32

د مضمون له پلوه د قصيدې اقسام

د پښتو ادب لنډ تاريخ

قصيده د مضمون له پلوه ډېر اقسام لري، د عربو قصيدې خو په جاهليت کي پر حماسي وياړونو او قبيلوي افتخاراتو او عشقي احساساتو بنا کېدې، مګر په اسلامي دوره کي خاص بيا د عباسي دربار او امیرانو په مخ کي قصيده د مدح او ستايني او انعام ګټني ذريعه سوه.

په دري کي هم مدح تر هر څه دمخه د قصيدې غايه او هدف وه او عاشقانه تشبیبونه صرف د قصيدې د ښکلي کېدو له پاره و او د ميني له خلوصه او تودو جذباتو څخه تر هغه خالي وه، چي سنايي په قصيده کي د روحي او ملكوتي جذباتو اور او حرارت پیدا کاوه.

دمخه مو ويلي و: چي کوم وخت په افغانستان کي یعقوب لیث د آزادۍ ښکلی بیرغ د سیستان د زرنج پر شاهي ماڼيو ورپاوه، هم په دغه وخت کي پارسي قصيده د دربار همدمه سوه او په خوښۍ او نشاط، په جنګ او روغه او ستاینه او وېرنه كي د شاعر د لاس ډېر کارآمده او په زړه پوري متاع و. کله به یې د عیش او نشاط او جمال دوستۍ بزمونه په قصيده تودول کله به یې زلمي د جنګ پر ډګر په قصيده پارول او کله به یې په ټوکو او هزالۍ د همدې قصيدې په وسيله خلک خندول، خو کله کله به د بډايانو او اميرانو د مړيني پر وخت د ویر او اعزا او رثا په ټولنو کي هم قصيده اورېدله كېده. 

مګر د رثايي قصيدې او وېرني رنګ بېل و دلته به شاعر خپل هنر او د وینا کمال او قوت هسي په کار اچاوه چي هغه د مرګ واقعه يې به ډېره هولناکه او غمجنه او د ویر او ژړا وړ ښووله. د خلکو د ژړا او ویر او ساندو او کرږو مناظر به يې تصویركول.

ښايي چي په دري ادب کي هم دغسي وېرني دمخه لا وې، خو اوس موږ ته فقط له رودکي څخه د رثا ځيني شعرونه پاته دي او تر ده وروسته نو مرثيه ويل عام سوي دي.

د رودكي مراثي اوس د قطعاتو په شکل کي پاته دي، خو ممکنه ده چي په اصل کي به قصاید وه او نور بيتونه به يې ورك سوي وي. دا بيتونه له هغي وېرني څخه دي چي رودكي د يوه هم عصر شاعر مرادي په مرګ د (۳۰۰ هـ) په حدودو کي ويلي وه :


مرد مرادی نه همانا که مرد

جان گرامی پدر باز داد 

آن ملك باملكي رفت باز

 کاه نبد او که ببادی پرید 

شانه نبد او که به مویی شکست 

گنج زری بود درین خاکدان

 قالب خاکی سوی خاکی فگند

صاف بد آمیخته تا در دمی 

در سفر افتند به هم ای عزیز! 

خانه خود را بازر و دهر یکی 

"خامش" کن چون نقط ايرا ملك


مرگ چنان خواجه نه کاریست خرد

کالبد تیره به ما در سپرد

زنده کنون شد که تو گویی بمرد

 آب نبد او که به سرما فشرد 

دانه نبد او که زمینش فشرد 

کود و جهان را به جوی می شمرد 

جان و خرد سوی سموات برد

 بر سر خم رفت و جدا شد ز درد 

مروزی ورازی و رومی کرد

 اطلس کی باشد همتای برد 

نام تو از دفتر گفتن سترد


دا د پارسي مرثيې يوه لومړنۍ نمونه ده، چي بې ځايه تكلف او تصنع نه لري، وينا يې صافه او روښانه او سپيڅلې ده او شاعر خپل احساسات په زړه سوي او صمیمیت پکښې ځای کړي دي.

په رثايي قصيده كي تشبيب نه ځايېده او نه د تغزل وخت و. نو پخوانو شاعرانو به لومړی پلا پخپل مقصد او د ویر په څرګندولو پيل وکړ. خو وروسته چي رثا هم درباري او تشريفاتي سوه، نو د رثايي قصيدې آغاز او انجام هم ځيني خاص صفتونه وموندل، مثلاً فرخي د سلطان محمود پر مرګ باندي د غزني د ښار مناظر او د وېرني مراتب په دې قصيده کي تصوير کوي :

        شهر غزنين نه همانست که من دیدم پار

       چي فتاده است که امسال دګر ګون شد کار؟

       خان ها بینم پر نوحه و پر بانګ و خروش 

       نوحه و بانګ و خروش که کند روح فګار