امام الدین حسینی چشتي د (تاریخ حسين شاهي) ليکوال
د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین
دا سړی اصلاً د افغانستان د چست له اوسېدونکو څخه و، چي په هند کي يې ژوند کاوه، او له افغانانو سره محشور و، ده خپل کتاب چي مرقع شاهان درانیه هم بلل سوی دی، په ۱۲۱۳ ق کال تمام کی، چي له احمد شاهه تر زمانخان پوري د افغانستان احوال ښیي، د شاهانو او د دربار د مشرانو معرفي په ښه ډول کوي، د ډهلي له درباره سره د افغاني دربارونو روابط ښيي، د سفيرانو نومونه او کارونه کاږي، ځيني رسمي درباري خطونه هم کټ مټ ليکي، د مشهورو ځایو او لارو فواصل ښيي او د دې وختو لپاره یو عمده او باوري ماخذ دی.
يوه خطي نسخه يې د کابل په ملي ارشيف کي او نوري خطي نسخې يې د بانکي پور د خدا بخش او د کلکتې د ایشیاټک سوسایټي او د برټيش موزيم په کتابخانو کي سته.