سریزه
له لسمی سدۍ را پدې خوا د پنځلسمې سدۍ تر پايه د غزنويانو او غوریانو او تیموریانو په زمانو کې پنځه پیړۍ هنر دخلکو او مقتدرو فیوډالی کورنیو په غېږ کې روزل سوئ او په پنځلسمه پیړۍ کې د هرات هنري مكتب د خپلې لوړتيا جګې څوکې ته رسېدلئ و.
خطاطي، نقاشي، ميناتور، کتابسازي، موسيقي او نور نفيس صنایع په ګرده خراسان کې پاخه سوي او هم عام سوي وو. په زرو هنرمنان او ماهر صنعت ګران په هرات،مشهد، بخارا، سمړقند، بلخ او نورو ښارونو کې پخپل هنري خلاقيت بوخت وو.
له هغه وخته چی د هرات د تیموریانو لويه واكمني (شاهنشاهي) د پنځلسمې سدۍ په لومړۍ څلورمه کې ورانه سوه، نو د مملکت پراخه سیمه د بابرشاه د کورنۍ او د ایران د صفويانو او د ماوراء النهر د خانانو ترمنځ د جنګو او خانداني رقابتو او ډغرو ميدان و، او پخوانی مړکزیت یې له لاسه وتلئ و، خلك له دغو مسلطو قواوو سره مقابلي ته ولاړ وو.
نولسمه سدۍ په افغانستان کی داسی وخت دئ، چي د احمدشاه تر شاهنشهۍ وروسته د ملوکیت طوایف فساد شروع سو اقتدار د سدوزو له کورنۍ څخه د بارکزو محمد زو ټبر ته انتقال کاوه او په ټول مملکت کې له کشمیره او جيلم له غاړو تر هراته او آمو پورې خانه جنګي نښتې وه، خلك د يوه فاسد نظام په منګولو کې ځپل کېدل او په داسې حال کې نه خلکو او نه دربار او نه د اقتدار مړکزونو دا فرصت درلود چې هنر او پوهه پکې وروزل سی.
پر افغانستان د انګریزانو لومړی تجاوز (۱۸۳۹ - ۱۸۴۲) او دوهمې لښکر کښۍ (۱۸۷۸ - ۱۸۸۰) څلوېښت کاله دا مملکت د ظلم او وینو په لمن کې ونغاړه او کله چې په ۱۸۸۰م امیر عبد الرحمن د کابل پاچا کړ سو، نو هنر هم پخپل ځبلي حالت کې و او د زړو هنرونو بڅرکي لږ لږ په خلکو کې ځلېدل، چې دلته په لنډه راوړل کیږی.