32

خوشحال خان خټک د (بیاض) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

مرحوم خوشحال خان د پښتنو هغه نوموړی او علامه سردار او مشر شاعر دی چي ښايي داسي پښتون به نه وي چي دی نه پېژني. دا مرحوم د پښتو پلار او د پښتنو یگانه ملي ادیب او هم نوموړی لیکوال دی، مگر دا مشهور او معروف مشر تر اوسه د مؤرخ په ډول لږ پېژندل سوی دی.

 خوشحال خان د پښتنو مؤرخ هم گڼل کیږي، ده خپل تاريخي مطالب او د پښتنو د تاریخ مهم وقایع په خپل یوه کتاب کي کښلي وو، افضل خان خټک په تاریخ مرصع کي ډېر مقاصد له دغه کتابه رانقل کوي او وايي چي خان علیین مکان په خپل (بياض) کي هسي کښلي دي.  

 راورټي مستشرق هم هسي ليکي چي خوشحال (تاریخ افغان) لیکلی دی چي اوس ډېر نایاب دی نه پوهېږم چي راورټي هم هغه بياض چي افضل خان يې راښيي يادوي که يې مقصد یو بل مستقل کتاب دی. په هر صورت خوشحال خان د پښتنو مؤرخ دی تاریخ افغان يا بياض د ده تاريخي کتاب ؤ.