سليمان ماكو د تذكرة الاولياء ليكوال (٦١٢ هـ ق)
د پښتو ژبی له پخوانو ليکوالو او نثر لیکونکو څخه چی تر اوسه معلوم سوی دی یو غټ او مقتدر ليكوال سليمان ماكو دى.
دی د بارک خان صابزی ماکو زوی دی، چی د قندهار په ارغسان کی اوسیده، د ماکو قبیله تر اوسه هم په لږ تعداد هوری اوسی، او په ابدالیو (درانیو) کی شامليږی. سليمان له دی قومه يو پوه لیکوال راوتلی دی، او د پښتونخوا په غرو او رغو کی یی سیاحتونه کړی او د خپل عصر مشهور روحانی او ادبی رجال یی لیدلی دی.
دی پخپله وایی: چی په (٦١٢ هـ) تللی وم او د پښتونخوا په غرو او رغو گرځيدم، او د لويانو مراقد می لیدل او پلټل، داسی ښکاری چی سلیمان تر دغه مفید او گټور سفر وروسته موفق سو چی د پښتو نوموړو بزرگانو په احوال كى يوه تذكرة الاوليا وليکي او د دوی ویناوی او اشعار ار په دی کتاب کی خوندی کړی. دا کتاب متاسفانه چی ټول اوس ورک دی، خو لومړی اووه مخه یی ما تر ۱۳۱۹ ش کال دمخه په قندهار کی وموندل او د هغو مخو عکسونه می د کابل په سالنامه او بیا په پښتانه شعرأ لومړی ټوک کی خپاره کړل.
سليمان ماکو د پښتو یو پخوانی مورخ او نثر نویس دی، او د ده د نفیس او گټور کتاب دغه څو مخه د پښتو ژبی او ادبی رجالو د تاریخ لپاره داسی مفید ثابت سول چی د ادب او پښتو تاریخ یی تر آبده مرهون دی.