د سامی مدنیت لومړی مرکز
کلده. او عیلام: په دریم فصل کښی د سامی نژاد و عناصرو د لومړی او پخوانی د وطن او مسقط الرأس په باب کښی اشاره وشوه او توضيحات ورکړل شول چه د مدیترانې شرق او د عربستان شبهه جزیره د سامی نژاد ځانگو وه له دغه ځای څخه د دغه نژاد موجو نه بين النهرين، مصر، او د افریقا شمال او نورو ځایو ته خپاره شول. سامی روایات د خپل مدنیت مرکز په کلده او عیلام یعنی په بین النهرین کښی د دجلې او فرات ترمنځ بولی، (رونه گروسه) لیکی چه: مرکزی آسیا او د (نيل د درې او ترکستان) شاؤخوا منطقو د خپل همرنگ مدنیت له مخې د نورو ځایونه زیات وړاندی والى او تقدم درلود.
د تېږو نوی دوره چه په اروپا کښی د۷۵۰۰ په شاؤخوا کښی شروع کېږی له مسيح نه پخوا له شلو زرو کلونو څخه په مصر او کلده کښی څرگنده و. او د ډبرې د نوی مدنیت ډېر مهم کانو ته په پاسنی مصر، فلسطين، کلده او عیلام کښی تر غربې ترکستان پوری د (انوAnau حفريات) لېدل کېدل. دغو مرکزونو په بېلو بیلو تاریخونو په فلزاتو کښی لاس وهلی دی. او له کلده او عیلام نه د۵٠٠٠ ق م په شاؤخوا کښی د فلزاتو آثار پیدا شوی دی. د کلده او عیلام مدنیت د مسو په عصر کښی د درېو قومونو کار ؤ.
(شومری) یا (سومری) د کلده مخصوص نژاد چه رسم الخط، مهیب ارباب انواع، جادو، ستورې پېژندل، او د (ایشتار Ishtar) مذهب ئی کلده ته تحفه اَو سوغات ورکړ. (اکاد) یا اکادیان چه په اصل کښی سامیان وو او له عربستان څخه بين النهرين نه راغلی وو، او د(شماش Shamash) (لمر) او د ماردوک Mardouk) پرستش او عبادت به ئی کاوه، عیلامیان د سوزیان اوسیدونکی چه دوی هم یو مرکب قوم ؤ، او که څه هم د (سومریانو) او (اکاديانو) سره ئی یو شريک مدنيت درلود مگر د ارباب انواعو د مجمع او د مخصوصی ژبی خاوندان وو چه نه سامیان وو او نه سومریان د سومریانو د اصلیت موضوع له ډېرو کړکیچنو او جنجالی تاریخی مسئلو څخه ده او نه معلومیږی چه آیا پخپله د کلده بومیان او محلى خلک دى يا متهاجم او فاتح قوم. ځینی چه (رونه گروسه) هم په دغه جلمه کښی دی د یوې پخوانۍ نظريې په اساس د دوی اصل د اکسوس له حوزې او ترکستان څخه بولی او هر کله چه کلدې ته ورسېدل یو بل قوم ئی د اکادیانو په نامه په هغه ځای کښی میشت وموندل چه صاف سامی او له عربستان نه راغلی وو دغو دوو قومونو د کلدې ځمکه وویشله او د تاریخی زمانی په اولو وختو کښی جنوبی برخه د فارس سواحلو ته نژدې د سومریانو په لاس کښی وه او شمالی برخه یعنی د تاریخی زمانی بابیلون د اکادیانو برخه وه. کلدانیانو په ستورو پېژندلو او فلکیاتو کښی ډېر معلومات درلودل، او حتى دين ؤ آئین ئی د اسمانی اجرامو او د هغو د تاثيراتو او نفوذ له احترام نه عبارت ؤ، او هر ښار به ځانته رئیس درلود چه په عین زمان کښی به لوی اسقف او محلی رب النوع يعنى د دغه ښار ستوری ؤ. کلدانیانو د کرهڼې او زراعت چارو ته ډېره توجه درلوده، او د ژوندانه د لازمو اسبابو او د راحت د وسائلو په جوړولو او برابرولو کښی ډېر کوشش کاوه، او د فرات د سیند او د دښتی خطوطو د لارې به ئی خیل تجارتی مالونه د ارمنستان او شام غرونو ته وړل او میخی مشهور رسم الخط ئی چه په فلزی قلم د ژېړی خټې په ټوټو باندى به ئی لیکه خپلو شاؤخوا قومونو ته چه د بربریت په حال کښی ئی ژوند کاوه ور زده کړ.
د کلدې اوسېدونکی ډېره موده پخپلو منځو کښی کلی په کلی او ښار په ښار به جنگېدل او جنگونو ئی وروسته بیا د عیلامیانو او کلدانیانو ترمنځ د ملی مخالفت جنبه پیدا کړه او غلبه به وار په وار کله د (کش Kich) د سامیانو به نصیب کېدله او کله به د (لگاش Lagash) او (اوروک Oourouk د سومريانو په برخه کېدله او کله به د (اکادیانو Agade) په لاس ورتلله، او په آخر کښی د ٢۴٧٠ ق م په شاؤخوا کښې د کلدې امپراطورۍ د اکاده له ساميانو څخه د (اور Our) په سومريانو پوری تعلق و نیو او د ۲۴۰۰ ق م په شاؤخوا کښې د (اور) آخرنې امپراطور د عیلامیانو له خوا مغلوب شو او عيلاميانو نفوق پيدا کړ او کلده، اور، او بابل ئې په ځان پوری وتړل، د دغو جگړو له کبله په درېم زرق م کښې سامې قومونه سره تيت و پرک او جلا شول: او په (مهاجرتونو=دا برخه ونه لوستل شول) ئی لاس پوری کړ او له اکادیانو څخه یوه برخه د دجلی په اوږدو کښی خپره شوه. او له هغې څخه د اشوری قوم پیدا شو چه دلته لاندی به ئی بیان وکړو.