32

د سیستان د ملکانو لنده يادونه (٤٢٩ - ٦٣٢هـ)

د افغانستان لنډ تاریخ دریمه برخه


د سلجوقيانو او خوارزم شاهیانو واکمني

او

د سیستان د ملکانو لنده يادونه (٤٢٩ - ٦٣٢هـ).


 سلجوقیان د سیحون او ارال رود د شمالي تركمانانو يو ټبر و، چې د سامانیانو په وختو کښې د بخارا شمالي لور (اوسني نوراتا) او ماوراءالنهر ته راغلي او اسلام يې منلی و څرنګه چې د دوی کار د ګلو روزنه وه، ځکه نو د څړ ځايو د موندلو له پاره ګرځنده وو په جند کښې د دغه ټبر مشر سلجوق د توقاق يا يقاق تیمور زوی څلور زامن لرل چې نومونه يې يبغوار سلان مشهور په اسرائیل، میکائیل، یونس او موسى دي. سلطان محمود سهواً د سلجوق تبر څلور زره کورنۍ له جيحونه را پورې ويستې په خراسان کښې یې تر نیشاپوره څړ ځايونه ورکړل او د سلجوق زوی اسرائیل یې چې د منهاج سراج په وینا برق جهنده او شیر دمنده ته ورته و په کالنجر کښې بندي کړ د ۴۱۶هـ - ۱۰۲۵م شاوخوا ) د میکائیل زامنو طغرل ،پیک داؤد او چغری بیگ ډیر ژر خپل تبر راغونه او . خراسان یې تر غزني سيستان بلخ نشاپور او کرمان پورې ونيو، طغرل (۴۲۹ - ۴۵۵ هـ) لکه چې د مسعود غزنوي په حالاتو کښې تېر شو، د دندانقان په جګړه کښې يې سلطان مسعود مات کړ، پر (۴۲۹هـ - ۱۰۳۷م) کال يې په نشاپور کښې د پاچهۍ خول پر سر کښېښوو، خپل ورور يبغور يې د لوېدیځ افغانستان، پوشنج هرات او سیستان په حکمدارۍ وګماره او پر (۴۳۲) (هـ) کال تر بسته پر مخ ولاړ وروڼو يې داؤد او چغري بيګ د افغانستان په شمالي سيمو کښې له مرو او سرخس څخه نيولي تر بلخ او شبورقان پورې ونیول خو د بلخ په علي آباد کښې د سلطان مسعود لښکر مات کړ، تر هغه وروسته د دندانقان په جګړه کښې ( ۴۳۱ هـ) د سلجوقيانو ټولو قواو مسعود ته وروستنۍ ماته ورکړه، داؤد خپل نفوذ په جنوب کښې ترسیستانه او په شمال کښې تر بلخ او تخارستانه وغځاوه. که څه هم سلطان مودود له غزني څخه خپل وزیر عبدالرزاق د احمد ميمندي زوی په سیستان کښې د سلجوقيانو جګړې ته واستاوه (د ۴۴۰ هـ ۱۰۴۸ شاوخوا خو څه يې ونه کړای شول او تخارستان، بلخ، ترمذ، قبادیان، وخش ولوالج د چغری بیگ زوی الپ ارسلان (۴۵۵ - ۴۶۵ هـ) . (١٠٧٢ـ ١٠٦٣  م) په لاس کښې وو، په خپله او زوی یې ملکشاه (۴۶۵).( ۴۸۵ )هـ ۱۰۷۲ - ۱۰۹۲ م) له سلطان ابراهيم غزنوي سره دوستانه اړيکي وساتل او زابلستان او کابل یې تر لاهوره پورې غزنوي دولت ته پرېښوو، دا مهال د ملکشاه ورور تکش په بلخ کښې ياغي شو. ملکشاه پر (۴۷۷) هـ) کال هغه په ترمذ کښې ونيو او ړوند يې کړ. د ملكشاء زوى سلطان سنجر ( ۵۱۱ هـ - ۵۵۲ هـ - ۱۱۱۷ - ۱۱۵۷ م) چې د سلجوقيانو د کهاله نامتو پاچا ؤ لکه چې د غزنویانو په احوال کښې تېر شو" له بهرامشاه غزنوي سره يې د ارسلانشاه په مقابل کښې مرسته وکړه او هغه یې تر خپل اغیز لاندې تر لاهوره د غزني پاچا کړ (۵۱۱هـ) یا دا چې د سنجري هېواد وېش بالواسطه تر لاهوره ورسید، همدارنګه سلطان سنجر لکه چې د غوريانو په احوال کښې به يې راوړو د هرات د غرو د ناب نومي ځای په درې کنجۍ کښې. له علاء الدين حسين جهانسوز غوري سره جګړه وکړه، علاء الدين يې ونيو او بېرته يې غور ته واستاوه (د) ۵۵۰ هـ - ۱۱۵۵م شاوخوا تر هغه وروسته د قرخطاطايانو او غزانو نيمې وحشي قبيلې د منځنۍ آسيا له غرو څخه را ووتلې او سنجري دولت يې له منځه یوور (۵۵۲) هـ - ۱۱۲۸ . ۱۱م شاوخوا د افغانستان پر سيمو يې له غزني . څه تر زابل او سيستان پورې يرغل وکړ او خسرو شاه غزنوي يې د لاهور خوا ته پر شا و شاره خو د "غز" ګواښ ډېر ژر د غوريانو او خوارزم شاهیانو له خوا له منځه يوړل شو، د سلجوقيانو په وختو کښې د خوارزم شاهیانو د کورنۍ لاس هم پر خراسان او د افغانستان په شمالي او لوېديزو سيمو بر شو چې وروسته به وڅېړل شي. هغه لويه پېښه چې د خوارزميانو پر مهال منځته راغله هغه د خوارزمشاهیانو او د غوري کهاله چې له ډېرو وختو يې په غور او باميان کښې په خپلواکۍ حکم کاوه جګړه وه چې د غوريانو او خوارزميانو په احوال کښې به راشي علاء الدين محمد (د) ٦١١ هـ - ۱۲۱۴ م) په شاوخوا کښې غور، فیروز کوه او هرات تر غزني پورې ونيول، غوري کهول يې په غور کښې له پښو واچاوه تر هغه وروسته سلطان جلال الدین د خوارزميانو وروستنی پاچا په افغانستان کښې له چنګيز لښکر سره جګړې وکړې چې په وروستۍ برخه کښې به یې تفصیل راوړل شي. په دغه وخت کښې افغانستان پر څلورو برخو وېشلی شوی و شمالي ولايتونه له تخارستانه تر منو پورې مستقیماً په سنجری او سلجوقي دربار اړه درلوده؛ د غور بامیان او ګوزګانان سيمې د هرات تر شاوخوا پورې د غوريانو د کهاله تر لاس لاندې وي زابل ولايت له هلمنده تر غزني کابل، ننګرهار، پېښور او لاهور پورې د غزني د محمود کورنۍ په واکمنۍ کښې و او سيستان ولایت له بست او زمینداوره تر زرنج، فراه او نيه پورېد سيستان په ملکانو اړه درلوده چې دغو ملکانو د سلجوقيانو، غوريانو، غزنویانو او ان له چنګیزیانو سره هم ښه اړيکي ساتل، چې د صفاريانو او د نيمروز د وطني اميرانو له پايڅور (بقاياو) څخه وو چې د دوی د نومو تفصيل د صفاریانو په مبحث کښې تېر شو او هم د آل کرت ملکانو چې شرح به يې وروسته راشي له تاتاري ير غلګرانو سره لاس يو او هرات او سیستان يې تر لاسه کړي وو، د سيستان د ملکانو او صفاريانو له پايڅوړ څخه لکه د صفاریانو په برخه کښې چې مو وويل يو هم ملك تاج الدين و (د ۴۸۲ هـ شاوخوا د دغه سړي له نسله په سیستان کښې تر زرو کالو پورې امیران پاتې وو، چې د "ريو" په وينا پر (۱۰۲۸هـ كال ملك جلال الدين محمود خان د سیستان امیر په (١٦) پښت عمر وليث صفاري ته رسېږي او هم شاه حسين د ملك غياث الدین محمد زوی چې د صفاریانو تاريخ يې له پخوانۍ زمانې څخه تر خپل مهاله د کتاب احياء الملوك " په نامه لیکلی دی په صفاریانو پورې اړه لري. اخخليك طبقات ناصري اخبار الدولة السجلوقيه - لب التواريخ - تاریخ سیستان - ابن اثیر - د پاول هورن تاریخ مختصر ايران - د خليل ادهم دول اسلاميه د زمباور معجم الانساب - راحة الصدور. وگوری ۵۲ نومره نسب پاڼه.