32

سعادت یارخان بړېڅ د (گل رحمت) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دی د حافظ محمد یار خان زوی او د حافظ رحمت خان لمسی او له هغي علمي کورنۍ څخه یو روڼ ستوری دی چي د (۱۲۴۹ هـ) په حدودو کي يې يو کتاب (گل رحمت) په پاړسي وکيښ، د ده شعري تخلص (صاحب) دى.

 او په خپل کتاب کي يې د بړېڅو د کورنۍ احوال او هغه حوادث کښلي دي چي د ده په عصر کي پښتنو ته ورپېښ سول.

دی د خپل عمر په پای کي د بیت الله د زيارت لپاره ولاړ، پر لاري د هند په بړوده کي وفات او هم هورې ښخ سو د دې علمي او ادبي کورنۍ مشهور رکن دی.