ هـ کال یو فاضل صحابي ابو رفاعه عبد الله عدوي تميم د اسيد زوی او په بل روایت ابوقتاده العدوی په کابل کښې شهيد شو، چې قبر يې په کابل کښې مشهور دی. پر همدغه کال ابن سمره يو لښکر د فارس الفرسان مهلب د ابي صفره د زوی په مشرتابه ختيزو ولاياتو ته ولېږه مهلب له کابله تر پېښوره پر مخ ولاړ، او کابلشاه یې چې په لار کښې يې د او وژنده پیلانو په قوت چې له هر پيل سره څلور زره سپاره وو په خپله دفاع کوله مات کی اوبنه او لاهور يې د سند د سيند ښۍ غاړې ته د مردان په ناوه کښې ونيول بیا نو عبدالرحمن، مهلب د سپه سالارۍ په منصب سرلوړی کړ او ده د سندها غاړې ته ګام واخیست او تر ملتان تیر شو، قندابیل کندها) بهیل د بلوچستان د کلات په شاوخوا کښې د قصدار په پېنځه فرسخۍ کښې پروت دی او قيقان (کلات) یې ونیول چې دا د خيبر ها خواته د کابل له لارې د عربو لومړۍ لښكر كشي وهپه (٤٦ هـ) کال ربيع الحارثى د سيستان والي شو او پر (۴۷هـ) کښې یی پر بست او رخج رخذ ) يرغل وكئ د رتبيل د زابلستان د پاچا سره ونښت او هغه یې مات کی ربیع په زابلستان او د ارغنداو په ناوه او سیستان کښې د خراج او محاسبی دیوان پرانیست، او دا هېواد يې د حسن بصری په مرسته تر اسلامي ادارې او قوانينو لاندې راووست، تر هغه وروسته پر (۵۱هـ - (۶۷۱م) عبدالله د ابي بكره زوى سيستان ته راغئ، د هغه ځای د گبرگانو (زردشتیانو سره ونښت او بیا تر بست رخج او کابل پورې پرمخ ولاړ، له رتبيل سره يې جګړه وکړه خو په دوو ملیونو در همو يې ورسره روغه وکړه په دې توګه رتبيل غاړه کښېښووه او دی بېرته سیستان ته ولاړ. پر (۵۹ هـ - ۱۷۹م) کال د معاويه له خوا عباد د زیاد زوی د سیستان حکمران وټاكل شو دی هم له هیلمنده تېر تر کندهار او کابله ورسېد، همه عباد د معاويه د وختو تر پایه د سیستان حكمدار و، هغه وخت چې يزيد د شاهی پرتخت کښېناست عباد له (۲۰) ملیونو در همو او نورو مالو سره چې د کابل له غنایمو څخه يې د سيستان په خزانه کې راټول کړي و ، بصری ته ولاړ، او د (٦٢) هـ - (۱۸۱م) کال په لومړيو مياشتو کښې يې يزيد د زیاد زوی د سيستان په امیرۍ او ابو عبيده د زياد زوی يې په سپاه سالاری و ګمارل شول او سیستان ته راغلل دا مهال بیا د افغانستان خلکو د کابل د پاچا په مشرۍ پر عربي ګمارل شویو بلوا وکړه، او د خپلواکۍ د ګټلو له پاره پاڅېدل یزید او ابو عبیدہ پر کابل یرغل وکئ، خو له ډېر سخت مقاومت سره مخامخ او په خپله يزيد له ډېرو مسلمانانو سره ووژل شو، سپه سالار ابوعبیده په کابل کښې بندي شو نو ځکه د اموي له درباره طلحة الطلحات او ورور يي عمر د سیستان د تنظیم له پاره راغلل او د عربو هر یو سردار د افغانستان د يوې یوې غربي ناحيې واګې په لاس کښېواخيستلې او هغه وخت چې مروان الحکم په شام کښې د اموي پاچهۍ پرتخت کښېناست عبدالعزيز د عبدالله عامر زوی يې چې له پلار او نیکه څخه يې د سيستان په چارو کښې تجربه درلوده د سیستان حکمران کی، ۰۱ تر (۶۴هـ) وروسته په سیستان کښې د طلحه لښکر را غونډ کړ او څنګه چې د افغانستان خلکو د عربي حکمرانانو اطاعت نه مانه، نو د بست او کابل خواته يې مخه کړه او د زابل له پاچا رتبل سره بيا ونښت هغه يې مات کړ. د کابل او زابل تر نیولو وروسته له ډېرو ولجو او ګڼ شمېر مریانو سره سیستان ته را وګرځېد، دی تر (۷۲ هـ (٦٩٢م) کال د اموي عبد الملك تر وختو پورې په سیستان کښې امیر پاته شو عبدالملك په همدغه كال حجاج د سیستان امیر وټاکه او حجاج له خپلې خوا اميه د عبدالله زوی سیستان ته واستاوه ده پر (۷۴)(هـ) کال پر بست یرغل وکئ او د زابل له پاچا رتبیل سره يې جګړه وکړه، دی يې په يو خروار زرو او دوه ملیونو درهمو مجبور کی، هم يې له هغه څخه د ځان له پاره درې سوه زره در همه واخیستل، پر (۷۵هـ ٦٩٤م كال عبد الملك اموى عبدالله د سیستان له امیری څخه لرې کی، او د ده پر ځای يې موسی د طلحه زوی و استاوه خو په سیستان کښې د کړکېچ له امله بيا همهغه عبدالله د ابي بكره زوى عبيده بن بكره) چې د سیستان په چارو ښه خبر و د نیمروز چارو ته وګمارل شو. ده پر (۷۸هـ) کال یو لوی لښکر د حريش بن بسطام په مشری سیستان ته راوست، زرنج ښار يې ونيو، او د بكوا دښتې له لارې يې پر بست زابل يرغل وكئ، خو رتبيل د ا لښکر له منځه یووړ چې د جیش الفنا په نامه یاد شو عبدالله یې د (۷۰۰) زرو در همو په ورکولو اړوپست او روغه يې ورسره وکړه (۷۹هـ). څنګه چې عبدالله د دې ماتې له ويرې په بست کښې مړ شو نو د ده زوی بوبردعه له رتبيل سره ونښت، له هغه څخه یې (۷۰۰) زره در همه واخیستل سیستان ته ولاړاو له هغې خوا حجاج لس زره مجهز سپاره جيش الطواويس) د عبدالرحمن بن اشعث په مشرۍ پر (۸۰) هـ ۷۰۰ (م) کال سیستان ته راولیږل. عبد الرحمن چې سیستان ته راغی د خوارجو ستر سالار همیان د عدي زوى له غښتلي لښکر سره په سیستان کښې له ده سره جګړه وکړه، خو همیان مات شو عبدالرحمن د خوارجو ډېر مشران ووژل بيا يې پر بست يرغل وکړ او تر هغه وروسته یې د زابل له رتبيل سره سخت جنګ وکئ او له زياتو ولجو سره سیستان ته ولاړ همدا چی عبدالرحمن ته په سیستان، زابل، کابل او سند کښې لوی ځواک په لاس ورغى نو ياغي شو، له حجاج سره د جنګ له پاره عراق ته ولاړ (۸۲) هـ) خو ماته يې وکړه او بيرته د سیستان زرنج ته راغئ په دغه وخت کښې حجاج د شمالي خراسان امير مهلب ته ليك واستاوه او هغه مفضل يې له لوی لښکر سره د عبدالرحمن د خپلو له پاره وګماره عبد الرحمن له سیستان څخه د بست خوا ته پرشا شو، د مفضل لښکر ورپسې ولاړ د بست او رخد تر منځ يې سخته جګړه وکړه، دلته عبد الرحمن مات شو او د زابلستان رتبېل ته يې پناه يوړه، خو حجاج، عماره بن تمیم رتبیل ته استازی و استاوه، ټول مالي تکليفونه يې هغه ته وبخښل د تل له پاره یې د دوستۍ ژمنه ورسره وکړه. رتبيل عبد الرحمن او د هغه ملګری ابوالعنبر ونیول او غوښتل یې چې د حجاج استازي ته يې وسپاري خو هغو دواړو ځانونه له بامه واچول او مړه شول. دا پېښې د کندهار د ارغنداو د ناوې په رخج (رخد) کښې تر (۸۴ - ۸۵ هـ) کال پورې منځته راغلې دي. تر دې وروسته پر (۸۶هـ - (۷۰۵م) کال مسمع د مالك زوى سيستان ته ولېږل شو، له ابو خلده خارجي سره يې جګړې وکړې او هغه يې ونيو، خو څنګه چې مسمع پر همدغه کال مړ شو د ده پر ځای قتیبه د مسلم زویراغی ده چې شمالي خراسان ته مخه وکړه، اشعث د بشر زوی يې په سيستان کښې پرېښوو، پر (٨٨هـ - ٧٠٦م) کال يې په بست کښې له رتبيل سره جګړه وکړه او تر ده وروسته عمرو د مسلم زوی دقتیبه ورور) همدغه کار تکرار کړ او په اتو سوو زرو در همو یې روغه وکړه، څو کاله وروسته پر (۹۴هـ) کال قتيبه د مسلم زوی له خراسانه سیستان ته لاړ، رتبيل له ده څخه ويرېده او پر کال يې يو مليون درهمه خراج ومانه. تر دې وروسته تر (۱۰۸) هـ - ۷۲٦ (ع) کال پورې یو شمیر کسان د سیستان په امیری وټاکل شول خو تر سیستان پرمخ نه ولاړ، د هشام اموي په وخت کښې اصفح د عبد الله زوی د محمد بن جحش په سپه سالاری دلته راغی، دی پر (۱۰۹) (هـ) کال له سیستانه وووت او له زابلي رتبيل سره يې سختې جګړې وکړې، چې په هغو کښې په خپله اصفح او نور ډېر مسلمانان ووژل شول، تر هغه وروسته په سیستان کښې د عربي قبيلو تر منځ بیلتون راغی چې تر (۱۳۰) هـ - ۷۴۷ (ع) پورې يې دوام وکئ، د اموي دولت له پلازمینې هم ډېر سړي د دغه ځای د اميرانو په توګه راغلل چې دا دوره په سیستان کښې د اموي دولت تر سقوطه په کورنیو جګړو کښې تېره شوه، خو اسلامي لښکرو د درياب له لارې د سند پر ځمکه يرغل وکئ او په اموي عصر کښې يې تر (۹۶) هـ - (۷۱۴) (ع) کال پورې د هغه ځای لوی ښارونه لکه ارمابیل دیبل نیرون سیوستان ،اشیهار برهمن آباد ، ارور (روهری) بابیه ملتان او نور د لوی فاتح محمد بن قاسم په مشرۍ ونیول او تر هغو وروسته هم د سند ځمکه د ملتان تر پايه او د پېښور تر شاوخوا پورې د اسلامي سالارانو تر امیرۍ لاندې پاتې شوه په دې توګه مسلمانانو د افغانستان د جبهې شاته هم خپل فتوحات پرمخ بوتلل خو لکه چې وليدل شول د افغانستان خلکو له مرو او سيستان څخه نيولې تر کابل او پېښور پورې څهان د پاسه یو سل کاله د عربو د برياليو لښکرو په مقابل کښې مقاومت وکئ دا غرونه تل د خونړيو جګړو ډګر و او هغه وخت چې رتابله او کابلشاهانو په زابل او کابل کښې د عربي برياليو په لاس ماته کوله، د جبهې شاته يعنې ګردیز، پېښور او ويهند ته يې پناه وړه د خپل ځواك تر پياوړولو وروسته يې بیرته پر کابل او زابل يرغل کاوه او د عربو ساخلوګان يې پوپنا کول، په دې توګه یوه پیړۍ په دغو جګړو کې تېره شوه او د افغانستان خلکو په دې مقاومتو کښې په ډېره میړانه خپلواکي ساتله دوی د اسلام دین هم ورو ورو ومانه، په دې وختو کښې د ګندهارا ولایت له کابله تر پېښوره او ويهند، کندر سند او ټکسیلا پورې د ګريكو بوديك د مدنيت او صنعت مرکز و او په دغه هېواد کښې بودایي او بر همني لوی بود تونونه (معابد) موجود و. از ال و د ي ن اخځ د البلاذري فتوح البلدان طبری چچ نامه تاریخ سیستان الاصابه افغانستان بيك نظر جغرافیای تاریخی ایران دائره المعارف اسلامي، فتوحات عرب در آسیای میانه خلافت د میور په قلم، معجم الانساب زمباور تاریخ یعقوبی د ابن اثیر الکامل، د يعقوبي البلدان، د گردیزی زین الاخبار، مجمل فصيحى، سي يو کي د هيون تسنګ، راجه ترنكيني د کلهنه، د ايليت دهند تاریخ د افغانستان تاریخ ۱ - ۲، کتاب الهند، مروج الذهب مادر زبان دری طبقات ناصری د ندوی د سند تاریخ.