منو Manu
د ويد ادبیان له قراره د اوسنو انساناو لومړی سړی منو Manu نومیده چه لومړۍ پلا اور د ارباب انواعو له خوا ده ته سپارلي شويدي، ويدا وائي: چه د وي، وس، وت Vevasvat دوه زامن وه، لومړي ياما Yama دوهم منو، مگر یا ما دمخه مړ شو، نو ځکه دي لومړى فاني كيدونكي (مرتيا) بلل شوى دي پخپله وې وسوت په ريگويدا کي د ځلان او درخشان معاني لري، کله نمر او اسمان ته هم وائي، مثلاً: يوه رب النوع ماترشون Mataricvan اگنی (اور) له خورا ليري ځايه چه وي وسوت يې نوم ؤ (يعني له اسمانه) راوړ په حقيقت کي د (وي وسوت) دوه زامن وه، يو له يوې موري چه ياما نوميده، د بلي ماينې زوي ئې (منو) دي چه د انسانانو اعلی مورث گاڼه سي، کله د (منو) نوم يوازي د سړي او انسان لپاره هم راځي، او لغوي معنا ئې پوهیدونکې او منونکې ده.
د هندي آريايانو له کتابو څخه داسي ښکاري چه په پخوانو زمانو كي يو لوي طوفان راغلي و، د دې طوفان ذكر تورات او قرآن عظیم هم کوي، له هندي کتابو څخه په متسیاپران، او اگني پران، او مها بهارت کي دا قصه راځي مگر ”شت پته پران“ ئې خورا مفصله راوړي، ميكس مولر مستقرق لومړي پلا دا کتاب ترجمه او خپور کړ، وروسته جولیس ایک لنگ د مشرق د پخوانو کتابو په سلسله کي په ۱۸۸۲ ع د دې کتاب ترجمه بيا په ۱۲ ټوکه کي خپره کړه، له دې كتابه ښکاري چه منو تر طوفان وروسته لومړی انسان دي، چه په قراني او توراتي ژبه ئې موږ (نوح ع) بولو د منو د قصې لنډيزدا دي: سهار منو د لاس پریوللو لپاره اوبه راوړې، يوكب ئې لاس ته ورغي دې كب ورته وویل: چه ته ما وساته، يو لوي طوفان راځي، زه به تا ځني وژغورم. دا کب ده وروزه، چه لوي شو، نو ئې وويل: چه په پلاني كال طوفان راځي، يوه بيړي جوړه که چه طوفان راسي، ته پکښي سپور سه، منو دغسي وکړه، چه په هغه کال طوفان راغي نو دی په بیړۍ کي کښینوست، او هغه ماهی راغي، د ده کښتۍ ئې تر شمالي غره (هماليا) پوري ورسوله، نور ټول خلق په طوفان کي مړه شوه فقط منو پاته شو، ده د اولاد خواهش درلود عبادت ئې کاوه او په ریاضت بخت و، وروسته خداي تعالي ده ته يوه ښکلې ښځه راولیږله او د دوي له اولاده څخه د منو قوم پیدا شو، آريائي هندوان ځانونه د ده له پښته بولي.
دا خو د دې پخواني کتاب د منو قصه ده، اما په مهابهارت كي هم دا افسانه راغلې ده او منو د ياما ورور
بولي. په گوت پران کي هم د منو دغه قصه راځي او داسي ښکاري، چه په هندي رواياتو او ميتولوژي (علم الاساطير) كي منو د انسانانو پلار دي، چه تر طوفان وروسته انسانان له ده څخه پيدا شويدي، مگر وروسته منو او د ده پلار د رب النوع پر ډول هم منل شوي دي.
د منو پلار وی وسوت (هغه وی ون گهت) Vivanghat دي چه په اوستا کي هم د ياما پلار بلل شوي او وروسته د اسمان درخشان رب النوع و.
وی و نگهت چه په اوستا کي د ياما پلار بلل کیږي هغه د عربو ونجهان یا ویون جهان دي چه د (ویونگهان) معرب رنگ دي، او ياما هم هغه د اوستا يما Yima دي چه وروسته جم او جمشيد بلل شويدي.
خلاصه: د ياما او منو افسانې وروسته ډول ډول رنگونه موندلي دي، خو دلته زمو کار د دوي تاريخي پلټني
ندي، بلکه فقط د منو د کلمې لغوي تطبيق دي چه د لوړو تاريخي پلټونو په رڼا کي به لاندي لږ څه شرح سي:
لکه چه وويل شوه پخپله ویدا (منو) د مطلق انسان او پوهیدونکي او منونکي په معنا راوړي، او منو شيا (پوهیدونکي او فکر کوونکي) هم انسان بولي گويا د (م،ن) په طبيعت کي د انسان د پوهني او منني لپاره مفاهيم پټ پراته دي دغه د (منو) افسانې هر راز چه وې، خو صحت یا غلطي ئې دلته په موږ اړه نلري فقط د لغت لامله دوني ويلاي شو، چه (منو) د آریائیانو په اصطلاح د لومړي انسان نوم و، وروسته لکه دعربي (آدم)دانسان مطلق او عام نوم سو، په سنسکریت کي هم مانو Manav د سړي او سړگي او گوچني په معناو دي چه په پښتو کي هم کټ مټ هغه پخوانې معنا لري، پښتانه (برماڼو) د غره سړی، او ځنگلی سړی ته وايي، او پخپله (ماڼو) د سمي او مدني سړي بولي ښکاره ده چه (برمانو) د لوړی مځکي سړى معنا لري يوه ملي لنډۍ ده:
د بر ماڼو په شان ترهيږي
د روغ ماڼو په شاني کښینه ديد دي کړمه
يعني د وحشي او زنگلي په شان ولي لما څخه تره او نفرت کوې، د روغ انسان په ډول گښینه، چه په ليدو دي ځان موړ کړم!
د دغه (م،ن) له ريښې څخه کټ مټ اوس (منل، مننه) لرو چه په پخواني معنا دي د منونکي کټ مټ د منو معنا ده او هم په ظاهري شکل هم په معنا کي سره نژدې دي، ښائي چه د (منل) له ريښې څخه (منو او ماڼو) جوړ شوي وي او لکه دمخه چه ذکر شول (من) د ارادې په معنا هم له دغي ریښې څخه وي، چه منل او اراده کول ټول انساني خاصیتونه دي، او په معنا كي نژدیکت هم سره لري.
په هر صورت د منو د زړې کلمې د پښتو په ماڼو او منلوکي سته، او دا پخواني کلمه هم له دې ځايه تللې ده تر اوسه هم په پښتو اعلامو کي (منو) سته، چه پر سړو دا نوم ږدي.