32

د بغلان ډبر لیک

پښتو څوارلس سوه کاله پخوا

بغلان د کابل شمالي خوا ته د پخواني تخارستان په سیمه کښي ۴۴۱ کیلومتره له کابله ليري دی، او دا يو ډېر قدیم د مدینت مرکز و، او دلته اوس د اروپا یوهان په کیندنو او پلټنو بوخت دي، چي د یو لوی زاړه معبد نخښي یي تر مځکي لاندي موندلي دي او له دې پخواني معبده چي غالباً به اورتون (آتشکده) و، په يوناني خط او ژبه يا په يوناني خط او بله محلي ژبي لیکونه پيدا شوي دي، چي تر اوسه د دې کتيبو د محلي ژبي ليكونه نه دي لوستل شوي، او نه ده معلومه چي هغه کومه ژبه وه؟ 

خو داسي ښکاري چي په عيسوي لومړیو پېړو کښي (دوه زره کاله تر اوس دمخه) لا هم هلته د اور پرستش جاري و، او په بغلان کښی د سره کوتل پر غونډۍ چي له پل خمري څخه ۱۵ میله د ایبک خواته پروت دی، یوه آتشکده کشف شوې ده. فرانز الشیم روټ شنټل جرمني پوهاند د بغلان د ليک يوڅو ليكي لوستي دي، چي په يوناني خط دي، او يوه جمله يې داسي ده "کیر دومي بغولانگ".

پروفیسر هننگ جرمنی وایی: چي په دې کتیبه کښي د بغلان قدیم نوم بغولنگ دی، چي سغدي شكل يې بغدنگ یا بغدنج و، دال په لام تبدیل شو، او آخرنی جز (انگ) په (آن) و اووښت، او بغلان ځني جوړ شو، او په زړه پاړسو کښي هم (بغدانگه) د آتشکدې او اورتون معنی لرله.

اوس به موږ دا کلمه تحلیل کړو: بغه یا بگه په ټولو قديمو آريايي ژبو کښي د (خدای) نوم و، د اوستا: بغه، د زړي پاړسو: بگه، د سنسکرت: بهگه، د روسي: باگو ټول له دغه اصله دي، او دا لغت په قدیمو نومو کښی خو لا ډیر دی، لکه بغ پور (معرب يې فغفور دی، یعني د خدای زوی) بغستان (بيستون، يعني د بغ ځای) بغداد بغشور، بغنی، بغلان (د ښارونو نومونه) بغان یشت (د استا یو څپرکی ) بغار (په بهسود د ایزنگی کښي) بغاوي (سرپل کښي) بغک (سمنگان کښي) بغيار (وادي كرم). 

په پښتو کښي دا کلمه اوس هم شته، خو شکل یې د اوستا په رنگ (بغه) نه دی بلکې د داریوش د بیستون د لیک په ډول بگه ته نږدې دی. 

بگ، اوس لوی او عظیم ته وايي، چي دخدای صفات دي، وايي پلانی بگ سړی دی، يعني لوى دى، قوي دی، توانا دی، ښايي چي بغه یا بگه هم له صفاتي اسماوو څخه و نه ذاتي، او وروسته د اسم ذات په ډول مشهور شوی وي لکه رحمان، غفور او نور صفاتي اسماء الله.

د پښتو دا قدیم (بگ) هم په ځینو پخوانو نومو کښی تر اوسه سته، لکه: بگرام، بگرامی (کابل) بگل (هرات) بگلا (غزنی) بگ لک (دایزنگی) بگه پای (تالقان) بگی (ترنک).

اما د کلیمې دویم جز (انگ) هم د قدیمو ښارو د نومو په پای کښې ډیر وینو، مثلاً : سالنگ (د کابل شمال ته دره) یکاولنگ (په دايزنگي کښي) بښلنگ د هلمند د ناوې ښار، الي شنگ (د لغمان یوه دره )، اولنگ (د سالنگ په مینځ کښي) مستنگ (بلوچستان کښي) زرنگ (د سیستان ښار)، پوشنگ (دهرات غربي خوا ته)، گیرنگ (د مرویو ښار)، وررنگ (د غور يو رباط) چي عربي جغرافيا والو دغه اخیرنی جز (انگ) په (انج) اړولی، او دا ښارونه یې پوشنج، بشلنج، مستنج، زرنج، جيرنج، هم ليکلي دي، او لکه پروفيسر هننگ چي وايي: دغه (انگ) او د عربو (انج) د آتشکدی معنی لرله او د بغولنگ اوسنۍ کشف شوې آتشکده یې هم ښکاره دلیل دی، او د کابل او هندوکش د درو کوم پاچهان چي د اسلام د ظهور په پېړيو کښي وو، د اکثرو پر سکو هم اورخانې ليکلي شوي دي.

دغه انگ (آتشکده او اور) وروسته په پهلوی ژبه اتهر، آذر بلل شوی دی، چی معنی یې هغه (اور) ده، د بندهش په ۱۷  فصل کښي درې لوی آتشکدې يادي شوي دي، چي يوه (آذر فروبغ) نومېده، او د دې آتشکدې ځای د کابل پر "روښان غره" وو.

که څه هم په يقيني ډول نه ده معلومه چي دا "روښان غر" چيري و، خو د نامه له پهلوي شکله چي هغه قدیم انگ په پهلوي آذر او د بغ کلیمې لري باید دا ووایو، چي هغه به دغه د بغلان آتشکده، وه او ښايي چي بغلان لکه اوس په هغو وختو کښي هم له کابله سره مربوط و.

په هر صورت دغه (انگ) یقیناً د اور معنی لرله، او اورتون او آتشکده هم انگ بلل کیده، وگورئ په اوستا کښي د ژانگه (د ژيعني بد، انگه يعني اور) چي د وهيشته (بهشت) مقابل او ضد و، او دغه اوسنۍ کلمه (دوږخ) هم له دې څخه جوړه شوه.

 ځکه چي د اور پرستش د زردشت له عصره بیا تر اسلامه پوري څو زره کاله، د اباسین او آمو او دجلې تر منځ د خلکو عام دين وو، او په هر ځای کښي اورتونونه وو، نو دغه (انگ) د اکثرو ښارو په پای کښي دلالت کوي، چي هغه ځايونه د آتشکدې او معبد په نامه مشهور شوي دي.