رحمان بابا
په پښتو شاعري کي بل د پېژندني وړ او لوی صوفي شاعر عبدالرحمن د عبدالستار زوی په قوم مومند دئ، چي پښتانه یې رحمن بابا بولي. په ( ١٠۴٢ هـ) د پېښور په جنوبي خوا کلو کي پيدا سوی و، دی د بهادر د کلي دئ چي د پېښوره تقريباً درې ميله د جنوب طرف ته پروت دئ او په دغه علاقه کي د رحمان بابا ځای هزارخانه نومېږي. د پټي خزانې د مؤلف روايت دئ، چي رحمن بابا د ملا یوسف څخه فقه لوستلې وه، د ده د وفات كال د (۱۱۱۹ هـ) په شاوخواکي ټاکل کېدای سي.
داسي معلوميږي، چي رحمن بابا يو باعمله صوفي او د یوه ساده ژوند خاوند و، مګر سره د دغه له غريبي طبقې څخه بلل کېدی د عشق او لوی همت په برکت د ده ژوند د استغنا او عالي همتۍ په سايه کي تېرېده، لکه چي وايي :
هم په دا چي نه له ځایه چېرته خوځم
نه ده هیڅ يوه مخلوق يم منت بار
آب و خور لکه آسيا په ځای را رسي
پخپل کور کي مي سكون دئ هم رفتار
د رحمن بابا د ژوند زمانه د اورنګزېب د پادشاهۍ په وخت کي ده او دا هغه وخت و چي مغلو په پښتنو کي نفاق او مخالفتونه پیدا کول، چي دوی سره وجنګوي او خپله پادشاهي پر وکړي، نو ځکه په دغه زمانه کي جنګ جګړې او ظلمونه ډېر و، نو رحمن بابا دغو خونرېزيو ته په انتقادي نظر ګوري، او وايي :
هزار حیف دئ چي دا هسي رنګه چاري
واقع کيږي د دنيا په سود و زيان
د رحمن بابا د ژوند اکثره برخه تر هغه ځايه چي د ده د اشعارو څخه معلوميږي په دروېشي او انزواکي تېره سوېده، دی ويني چي د استعمار د ظلم اور له ډهلي څخه پر پښتنو بل دئ او له دې جهته نو د خپل کور و کلي څخه تښتي او وايي:
په سبب د ظالمانو حاكمانو
کور او ګور پېښور درې واړه يو دي
د رحمن بابا پر شاعري باندي د خوشحال خان د فکر اثر هم لوېدلى دئ او دوی دواړه په یوه زمانه کي تر يوه اجتماعي سازمان لاندي ژوند کاوه، اما فرق يې دوني و، چي رحمن بابا د زمانې له ناوړو سره مبارزه نه کوله، خو استقامت يې درلود:
لکه ونه مستقیم پخپل مكان يم
که خزان راباندي راشي که بهار
مګر خوشحال خان خو يو مبارز او جنګي سردار و، نو ځکه دغه دواړه شاعران خو د مغلو د ظلمو څخه ژاړي، د رحمن بابا ژړا د يو صوفي او واعظ ژړا ده، چي په نتيجه کي صرف ظالم د دنیا په نابودي او د مرګي په تاخت و تاراج بېروي :
اورنګزيب چي آرايش د تخت و تاج کا
تخت و تاج به یې مرګی تاخت و تاراج کا
درویش رحمان بابا بې له دغه شاعرانه تهديده بل څه په لاس کي نه لري او وايي :
په جهان کي به يې پاتو ښه بد نوم شي
ده زده چاري دکسری که د حجاج کا
اما خوشحال خان تنها په دغسي شاعرانه نصحيت ګويي نه قانع کيږي، بلکي دی د ظلم په مقابل کي توره هم استعمالوي او وايي :
د افغان په ننګ مي وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټك يم
د رحمن بابا په شاعري کي د تصوف لو برخه شامله ده، چي په هغه جمله کي يوه هم د وحدت او عشق مسئله ده، د وحدته څخه مطلب دا دئ چي صوفي شاعر په ټولو کایناتو کي د يوه خدای د نور تجليات ويني او بې له دغي رڼا بل څه نه سي لیدلای، رحمن بابا وايي :
نه يې څوك په سترګو ويني نه ليده شي
خو بې چونه بې چګونه نمایان دئ
د رحمن بابا نظر د ابدي نور په تماشا کي هسي تېز و، چي په بت خانه کي يې هم دغه جلوه كتله، دى وايي:
دا زما د يار جلوه ده چي ليده شي
لکه نمر په صومعه سومنات
او بيا وايي :
رحمن حسن د يار وينم په پرده کي
نه پټيږي نور د حسن په قاموس
رحمن بابا د پښتو د صوفیانه او عاشقانه تغزل استاد دئ، تر دې اندازې چي ده ته د عشق او جمال شاعر ويلاى سو. وايي چي ده له موسیقۍ سره هم عشق درلود او په خپله به يې هم رباب ږغاوه، يعني ده د آرټ دوه مهم توکي سره يو ځای کړي وو، هم د کلماتو د انسجام او د معنی د پرورښت آرټیسټ و هم د ږغولو د ترتیب د رباب په تارو کي هنرمند و او دا خبره د ده هنري استعداد ښه ښکاره کوي. صوفي شاعر همېشه د عقل نارسايي د حقایقو په لیدنه کي ويني او ګوري چي ډېر پټ اسرار سته، چي د انسان عقل يې له درکه څخه عاجز دئ، نو له دې جهته رحمن بابا هم لکه نور صوفي شاعران د عقل او جدل له هرکارې څخه د عشق او محبت حریم ته تښتي، نو وايي :
څو د عشق په میخانه یې داخل نه کړم
پخته نه دئ دغه خام عقل زما
بل ځای داسي وايي :
لاس د عقل دي آسمان ته نه رسيږي
دا خو عشق دئ چي په عرش كرسي قدم ږدي
صوفي شاعر دا دعوا لري، چي د عشق په وزرو سره اسمانونو ته ختلای سي او عقل په دې کار کي نارسا دئ، مګر د شلم قرن انسان د عقل په لارښوونه د سپوږمۍ کره تسخیروي، خو دا خبره هم د صوفي ادعا نه سي باطلولای، ځکه صوفي وايي چی د عشق په برکت د ده نظر دوني وسعت او تېزي مومي، چي علاوه پر سپوږمۍ نور ټول کاينات او نظام شمسي ليدلای سي:
عشوه مفروش بمن اى ملك الحاج كه تو
خانه می بینی! و من خانه خدا می بینم
حافظ
د رحمن بابا په نظر کي دروېش د انسانيت د كمال يو سمبول دئ او دا هغه څوك دئ، چي ده خپل ځان او روح داسي روزلي دي چي د کایناتو د حقایقو کشف په خپل قوت سره کولای سي، او په هغه ځای کي چي د عقل پښه لنډېږي صوفي د عشق پر نيلي سپور او نامعلوم حقايق ويني، رحمن بابا وايي :
چي په يو قدم تر عرشه پوري رسي
ما ليدلى دئ رفتار د دروېشانو
رحمن بابا هم لکه نور صوفیان عشق د انسان د پيدا کېدو اصلي محرك بولي او وايي :
دا جهان دئ خدای له عشقه پیدا کړی
د همه وو مخلوقاتو پلار دئ دا
دغه عشق د ساينس په ژبه عمومي جاذبه بولي، چي نظام شمسي ټول يو له بله سره نښلوي او د رحمن بابا په نظر دوني وسیع دئ، چي د نظام شمسي ټول متعلقات په صوفيانه تعبیر داسي ښيي :
دا آسمان چي لوی په عقل کي ليده شي
په محيط د عاشقۍ کي يو حباب دئ
د رحمن بابا په شاعري کي يو ډېر مفيد عنصر دا دئ، چي دی د اجتماعي ژوند د سمون له پاره ځيني ښه ښه نصيحتونه هم لريچي زموږ په روزمره ژوند کي په درد خوري، مثلاً په ژوندانه کي آرزو او طلب دواړه د انسان له پاره ضروري دي او رحمن بابا داسي دغه مطلب راښيي :
د ذرې په څېر آفتاب په طلب خپل کړه
لکه تیره هسي پروت په زمين مه شه
کار په تش لستوڼي نه کيږي بې لاسه
لاس په ږیره کړه بې لاسه آستین مه شه
هنر او د انساني كار كړني داسي ستايي :
بې هنرو لره قند زهر قاتل دي
قند یې وګڼه که زهر په هنر خورې
د انساني همدردۍ او خدمت په خصوص کي داسي وايي :
هغه زړه به له طوفانه په امان وي
چي کښتۍ غوندي د خلکو باربردار شي
په دې بيت کي د پښتنو د ژوندانه یوه بده نقشه کاږي او د ځان له پاره له هغې څخه امان غواړي :
خدای آمان راکړه له هسي زندګۍ
چي ته بد وايې له بله بل له تا
د رحمن بابا يو غزل :
په دنيا کي مخ د يار دئ نور څه نشته
چي و هجر و وصال ته يې نظر کړم
کارخانه چي د دې دهر ليده کېږي
هر مژگان یې په ما هسي چاري کاندي
بويه مرد چي يې له مخه زلفي واخلي
هر طبيب ته چي ځان وښايم دا وايي
هر څه دي د يار دیدار دئ نور څه نشته
يو دوږخ دئ بل ګلزار دئ نور څه نشته
همګي د عشق سرکار دئ نور څه نشته
وايم عين ذوالفقار دئ نور څه نشته
دغه ګنج دئ دغه مار دئ نور څه نشته
چي له عشقه دي آزار دئ نور څه نشته
خوار "رحمن" که بې تا مينه په چا وکا
عين د قتل سزاوار دئ نور څه نشته