32

ظفرنامه خسروی

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

په دې نامه یوه خطي نسخه د تاجکستان د ختيځ پوهني په څانگه کي سته، چي مؤلف یې معلوم نه دی خو ښايي چي د بخارا امیر نصر الله خان د دربار يو منشي وي، چي د( ۱۸۲۶) تر ۱۸۶۰م) کاله يې وقايع کښلي او د دغه امير دربار يې په مفصله توگه ښوولی دی، دا کار د بل چا له لاسه نه و پوره، مگر د داسي چا چي په دربار کي به محشور و، په دې کتاب کي د بخارا او افغانستان سياسي روابط او د شمالي افغانستان ځيني اوضاع ښوول سوي دي.