32

خان جهان خان لودي د (مرآت الافاغنه) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 راورټي دا کتاب د مرآه الافغانیه په نامه د تذکره الملوک په ماخذو کي ذکر کوي او د مؤلف نوم يې نه ښيي  له نورو کتابو څخه معلوميږي چي د کتاب صحیح نوم مرآه الافاغنه دی او مؤلف یې خان جهان لودی ؤ. د هند له مشهورو پښتنو څخه موږ دوه تنه په دې نامه پېژنو : لومړی خو هغه خان جهان لودی دی چي ذکر يې د د مخزن افغاني په تفصيل كي وسو، بل خان جهان لودي هم د سلطان سکندر لودي (۸۹۴ - ۹۲۳ هـ) له مشهورو امراوو څخه دی چي په دغه وخت کي د لوی وزیر حیثیت لري او د راپږي جاگیردار دی د نعمت الله به قول خان جهان لودي په (۹۰۱ هـ) وفات سوی او تر ده وروسته يې زوی احمد خان د (اعظم همایون) په خطاب سرلوړی سوی وو. دا پښتون سردار لکه چي عالم او ليکوال او مؤرخ تېر سوی دی چي مرآه الافاغنه د ده تاريخي اثر دی او داسي ښکاري چي د پښتنو د پاچهانو چي په هند کي تېر سوي دي او مخصوصاً د سلطان سکندر لودي احوال يې مفصل کښلي وو، ځکه چي د کتاب نسخه نه ده لیدلی سوې او لوړ روایات هم پوره کفایت نه کوي نو د مرآه الافاغنه انتساب هم دغه خان جهان لودي ته زما په عقیده سل په سل کي مثبت دی، شل کاله دمخه ما د دغه کتاب یوه خطي نسخه د ښکارپور په گړي ياسين کي ولیدله چي د خان جهان په نامه وه مگر کوم خان جهان؟ او د کوم وخت؟