شرتي، سروتي Cruti
د پښتو ادبیاتو تاریخ
، دریمه برخه
دمخه مو وويل چه د ويدي سندرو یوه برخه يعني متون او څلور سمهيتا، سروتي يا شرتي بولي، او دا عقيده
لري چه دغه سندري الهامي وې.
دا پخواني کلمې هم د پښتو پر اصولو تحليل كيداي سي، د (س،ش، ښ) ابدال يو طبيعي كار دي، سرتي، سروتي د يوې کلمې انواع او مختلف صور دي، په شرتي کي واو تخفيافاً حذف شوي دي، دا کلمه د پښتو (ښه راوتې) ده، الف چه حرف علت دي او په فیلالوژي کي کوم قیمت نلري، له منځه تللي دي نو که باقي حروف يو ځاي وليكو، طبعاً ( ښروتي) كيږي، ښروتي لمړي شروتي بيا شرتي او سروتي شويدي، ښه.