32

محمد علي انصاري د (تاريخ مظفري) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

د ۱۸۱۲ م ليکلي خطي نسخه يې د پاریس په ملي کتابخانه او د حیدرآباد په آصفیه لا يبريري كي سته. د هندوستان عمومي تاريخ دی چي د احمد شاه لامونه پر هندوستان بيانوي او خورا گټه ور معلومات لري او پر دغه موضوع يې بل کتاب بحر المواج هم کښلی دی چي نسخې يې په برټش موزیم او د پاریس په ملي کتابخانه کي سته. په دې کتاب کي تر ۱۲۱۱ ق پوري وقايع ليکل سوي دي. دغه انصاري ته يو بل کتاب هم د تاريخ احمد شاهي په نامه منسوب دی چي په ۱۱۹۶ ق يې کښلی و او خطي نسخې يې په برټش موزيم او انډیا آفس کي سته.