مفروشات
د ډول ډول رنګه او ساده مفروشاتو جوړونه د افغانستان د خلکو یو قدیم صنعت دی، چې په شلمه پيړۍ کې هم ژوندی پاته د،ی داخلي او خارجي بازار لري.
۱- غالۍ اودل :
چې د هندوکش په شمالی ولایاتو کې له بدخشانه تر میمنې او هراته، خورا نفیسې او پنډې ټينګې د پایښت وړ رنګينې غالۍ جوړېږي او اوس لويې او کوچنۍ خارج ته هم صادرېږي، دجوړولو مواد يې سپڼسي اورته وړۍ او مختلف نباتي او معدني رنګونه دي. مشهور انواع یی،مورۍ، قزل ایاقۍ، آقچه یۍ، هراتۍ دی. اکثر يې ښځې اوبي.
۲- کمبلې او ټغرونه:
دا صنعت هم له پخوا څخه ژوندی پاته دی، رنګينې کمبلې او ټغرونه له سپڼسیو او اینڅيو څخه اوبي، اکثر یې په هندسي او لوزي انځورونو ښکلي کېږي، چي لوی مړکز یې د افغانستان مړکزي يا شمالي سيمې دي، هغسې خو نو هرڅوك د خپل احتياج لپاره کمبلې او ټغرونه ځانته جوړوي.
۳ کراسته
دا هم له وړيو څخه بې له اودنې په خاصه توګه او مښلو او لندولو داسې جوړوي، چې وړۍ پخپله سره نښلي او د باندې رنګينې یا ساده ګل کارۍ پرې کوي دسړو سيمو لپاره ډېر ښه فرش ځنې جوړوي او کله چې له پت څخه جوړه سي، نو خورا نفيسه او پسته وي. په بدخشان،هلمند، فراه او کندهار کې ښې كراستې جوړېږي، چې کله خارج ته هم صادرېږي.
د کندهار د کراستو د توشکانو صنعت دېرش کاله پخوا لاژوندی وُ، چې د خونو د ژمي د فرش لپاره به يې يو راز سپین منقش او ډولي توشکان په خورا ښکلو رنګو جوړوله او خاص صنعت کاران يې لرل.