تر اخوند راروسته سوات
به ۱۸۹۵م کال پرنگیانو د خپل تسلط تنگولو لپاره دمله کنډ، سوات، دیر، چترال، باجوړ د غرنيو سيمو د پښتنو د ایلولو او ټکولو نه نیامت، دمله کنډ ايجنسي د يوه پولټيکل ايجنت میجر ایچ اې ډين تر مشرۍ لاندې جوړه کړ اوله پیښوره یې تر چتراله پورې په پاخه سړک جوړولو لاس پورې کړ.
د دې لارې جوړولو ضرورت او اهمیت د حکومت هند په (پره=دا برخه ونه لوستل شول) خط ۸ می ٨٩۵ام نمبر ۲۴۰ کې څرگند شوی و. خو د انگلند مرکزي حکومت او د لار ډروز برې کابينې نه غوښتل چي په چترال کې مداخله وکړي او د ۱۳ جون ۱۸۹۵م په يوه جوابیه کې یې له دې کاره سره په ښکاره مخالفت کړی و. خو د روز بري د حکومت ترسقوط وروسته د لارد سالسبرې کابینه راغله، د مردان او هوتي او مله کنډ اوراني
زو او چکدرې او سوات او لوهاري له لارې یې تر چتراله پوخ سړک جوړ کړ او ټول دغه قبايل يې د خپل تلسط او پوځي يغلونو تر زغل لاندې راوستل او هم دلته و چې پښتنو به ویل:
چرته لندن چرته چترال دی
بې ننگي زور هوه، پیرنگي چترال له لځينه
پرنگی خو په خپلو استعماري چارو اخته و، د ۱۸۶۹م تر بندوبست وروسته ارتې د کرنې مځکې، ځينو غټو غټو خانانو او نوابانو ته ورکړې شوې اود فيوداليزم ريښې يې ډیرې ټينگې او گڼې کړې. دغه زمینداران او بډايان د پرنگیانو مله وو. خو په گڼو پرگنو او خلکو کې لا هغه د پرنگیانو سره تر بور گلوي وه. د۸۹۷ام په مني کې د بر سوات خلک بیا جنگ ته تیار شول او د دير نواب خیلو بادارانو پرنگیانو ته خبر ورکړ، چی د پالم ملا صاحب د خپلو مریدانو سره د جهاد تیاری کوي. د سوات په لومړي پړاو کې يو ځای لنډا کی نوميږي. دلتهٔ په ۱۸ جولايي ۱۸۹۷م ملامستان غازي چې پرنگيانو لیونی ملا او خلکو سر تور فقيرباله او اصل نوم يې سعد الله خان د بونیر له يوې درنې کورنۍ څخه و، د جهاد توغ یې ورپاوه او د شپې يې ناببره پر مله کنډ حمله وکړه. دلته له پرنگيانو سره د پښتنو لاس په لاس جنگ و شو. تر سهاره غازیان شهیدان شول او د پرنگي درې لوی منصب داران مړه او درې ټپي او ۲۱ سپاهیان مړه او ۳۱ ټپي شول تر دې وروسته د سوات او با جورغازیان هم راورسیدل په چکدره، امان دره کې تر ۳۱ جولایی ۱۸۹۷ م وروسته سخت جنگونه وو. او د اگست په اخرنۍ لسيزه کې جنرال بلد پر بر سوات او جڼدول باندې هم یرغل وکړ. پښتنو د سپتمبر تر پایه په لوړه او ژوره کې مقاومت کاوه. څوچې د اکتوبر په يوولسمه ځینې سازشکاره نوابان لکه د خارخان د جار نواب، د نواگۍ خان او نور وطن فروشا ن په نوي کلي کې سره راټول شول د نواگۍ خان لس زره روپۍ او خارخان درې نیم زره او د جارخان دوه نیم زره روپۍ له پرنگیانو څخه واخيستې او خپل آزاد وطن او غیرتمن خلک يې پر پرنگي خرڅ کړل.
داود آزاد و او ننگياليو يوسفزو او سواتیانو افسوسناک انجام چې بې ننگو او وطن دښمنو خانانو څنگه پر پردو باندې خرڅ کړل؟ او دا هغه قوم و چې د بابر او اکبر او اورنگ راج یي هم نه و منلی.
د سوات او يوسفزو د آزادۍ رڼې ورځې تيرې شوې وې. په دير کې د ملا الياس اخوند کړوسی غلام محمد خان د اتلسمې پیړۍ په منځ کې دخانۍ پر کټ ناست و تر ده وروسته قاسم خان بیا رحمت خان (مړ ۱۸۸۴م) بیا نواب محمد شریف خان (مړ۱۹۰۴م) بیا نواب پاچا خان (مړ ۱۹۲۵م) بیا نواب شاه جهان (عزل ۱۹۶۰م) د پرنگیانو د لاس گوډاگیان د خلکو په وينو زبيښلو بوخت وو. خو د دې سیمې وروستنی پښتون اتل د باجوړ د جنډول مشر حاجي امراخان (عمراخان) د عباس خان مستي خيل زوی ۱۸۶۹م کال پر باجوړ او دیر خپله خاني ټينگه کړه، هر ځای يې جنگي ټينگې او ښکلې کلاوې جوړې کړې او په نوي ډول يې لښکر مسلح او تنظيم کړل. څو چې په ۱۸۹۰م د اقتدار جگې څوکې ته ورسیده، پرنگيان يې (و یرول=دا برخه ونه لوستل شول) او د شاوخوا نوابان او خانان يې پر را ولاړ کړل. ځکه چې امیر عبدالرحمن خان هم په کابل کې پرنگيانو ته لکۍ ښوررله، نو یې له کابله مکراني ملا د امراخان په مخالفت جنډول ته ورواستا وه. خو امراخان یو مدبر او پوه سړی و، دغه گرده ورانې يې ليدلې او چاره يې کوله، او چترال یې هم و نیوه.
په ۱۴ مارچ ۱۸۹۵م پرنگیانو له پیښوره خپل ډیر مسلح لښکر د جنرال سر رابرټ په مشرۍ د پنځو نورو عسکري قوماندانانو سره د سوات له لوري د امراخان پر ملي جنگيالو باندې را وخیژول. ډیر جنگونه وشول، او د غازيانو ډيرې وينې توی شوې. د پرنگیانو خو هم لښکر غښتلی او منظم او وسله وال وو، هم يې په خلکو کې نفاق اچاوه، او ساز شکاره وطن فروش خانان اي را ولاړول. څوچې په ١٧ اپريل ١٨٩۵م د امراخان د اقتدار ستوری را پریووت او کابل ته ولاړ، چې دلته د افغانستان د میلمه په ډول اوسیده. او پرنگیانو به ويل: « ټوله قبایلي مشران يا زموږ په لاس کې دي، يا زموږ د ملگري د افغانستان د امير په لاس کې.»
امراخان په ۱۳۲۱ ق کال په کابل کې وفات، او د کابل د چهاردهي د ویسل آباد د بالاجوى په هدیره کې ښخ دى. اولاده يې د کوهدامن پر هغو مځکو باندې اوسي چې د افغانستان دولت هغه ته وربښلې وې.