32

د لوی او بخښونکي خدای په نامه

په شلمه پیړی کی دافغانستان هنر

افغانستان یو لرغونی هېواد دی چې ژوند يې په دريوسره بېلو دورو کې مطالعه کېږي:

 یوه تر تاریخ وړاندې دوره ده. چې غارمېشتو انسانانو ژوند پکی پیل کړی او له پنځوس زر کلونو وړاند زماني نه يې د خپلو ابتدايي صنايعو هنرونو، او کارونو نخښې راپاتې دي، دوی لومړی له ډبرو نه د ښکار اوکار ډېر ابتدايي افزار جوړ کړي او کله يې چې د ژوند اړتياوې پوره شوې نوبیا یې د خپلې استوګنې دغارونو پر دېوالونو ډېر ابتدايي انځورونه جوړکړي چې د افغانستان په شمال کې يې په خپلوسمڅو کې د نورو انځورونو ترڅنګ د انسان څېره هم د خرمېړي په بڼه جوړه کړې او همداسې يې ورو – ورو ډبرين، خاورین او بیا اوسپنیز لوښي او افزار جوړکړي او صنايع او هنرونه يې په لومړنۍ بڼه رامنځ ته کړيدي.

دوهمه نیمه تاريخي، افسانوي یاد سرودونو دوره ده، دا دوره د افغانستان د ژوند داسې ځانګړې دوره ده چې د نورې نړۍ له ژوند نه بېله ده. په دې دوره كي ليك لا نه ؤ پیدا شوی خو په آریاناکی ريشيانو ( روحاني شاعرانو) د خپلو اخلاقی شعرونو په ویلو سره د خلکو لارښوونه کوله او په شفاهي توګه د روزنې او زده کړې دوره پيل شوې وه.

دریمه دوره د هېواد تاريخي دوره ده چې په دې دوره کې ليك را پیدا شوی ؤ مدبر پاچا یما یا جمشید دهېواد په لرغوني پلازمېنه بلخ کې دیوه پاخه آریایی تمدن بنسټ ایښی ؤ او بیا وروسته سپین تمان زردښت د ښې منني، ښې وينې او ښې کړنې دين رامنځ ته کړ، بیا آریانا ته د سکندر په راتلو يوناني تمدن له آريايي تمدن سره غاړه غړی شو، تر هغې وروسته افغانستان ته بودايي دين راغی، د دې او د نورو پېښو او تجربو په نتيجه کې صنايعو او هنر وده وکړه خصوصاً د بودايي دين له راتلو سره په انځورګرۍ او مجسمه جوړولو کې د ګندهارا د آرټ ځانګړی مکتب رامنځ ته شو او په افغانستان کې په زرګونو هنري آثار خلق او ابداع شول.

افغانستان ته د اسلام د سپيڅلي دين په راتلو د صنایعو او هنر په نړۍ کې نوې تجربې وشوې، ښکلي او ظريف صنایع دود شول خصوصاً دخطاطی، تذهیب، میناتور او صحافۍ فنونو او هنرونو ښه وده وکړه او فني سبکونه او مکتبونه رامنځ ته شول.

ارواښاد علامه عبدالحی حبیبی چې دهېواد نوښتګر ليکوال، سترګور مؤرخ او پوه او پوخ عالم ؤ د خپلو ژورو علمي او تاريخي څېړنو په ترڅ کې د افغانستان پر صنایعو او هنر ګڼې څېړنې کړې وې چې په دې لړ کې يې له مقالو او رسالو نه نيولي تر پنډو کتابونو پورې کښلي وو، ((هنر عهد تیموریان)) داستاد داسې اثر ؤ چې په لویه کچه او تر زرو زیات مخونه یې درلودل او هم یې وخت په وخت په دې برخه کې ګڼې مقالې او رسالې ليکلې دي.

 په دې لړ کې د دوی په آثارو کې یوه دري رساله د (( یادداشتها در تاریخ صنایع افغانستان)) په نامه شته چې په ۱۳۴۳ کال د آریانا مجلې په پنځو ګڼو کې پر له پسې خپره شوې ده، په دې رساله کې دافغانستان په اسلامي دوره کې د خطاطی، نقاشی، مصورۍ، تذهیب، صحافی، فلزکاری، منسوجاتو، غالۍ او بدني، ودانيو او ترکاڼۍ د صنایعو او هنرونو په باب مطالب ليکل شوي او ژوره څېړنه پرې شوې ده.

همدا راز د دوی په آثارو کې(( په شلمه سدۍ کې د افغانستان هنر)) یوه پښتو قلمي رساله شته چې معاصره خطاطي، نقاشي او رسامي نندارې او تیاتر، ساز اواز او اتڼ، ودانۍ او معماری، د کالیو صنعت، مفروشات سنګتراشي او حکاکي، مسګري او آهنګری، ترکاڼي کاولي او څپلۍ جوړول، سراجي، كلالي، زرګري او په دې برخه کي دولتی تشبثات څیړي.

په دې رساله کې لوی استاد له ۱۲۸۰ تر ۱۳۵۲ کال پورې د افغانستان هنر څېړلی خو د لیکلو کال يې تر ۱۳۵۷ کال وروسته دی ځکه لومړنۍ مسوده يې د همدې کال د یوه چاپي کلیز د پاڼو پر شا کښلې او هم د ۱۳۵۹ کال یادونه لري او په دې توګه دا کوچنی خو موجز اثر د ده د ژوند له وروستیو آثارو څخه شمیرلای شو. 

په حقيقت کې دا دواړې رسالې په اسلامي دوره کې د افغانستان پر صنايعو او هنر رڼا اچوي، د دې صنايعو او هنرونو له بڼو څخه مو خبروي او د دي ښکلو صنايعو صنعتکاران او هنرمندان راپېژني. 

د علامه حبيبي د څېړنو مړکز چي د لوی استاد د آثارو د راټولولو او خپرولو دنده لري. له دې دواړو رسالو څخه هم د وړې وڅنډلې او چاپ ته يې چمتو کړې چې په یو وخت خپرې شي او دافغانستان د صنایعو او هنر دمینه والو تنده ماته کړي. 

موږ به هڅه کوو چې د علامه حبيبي ټول ناچاپه او چاپي کتابونه او رسالې په ځانګړې بڼه او ټولې مقالې يې په (( زرمقالي / هزار مقاله )) نومي شل ټوکيز اثر او هم يې اشعار او افکار په بېلا بېلو رسالو کې نشر کړو او هم د ده د ژوند او آثارو په باب،ليکني،څیړني، مقالي او رسالې خپاره کړو.

 د دې زيري په درکولو سره خپلې خبرې بس کوواو د لوی استاد د دې ظاهراً وړو خو په ارزښت کې لویو آثارو لوستلو ته مو رابولو!

په درنښت

د علامه حبیبی د څېړنو مړکز

۱۳۸۳/۸/۱۷