32

سمرتي Smriti

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

د دې کلمې شرح هم دمخه تیره شوه، د ويدو هغه برخي چه الهامي ندي، سمرتي بولي. دا هغه د ويد ملحقات او شروح دي، چه د روایت او تحديث په ډول يو له بله نقل شوي، او مغنن راغلي دي. د دې کلمې اصل غالباً له دغه پښتو شمیر، او پاړسو شمار، شمردن سره شريک دي. په پښتو وايي شميرلي يا شمرلي چه په پاړسو کي شمرده دئ.

د س،ش ابدال عمومي دي ت، ل دواړه د نژدې مخرج حروف دي. ابدال ئې روا دي، او ښائي چه دلته بالواسطه وي، يعني شميرلي لومړي وار سمردی او بیا دال په (ت) بدل شوي وي سمرتي. 

د مثال په ډول دا کلمې وگوري د لام او دال ابدال سل= سد، لس = دس (ده هندي) ليوني = دیوانه، بيا نو (د) ابدال په (ت) لکه زیاد = زیات، آباد=آبات، شهد=شات.