32

واره Vara

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، څلورمه برخه

دا کلمه هم ډیره تاريخي او مهمه ده، اوستا په وندیداد کي دا نوم راوړي، او داسي ښکاري چه په بخدي کي دا لومړۍ وداني ده، چه يما Yama د اهورا مزده په امر جوړه کړه. پخپله اوستا د دې وداني په خصوص هسي وايي: "تر ژمي دمخه په هيواد کي ډير واښه د ژويو لپاره را شنه شول او اوبو ښه خړوب کړل، نو اوس به تر واوري لویدو وروسته (اې يما!) دوني نوكي ځاي چه د پسه پښه پر ايښو کيږي، عجيب ښکاره سي! 

نو له دې جهته ته جوړ کړه یوه واره، چه د آس د سپرلو د ډگر غوندي ئې هره خوا ارته وي او هلته د پسو او غويو، او سړيو او سپيو او مرغانو تخمونه، او سور بریښیدونکي اور در سره یوسه!

نو له دې جهته ته جوړه کړه یوه واره چه د آس د سپرلو د ډگر غوندي ئې هر اړخ وي، او دا ځاي خلقو ته ټاټوبي وي، يوه واره چه د آس د سپرلود ډگر غوندي ئې هر اړخ وي، د غويو او پسو لپاره هلته ته اوبه وبهووه، په يوه واله کي چه هیوه هاتره اوږده وي، هلته ښائي چه ته يو ټاټوبي ودان کړې، چه يو کور وي د لوړي خوني او غولي او دالانه سره! 

هلته ښائي چه ته د سړيو او ښځو تخمونه يوسې کوم چه ډیر لوي او خورا ښه او غوره وي پرمځکه، هلته ښائي چه ته د هر راز ژويو تخمونه يو سې، کوم چه ډير لوي او خورا ښه او غوره وي پر مځکه؛ 

هلته ښائي چه ته د هر راز ونوو تخمونه يو سې، کومي چه ډيري جگي دي، او خورا ښه بوي ئې ځي، پر دې مځکه هلته ښائي چه د هر راز میوو تخمونه يو سې كومي چه خورا ښه خوند او ښه بوي لري. 

له دغو ټولو تخمو څخه ښائي چه ته دوه دوه له هره ډوله څخه يو سې، او په ډير زيار ئې خوندي کړې، تر څو چه هغه سړي ټول په (واره) کي هستوگن سي.

هلته ښائي چه ټيټي يا خيټو، يا ليني يا لپوني، يا بد خواه، یا درواغجن، یاکین کښ، یارخن (حاسد) یا وران غاښي، يا پيس استوگه وکړي... د دې ځاي په لويه برخه کي ښائي چه ته نه واټونه جوړ کړې، شپږ په منځ کي او دري نور په هغه کوچنی برخه کي، د لويئ برخي په واټوکي ښايي چه ته زر سړي او ښځي واچوې په منځني برخه ښائي چه شپږ سوه وي، او په کوچنۍ برخه کي درې سوه ښائي چه دغه واره په خپل طلائي مهر ټاپه کړي، او یو ور او کړکۍ ورته جوړه کړي، چه پخپله يو له بله سره ورځي.

دلته نو يما له ځانه سره وویل دغه وراه چه ما ته ئې اهوره مزدا د جوړولو امر وکړ زه په چا جوړه کړم؟ اهوره مزدا ورته وويل: اي ښكلي يما، د ویوانگهت زو! مځکه د خپلي پښې په پونده وخره او بيا ئې په خپلو لاسو خټه جوړه کړه لکه کلالان چه د خپلو لوښو لپاره خټي جوړوي!

بيا نو يما دغسي وکړه، لکه اهوره مزدا چه ويلي وه، مځکه ئې په پښو وخرله او پخپلو لاسو ئې خټه جوړه کړه لکه د لوښو خټه. نو يما يوه واره ودانه کړه، چه د آس د سپرلو د ډگر غوندي ئې هر اړخ ؤ او ده هلته د پسو او غويو او سړيو او سپيو او مرغانو تخمنونه، او ځلاند سور اور یووړ، ده جوړه کړه یوه واره، د سپرلو ډگر په شان، د سړيو د ټاټوبي لپاره، او يوه واره د سپرلو د ډگر په شان د غويو او پسو لپاره!

 هلته ده د اوبو واله چه یوه هاتره اوږده وه، جوړه کړه او هلته ئې مرغان پر داسي چمن کښينول، چه کورټ نه زمول كيدي، او نه ئې خواړه ناغه کیدل؛ هلته ده يو ټاټوبي ودان کړ، چه یو کور او لوړه خونه، او دالان او غولي ئې درلود.

هلته ده د سړيو او ښځو تخمونه يووړل، کوم چه پر دې مځکه خورا لوي او خورا ښه او غوره وه. هلته ده د هر راز څارویو څخه چه پر دې مځکه خورا لوي او خورا ښه او غوره وه يووړل، هله ده د هر راز ونو څخه چه پر دې مځکه ډيري جگي او ښه بوي لرونکي وې، تخمونه کښیښوول. هلته ده د هر راز ميوو څخه چه ډيري خوندوري او ښه بوي لرونکي وې تخمونه يووړل. له دغو ټولو تخمو څخه ده دوه دوه يووړل، او په زيار ئې هلته وساتل تر څو چه دغه واره په سړيو ودانه سوه.

په ورستنيو فقرو کي کټ مټ هغه د مخني دواره ودانولو اصول بيرته راغلي دي، چه دمخه ذکر شول، او وايي چه یما دغسي وکړه، لکه چه امر ورته شوي و څو چه واره ودانه شوه. 

پدې ډول اوستا د واره ودانولو نقشه مفصله کاږي او لدې څخه هسي ښکاري چه يما د اهوره مزدا په ښوونه واره جوړه کړې او څه هغه کي د مدنيت لومړى اساس ايښې و. 

واره په بخدي کي وه او تر اوسه ئې هم آثار د نو بهار په نامه سته هغه وخت چه د يما په دغه تاريخي ټاټوبي کي زردشت را و پاڅيدي نو ده ده له درو زامنو څخه یو چه یوروتاد نره Urvatad-nara نوميدي واره مشر ټاکلي شوي و يعني Temporal lord of vara.

د اوستا دا (واره) وروسته عجیب تاريخ لري او هم دا کلمه د زمانو د تيريدلو سره هسي رنگونه مومي، چه کورټ نه پیژندله کيږي، ځکه چه په پښتو کي ريښه سته، نو دلته څه نه څه د دې لغت تاريخي او ادبي تحولات بیانوم. 

 په سنسكريت کي له دغي ريښې  څخه ډیر كلمات ډیر جوړ شوي دي، مثلاً واړ var يعني محوم توطه، ځاي، د هندوانو دستی کولو ځاي. واړا vara د يو ښار څلورمه برخه، يو ځاي چه د هري طبقې خلق پکښي اوسئ، واړی Vara  یوه محوطه، غولي، دربار، باغ.

د سنسکریت (واړه) د اوستا له (واره) سره هم په تلفظ هم په معنا کي يوه ده، او دا يوه آريائي پخواني کلمه ده، چه وروسته په بودائي دوره کي (وهار) شوه، ځکه چه دغه د بخدي (واره) هم وروسته د يوه معبد په ډول د زرتشتي دين کانون او مركز وه، نو هغه وخت چه د زردشت اتباع ورک شول او د ده دين له منځه ولاړ، نو پر پښتونخوا او باختر د بودائي مذهب څپې راغلې، او افغانستان د دغه مذهب مركز سو، باميان ئې د بتخانو او معابدو كانون و، نو هغه د اوستا (واره) چه د زرتشتي دين معبد وه، اوس د بودائي دين کانون شوه.

 اوس هغه لوړ او جگ بیرغونه چه د بخدئ ښار ئې په نامه ياديدي (د لوړو بيرغو ښکلي ښار) اوس د بودا د اتباعو له خوا لوړ شول نو دوي د اوستا (واره) په بودائي اصطلاح (وهار) تبدیله کړه او هغه زرتشتي آتشکده او بتخانه شوه او دغه (وهار) ؤ چه وروسته بهار شو او په اسلامي دوره کي دغه د بخدي معبد ” نو بهار“ باله کيده.

که څه هم ځني ليکوال لکه د هند مولانا سید سلیمان ندوي په تعلقات هندو عرب کي دغه معبد کورټ يو بودائي بودتون گڼي او وائي چه بلاذري مورخ په ٢٤٧هـ كي د عربو د بريو پر وخت ډیر داسي وهارونه په سيند کي ښوولي دي چه سرې جنډې به ئې در لودې مگر لکه محققین چه وائي لومړي دا د بلخ (وهار) يوه زرتشتي آتشکده وه وروسته چه بودايي مذهب راغي نو دا ځاي يو بودائي بودتون (بتخانه) سوه، مشهور مستشرق زخاؤ هسي وايي: چه د نوبهار کلمه اصلاً نووهار او بودايي خانقاه وه.

برتهالډ W. Barthald نومي مستشرق همداسي وایي چه د يوه چيني سیاح او ابن فقيه له بيانه هسي ښكاري چه دغه نوبهار د بودائیانو نو (وهار) و. پدې کي شک نسته چه د بلخ واره چه په اوستا کي ذکر شوې ده د زرتشتيانو مركزي معبد ؤ مگر د اسلام د م د راتگ پر وخت يعني په شپږمه عيسوي پيړۍ کي ټول تاريخي روايات دا ښکاره کوي چي دا ځاي بودائي بودتون ؤمثلاً هیوان تسنگ چینی سیاح چه په شپږمه عيسوي پيړۍ کي بلخ ته راغلي ؤ دغه معبد يو بودائي بودتون ښکاره کوي.

او دا هغه وخت دي چه تر ده وروسته نو اسلامي فاتحین دلته را رسیدلي دي او پدغه وخت په سنده کي هم د نو بهار په نامه بودائي بتخانې موجودي وې. چيني زاير هيوان تسنگ چه دمخه ئې ذكر وشو د بلخ دغه معبد ويهارا بوللي دي وايي چه دلته دوه بودتونونه موجود وه چه یو ويهارا بلل کيده بل ناو او يهارا يعني نوبهار چه اسلامي مورخين هم د نو بهار ذكر كوي. مسعودي وايي: د نو بهار عمارت ډیر پوخ او جگ و، زرغونې جنډۍ په نيزو وپييلې لوړي پر رپیدې څلورو خواو ته ئې ديوالونه وه او دا جنډی دوني لويي وې چه له ليري ښکاریدې. 

ابن الفقيه همداني وائي: نو بهار برمکيانو جوړ کړي و، دوي د بتانو پرستش کاوه، دوي چه د قريشو د مکې حال وارويدي، نو ئې دا معبد جوړ کړ، چه نوم ئې نوبهار و يعني نوی د دې ځاي يوه گنبده (اشبت) سل گزه لوړه او سل گزه ارته وه، شا و خوا ئې د متوليانو ٣٦٠ کوټې وې مشر متولي ئي برمكا نوميدي، د چین او کابل پاچهان د دوي په مذهب وه او لوي بت ته ئې سجدې کولې.

ياقوت حموي چه يو اسلامي مشهور جغرافيا ليكونكي دي د ٦٠٠هـ په حدودو کي هسي ليکي: برمکیان تل په بلخ كي معزز وه د نو بهار وداني په دوي اړه درلوده چه څلورو خواو ته ئې بوتان ولاړ وه ځکه چه پر دې وداني هر کال په پسرلي خلقو گلونه اچول، نو په نوبهار مشهوره شوې وه. د دې ځاي لوړه جنډۍ له بلخه په ترمذ کي ښکاره کیده، د هندوستان او چین او کابل پاچهان د دوي په مذهب او بت پرست وه. 

علامه قزويني داسي وایي: په بلخ کي د نو بهار وداني او تر ټولو لويه بتخانه وه، چه په وريښمو او جواهر سنبال شوې وه، سل گزه لوړه او سل گزه ارته وه. برامکه د دې ځاي اصلي متوليان وه.

د اسلامي مؤرخينو له دغو رواياتو څخه هم د بلخ د نوبهار د ودانۍ شهرت معلوميږي او ښايې چه هغه قديمه واره ورانه شوې وي، او لکه ياقوت چه وايي بيرته د برمک له خوا ودانه شوی او "نو بهار"  بللې شوې وي. 

په هر صورت دلته زموږ مقصد دا ندي چه د نو بهار تاریخ وليكو فقط د دغو تاريخي رواياتو په سيوري کي غواړو چه د دغه نامه لغوي تحليل وکړو، او په پښتو کي هم ريښه ومومو. 

تاسي وليدل چه اصله اوستائي كلمه واره وه په سنسكريت کي په لږ تغیر واړه شوه چه معنا ئې ښار او محوطه او كلا غوندي وه ځکه چه د بخدي واره د زرتشتي مذهب مرکز و او بيا نو د بودائیانو بوتون ځني جوړ شوي و په دې لحاظ په اسلامي دوره کي هغه بودائي وهاره هم لفظاً هم معناً لږ څه واوښته او لکه دمخه چه تاسي ډیر نور مثالونه ولیدل (و) پخپله هم مخرجه حرف (ب) بدل شو (بهار) وگرزيدي او بيا (نو) يعني نوي هم ورسره زيات شو (نوبهار) او تر اسلامي دریمی پیړۍ پوري دغه بودتون موجود و او لکه چه لوړ مو ولوستل د عربو مشهور مؤرخينو ئې ذکر راوړي دي.

د بهار کلمه په پاړسو کي ډيري معناوي لري چه یوه مشهوره معنا ئي بتكده هم ده شمس فخري وايي:

رسید موسم نورورز کز نسیم بهار     

          شود بساتین آراسته بسان بهار

فرالاوي وایي:

           نه همچون رخ خوبت گل بهار                      

           نه چون تو به نيکوئي بت بهار

نظامي وايي:

           بهار دل افروز در بلخ بود                    

          کزو سرخ گل را دهان تلخ بود

له دغو بيتو څخه د بلخ د بهار ښکلي توب او زيبائي ښکاري اما له لاندي اسنادو څخه ئې معنا ښه

څرگندیږي. منصور رازي وايي: 

          بهار بتانست و محراب خوبی             

          بروی دلارام و زلفین دلبر

فرخي وايي:

         هنگام خزان است و چمن را بدراند          

         نو نو زبت زرین هر سوی بهاریست

بل ځاي وايي:

        چه شهر شهر و بدو اندرون سراي سراي   

        چه کاخ کاخ و بدو اندرون بهار بهارا

په حقيقت کي دغه د بتكدي معنا بهار ته مجازي ده اصلاً خو وداني او كلا غوندي يو شى و او دغه حقيقي معاني ئې اوس په پښتو او پاړسو دواړو کي پاته دي په پاړسو کي باره او بارو د هار او کلا په معناو سته لکه چه قاآني ويلي دي:

        

       صد باره برآوردند بهتر      

       صد باره ز باره سکندر

د پاړسو د یوار په کلمه کي هم وار په خپل اوستائي شکل موجود دي چه په پښتو کي (ر) په هم مخرج حرف (ل) اوښتې ده او (ويوال) وایو اما پخپله هغه پخواني کلمه (واره) هم په پښتو کي په هغه زاړه مفهوم سته فقط (و) په (ب) اوښتي او (باره) شوې ده چه (باړه) هم تلفظ کيږي.

باره په اوسني پښتو کي د اوبو بند او ډبرين ديوال په معنا ده چه کلا او حصار ته ورته وي او پر کښت او غوجل ئې را گرزوي په اوستا کي چه کومه واره د غوجل لپاره يما جوړه کړې وه شکل او لغت ئې تر اوسه په پښتو کي موجود دي دا کلمه په پښتو ادب کي هم وه لکه چه خوشحال خان وايې:

        خوشحاله چا ته وایی پندونه     

       خلق خوشحال دي په خپل سندونه

       که زړه دي وارکا ژبه قراره کړه 

       مات دي د پند د باړي بندونه

يعني د پند د دیوال او حصار بندونه مات دي او اثر نلري.

رحمان بابا وايې:

       باړه وتړه نور هله زراعت کړه   

       تقوا دار شه هله تمه د جنت کړه

باره یا باړه د محوطې او داسي ځاي په معنا هم راځي چه ترکلي دباندي د بازيو لپاره جوړوي او شاو خوا يولنډ دیوال پر را گرزوي لکه پدې لنډۍ کي:

        دا اوسني داسي زلمى دي      

       په ساگو ډک شی په تیندک باړو له ځینه

اوس نو موږ له دغو تاريخي او لغوي څیړونو څخه دغه نتیجه اخلو چه په لوي سر کي دکوټ او حصار اوکلا او ديوال لپاره چه پر يوه وداني را گرزیدلي وي په آريائي ژبو کي عنصري توري (و= ب) او (الف) او (ر= ړ) دی چه کله (ر) یا (ړ) په ل هم اوړی د دغه مفهوم لپاره په اکثرو آريائي ژبو کي متحد اشکال موجود دي پدې ډول:

اوستا: واره ، وار vara د يما ودان کړي ښار په بخدي کي 

سنسکریت: واړ var محوطه، ځاي، د دیوال په منځ کي ځاي

سنسکریت: واړا var د يوه ښار څلورمه برخه 

سنسکریت: واړی vari غولي، دربار، باغ ، محوطه

بودائي: وهار vahar معبد، بودتون

زړه پارسي: بهار bahar بتکده، د بلخ د نو بهار معبد

پاړسي: باره barah بارو baru حصار، کلا

پارسي: د (دیوار) آخرني جزو (وار) var

 انگلیسی: وال wall د دیوار په معنا

پښتو: باره barah یا باړه barah بند دیوال، حصار، کلا 

پښتو: د دیوال آخرني جزو وال wall

پدې ډول نو د اوستا د تاريخي نوم (واره) ریښې په ټولو آريائي ژبو مخصوصاً په پښتو کي کټ مټ سته او له دغه څخه هم د پښتو تاريخي رابطه له اوستا او بخدي سره ښه ښکاري.

د تلفظ او معنا لږ څه تحول او تغیر هم د ډیرو پيړيو تيريدلو اثر دی او په پښتو کي چه کوم مفاهیم باره لري هغه اصلي تاريخي مفهوم ته ډير نژدې دي، دا هم بايد دلته هیر نکړو چه لدغي ريښې څخه (هار) تر اوسه هم د ډيرو ځايو په نومو کي سته او په ښکاره د حصار او ښار معنا لري، مثلاً کندهار ،ننگرهار، چپرهار، نندهار، وهار چه دا ټول د ځايو او ښارو نومونه دي، او موږ ته ښکاره کوي چه دغه ريښه د ودانۍ ښار حصار په مفهوم له قديمه موجوده وه او اوس هم سته!

دلته دا خبره هم د ويلو وړ ده چه د نوبهار نوم تر اوسه هم په بلخ کي موجود دي. د بلخ وران ښار جنوبي دروازه ترا اوسه هم "دروازۀ نوبهار" بولي او لکه محمد صالح ورسجي چه د ١٠٠٦هـ په حودود کي ليکي: په دغه وخت کي چه لا د بلخ ښار ودان ؤ، او شپږ دروازې ئې درلودې. يو ور ئې نو بهار نوميدي چه بعضو خلقو دروازه سلطان احمد یا دروازه بابه قو هم باله.